" موږ ډېر خوش بخته يُو،چي په بارډر باندي يي تنګ نه كړو ­ ګني په دې بارډر باندي دَ اٍن اّوټ كار زيات وخت اخلي .. او وجه يې دا وي ، چي دا دَ اټلي خلګ خبري كمي او كاغذان زيات مني "

څنګه چي بس دَ اّسټرواټالين بارډر څخه مخته روان شو، نو اسكارټ ميرنا غاړه تازه كولو ورسته په سپيكرانو كي داسي واي ..

" زه او دانيال دَ كاسموس له خوا دَ ګرېنډ يورپئين ټوْر وَ ټولو ملګرو سېلانيانو ته په اټلي كي ښه راغلى وايو ­ دا هېواد چي رقبه يې 310268 مربع كلوميټرانو باندي اړه لري .. دَ اروپا په جنوب كي دَ فرانس ، سوئټزرلېنډ، اّسټريا او سلوانيه څخه يې اېلپس غرونه جلا كوي او دَ بحريه ټرينئين او بحېرهٍ اېډرياټك په منځ كي يو ټاپووزمه هېواد دى "

دا خبري چي يې كولې ، نو واوره هم ورېدله او هر ملګري كه څه هم په كتلو خوند ورباندي اخيستلو، خو په زړونو كي يې ګوره چي څنګه څنګه ويرو ځاى نيولو؟ ولي چي هيچا نه غوښتلو، چي بيا دي دَ سمرنګ پاس په غرونو كي دَ راتېرېدلو په وخت  له هغسي پېښي سره مخامخ شي ­ لاكن له داسي خطراتو بې خبره پېغله ميرنا وه ، چي ژغېدله .. او هغه هم داسي ­

" په اټلي كي دې وخت قريبًا 57.6 ميلينه خلګ ، چي اټالين نومېږي مېښته دي او رومن كېتهولك سره اړيكي لري ­ دارالحكومت يې روم دى ، خو ميلان ، نېپلز، ټورين ، جنيوا او پالرمو رنګه غټ غټ ښارونه هم لري ­ دَ كرنسي نوم يې ليرا دى ، چي دَ يوه ډالر په مقابله كي قريبًا 1500 ليرا لاس ته كېدلى شي "

دَ سپين ګړذ له سوبه دَ سړك وَ دواړو ځئيو ته هيڅ نه ښكاره كېدلو ­ اوس كه څه هم موږ له هسكو غرونو څخه راتېر شوي وْ او دې وخت دَ وړو غټو غونډيانو په ناوْ كي رهي وْ ­ دلته دَ سُرنګونو شمېردَ نورو هېوادونو په مقابله كي زيات وْ ­ او بله اهمه خبره مي دا هم محسوسه كړه ، چي په دې هېواد كي روډونو ته څه زياته پاملرنه شوي وه ­ خېر، چي كله په يو غټ رينګ روډ باندي بس وَ بلي موټروې ته ګرځېدلو، نو ميرنا وئيلو ..

" سان مرينو او وېټيكن سټي كه څه هم دلته په دې هېواد كي دننه وجود لري ، خو دواړه په خپل اختيار اّزاد رياستونه دي ­ او سان مرينو ته به پېښه كوْ، لاكن وېټيكن سټي زموږ په پروګرام كي ګډ نه دى"

او څه مخته چي موږ له غټ سرنګ څخه تېرېدلو، نو هغې وئيلو..

" يوهو..اوس موږ له اېلپس غرونو څخه راتېر شوي يُو ­ لاكن دَ اّئس مېن، چي پنځه زره كلن مړى وْ او هغه دلته په اېلپس غرونو كي موندلى شوى وْ او دا ممي اوس دَ اّسټريا او اټلي تر منځه متنازعه شوي ده ­ يو واي دا زما ده او بل واي زما"

لاكن دَ دې اّئس مېن په حقله دا خو هم وئيل كېږي ، چي ..

" دغه مړى يو چا وژلى وْ او هغه هم دَ دې اّئس مېن دَ پوُسونو دَ رمې تر لاسه كولو په نيت ­ ګوا انسان په هر وخت كي دَ انسان دَښمن دغسي پاته شوى دى ، لكه نن سبا چي دَ يو بل په وژللو كي دَ ځناورتوب ټول ريكارډونه ماتوي لګيا دي .. او هغه هم خندا تر هانده دَ امن په نوم ­ چي خوب يا يو فرضي تورى دى او بس"

دا خبري مي لاسمي نه وې په ډائرۍ كي اړولي ، چي كائيكو راته واي ..

" مسټر شوق! تا خو په بارډر باندي ليرا واخيستله"

" نو بيا ؟ "

ما چي پوښتنه ځيني وكړه ، نو هغه په وړې خندا كي واي ..

" ما ځكه نه كړه دا كرنسي تر لاسه ، چي له ماسره خو ماسټر كارډ دى او څه ټرېولرز چېكونه  هم لرم ­ زه به هڅه كوم ، چي يو ځاى ليرا تر لاسه كړم ­ لاكن كه نه شوم برۍ، نو ته ماته په پور زما دَ ضرورت په سمه تر سهاره  راكولى شې؟ "

" ولي نه ..اوس به يې دركړم"

او بيا چي مي څنګه وېلټ له جېبه راوَايستلو، نو دې مي لاس وَنيولو او واي ..

" يه يه .. اوس نه ، وايم چي كه چرته زما په كار شولې"

 لاكن زما په ضد يې دَ شلو ډالرانو په سمون دَ ليرا نوټونه چي تر لاسه كولو، نو وَدې بل اړخ ته ناست روني په څنګلي داسي ويښتلم لكه ما چي هغې ته پور نه ، بلكې خرڅه وركوله ­ ځكه خو، چي كله هغه دَ خپلي چوكۍ په لور له موسكاګانو سره ولاړه، نو روني راته په خندا واي ..

" زما په خيال چي دا هم .. "

" څه مطلب ؟ "

ما چي دا پوښتنه كوله ، نو دَ هغه په ځاى وَ هغه بل اړخ ته ناست داني مخ راغزولو ورسته څوكه په  غوږ كي راته وَوئيلو ..

" مطلب دا، چي ډېر ژر به دي په لار كړي ­ دا خو به وَ منم ، چي شاته  په سمرنګ پاس كي دَ هغې نيږدېكت كه هرڅو دَ هغې فطري ويري دَ ضرورت له لاري وْ ­ خو اوس كه يې واقعي  پيسې په كار وې ، نو دا خو له ټولو سره وې ­  ته څله ؟ دا دَ بيا بيا اخيستلو مطلب دا دى ­ چي تر منځه مو دَ ليدلو كتلو بهانه وي "

ما هم داسي سر ورته ښورَولو لكه هغه چي صحيح واي ، خو ګپه مخته ځكه په دې ټاپك نه وَشوه ، چي په سپيكرانو كي ميرنا وئيلو..

"وئيل كېږي ، چي خُداى دَ اټلي له خلګو ډېر خوشاله دى او ورباندي مهربانه هم ­ ولي چي دَ ايمان پرته يې ورته غرونه ، رغونه ، دريابونه او ځنګلونه هم وركړي دى ­ او بل زما په دې خبره هم هېواد ډېر خوښ دى ، چي كارونه ډېر په كرار باندي سرته رسول كېږي ­ او هغه نه دى اټالين ، چي دَ نن كار په سبا باندي نه پرېږدي ­ ګوا نن دَ هغوئ دپاره او سبا دَ كار دپاره دى ­ لاكن كېدلى شي ، چي داسي دَ پيسو په باب نه وي­ ولي چي دا خلګ په پيسو هم مئين دى .. خو دا به وَوايم ، چي په فنون لطيفه كي يې دَ ذوق ځواب په نړۍ كي نه شته"

خبره چي يې په پيسو باندي سرته وَرسوله ، نو روني بيا راته واي ­

" وا دي ورېدلو كه يَه .. ډارلنګ دَ پيسو په باب څه وئيلو؟ "

" لاكن هغې خو دَ اټلي دَ خلګو  په اړه وئيلو او كائيكو خو جاپانۍ ده"

ما ورته  بېخي كرار غوندي وَوئيلو..

" هو منم، لاكن ښځه ښځه ده زما دوسته! "

او له دې خبري ورسته يي داسي اپلاتي هم شروع كړې ، چي له خندا مي بيا تر ډېره پوري خله نه ټولېدله ­

_____

" په هر هېواد كي شُوكماران شته ، لاكن دلته په اټلي كي څه زيات دي او خيال كوئ ­ چي څومره څوك هوشيار وي ، له هغو څخه دا دَ شكوَنو والا هغومره زيات زيرك دي ­ هڅه كوئ ، چي په يوازي او په خوشي علاقو كي ورچپ نه شئ "

كه څه هم ما مخ كي داسي اورېدلي وْ، خو دې وخت دَ ميرنا خبري زه په دې باندي سوچ كولو ته مجبوره كړم او په ډائرۍ كي مي قلم داسي ورچمتو كړو­

" چرته چي هم كوم مذهب دَ جنون تر هانده زيات منونكي لري ­ هلته ګوره ، چي څله دهوكه ، فرېب ، شُوكماري ، تراه ګري او نور نور غېر انساني كارونه زيات كېږي ؟ "

هو دا هغه سوال دى ، چي ماته دَ بُدهـ متانو په اصل كور تهائي لېنډ كي ... خپل ګران مذهب په خپل هېواد او څنګلوري  وطن كي ... هندومت په سري لنكا او نيږدي هندي هېواد كي ... او دا دى ، چي دَ عيسائيت په باب هم دغسي كمزوري خبري اورم لګيا يم ­ چرته چي دَ عيساييت په نوم دَ درستي دَنيا ټېكه اخيستل شوي ده  پرته هم دَ ناليدلو اسرائيليانو ظلم او غېرانساني كارونه هم له چا پټ نه دي ­

او بيا چي مي دَ سوچ نيليان ښه په تېزۍ وَځغلولو، نو اصل سوب ته يې په دې خبره ورسېدم ­ 

"چي شېطان خو هم هلته ، چرته چي دَ رحمان او انسان تر منځه لاري لنډېږي خپل زور او زيار زيات په كارَوي ­ او چرته چي دَ شېطان په رضا كارونه كېږي .. هلته نو شېطان غواړي څه ؟ "

دا خبري چي مي ليكلې، نو موږ يو نيم ټاوْن چي هلته ليري دَ غره په رك سر باندي جوړ وْ شاته پرېښولو­  دا خبره مي ځكه وَكړه ، چي دلته په اټلي كي زياتره ټاوْنونه دَ غرونو په څُوكو باندي جوړ ښكاري ­ خو دَ خوند خبره دا هم ، چي هر ټاوْن ته پراخ روډ، اوبه ، بجلي او نور ټول سهوليات فراهم كړل شوي دي ­ ما كه څه هم دَ اټلي په قدرتي منظرونو باندي روح ته سكون ورسپارلو، خو ميرنا بيرته دَ پيسو او مادي ژوند او حاجاتو په حقله واي ..

" دلته ژوند ګران او وَ سېلانيانو ته دَ شك په سترګه كتل كېږي ­ په خاص توګه دَ خپل طرز فنانشل عسكرانو سترګي به ستاسو په تعاقب كي وي ­ نو ځكه هر شى چي اخلي، نو رسيد حتمًا اخلى ­ او بله خبره دا، چي په اټلي كي به له خېره يوه هفته تېرَوْ ­ نو ځكه تاسو ته به په ميلينونو ليرا په كار وي"

دا خبره چي يې كوله ، نو روني راته په غوږ كي وئيلو..

" ځان ټينګ كړه دوسته! وَكائيكو ته"

دا بيا بيا چي يې زما له غوږونو دَ هغې جاپانۍ نوم تېرَولو، نو حقه خبره ده، چي اوس زما هم سوچ په كي بند شوى وْ او په وار وار مي دَ هغې په لور سترګي ور اړَولې ­ يو نيم ځل يې سترګي هم راسره څلور شوې، خو داسي خبره مي په كي نه كړه محسوسه ..كومه چي داني او روني كوله ­ ټېلي پېتهي څه ته واي ؟  نن ما وَمنلو، چي كائيكو هم راته بيا بيا كتل يو دم شروع كړو او يو وخت هغه را ولاړه شوه او شاته له موږ سره په اُوږدې چوكۍ باندي كښېنستلو ورسته واي ..

" سوري سوري .. زه دا يم بيا راغلم "

" وېل كم وېل كم"

دومره چي مي ورته وئيلو، نو هغه دَ ميرنا دَ تېري خبري په حق كي واي..

 " دَ ميرنا خبره درسته ده او ماته په كور كي پلار هم دغسي وئيلي وْ ، چي په اټلي كي ډېر زيات Cheaters دي "

روني ورته واي ..

" هو داسي خو دي ، نو بيا.."

هغه لا خبره سمه نه وه كړي ، چي كائيكو واي ..

" زه نه غواړم چي چيټ شم يا بيا له يو بلي حادثې سره مخامخ شم ­ زما مطلب دا، چي كه زه لتاسو سره دا هفته ملګري وكړم ، نو.."

" نو څه .. موږ به ستا په ملګرتيا خوشاله شو، څنګه داني؟ "

داني هم مړ غوندي وَ موسېدلو او واي ..

" بېشكه..او بيا موږ خو اېشئين هم يُو"

او لدې سره سم هغه كائيكو مخته واي ..

" په دې وجه خو زه له تاسو سره ګرځېدل غواړم "

كه څه هم خبره سمه وه ، خو زه هغې او دَ داني دَ اېشيائي تعصب په حقله خبري كي داسي ورك او حريان شوم ­ چي له ځانه مي دا پوښتنه كوله ..

" چي خلګ دَ براعظم په باب لا دومره سيرئيس دي او موږ، ګوا پښتانه يا په لوى سر افغانان څله دَ خپلوۍ په اړه دَ كركي روئيه خپله كړي ده؟ حرَموني خو هم نه يُو او نه له چا كم "

او يو وخت ، چي موږ له يوه سرنګه دَ ختلو ورسته په بل ورننوتلو، نو دَميرنا په دې خبري بيرته دَخپلي مانده ورځي له سوچ څخه راستون شوم ­ هغه واي ..

" دلته خلګ دَ سهار نارى ځكه نه كوي ، چي دا قام هم دَ يوناني ، هسپانوي ، يوګوسلاويه او دَ مېډيټيرنئين په قامونو كي يو قام دى ، چي په زياتره خويونو كي سره شوي دي او دا ټول نارى نه كوي ­ او بل دلته دَ اټلي برېډ ( ډوډۍ) داسي وي ، لكه كاڼى ­ كه څوك په سر ورباندي وَوهې ، نو به يې سرمات شي­ خو موږ ته به دَ غوره شوي معائدې په سمه هر سهار جرمن بټر، وائټ كوفي ، چائ او دَ اټلي برېډ راكوي"

او بيا يې مخته وئيلو ..

" دلته انګلسي بېخي دَ نه برابر وئيل كېږي او بل يې اشارې هم نابلده دي ­ نو ځكه دا يو څو توري درسره وَليكئ .. په كار درځي ، لكه ښځي ته "ووميني" او سړيانو ته "ډونمي" وئيل كېږي او داسي په ټائلټ باندي ليكل شوي وي ­ انټر چېنج ته "كامبئيو" او موټربائيك ته "ګاښيټي" واي .. "

او داسي نور نور توري يې راښئيلو لګيا وه ­ دا خبري يې چي كولې، نو دې وخت ما هم پښتون لاله ته دَ دې بې پښتو وضحي په باب نوره نوره خوا بدېدله ، چي ميرنا په زوره كړيكه وَ لګوله ­ ما وئيل كه يې په پښتو او دَ پښتنوپه حال وَخندلو ­ نو ځكه سر مي هسك كړو او اوس به مي لا څه له خلې څخه ورته وتلو، چي هغې په خندا خندا كي وئيلو ..

" بخښنه غواړم .. نور مي هم زده وْ، خو اوس مي زړه ته نه راځي ­ لاكن دا خبره ياد لرئ ­ دلته TIPنه وركول داسي دي ، لكه سروس بوائ  ته چي ښكنځلي وَشي "

" دا خو هېواد نه شو، تيار جنګ ته روان يَو"

دَ ميرنا دَ خبري اورېدلو ورسته مي چي دا خبره كوله ، نو كائيكو واي ..

" ځكه خو زه ورڅخه وېرېږم او بل دا هم وئيل كېږي ، چي دلته له سېلاني ښځو سره بد سلوك هم رواكوي "

" ستا مطلب له رېپ څخه دى ؟ "

روني پوښتنه وكړه او دې سړه ساه ايستلو ورسته وئيلو ..

" هو زما دغه مطلب دى .. پليز! تاسو ما يوازي مه پرېږدئ"

دا خبره چي يې كوله ، نو زما لاس يې په خپلو وړو لاسونو كي نيولى وْ ­ او بيا يې تر ډېره دغسي نيولى وْ، ځكه خو روني په وار وار اوږه راسره جنګوله او بُوڼېدلو هم ­

دَ هسكو غرونو، چي له روډه ليري وْ باندي جوړ ټاوْنونه شاته پرېښولو او له يوه سرنګه څخه وتلو او بل ته ننوتلوكي موږ اوس په ميداني علاقه كي مخته روان وْ، چي دَ حاجاتو دَ پاره يو ځاى په رېسټ سټېشن باندي دَ څو دقيقو دپاره برېك شولو او بيرته تازه دم مخته رهي شولو ­ او ميرنا وئيلو..

" دلته 153 سياسي پارټياني دي او يو حكومت هم خپل ټرم نه پوره كوي ­ خو دَ كار په اړه دَ هري پارټۍ اخلاص دَ ستائيني وړ دى ­ او دا سرنګونه او روډونه دَ مسوليني(1923_1943) دَ پلان برخه كارونه دي ، چي هر حكومت يې كولو ته پابند دى"

"دې ته واي قامي خواخُوږي "

دا مي له ځان سره داسي وَوئيلو..

" لكه زما قامي مشران چي انسانان نه ، بلكې دَ قام وينه څيښونكي سړيخوران وي ­ او په دې خبري كي خو شك هم كول غټه ګناه ګڼل كېږي ­  نو ځكه خو شاته يُو او لا به تر هغو پوري وَ شاته پاته يُو­ چي دا قامي خېټُور مو په كورونو كښيښېنولي نه وي او يا په هر دور كي راباندي مسلط سترو بادارانو ملګري راسره شامل حال نه وي ­ پښتو يې راته  بې پښتو كړي ده او دَ خُداى ، رسول او اسلام نوم يې تش تر چوكۍ پوري دَ رسېدلو اوزار جوړ كړى دى ­  لاكن دا بېلا خبره ده، چي دَ هغوئ دَ خېټو په پړسَولو كي دَ دې ساده او بوده وزمه اولس هم ښه لوى لاس دى ، چي بيا بيا يې په سر كښېنوي "

 لنډه دا، چي كله دا خبري ما په ډائرۍ اړَولې، نو وخت  اووه نيمي بجې وْ او باران بيا شروع شوى وْ او شاوخواته مځكي تر ليري ليري پوري هواري او دَ كشت كروندې دپاره جوړي وې ­ او موږ دې وخت له ځينو ټاوْنونو څخه هم تېرېدلو­ او دغه رنګه پاوْ بالا نهه بجې ماخستن خواته موږ وَ يو غټ او تر ليري ليري پوري خواره واره ښار چي مارګېرا نومېدلو په وړَو او غټو ودانيانو كي مخته روان وْ او يوې بلي خواته بس ګرځېدلو راګرځېدلو ورسته په نيم ساعت كي بيا دَ هوټل كولمبو مخته ودرېدو ­

_____

" بېشكه .. دا كاڼى به انساني معده په ګرانه هضم كوي"

ماخُستن دَ هوټل كولمبو په ډائننګ هال كي ناست، چي روني څنګه دا خبره وكړه ، نو داني ورته واي ..

" لاكن دَ هغه پرته يې هم دا يې په خوند خوند خورې لګيا يې"

 " څه وكړو؟ وږى خو هم نه شو پاته كېدلى"

دَ روني په ځاى ما داسي وئيلو ورسته چي څنګه هغه اوږده او بېخي كلكه ډبل روټۍ راپورته كړه ، نو ميرنا چي هلته نيږدي ولاړه وه  دَ خندا ورسته راټوله شوه او زما لاس يې نيولو ورسته په ډكه خله خندا كي وئيلو ..

" شوقه! پام كوه ، چي څوك ورباندي نه وَوهې..؟ "

او بيا زما له لاسه هغه برېډ اخيستلو ورسته يې روني په سر باندي داسي څوكه غوندي وهلو سره سم وئيلو ..

"دا دَ جنګ دپاره ښه اوزار دى"

" هو ميرنا ډارلنګ .. دا اټالين برېډ بې له شوقه يې بل څوك نه شي هضم كولى"

روني چي داسي وَوئيلو، نو هغې هم ورته په ځواب كي وئيلو..

" هو ډارلنګ ! ته صحيح واې"

دا يو بل ته ډارلنګ ډارلنګ وئيل څه وْ ، چي ما او داني په زوره زوره په كورس كي مبارك مبارك مبارك وئيل څه شروع كړو، چي راسره څنګ كي ناستي كائيكو هم راسره خپل ژغ پورته كړو­ او ميرنا چي له خندا يې بد حال وْ په اّخير كي په روني لاس وراچولو ورسته واي ..

" په دې كي نو اوس كومه بده خبره دا، روني خو زما ډارلنګ دى "

او بيا په خندا خوشالۍ باندي ډوډۍ خوړلو ورسته دَ خپل معمول په شان په لابي كي موږ ډله ډله كښېنستلو­ زموږ درو په چپه كائيكو او ونېسا سره له توشي ، چي له پرونه ورسره سره ښكاره كېدله هم په لابي كي په صوفو باندي كښېنستو او دَ تاش له پتو سره په بازۍ بوخت شولو­ كه څه هم ما نه غوښتلو، چي دَ ونېسا په وړاندي له كائيكو سره خبري كمي وكړم ­ خو هغه وه، لكه چي دَ ونېسا په زخمونو يې مالګي دُوړَولې لګيا وه او له خبرو سره سره يې لاسونه هم داسي راباندي وهلو، لكه هغه چي زما هرڅه وي ­  كه څه هم حقه دا، چي لا مي هيڅ هم نه وه او كه وه هم، نو فقط ملګري او بس ­ خو ونېسا راته يو ځل بيا په كږو كتلو ­ څه مخته چي ويلينا، لارا او مئى رېنالډ هم راوَرسېدلې، نو په اشارو اشارو كي يې زما او دَ كائيكو خبري داسي په خوند خوند كولې ، لكه هغوئ چي هم په دې خبره خوشاله يا خفه وي ­ خو ما په كي هيڅ باك نه وهلو او يو وخت مي لا دَ لاراكُوك دَ يو چيچلي سوال په ځواب كي دا هم وَوئيلو ورته ..

" قسمت دَ هر چا ښه كېدلى شي ، كه بس لږ زيار وكړي"

" څه مطلب .. موږ ته هم دَ وخت پاسَولو دپاره دوستان جوړَول په كار دي؟ "

ما چي څومره په هغوئ  پړده اچوله ، هغوئ هغومره ځانونه زما په خبرو كي بربنډ كړو او له دې سره سم ټول ناست ملګري په خندا سرشولو ­ ګوا دغه نيمي شپې خواته محفل برخاست شو­

_____

          دَ اپرېل دَ مياشتي په دويمه نېټه كال 1996 سهار اتهه بجې دَ نارى كولو ورسته دَ كاسموس بس په لمدو روډونو باندي مخته منډْ شروع كړه او په دې مارګېرا ټاوْن كي يوې بلي خواته په لارو بدلولو كي رك په اتهه نيمي بجې بيا موږ په يوه لانچ كي ناست دَ سمندر دَ مستو څپو په ضد مخته روان وْ ­ هو هلته ، چرته چي دَ ميرنا په قول مځكه نه شته، روډونه نه شته او نه په كي موټر يا ګاډياني شته ­ او بس كه شته ، نو دَ وينس ښار او ودانياني يا بيا دا اوبه دي چي هر لور ښكاري .. هن چي په كوڅو كي هم ­ ځكه خو هر ملګري دَ وينس ښار په حقله نن خپل خپل خوبونه رښتيا كول غوښتلو او مخ مخ ته يې كتلو، چي ژر تر ژره ورته وَرسېږي او بس ­ او زما خو دا حال وْ، لكه دَ جنت په لور چي روان وم ­ له اّسمانه باران راورېدلو سره سره دَ تېزي هوا څرپى وْ او لاندي مستي څپې وې دَ اوبو، چي چړپى يې درلودلو ­ خو زه لكه لېونى، دَ فليپينو ملګرو سره په باران كي ولاړ دَ موسم خوندونه مي لُوټلو­

يو وخت چي موږ په وينس كي له لانچ څخه كُوزېدلو، نو په اوبو كي ولاړ په درځنو لانچونه داسي په اوبو كي پورته كښته كېدلو، لكه اوس چي به دا ټول لانچونه په اوبو كي ډوب شي او موږ به هم دلته بند پاته شو ­ په لومړي ګام ږدلو داسي راته محسوسه شوه ، لكه موږ چي له واړه لانچه وَ لوي كشتۍ ته ور وَختلو­ خو يَه دا هغه ښار وْ، چي په 180 وړَو ټاپوګانو باندي جوړ شوى دى  او دَ خپل نوعيت دا ښار په درسته نړۍ كي ثاني نه لري ­ ولي چي دَ وينس ودانياني او ماڼياني په اوبو كي داسي ولاړي دي ، چي دَ هر بلډنګ شاوخوا ډم اوبه ولاړي دي او يوه ودانۍ هم بلي ته وچه لاره نه لري او تر منځْ يې اوبه ولاړي دي ­

 دا هغه ښار دى ، چي نه روډ لري او نه دلته هيڅ قسم موټران ، بسونه يا رېل ګاډياني شته ­ دلته په اوبو باندي واټر بسان ، واټر ټېكسيان ، واټر سكوټران ، لانچونه ، وړې غټي كشتياني دَ ټرانسپورټ په توګه په كارَول كېږي ­ خو دَ ګنډولا په نامه نرۍ لاكن تكي توري كشتياني، چي قريباً يولس يا دولس فټه اُوږدې دي  سېلانيان زياتره دَ سېل دپاره په كارَوي ­ لاكن دَ دې ښار تر ټولو غټي اوبئيز سړك ګرېنډ كېنال  ته مخامخ  ولاړ دَ سېنټ مارك دَ چرچ له ميناري ، چي تقريباً درې سوه فټه هسكه ده څخه دَ وينس دَ نندارې خوند په خپل ځاى ­

 دَ هارس مېن مونامنت ، چي په تك تور اّس باندي دَ اټلي اّخيري باچا سپور وْ او شاوخواته يې دښځو بُتان هم ولاړ وْ څخه زموږ دَ وينس سټي ټوْر اّغاز وَشو­ او په نري باران كي دَ كاسموس كاروان ، چي تر ما پوري لا ملګرو رېن كوټونه اغوستي وْ دَ ګائيډ په مشرۍ كي مخته په پښو روان شو ­

وينس، چي په اتالوي ژبه كي ورته ونېزيا هم واي ، دَ 180 ټاپوګانو پرته 150 دريابي ويالې دَ كوڅو په بڼه كي لري او په دغو اوبه اوبه كوڅو كي قريبًا 400 واړه او غټ پلونه جوړ دي ­ نه هارن ، نه لوګى او نه دَ مشينانو ژغ په دې ښار كي شته  ­ كه شته هم ، نو دَ انسانانو سره په سمه يا زيات شمېر كوتري هر لور ښكاري ­ يا بيا دَ اوبو څرپى دى ، چي ځاى په ځاى ناستو دَ ميوزك ژغونكو په موسيقي كي خوند زياتوي­ او دا خوند لا نور نور سېوا شي ، چي سړى يې دَ ګرېنډ كېنال په څنډه ناست اوري ­

" دا بلډنګان په اوبو كي څنګه او كله جوړ كړل شوي دي؟  او خلګ دَ وچي كارونه او دَ اوبو تنده په څه او څنګه ماتوي ؟ "

دا هغه سوالونه دي ، چي دلته  دَ هر راتلونكي سېلاني په مزغو كي غزَوني كوي ­ او دَ ځواب دپاره په دې ښار كي كه څه هم لوكل ګائيډ شته خو بيرته هغه مسْله .. چي انګلسي دلته بېخي نه شته او نه څوك ورباندي پوهېږي ­ په خپل اټكل باندي هم دا يو جادوئي ښار ښكاري ­ خو وئيل كېږي دا، چي دا بلډنګان په څورلسمه او پنځلسمه صدۍ كي جوړ شوى دي ­

دَ بيل ټاوْر، چي په وينس ښار كي تر ليري ليري پوري ښكاري او بې لاري شوي سېلانيان دَ دې ټاوْر په رهنمائي كي ځانونه تر خپل مطلوبه ځايونو رسَوي څخه مخته وتلو ورسته په وړو او اوږدو كوڅو كي دَ سېنټ موسيس چرچ او كلاك ټاوْر باندي راګرځېدلو ورسته چي دَ دې ښار په شاپنګ سېنټر، چي زياتره دوكانونه يې په يوې غټي او زړي كلاوزمي ماڼۍكي جوړ وْ كي ورسم شولو­ نو كائيكو هم راسره قدمونه سمول پئيل كړو او داسي راڅرمه شوه، چي خپلي خوښي ته كم دَ هغې په رضا زيات مخته روان وم ­

" درځه ، چي په دې كېفې كي كوفي وَ څيښو"

او بيا يې لاس نيولى وَ كېفې ته وردننه كړم ­

" ته نن چپ چپ يې .. څه كيسه ده؟ "

" هيڅ نه ، بس لږ مي بدن داسي مات مات كېږي لكه چي تبه مي ده "

دا چي مي وَوئيلو، نو هغې مي لاس دَ ځان په لور وركښ كړو او بيا مي دَ نبض كتلو ورسته واي ..

" تود خو يې ، لاكن يوه ګولۍ وخوره، نو خپله به ښه شې "

له پرس څخه يې يوه ګولۍ، چي ورباندي په جاپانۍ ژبه كي ليك وْ روَايستله او راته سپينَولو ورسته يې زما په لاس كي ږدلو په وخت چي داسي وئيلو، نو يې سترګي هم زما په سترګو كي اچولي وې او ډېر په غور يې راته كتلو ­ اوس كه مريض نه هم وم ، خو په مرض يې داسي اخته كړم ، چي مخته زه مريض وم اوهغې دَ طبيبي په رنګه زما علاج كولو ­ داسي علاج ، چي زه يې كه څه هم په ظاهره باندي روغ كړى وم ، خو دننه يې بلا نور رنځونه هم راسپارلي وْ ­

 دَ خپل پروګرام په سمه ګائيډ وَ يوې ګلاس فېكټرۍ ته يُوړو، چرته چي له رنګارنګ شيشو څخه ماسټرانو بېلا بېل شيان داسي په هنر جوړَولو، چي هر ملګرۍ ورته دَ حېرت ګوته په غاښ ولاړ وْ ­ او دَ دې فېكټرۍ  په شوروم كي هر ملګري يو نا يو شى دَ ميرنا په خوښه په خپلو كي دَ راتلونكي ايسټر په موقعه ګفټ كولو په نيت واخيستلو او دغه رنګه په نيم درځن نرئيو تورو ګنډولا نامي كشتيانو كي دَ وينس په اوبئيزو كوڅو كي يوې بلي خواته ورسم شولو­

داسي راته ښكاره كېدلو لكه دا كشتياني چي ولاړي وي او دَ وينس ودانياني او ماڼياني چي شاوخوا ګرځي ­ ځكه خو بيرته چي له اوبو وَ وچي ته شولو، نومي طبعيت لا نور خراب شوى وْ ­ ميرنا مي يو سائيډ ته كړه او ورته مي وَوئيلو، چي

" زه نور نه شم ګرځېدلى،او غواړم چي هوټل ته ځان وَرسوم "

هغې كه هرڅو راته وَوئيلو، چي

" ته يوازي تر مارګېرا او بيا تر هوټله نه شې رسېدلى "

خو زه په خپل ضد ولاړ وم او اّخير هم دَ هغې په شول شوي لارو مي تګ ته ملا وَتړله ­

_____

په نري باران كي زه دَ وينس له تنګو كوڅو، چي څنګه دَ كشتيانو تر يوه پلېټ فارم داسي سامولى غوندي وَرسېدم ، لكه يو مارغه چي له خپله سېله پاته شوى وي ­

" زه مارګېرا ته تلل غواړم"

په يوه بُوتهـ كي ناست كلرك ته مي چي داسي وَوئيلو، نو هغه لكه ګونګى، په خپله ژبه كي اوتي بوتي بوتي شروع كړې ­ بيا كه څه هم ما په وار وار ورته دَ مارګېرا تورى له خلې ايستلو سره سره په لاسو دَ تللو اشارې هم كولې ­ خو هغه سُوربوږي ، ګوره چي لا څه راته وئيلو ­ خو اّخير پاى چي ورته ستړى شوم، نو مي په پښتو ورته يوه كلكه بابولاله په زړه زړه كي ګردانَولو ورسته له سېلانيانو څخه پوښتني شروع كړې­

دَ څه زيار ورسته يو سړى ، چي اتالين وْ له ځان سره يو بوتهـ ته بوتلم او هلته يې ماته دَ ټكټ كولو ورسته دَ يوه لانچ په خوا اشاره كولو ورسته وئيلو..

" ګو ګو زاتري  (Zatere)ګو فرسټ "

او تر دې مخته دَ هغه هم انګلسي نه وه زده ­ په زړه كي مي وئيلو، چي روان مارګېرا ته يم او ټكټ يې دا زاترې نامي ټاپو راكړو ­

" شوقه ياره .. داسي نه چي دې شريف اتالوي هم چرته دَ خپلي قامي پسخوندي خاصې په توګه خو نه وَ غولوې ؟ "

دې سوال كه مي څه هم په مزغو كي غزَوني كړي وې، خو بيا مي هم دَ خُداى په نوم توكل وَكړو او په هغه لانچ كي كښېنستم ، په كوم كي چي ټولي ښځي او نرانو ماته او زما وَ روسي خولۍ او اوږده ژېړ رېن كوټ ته داسي كتلو، لكه زه چي دَ دې نړۍ انسان نه او لا بيا خپله زه مريخ ته راغلى وم ­ زه هم دَ ځيني نورو سوارليانو په شان ولاړ وم ، او اوبه راڅخه څڅېدلې لګيا وې ­

" سيټ سيټ "

يو وخت چي لانچ په مست سمندر كي مخته روان وْ ، نو يو زاړه سړي زه له كوټه كښ كړم او له ځان سره يې كښېنولم او مخته واي ..

" انګلش انګلش.. جرمن جرمن؟ "

ما هم ورته په پښتو كي خبري پئيل كړې او ورته وئيل مي ..

" پلاره ! زه پښتون يم پښتون "

 " پاتون اوپوشون "

او بيا يې داسي تون پتون پون شون بون غوندي توري تكرارَول پئيل كړو ، لكه هغه چي زما او زما په غښتلي قام پوري پسخوند وهي ­ بيا چي به يو نيم سوارلۍ هم ورته كتلو ورسته په موسكا باندي يو خوږ شو ، نو په ما كي به پروت پښتانه نوري نوري اوږې له غصې ورته دَ پښتو دَ فلمي هيرو بدرمنير په رنګه وَڅنډلې ­ خو كولى مي هيڅ نه شولو ­ ولي چي دې وخت زه ناوسه وم ­ ځكه به مي خله وړه غوندي دَ لباسي موسكا په شان ورته ويړه كړه او دَ هغه خبره به مي ټوكه وَګڼله ­ 

زور يې په دې خبره نه راكولو، چي ګني هغه زاړه سړي پښتون تورى نه شو وئيلى ­ زه په دې خبره باندي مات رامات شوم ، چي زه به چاته پښتو ور ښئيم ؟ دا خو  نړۍ زما شېرينه ژبه دَ ژبي په توګه پېژني لا نه ­ او بيا مي يو ښكنځا ځانته كوله ، چي ولي له ملګرو رابېل شوى وم او بله مي خپلو هغو خواخُوږو ته ، چي يادېږي خو پښتانه .. لاكن پښتني تشخص له خپله لاسه بائيللو سره سره په خپل كور كي هم قامي سرودونه دَ هغو په ژبو كي ژغوي ، چي دَ پښتو ازلي دُښمنمان يادېږي ­

په زاترې نامي واړه ټاپو كي له لانچ څخه چي كُوز شوم ، نو بيا هغسي حال وْ ­ نه  ماته دَ هغه پلېټ فارم پته وه له كومه ځايه چي وَ مارګېرا ته لانچونه ځي ­ او نه څوك زما په برغزو پوهېدلو­ بس يوې خواته دَ سمندر له ځۍ سره روان شوم او غټ غټ ګامونه مي په دې باندي اخيستلو، چي څومره ما تازيله كوله ، نو دَ ګهړۍ ستني هم په هغه رفتار مخته په  تېزۍ رواني وې ­

" هغه ښځه كېدلى شي، چي په انګلسي پوهېږي"

يو وخت مي يوې ښځي ته پام شو، چي ترما له مخه روانه وه، او يوې بلي خواته يې داسي كتلو، لكه هغه چي هم لاره غواړي ­ نو ځكه مي ګامونه نور ورپسې تېز كړو او ژغ مي ورباندي وَكړو­

" ماته ښكاري چي ته هم .."

لا مي خبره نه وه پوره كړي ، چي هغه په عمر پخه ښځه يو دم وَدرېدله او دَ انګلش  په اورېدلو راته واي ..

" ته انګلش وئيلى شي ؟ "

" هو هو زه هم فارنر يم .. مارګېرا ته تلل غواړم"

ما چي دا ورته وَوئيلو، نو هغې سرتر پايه راته كتلو ورسته لاس راغزولو سره سم په موسكني انداز وئيلو ..

 " راځه، زه هم Marta   ته روانه يم "

او بيا چي مي ورسره قدم برابر كړو، نو هغه چي نوم يې لينا ښئيلو مخته واي ..

" ته هم درځه مارتا ته ­ له هغه ځايه په اّسانۍ درته لانچ دَ مارګېرا يا هغه ته نيزدې ټاوْنونو او ټاپوګانو دپاره په ډېره اّسانۍ باندي پيداكېدلى شي"

دَ څه سوچ كولو ورسته مي ورسره خوښه كړه او دواړه مخته روان شولو ­ او تر پلېټ فارمه پوري مي دَ اټلي دَ خلګو دَ تعصبي روئيې او له خپلي ژبي ، مذهب او كلچر سره دَ ميني په باب ډېر وَژغېدلو­ بيا چي دَ مارتا په لانچ كي كښېنستو، نو هم ما او هغې چي خبري په انګلسۍ كي كولې ، نو خلګو موږ ته ډېر په كږو كتلو­ كه څه هم زه له لينا، چي ولندېزه وه سره ژغېدلم ، خو دې وخت مي په بدن كي تبه ښه زياته شوي وه او اوس مي يخ هم كېدو ­

يو وخت لكه چي هغه په ما پوهـ شوه ، چي پوښتنه يې له ما زما دَ صحت په حقله وكړه ، نو ما ورته وئيلو..

" زه جك جوړ يم .. بس لږه ستړيا لرم "

او سوچ مي كولو، چي څنګه هوټل ته وَرسېږم نو به ښه اّرام كوم ­ خو بيا چي به مي ګهړۍ ته وَكتلو، نو مايوسه به شوم ­ ولي چي دا زما دريمه ګنتهـه وه ، چي له وينس څخه را راون شوى وم ­ او اوس لا په نيمه لار كي دَ خپلو غلطيانو په سمه دَ منزل په لور ټكېدمه ­

 په مارتا نامي ټاپو كي لينا له ما اجازه واخيسته او زه دَ هغې دَ وينا په سمه دَ P-Ruma نامي ټاپو دپاره په لانچ كي كښېنستم او په دې لانچ كي بيا هغه زه ، هغه زما وسواس او دَ خلګو په كي پام ­ يوڅو ځوانانو هڅه كوله چي راسره انګلش وَ واي، خو ما ځان ورڅخه پېچلو او په داسي كش او بګير كي لانچ روما ټاپو ته وَرسېدو او زه هم له خلګو سره سم پلېټ فارم ته څنګه وَختم ، نو مي سترګي دَ كيڼ لاس په يو بُوتهـ باندي ليكل شوي مارګېرا وَلګېدلي او وره غلم ­ ټكټ كولو ورسته چي دَ مارګېرا په لانچ كي كښېنستم ، نو داسي دَ بې غمۍ ساه مي واخيستله، لكه زه چي زياته هوټل ته په رسېدو يم ­ كه څه هم اوس مي تبه لا نوره هم زياته شوي وه ­ خو دَ نن دَ دې ټرپ په باب مي دَ دې نظم چي عنوان يې دى ­

" فاصلې چي څنګه څنګه رالنډېږي
  انسان دومره له انسان ليري كېږي "

تهيم هم په دې ستړي مزل كي په مزغو كي غوره كړو ­

لنډه دا، چي دا مزل كه څه هم وْ خو هغه رنګه ­ لاكن  په خپل سوچ او خيال كي دَ وركېدو له سوبه څه ښه تېر شو او كله چي په مارګېرا كي له لانچ څخه كُوزېدمه ، نو تبه مي هېره شوي وه ­

دلته مي دَ انفارمېشن بُوتهـ څخه دَ مارګېرا دَ مركزي ښار په لور تلونكي بس پوښتنه كولو ورسته په هغه لور ګامونه اوچت كړو، چرته چي هغه بس ولاړ وْ­ او څه وخت ورسته زه په نامعلوم سټاپ باندي كښته كېدو ورسته  په خپله اندازه يو خواته روان شوم ­

څه مخته مي په لاره كي دَ هوټل كولمبو پوښتنه هم وكړه، خو دلته هم داسي ښكاره كېدلو، لكه خلګ چي دَ خپل كور په چپه دَ نورو علاقو او ځايونو په باب نه دي خبر­ اوس لمر هم پټ شوى وْ او زه وېرېدمه ، چي مي شپه دلته په دې لټون كي نه شي تېره ­  نو ځكه نيږدې كېفې ته ورچپ شوم او هلته مي توده كوفې څكلو ورسته له كاوْنټر كلرك څخه چي دَ كولمبو هوټل پوښتنه وكړه، نو هغه وَ خپل ملګري ، چي هلته يو سائيډ ته ولاړ وْ ته زما مسْله بيان كړه ­ او بيا هغه په مزغو باندي زور وركولو ورسته راته وئيلو ..

" راځه ، چي زه دي په لاره سم كړم "

 او دَ كېفې څخه دَ وتلو ورسته راته واي ..

" داسي نېغ لاړ شه او چرته چي راوْنډاباوټ په مخه دره غلو ، نو خپل كيڼ لاس ته وَګرځه ، نو له هغه ځايه به تاته دَ هوټل بورډ ښكاره شي"

او ما هم دَ هغه مننه كولو ورسته په هغه لور ګامونه اوچت كړو ­