په شړك باران كي زه مخته روان وم يخ هم وْ، خو داسي سخته تبه مي وه ، چي اوس مي سترګي هم تورېدلې او كله به مي لا هم نُوك وَوهلو لاكن بيا هم مخته په كپېدلي سرت رهي وم او ما غوښتلو، چي ژر تر ژره هوټل ته ځان وَرسوم څنګه څنګه چي وَ راښول شوي نفورې (راونډ اباوټ) ته نيږدې كېدمه ، هغومره مي پښو كار هم پرېښولو لاكن وَ هغه چوك ته چى ورسېدم ، نو خپل كيڼ لاس ته مي هوټل كولمبو تر سترګو شو او له خلې څخه مي اېله له ډېري خوشالۍ چيغه نه وَوته او بيرته مي په پښو كي دَ تګ توان پيدا شو او په تېزو قدمونو يې خوا ته روان شوم او دَ درستي ورځي دَ ستړي سفر ورسته چي په هوټل كي دننه شوم ، نو زما له بده بخته ميرنا سره مخامخ شوم ، چي له كاونټر سره ولاړه وه په ما يې سترګي څه وَ نښتلې، چي زما په خوا يې اېله رامنډه نه كړه او په ما باندي دَ مور غوندي راګرځېدلو راګرځېدلو او له ما رېن كوټ ايستلو په وخت وئيلو ..
"شُكر كوم دَ خُداى ، چي راغلي ، ګني ماته خو دي دُوك رااچولى وْ او ملګري هم درپسې پرېښانه وْ موږ په اول مازيګر بيا دلته رارسېدلي وْ وايه په تا څه شوي وْ ؟ چي دومره وَځنډېدلې"
دا ټولي خبري په يوه ساه كي كولو ورسته يې زما په تندي لاس ږدلو ورسته وئيلو..
" او مائ ګاډ.. دا خو ستا ټمپرېچر هم دى"
او بيا يې زه هغې خواته په لابي كي يُوړم ، چرته چي واټر هيټر لګېدلى وْ او په څنګلي باندي وهلو سره يې لاس زما په سر راموږلو ورسته وئيلو..
" دا ته په كومه لاره راغلي ، چي دومره وَځنډېدې؟ "
ما چي ورته دَ زاترې ، مارتا او پي روما نومونه ورته كتار كړو، نو هغې په سينه څُوك راكولو ورسته وَخندلو او واي ..
" شوقه! واقعي چي ته شاعر يي .. لېونى رائټر يې خپل ضد پوره كوې خو بل ځل به داسي نه كوې ښه ولي چي دا تاسو ټول خو زما په ذمه وارۍ كي راسپارل شوي ياست "
" سوري ميرنا! دا نن چي ما څه كړي دي ، دا غلطي ده او زه يې احساسومه او.. نه يوازي دا ، بلكې لتا معذرت هم غواړم"
ما دَ يو ماشوم غوندي سر كښته نيولى وْ او په ماته خله مي ځكه خبري كولې ، چي زما له سوبه ميرنا دَ اسكارټ په څير نن ډېره په تكليف شوي وه نو هغې دَ مور غوندي زما له جامو څخه اوبه څنډلې او په ما يې خپل نظرځغلولو لنډه دا، چي ما نه غوښتلو، چي نور نور دَ هغې وَمخته پشېمانه شم ، نو مي په مړه خله ورڅخه دَ تللوخواست چي وكړو نو ميرنا په ملا ټپَولو ورسته واي ..
" اوكې ډئېر.. ورشه اّرام وكړه په خپله خوني كي"
او بيا هغه دَ كاونټر په لور او زه دَ پوړيانو په خوا بالا ختلو ته چمتو شوم كه څه هم په مخه كرسټينا، ويلئيم او شېلا راغلو، خو فقط په هېلو هائى مي تر ځان تېر كړو او خوني ته ورسېدم
_____
عجيبه خبره خو دا وه ، چي دَ يونيم ساعت دَ اّرام ورسته بيا لاندي دَ هوټل په خوراكي هال كي چي كله كائيكو راته په خوا كي په خالي چوكۍ كښېنستلو اشاره وكړه ، نو هغه پاته ستړيا مي هم دَ هغې په دې خبره وسا شوه چي وئيل يې ..
" زه غواړم چي ستا پيسې دركړم او دَ منني دَ پاره به دَ دې ډوډۍ خوړلو ورسته كوفي هم راسره څيښې اوس ستا خوښه ، چي دلته په هوټل كي او كه چرته دباندي ؟ "
دَ څه سوچ كولوورسته ورته وايم چي
" زما په خيال چي په هم دغه هوټل كي به يې وَڅيښو، كه ستا خوښه وي "
هغې له ما سره چي خبره منله ، نو ډوډۍ هم په مېز باندي لګېدلي وه او زه دَ عمرونو دَ وږي غوندي ورباندي وَروژدېدم
" واوْ.. نن لكه چي ډېر وږى يې ؟ "
" هو.. دغسي خبره هم ده ، چي نن خو مي مزل هم دَ عمرونو كړى دى"
" څه مطلب ؟ "
هغې په حېرانتيا پوښتنه وكړه
" نن زه چرته وم ، خبره يې ؟ "
ما چي دا سوال وكړو، نو هغه واي ..
" هو رښتيا.. نن مي هلته په لنچ كي غوښتې، خو ته نه وي "
او بيا مي له "الف" څخه تر "ى" پوري ټول نكل چي تېرَولو، نو هغې بيا بيا راته وئيلو.. چي ته ډېر زړَور يې غرض دا چي كيسه لا پاته وه ، چي خېټي دواړو ډكي كړې او باقي مانده كيسه چي مي دَ هوټل په كېفې كي ورته څنګه تېرَول شروع كړه نو دا چي مخامخ راته ناسته وه ، خپل مخ دومره رانيږدې كړى وْ لكه ..... هم ځكه مي ځان لږ ورڅخه شاته كړو او بيرته مي كيسه دَ خپلي ستړيا تېرَول پئيل كړه
كيسه څه وه؟ كله كله چي به مي هغه منظرونه راپه زړه شو، نو په بدن كي به يوه برقي څپه راتېره شوه او په زړه كي به مي وئيلو، چي داسي ما څنګه وكړو، چي اوس يې له تصوره لا كپېږم اوكائيكو مي هم خبري داسي په غور اورېدلې ، لكه زه چي ورته دَ دېبانو او پريانو په نړۍ كي دَ يوداسي شهزاده دَ سفر حال وايم .. چي په خوب كي دَ ليدلي شاپېرۍ پسې يې پائڅې پورته كړي وې او په غرونو رغونو او ټاپوګانو كي ګرځېدو هغې زما دا نكل داسي اورېدلو، لكه هغه چي دَ هالي وُډ جوړ يو اېډوېنچر فلم ګوري ولي چي دَ دې هېواد دَ شُوكماري او خطراتو په حقله دَ هغې له قوله په جاپان كي هم څه ښې خبري نه وې كړي ځكه خو كله كله چي به زه په كيسه كي له سخترو سره مخامخ كېدمه ، نو هغې به سترګي دَ يوڅو لمحو دپاره پټي كړې هو.. خود لكه چي هغسي واقعه به يې په ځان ورتپل پئيل كوله هم ځكه چي به يې سترګي خلاسي كړي ، نو سړه ساه به يې داسي واخيستله لكه جوړه چي په تصور كي ښه ډېره وېرېدلي وي
لنډه دا، چي كيسه ختمه شوه ، نو مي هلته په كونج كي پراته مېز سره ناستي ونېسا ته پام شو، چي دَ اېس ټي باكسوالا له لُور زينت سره ناسته وه او دَ كوفي كپ يي په لاس كي وْ او زموږ په لور يې كتلو سترګي چي مي څنګه ورسره څلور شوي ، نو هغې له خشمه راته كتلو ورسته داسي په بله مخ واړَولو، لكه ما چي دَ هغې په حق باندي ډاكه وهلي وي او بيا يو دم زينت سره دَ ژغېدو ورسته پورته شوه او په غټو ګامونو چي تر پوړيانو رسېدله ، نو شاته يې وَكتلو او دَ هوا دَ څپې غوندي له سترګو پټه شوه او ما هم كائيكو ته وَوئيلو ..
" ناوخته دي ، درځه چي ځو"
كه څه هم په دې تګ تګ كي تر نيم ساعته زيات وخت وَوتو
خو شُكر مي وَ ايستلو ، چي ځان مي ځيني خلاس كړو او تر بسترې مي ځان وَ رسولو ولي چي زياته په ما كي هم دَ نوري ناستي او ويښ پاته كېدلو توان نه وْ پاته شوى
_____
ښه مي په ياد دي ، چي زه دَ تباه شوي كشتۍ په اوږدې دړي باندي ناست وم او دَ اوبو له مستو څپو سره مي دَ وَس په سمه ځان ژغورَلو او په هغه لور مي لاره لنډه وهله ، چرته چي بېخي زيات خلګ ولاړ وْ نارې يې وهلې او لاسونه يې ېوې بلي خواته داسي وهلو لكه په تباه شوي كشتۍ كي چي دَ هغوئ خپلوان دي چي اوس دَ ژوند او مرګ سره په جنګ دي اوبيا چي شاوخواته خلګ ډوبېدلو لګيا وْ اوچيغو يې اّسمان په سر اخيستلو نو ما هم مرګ په خپلو سترګو ليدلو ولي چي دَ وينس دَ ښار په كوڅو كي ولاړو ډم اوبو زه له يو او بل دېوال سره داسي په زوره زوره وهلم ، چي يو وخت مي سينې ته پام شو، چي پژل شوي وه او سرې ويني ترې رواني وې
دلته زما دا حال وْ او هلته ونېسا او كائيكو هم په يوه نرۍ دړه باندي ناستي په ځاى دَ ژړا داسي خندا ته جوړېدلي وې چي ما څومره په زوره ورته دَ مدد دپاره چيغي وهلي ، نو هغو هم هغومره خندا په فضا كي پورته كوله په زړه كي مي دا راغلو او وئيل مي ، چي كېدلى شي ، دا زما په دې مانده ورځ باندي خوشالي كوي او غواړي چي مړ شم خو بيا لږ مخته څه وينم ، چي توشي او دانيال اُستاذ هم په بله دړه ناست دي او لاسونه پښې وهي دَ ژوند ساتلو دپاره داسي ښكاري لكه دَ هغو چي هم لامبو نه وي زده ، ولي چي دَ كومك دَپاره يې ناري بُغاري وهلې لاكن هيچا دَ چا ژغ خو لومړى اورېدلو نه .. او بل هر چا خپله ساه ساتله ګوا دومره تباهي وه هر لور
" چرته قيامت خو نه دى راغلى؟ "
زړه ته به مي دا خبره هم راغله ، ولي چي هلته مخامخ يو غټ بلډنګ هم نړېدلو لګيا وْ او له كهړكيانو او دروازو څخه يې خلګو په اوبو كي ټوپونه وهلو او دَ نيږدې نورو بلډنګانو په دروازو كي خلګو هم له غټو غټو پنډو سره ولاړ، لكه دَ خپل وار انتظار چي يې كولو نه يوازي دا، بلكې دې بلي خواته ما وَليدلو، چي واړه واړه سپين او خړ سپيان هم ښځو په غوزيانو كي نيولي وْ او مچي يې وركولې
هو ، ما وئيل لكه هغه سپيان چي به موږ له دې طوفاني اوبو ژغوري ، ولي هغوئ خو نه ډوبېږي لاكن بيا چي مي هلته ليري وَ داسي سپي ته پام شو، چي دغه وْ، يوې پېغلي له اوبو ايستلو نو مي زړه كي دا خبره راغله .. چي هو رښتيا، سپيانو ته خو په اروپا كي كله كله تر انسانانو هم زيات په درنه سترګه كتل كېږي او دغسي خبره وه هم ، ګوا څو نور سپيان مي هم ترسترګو شولو، چي په يو نيم پسې خو مي پېغلي په ژړا سر هم وَليدلې او نارې يې وهلې
" څوك شته ، چي زما سپى له اوبو راوَباسي"
او بيا مي دا وَليدلو، چي يو نيم ځوان په سپيانو پسې دَ هغو پېغلو په خواست وَ اوبو ته ورټوپ هم كړولو او غوښتلو يې چي ژرترژره يې دَ مرګ له ځامو راوَباسي هم كه څه هم دې وخت ما يوه زړَه بُډهۍ هم وَليدله، چي دَ هېلپ هېلپ غوندي توري يې په چيغو چيغو له خلې څخه وتلو لاكن مجال وْ، چي چا ورته كتلي هم لا او بلكې هلته ليري دوْ ځوانانو يو زوړ سړى هم اوبو ته دېكلو لګيا وْ خو يوې سپين سري ښځي بيا بيا هغه معذوره زوړ سړى له سينې سره لګولو او دا هڅه يې په ژړا ژړا كوله ، چي خپل مېړه له هغو ځوانانو، چي زامن يې برېښېدلو څخه خلاس كړي
غرض دا، چي زه خپله هم دَ اوبو له مستو څپو سره په جنګ كي اخته وم او زده لامبو مي هېره شوي وه خو دَ دې پرته مي دَ انسانانو په دي ځناوري روئيو او خوئيو بېخي زړه هم چاوْدلو ويلئيم ، چي اويا كلو ته نيږدې امريكائي ملګرى وْ، هم اوس زما نيږدې ښه په مزه مزه چي مخته لامبوزن وْ، نو ماته يې وئيلو..
" څه در وَشو شوقه! چي په يوه ځاى ولاړ يې او څرخې راځه راپسي .. دا لاره لنډه ده ځان ساتلى شو، كه وَس وكړو"
او بيا داسي په تېزۍ مخته لاړو، لكه هغه چي دَ شلو كلو ځوان وي لاكن بيا څه وينم ، چي ميرنا لاراكُوك ، كرسټينا، شېلا او لوري اوګرېك هم په يوې اوږدې تختې باندي ناستي دي كه څه هم دَ اوبو مستو څپو به له ځان سره پورته كښته كولي خو هغوئ وې، چي په خپلو ملګرو باندي يې داسي په نره ژغونه كولو
" اې ملګرو.. لمر پُټېږي لګيا دى .. هله ژر كوى په تيارو كي به بيا په كومه ځئ "
" ميرنا ها ميرنا! ما هم له ځان سره په دې تختې درسره كښېنَوه .. زه ټپي يم دا ګوره "
او ما له دې فرياد كولو سره سره خپل پژَلى ځيګر هم په وار وار ورته ښكاره كولو لاكن هغې هيڅ باك نه وهلو ښه مي په ياد دي ، چي هغې به ګاى ګاى راته وَهم كتلو خو داسي ښكاره كېدو لكه هغه چي زما نارې نه اوري
يو وخت چي زه په لامبو لامبو وَ ګرېنډ كېنال ته وَرسېدم،نو هڅه مي كوله، چي په ځۍ ځۍ كي يې تېر شم ولي چي په درځنو وړې كشتياني په كي دَ اوبو غټو څپو يوې بلي خواته وهلې او په كشتيانو كي ناستو ځينوخلګو دَ هوا بادبانونه خلاسَولو..تړلو او ځينو بيا په بالټيانو اوبه ورڅخه تويولې لګيا وْ اوس زه له وينس څخه دَ زاترې ټاپو وَ هغه پلېټ فارم ته په رسېدو وم، چي كيڼ لاس ته يې هسك هسك سپين، ژېړ او توربوخون بلډنګان ولاړ وْ خو څنګه چي زه دَ هغه هسك بلډنګ سره په څنګ كي وَ پلېټ فارم ته زياته په رسېدو وم،چي يودم له هغه ځايه ملګرو،چي ونېسا او داني هم په كي ولاړ وْ رانارې كړې
" شوقه شوقه .. ژر راتېر شه ، ګني دا دېوال به درباندي وَنړېږي "
او ما چي څنګه دَ دېوال په لور وَكتلو، نو ګورم چي هغه هسك دَ وړَو خښتو جوړ زوړ دېوال زما په لور راكږېدلو لګيا وْ هم ځكه زما له خلې دَ ژوند ورستۍ چيغه څه وَوتله ، چي په پلنګ باندي جګ راكښېنستم او داسي سامَولى ، چي بدن مي له خولو لوند خيښت او رېږدېدلو په ځان مي ژر ژركليمه چُوف كړه او دَ باتهـ روم په لور ورچپ شوم ولي چي دې وخت دَ كهړكۍ له نرۍ پړدو څخه دَ سهار رڼا ښكاره كېدله
_____
نن دَ اپرېل څلورمه نېټه او كال 1996 وْ دَ سهار اووه نيمي بجې وې ، چي دَ كاسوس بس له كولمبو هوټل ، چي په مارګېرا ښاركي په Poulocci Via كي دَ ټورسټ هوټل مخي ته جوړ وْ څخه مخته روان شو او بېخي ژر بيا دَ مشهورو شاپنګ سېنټرانو Panarama او Vale تر شا خپل ښي لاس ته راګرځېدلو ورسته په يو پراخ روډ باندي چي مخته روان وْ، نو ښي لاس ته په يوه غټه چاردېوارۍ كي په سلاوْ موټران چي اكسيډنټ يې كړى وْ او په يوبل برسېره پراته وْ دَ ميرنا دَ هغې خبري تصديق كولو، چي دَ اتالويانو دَ Rough Driving په باب يې پرون نه هغه بله ورځ كوله او بل مي دا سوال هم په مزغو كي سر راپورته كړو..ګوا
" زما په هېواد كي ګاډياني څله نه كنډم كېږي ؟ "
ولي چي هلته هغه ګاډياني لا هم په روډونو باندي ښكاري ، چي ورته انتهيك وئيل كېدلى شي
دَ مارګيرا دَ صنعتي علاقې څخه چي څنګه بس په موټروې باندي ورسم شو، نو زه بيا په ځان نه وم خبر او ويده شوى وم خو بيا هغه زه او دَ وينس په كوڅوكي ولاړي ډم اوبه وې ، چي دې وخت زه له يوې كهړكۍ دَ مخامخ كور په دروازې كي ولاړي هغې پېغلي ته ګورم ، چي ما كله هم مخ كي دَ سر په سترګو نه وه ليدلي هغې ماته او ما هغې ته خندلو لاكن نه خو زه تر هغې پوري ورتلى شوم او نه هغه تر ما راتلى شوه ولي چي تر منځه مو وچه مځكه نه ، بلكې شنې توربخوني اوبه تېرېدلې كه څه هم زما دَ كور وَ مخي ته يوه وړه او نرۍ اوږده كشتۍ تړلي ولاړه وه خو همت مي ځكه په كي دَ هغې تر كوره نه شولو كولى ، چي په مزغو كي مي يو ځل بيا دَ وينس دَ قيامت خېزه طوفان منظرونو دَ انګلش فلم غوندي په بېل او بدل ترتيب غبرګون شروع كړى وْ ځكه خو چي كله بيا دَ مرګ په ځامو كي ورګوله كېدلم ، نو په يوه جټهكه باندي رابيدار شوم
" واوْ.. ته خو بيا له اول سهاره ويده شوې "
په دې بل اړخ سيټ كي ناست داني راته واي او بيا يې څنګ ته ناست روني ته وئيلو..
" ګوره دې شوق ته چي بيا يې خوب ته ټالۍ وهل شروع كړې"
" خود به يې شپه ويښه تېره كړي وي"
روني ، چي خپله يې هم سترګي موږلې ، چي داسي وار راباندي وكړو، نو مي ورته دَ اباسۍ ايستلو ورسته وئيلو..
" دغه دَ برايه شپه خو وه ، چي په كي ډېر ويده شوى وم "
او بيا مي سُستۍ ايستلو دپاره دَ غزېدلو ورسته ورته وئيلو ..
" ويده خو ښه شوم ، لاكن .."
بيا مي يو دم دَ دې اوسني خوب په باب دې لاندېني نظم دَ " وينسي ميني" تر عنوان دلاندي غزَوني پئيل كړې ګوا په نه ساعت كي داسي سرته وَهم رسېدو .. لكه
زما او ستا دَ كورو ورونه
كه څه هم په يو كوڅه كي
وَ يو بل ته مخامخ دي
زه له خپلي كهړكۍ تاته
ته له خپلي كهړكۍ ماته
ديدنونه راكوې تل ،
خو يو بل ته ورتلى نه شو
لكه جوړه چي موږ دواړه
دَ وينس دَ ښار په رنګه
په دوْ بېلو ټاپوګانو
ژوند كولو ته جوګه يُو
او تر منځه مي شنې ډنډي
دَ اوبو دي ډم ولاړي
په ډائرۍ باندي دا نظم اړَولو ورسته مي زړه غوښتلو، چي يو ځل بيرته دَ خوب وَ ټاپوګانو ته په خپله خوښه ورستون شم ، چي ميرنا زموږ پام خپلي خواته دَ اړَولو هڅه كوله او بيا يې وئيل، چي
"دلته صنعتي علاقو ته چي څوك پام وكړي، نو دا خبره به يې په زړه كي دَ سوال په حېث غزوني وكړي ، چي په يو داسي هېواد كي، چرته چي حكومتونه يې دَ غېر سياسي اطمينان له سوبه خپل معياد نه پوره كوي .. دا دومره صنعتي ترقي عجوبه نه ، بلكي قامي خواخُوږي هم څرګندَوي "
ميرنا چي دا خبري كولې، نو موږ دَ Po Delta نامي درياب څخه مخته تېر شوي وْ او اوس په يوې صنعتي ائيريا كي مخته رهي وْ لګيا وْ
" هو بېشكه .. ميرنا سمي خبري كوي ولي چي زما په هېواد كي خو هم حكومتونه دَ جامې اچولو را اچولو غوندي بدلېږي لاكن دَ قام دَ خواخُوږۍ په ځاى ليډران دَ خپلو خېټو په ډكولو كي ډنګرېږي "
دَ ميرنا دَ خبرو په اثركي ليكلو ورسته له سترګو خوب ځغلولو په نيت به مي اوس پام دَ هغو ګڼو ونو په خوا اړَولو، چي سېوان وزمه بڼي يې درلودلې ، نو ميرنا واي ..
" په دې هېواد كي خلګ دَ خپل ثقافت او ژبي سره دَ ميني لرلو سره سره قامي مينه هم له لاسه نه وركوي او هر هغه شى په كارَوي ، چي په اټلي كي جوړ وي"
دَ كاغذ جوړولو له ونو سره په څنګ څنګ كي دَ تېرېدلو په وخت چي هغې دا خبره سرته رسوله ، نو مي ډائرۍ ته داسي خبري وسپارلې
" هو .. قامونه خو نن هغه ژوندي دي ، چي ژبي يې ژوندۍ دي او په ژوند ژواك باندي دَ خپل قام غړي برېښي نه چي زما دَ قام خواخُوږي ، چي قامي پېژندګلوي په ناروا فتوْ باندي له كُفر سره تړي او ځان يې په بل پوري ټال ، لكه مرئيان خوښېږي ځكه خو اوس دَ سيالانو په نظر كي موږ لوېدلي او بې وزنه ښكارو"
دا خبري چي مي نوښته كولې ، نو مي دَ دې اتالويانو وَ كېمپنګ جنون ته پام شو او په زړه كي مي وئيلو، چي په اټلي كي په لويو لارو باندي ګښتي كورونه دَ ګاډيانو شاته نښتي له يو ځايه وَ بل ځاى ته داسي وړل كېږي ، لكه زموږ موسمي كډي ګوا هغوئ هم اّزاده فضا داسي خوښوي لكه پښتانه، خو پښتانه له مرئيتوبه دومره بد نه كېږي لكه اتالويان چي په كوم شدت خپلواكي خوښوي
كله چي بس دَ اېډرياټك سمندر له كوسټل ائيريا سره سره په موټروې باندي مخته رهي وْ، نو زه چي نن له خپله ښه بخته په چوكۍ كي راسره په څنګ هيڅوك نه وْ ناست ځكه خو يو ځل بيا دَ خوب په ټاپوګانو كي لكه لېونى ګرځېدمه
دې وخت كه څه هم زه او زما ژوند په امان وْ، خو دَ بس له هري جټهكې او برېك سره زه په خوبولي سوچ كي وينس په لوري ورتلمه كله دَ خپل هغه ستړي مزل په خوا او كله مي دَ ليدلي خوب په رڼا كي دَ سوچ نيليان داسي ځغلولو، لكه زه چي وَ دې دُنيا ته دَ راتلو دَ مخه هلته دَ روح په غېر مرئيي بڼه كي اوسېدمه او دا هر څه زما په لاشعور كي خوندي پراته وْ هم دغه وْ، چي ورته په راتګ مي هرڅه هرڅه تر سترګو شولو او هغه هم له طوفانونو سره مخامخ ..
غرمه وه او زما په ګهړۍ كي لس بجو ته يو پاوْ پاته وْ، چي بس دَ خور وور ښار Revena څخه مخته وتلو، نو زموږ دواړو اړخونو ته دَ وړو وړو ونو باغونه چي دېوالونه يې شاوخواته جاروتلي وْ شا شا ته پاته كېدلو عجبه خو دا وه ، چي كله به لمر څركېدلو، يا بيا چي به مي سترګي غړَولې، نو باران به ورېدلو او دغه رنګه لس پنځلس منټه ورسته چي موږ دَ Rimini نامي ټاوْن ته پېښه وَ كړه، نو ميرنا وئيلو..
" موږ اوس سان مرينو، چي ځانته يو خپلواكه هېواد دى په خوا روان يُو، چي كه يو وړوكى ماډرن كلى ورته وَوئيلى شي ، نو به ښه ځكه وي،چي اّبادي يې تر شلو زرو كسانو زياته نه ده خو ځو ورته ځكه،چي دَ كتلو ارمان مو پاته نه شي"
او بيا په اېډرياټك هائي وې باندي موږ وَ هغه مخامخ ښكاره هېواد، چي دَ غره له لمني دَ غره تر سره پوري يې وړې او غټي ودانياني جوړي ښكاره كېدلې په خوا زياته رسېدو ته وْ چي ګائيډ وئيلو..
" دا هېواد سان مرينو دَ خپل دې ښائيسته نندارې پرته هم په ځان كي ښې ډېري زړخوښياني لري او سېلانيان ورته له ليري ليري راځي په دې هېواد كي ګرېنډ كونسل چي شپېته ممبران يې دَ انتخاب په ذريعه چوڼ كېږي انتظام چلوي"
او بيا يې ټوخلو ورسته وئيلو..
" څو څو ځله دَ دې هېواد لاندېنۍ برخه سېلاونو هم وړي ده "
ميرنا چي دا خبره كوله ، نو موږ سان مرينو ته رسېدلي وْ او اوس لګيا وْ كښته كېدلو لاندي
" دا خو يو ښائيسته كلى، لاكن له ښاري انتظاماتو څخه روزل شوى هېواد دى"
دَ نورو ملګرو په شان زما له خلې هم داسي خبره كه څه هم وتله ، خو له دې ځايه ، چي موږ په كي ګرځو څخه يوې بلي خواته ښكاره ننداري سېلانيان ګوره چي په څه څه ..؟ خو زما غوندي شاعربه په يوازيني حېثيت خامخا په ليكلو حتمًا پارَوي نو هم په دې مي دا نظم دَ " ګيله .. لاكن له چا" هم چي كله بيرته بس ته ختمه په ډائرۍ واړولو
لنډه دا، چي دَ نيم ساعت سېل ورسته ، چي بيرته په موټروې باندي بس منډه وهله ، نو ميرنا داسي ګويانه وه ..
"دلته پسته خاوره له ليري ليري څخه راوړل كېږي او دا درختي ورباندي كرل كېږي"
هو، لكه زموږ دَچوتېر او زيارت په ناوْ كي چي يې پښتانه كري دا خبره مي زړه ته چي راتلله ، نو موږ دَCeseno Town څخه ښه رادې خواته دَ دوْ دنګو غرونو په منځ كي جوړ بېخي اوچت پُل باندي تېرېدلو او زموږ كيڼ لاس ته لاندي .. بېخي لاندي منظرونه، چي په كي لوړي ژوري او ځاى په ځاى كورونه هم ښكاره كېدلو په ليدوكه مي څه هم زړه له ويري دَ حلق ژبه ښكلوله، خو سترګي ورباندي خوږېدلې لګيا وې
لنډه دا، چي څه وخت ورسته په Ceseno Town كي دَ كوفي سټاپ په نيت Giorgi نامي رېسټورېنټ مخته بس ودرېدلو
_____
" څه وجه ده .. نن خو ستا دواړه ملګري ليري ليري كېږي؟ "
مېز شاوخوا چي څنګه كښېنستلو، نو روني چي راته دا وئيلو، نو هلته په يو كونج كي مي په ونېسا او په كائيكو سترګي وَ هم نښتلې كومي چي په خپلو كي ژغېدلې او يو بل اړخ ته يې زينت او شېلا هم ناستي وې نو ځكه ما دَ يارانو پام دَ هغوئ په لور اړَولو سره سم ورته وئيلو..
"هغه ګورئ ، چي دواړي زما خلاف محاذ خلاسولو ته جوړېدلي دي "
" هو.. داسي ښكاري لكه هغوئ چي يوبل ته خپل خپل دَ زړه حالونه واي"
" او دَ دواړو په حال كي به دَ شوق تاوان وي"
داني چي دَ روني دَ سوال په ځواب كي دا وئيلو، نو ما ورته په خندا وَ وئيلو ..
" ما نو كله هغوئ يرغمالي كړي وي ؟ اول هم اّزادي وې او اوس هم"
" اوس دَ اّزادۍ دَ پاره پلاننګ كوي لګيا دي"
داني هم په خندا باندي دا خبره څه وكړه ، چي ما او روني هم ورسره خندا ګډه كړه او په خوند خوند مي كوفي څيښل شروع كړو او دغه رنګه چي موږ له رېسټورېنټ څخه دباندي وَوتلو، نو ونېسا په داني باندي دَ تم كېدلو دپاره ژغ كولو سره سمه خپله هم ورته په تېزو ګامونو دَ هغه په خوا را روانه شوه
" درځه .. چي ما او تا ځو"
" هو زما هم خيال دا دى ، چي هغه ستا په باب ورته ګيله كوي"
او بيا مو په ګډه مخته ګامونه اوچت كړو
كه څه هم زما ملګرو له ما سره ټوكي كړي وې، خو دې وخت زه په ځان كي شرمنده كېدمه او غوښتلو مي چي ژر تر ژره داني راشي چي دا وسواس مي له ذهنه وَ وځي
لاكن بس مخته روان هم شو، خو دَ شا په چوكۍ باندي دَ ونېسا او دَ داني تر منځه مذاكرات نه ختم كېدو ما په وار وار ورته شاته كتلو، لاكن هغوئ وْ ، چي له دَنيا او جهانه بې خبره په خپلو كي پُوسكېدلو او كله كله به يې وَهم خندلو او څْه مخته ميرنا وئيلو..
" دا ناوې او لوړي ژوري به تر اسيسي Assisi پوري له موږ سره سره ځي چرته چي مشهوره سېنټ فرانسس چرچ او كور دَ دې ټاوْن اهميت زياتوي او ډېر ژر بيا موږ دَ Pergoria نامي ټاوْن څخه تېرېدلو ورسته دَ روډ په كيڼ لاس كي جوړ ښار، چي اوس ښكاره كېدلو په خوا روان وْ چرته چي سېنټ فرانسس په 1182ع كي زېږېدلى وْ
ښار اسيسي، دَ خپل خواره واره حېثيت پرته كه مشهوره د ى، نو دَ سېنټ فرانسس په وجه چي دَ عيسائيت دَ تعليماتو خپرولو په څير كي يې خورا لويه برخه لوبولې ده، او دَ نړۍ له ليري ليري ځايونو څخه عيسائيان دَ زيارت كولو دَپاره ورته راځي وئيل كېږي چي سېنټ فرانسس خپل ژوند دَ انسانيت دَ بقا په خاطر په ډېرو ستونزو كي تېر كړى وْ دَ هغه په درس كي دَ فطرت سره مينه او دَ انسانانو تر منځ رښتې رنګه اصولونو باندي ورګډ دي هغه انسان ، دَ انسان په رنګه غوښتلو هڅي كولې نو ځكه خو ملګرو ټوْرسټانو، چي زياتره په كي عيسايان وْ تر ډوډۍ خوړلو او هر قسمه حاجت پوره كولو له مخه دَ هغه وَ تاريخي چرچ ته ور مات شولو زه هم دَ ملګرو سره اوږه په اوږه وَ چرچ ته وردننه شوم ، خو دَ سېل كولو په نيت
سېنټ فرانسس ته دَ عقيدت ګلونه وړاندي كولو ورسته چي له چرچ څخه دباندي راوتلو، نو ميرنا راسره په څنګ كي دَ بس په لور روانه شوه او په ما يې دَ نر غوندي لاس راجارباسلو ورسته وئيلو ..
" دا ستا دَ سټډي كولو انداز مي ډېر خوښ دى يادَوم به دي او بل دَ مسلمان كېدلو پرته هم چرچونو ته احترام لرې .. ما داسي سنجَولي دي "
ما هم مخ ور اړَولو سره سم ورته په ډېره عاجزۍ وَوئيل ..
" هو ميرنا.. زه اول انسان يم او بيا مسلمان هم خو هر انسان ته دَ قدر په سترګه كتل او دَ بل دَ مذهب احترام كول نه تش زما بلكې دَ اسلام تعليمات دي"
" هر ليكوال او شاعر داسي نظر لري؟؟ "
هغې له ما پوښتنه وكړه
" هو، كه واقعي شاعر يا ليكوال وي هله ولي چي مثالي انسانيت خو دَ ادب يوازينى مرام دى او دا بېل بېل مذهبونه يې ورته دَ رسېدلو لاري خو دي .."
داسي چي مي ورته وئيلو، نو هغې په ملا وَ ټكولم او مخته وتلو څخه يې لومړى داسي سرټيفيكېټ هم په خوږه او پسته ژبه راكړو، او واي ..
" شوقه! يقينًا چي ښه سوج لرې .. قدر دي كوم "
دومره وئيلو ورسته يې بيا په ملګرو ژغ وكړو..
" هله هله راځئ ، چي مخته ځو "
او څه وخت ورسته يې دَ اسيسي ښار په منځنۍ برخه كي دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړلو او سېل كولو په نيت چي خوشي كولو، نو ميرنا وئيلو..
" دلته كه خپله خپله ژبه له خلګو سره وَوايئ ، نو به ښه خبره وي ولي چي بېخي هيڅوك هم په انګرېزي نه پوهېږي"
هو خبره وه هم دغسي ، ګوا دلته ما هم په پښتو وئيلو ښه زړه سوړ كړو او دَ خپلي مطالعې په سمه مي خورا ډېري خوندَوري خبري په اشارو او بېخي ماتي ګوډي انګلسۍ كي هم تر لاسه كړې
هرڅه هرڅه ، خو دلته دَ ځاني تشخص سره سره قامي ژبه او دَ قام دَ سرلوړۍ خبرو زه دومره په احساس كمترۍ كي ورګېر كړم ، چي ما به هرڅو په خيال كي دَ ځان تول دَ يو پښتانه په څير درنَولو هڅه كوله، نو هغومره به تول سپكېدلو ولي چي ما سره هيڅ داسي دليل نه وْ، چي ګوندي ما ځان په خپل نظر كي دَ سيلالۍ په اړه دَ هغو خلګو سره په مقابله كي دروند كړى وى چي له مذهبه يې واخلې بيا دَ ژوند تر كاروباره پوري قاموالي په وياړ كوي نو ځكه دا هغه خيالات وْ، چي زه يې په " مارشل پښتون " نامي نظم ليكلو وَپارَولم ولي چي دَ اېس تي باكسواله او دَ هغه له فېميلي سره ډوډۍ خوړلو ورسته ما په نيم ساعت كي خورا په ګرځېدو ځان ستړى كړى هم وْ
_____
"هغې وئيلو.. چي شوق ډېر بې وفا ملګرى دى"
او بيا يې خندلو ورسته لا دا خبره هم وكړه ..
" ملګرئيه .. هغې ستا دَ بدي روئيې په باب ميرنا او نورو خوندَكيانو ته هم حالونه وئيلي دي او خورا يې رسوا كړى يې .."
دَ اسيسي څخه بس روانېدلو سم دستي چي داني زما دَ پوښتني په ځواب كي داسي وَوئيلو، نو مځكه مي له پښو وَخته او اوس به مي لا دَ ونېسا په نامه كلكه ښكنځا له خلي ورته وتله ، چي داني زما په حالت پوهـ شو او دَ خپلي مخصوصي خندا كولو ورسته يې وئيلو ..
" شوقه .. هغه ستا ډېر عزت كوي او داسي يوه خبره يې هم نه ده راته كړي ، چي زړه دي په بد شي"
" ښه ښه ... لاكن څه خو به يې نو خامخا وئيلي وي درته .. ولي چي كله تاسو خبري سره كولې ، نو هغې يو څو ځله په كږو راته كتلي هم وْ "
داني زما په دې سوال څه چپ غوندي شو او بيا يې راته په صفا ټكو كي وئيلو ..
" داسي يې يوه خبره هم نه وَكړه چپ له دې، چي هغه زما ، ستا او دَ روني دوسته ځان ګڼي او بس "
" لاكن نوري هغه كومي داسي خبري وې، چي دا دومره وخت مو سره كولې ؟ چرته ته خو هم ..؟ "
روني چي داسي ورته وَوئيلو ، نو هغه هم اوږې څنډلو ورسته په وياړمني خندا كي وئيلو ..
" كېدلى شي، چي زما هم لاټرۍ راختلي وي "
او بيا خپله په خندا كي مخته داسي واي ..
" يَه داسي كيسه هم نه وه ، بلكې هغې له ما څخه په منيلا كي اوسېدونكي يوې خوندَكۍ په باب ځكه حال كولو، چي هغه زما هم شناخته وَوتله او بس "
دا چي يې وئيلو، نو په روني نه يم خبر.. ما خو يوه اوږده ساه دَ سكون واخيستله او په زړه كي مي دَ خداى شُكر ادا كړو او مخته له يو سيټ سره ولاړي ونېسا ته مي بيا بيا سترګي په غلا ور اړَول هم شروع كړي وې چي دې وخت له اېډرين او وېلينا سره يې په يو چا، يا دَ اېډرين په خبرو، چي لاسونه هم له خبرو سره دَ غورځولو عادت درلودلو باندي خندلو لګيا وه او لكه ماره يوې بلي خواته له پستو جټهكو سره ځنګېدله ، وشېدله او زما په زړه راتاوېدله ..خو پټ په پټه
څه وخت ورسته زه او روني هم دَ شا له چوكۍ مخته خپلو چوكيانو په لور ځكه روان شولو، چي ونېسا دَ لاس په اشاره وَ داني ته دَ خپل ورته راتګ بيا زېرى كولو په خپلي چوكۍ لا سم كښېنستى نه وم ، چي هغې شاته ګامونه اخيستلو په وخت راته يو نظر كتلو سره سم زما په زړه باندي دَ نرۍ،لاكن خوږې موسكا ګُوزار هم وكړو او تېره شوه
پاوْكم څلور بجو خواته په ټال پلازه كي ټېكس وركولو ورسته موږ دَ St . Raita دَ سپيني مجسمې ته مخامخ شولو او بيا خپل ښي لاس ته په وړَو وړَو غونډيانو كي جوړ تك تور روډ باندي مخته رهي وْ، او ميرنا وئيلو..
" دا هغه نوموړي او ښائيسته غونډياني دي، چي ورته Sleeping Joint Mossulini وئيل كېږي "
دلته په دې وړو غونډيانو باندي ځاى په ځاى دَ پوُسونو رمې هم غړېدلې او بيا دَ نيم ساعت ورسته بلي ژېړي ټال پلازې باندي ټېكس وركولو ورسته دانيال اُستاذ په هوارو ميدانونو كي بس مخته وهلو او ملګرو هم غاړي هسكي هسكي ځكه كولې، چي اوس دَ ميرنا په قول زياته روم ته په رسېدو يُو او بيا چي څنګه څنګه موږ مخته تلو، نو تر ليري ليري پوري پروت دَ روم ښار له خپلو وړو، غټو او هسكو بلډنګيانو سره موږ ته هركلى وئيلو
له ليري دا ښار په لومړي نظر داسي راته ښكاره شو، لكه اسلام اّباد خو هغومره درختي يې نه لرلې ګوا په لوړو ژورو كي جوړ وْ خو بيا چي څنګه څنګه ورننوتلو، نو دَ روم ښار هواري علاقې هم څه كمي نه وې ماته يې په فُټ پاتهونو باندي تلونكو خلګو كي ژوند ښكاره شو ولي چي په ګامونو اخيستلو كي يې تېزي برېښېدله په روم ښار كي يوې بلي خواته بس ګرځولو راګرځولو ورسته چي دَ Terminal Ostiense نامي بېخي غټي او پلني تمبې سره په كيڼ لاس تېرېدلو، نو ميرنا دا زېرى راباندي وَكړو، چي
" اوس چي بس څنګه ښي لاس ته په هغه چوك وګرځي، نو هغه لاره به يو دم موږ څلور خاليزه هوټل پارك ته ورسوي "
او هغې لا خبري سرته نه وې رسولي ، چي دانيال اُستاذ بس دَ يو ښائيسته هوټل، چي پارك كوستانزا نومېدلو مخي ته ودَرولو
" ګوره ، چي دا روم بيا موږ ته كومي زړخوشياني راكوي ؟ "
زما له مخه په خپل وار له بس څخه كُوزېدلو په وخت چي داني داسي خبره وكړه ، نو وېلينا په خندا كي ورته وئيلو ..
" ما اورېدلي دي ، چي دلته په روم كي دَ نرانو دَ خوشالۍ دپاره هر رقم سامان موجود دى "
" كه ته او لارا هڅه وَكړئ ، نو ځان ته ډېر څه موندلى شئ"
او لارا چي دې وخت يې شاته ورپسې را روانه وه ، وَ روني ته داسي په زوره ديكه وركړه ، چي هغه اېله دَ بس په پوړيانو كي دَ كښته كېدلو په وخت وَ نه لوېدلو او بيا يې ورته په ځواب كي وئيلو ..
" دا اېمسټرډم نه دى ، بلكې مقدسه ښار روم دى روم .. پوهى شوې"