" لكه ما چي جوړه دَ رومنو دَ تاريخ پلټلو دپاره په 753 ق م كي ګام ايښى وْ ، كله چي رومولس نامي سړي دَ روما ( Rome) ښار لومړۍ خښته ايښي وه "
داسي ما هغه وخت وَ سنجولو، چي څنګه مي دَ روم په هوټل پارك كي په خپل نامه ټاكل شوي خوني كي قدم كښېښولو دا نه چي ګوندي په هغې خوني كي رومولس نيكه اوسېدلو او يا هوټل دَ هغې زمانې جوړ وْ بلكې روم په زاړه او تاريخي ښار كي ماته دَ نوي زمانې هوټل هم زوړ ښكاره كېدلو او هر شي ته مي په وازو سترګو بيا بيا كتلو لاكن چي څه ورسته مي دَ كهړكۍ درنه پړده يوې خواته كښ كړه ، نو څه وينم ؟ چي دَ لمر په ورستنئيو وړانګو كي دَ دې ښار په لوړو او ژوَرو مځكو باندي جوړي ودانياني او ماڼياني دَ شنو غټو ونو په منځ كي دَ نن په زمانې كي زما دَ موجودګۍ دَحال وئيلو سره سره هر منظر دَ ښكلاګانو په ژبه له ما سره په پټه خله خبري هم كولې نو ځكه ما هم سترګي وَ موږلې او په نرۍ موسكا له ځان سره داسي وَبُوڼړېدم
" دا ښار خو دَ مئينانو ښار راته ښكاري خود به دلته په خلګو كي دَ ميني كولو رُجحان هم زيات وي "
روم ، چي ورته ابدي ښار Eternal City هم وئيل كېږي ، دَ اټلي په منځنۍ برخه كي له مغربي سمندري څنډي سره جوخت دَ ټائيبر درياب په دواړو اړخونو اوو وړو غونډيانو باندي پروت تاريخي ښار دى دَ اټلي دَ دارالحكومت پرته دَ وېټيكن سټي پوپ استوګن ځاى هم دى دا هغه ښار دى ، چي دَ بېلا بېلو عقائدو سره منسوب قامونو، يرغل كونكو او اّرټسټانو خپل نقشونه په كي داسي پرېيښي دي چي په ورانولو يې هم اثرات لا پاته دي ولي چي هرڅه په ريكارډ باندي نوښته دي او دَ خلګو له فطرته ، بلكې څه چي له روئيو څخه يې هم دَ تاريخي رنګ سنجونه كېږي
" كه يوې خواته روم دَ نېرو په وخت( 545ع -68 ع ) كي دَ اورونو لمبې په خپله سينه زغملي دي، نو خواخُوږو يې سردوباره جووړَونه دَ هغه وخت دَ تقاضو په سمه كړي هم وه او دغه رنګه وئيل كېږي،چي دا مُقدسه ښار په دريمي صدۍ كي دَ ډايو كلېټس باچا په دور كي په دوْ برخو كه وېښل شوى دى نو بيرته دَ ګرېګري اول (509ع - 604)دَ پاپائيت له زوره يو شوى هم دى"
دَ تاريخي حقائقو په رڼا كي دَ نن روم دَ سبا په سټي ټوْر كي دَ ليدلو سوچونه لا سم پاخه كړي نه وْ ، چي دَ ټېلي فون په زنګ مي دَ سوچ سلسله وَشلېدله او داني غوښتلو، چي زه هم له هغوئ سره دَ روم دَ شپې ژوند كتلو ته چمتو شم ، ولي چي دوه فليپينو ملګري چي دلته يې روزګار كولو هم ورته راغلي وْ نو ځكه موږ ټول ملګري په اتهه نيمي بجې له خپل هوټل پارك كوستانزا، چي په Via Cristoforo Colombo كي وْ څخه په ټېكسي كي تر نيږدې مېټرو سټېشن ، چي دَ لندن تر مېټرو نه يوازي ښائيسته ښكاره كېدلو، بلكې رېل ګاډياني يې هم ډېري ښې او اّرام ده برېښېدلې ته ورسېدلو
" خيال كوئ .. دلته ګنډكپان ډېر زيات دي "
دَ پاخه عمر يو سړي چي دا خبره وكړه ، نو احتياط مي تر ويري پوري وَ رسېدلو، ولي چي ميرنا پرون دَ دې ښار دَ شُوكمارانو او دهوكه بازانو په باب له موږه دَ محتاط اوسېدلو خواستګره وه هم ځكه مي هڅه دا كوله ، چي له چا سره وَنښلم لا نه
" دلته په اټلي كي خو په كار وْ، چي خلګ په خوى او بُود ډېر نوموړي وى "
ما به لا خبره مخته كښوله ، چي روني غاښونه سپين كړو او وار يې داسي لاس ته كړو
" ستا مطلب دا دى ، چي ګوندي دا مقدسه ښار دى"
" مقدسه خو دى ، لاكن دَ نورو اروپائي هېوادونو په سر دلته Cheaters زيات دي"
داني هم دَ روني له خبري سره سم دَ خپلي رائې اظهارپه موسېدلي انداز چي وكړو، نو ما داسي وَسنجوله ، لكه هغه چي واي ..
" ګوا دلته هم شېطانان زيات دي "
او بيا وَ موسېدم ځكه ، چي داسي دليل خو هلته زموږ په خوا كي هم ځيني خلګ خپلي ګُناګاني له خپله سره اړَولو دپاره كوي
" رادې خواته شه ، دا ستا تر شا ولاړه انجلۍ راته ګنډكپه ښكاري"
داني دَ ځان په لور وركښولو ورسته چي داسي وَوئيلو، نو ما ورته دَ خندلو ورسته وئيلو
" مطلب دا، چي په دې ښار كي به تر سېل كولو زيات ځانونه ژغورو له شُوكمارانو "
" بېشكه .. دلته په قدم قدم چيټرانو وَ ټورسټانو ته تلكي لګولي دي او داسي هم وئيل كېږي ، چي كه څوك له روم څخه بې دهوكې بيرته ولاړ شي ، هغه ډېر خوش بخته شمېرل كېږي"
روني چي دا خبره څنګه سرته وَرسوله ، نو ورڅرمه شوي ملګرى فليپينو ورته واي ..
" دومره ويره هم نه ده كول په كار، دا موږ خو هم په كي اوسېږو"
" هو ، اوسېږئ خو، لاكن دا حال راكړئ ، چي كله هم .."
داني لا پوښتنه سمه ترسره نه ورسوله ، چي هغه فلپائيني ځوان په موسكا كي واي ..
" بس يو وار زه هم چيټ شوى يم ، لاكن .."
" لاكن موږ چيټ كېدل نه غواړو"
دَ هغه خبره پرې كولو ورسته چي داسي داني وَوئيلو، نو موږ هم په ډكه خله خندا په Equilins نامي مېټروسټېشن كي له رېل ګاډۍ كُوز شولو بالا مځكي ته راتلو ورسته هغو ځوانانو موږ په بس كي كښېنولو او څو دقيقو ورسته په نېشنل روډ چي دلته ورته Via Nationale واي كي كښته شولو كه څه هم زياتره دوكانونه بند وْ، خو ځيني غټ غټ شاپنګ مالونه او دَ رېسټورېنټونو په چپه ځيني بارونه هم خلاس وْ او دلته رش ګش زيات ښكاره كېدلو ملګرو وئيلو، چي دا روډ دَ روم هغه بارونقه روډ دى، چي شپه او ورځ زړخوښياني په كي ليدل كېږي يوه نيمه ښځه او سړى به يوې بلي خواته ځنګېدلو او هڅه به يې دا كوله ، چي له چا سره وَنښلي دَ داسي خلګو په حقله هغو فليپينو ملګرو به هم دا خبره كوله ، چي دا رومن شُوكماران دي .. موقعه غواړي
په دې روډ باندي رك تر هغه سره پوري لاړو، چرته چي په كي اوپېرا په يوه زاړه او غټ بلډنګ كي دَTeatro di Opera په نامه سټېج شو كولو كي خپل روائتي شهرت لري او دلته دَ روډ وَ هغه بل فُټ پاتهـ ته ولانګلو په وخت مي فليپينو ملګرو ته وئيلو ..
" تر اوسه پوري خو مي دلته داسي يو شى هم تر سترګو نه شو، چي زړه مي پرې خوشاله شوى وي "
زما دَ خبري په تصديق كي داني هم وئيلو..
" هو .. درځئ چي يو ځاى ډوډۍ وَخورو "
او بيا په تېزو قدمونو مخته دَ رېسټورېنټ په لټون كي روان شولو يو وخت چي زه له ملګرو شل يا پنځويښت ګامه مخته وتلى وم ، نو يو سړى مو تر څنګه شو او واي ..
" بخښنه غواړم ، نن زه له جرمني راغلى يم او غواړم دلته امريكن بار ته ورشم تاته كه معلوم وي ، نو يې راوَښئيه .. مهرباني وكړه "
ما چي ورته څنګه معذرت كولو، نو هغه واي ..
" كېدلى شي چي هغو خلګو ته معلوم وي"
" هغه خو زما ملګري دي"
او دا چي مي ورته وئيلو، نو زما ملګري هم راوَرسېدلو او داني راته واي ..
" دا څوك دى ؟ "
" داى دَ امريكن بار پوښتنه كوي"
ما چي دا ورته وئيلو، نو داني وئيلو ..
" په دې بار كي څه دي؟ اوس يوبل سړي هم له موږه پوښتنه وكړه"
روني واي ..
" نو درځئ ، چي موږ هم ورشو، وي به دلته نيږدې چرته"
او موږ ټول ، چي هغه جرمن ، چي نوم يې هانس ښئيلو هم راسره وْ، دَ امريكن بار په لټون كي څنګ په څنګ روان شولو او ښه ګرځېدلو ورسته مي دَ نېشنل روډ وَ شاته په يوه كوڅه كي مونده كړو او زه، روني او داني دَ هانس په ملګري كي ورننوتلو هغه نور دوه فلپائيني ملګري رخصت شولو دَ سبا دَ ملاقات په وعده
_____
دا امريكن بارنه وْ او نه دَ شپې دَ ژوند دَ زړخوښيانو يو ځاى نو بيا څه وْ ؟ بس هم دا هغه سوال وْ، چي موږ يې حريان كړي وْ دننه يو پُراسراره هال وْ، چي دې وخت زموږ په چپه هيڅوك نه وْ كه وْ هم نو په دې بېخي لږه رڼا كي ښكاره كېدو نه او دومره چُپه چپيا وه ، چي ما داسي كرار دَ روني په غوږ كي وَوئيلو..
" ماته داسي محسوسېږي لكه موږ چي ګېر شوي يُو"
داني وَ روني ته دا خبره وكړه او دواړه په خپله ژبه ګډ شولو اوما به هم اوس ځان ورڅكولو، چي زما وَ دې بل اړخ ته ناست هانس واي ..
" فكر مه كوه دلته هغه خوندونه دي ، چي بيا به يې په ژوند كي هېر نه كړې"
په زړه كي مي وئيلو..
" هو.. كه ژوندى وم هله "
مخته هغه څه وئيلو ؟ غوږ مي نه وْ ورته نيولى او لار مي دَ فرار غوښتله لګيا وْ او سوچ مي دا كولو، چي ملګرو ته وايم ، چي ځو.. دلته خوند نه ، بلكې دَ خوند په نوم شُوكماري راته برېښي اوس به لا نور نور سامېدمه ، چي هلته ليري مي څو ساې تر سترګو شوې ، چي څوكه څوكه زموږ په خوا رارواني وې او څنګه څنګه چي رانيږدې كېدي ، نو ښځو ته مونېدلې لګيا وې او دلته زما بدن هم له ويري زيږېدو لګيا وْ وايم .. كه اېكړ وم ، نو دا به يقيني خبره وه ، چي له خلې څخه به مي چيغه وتلي وى ولي ما خو په نكلونو كي دا اورېدلي وْ، چي په داسي وران او ويجاړ ځايونو كي دَ شپې خواته سړي نه ، بلكې ډائيڼي ښځي ګرځي ، چي دَ خلګو زړونه باسي
" هغه څوك دي چي زموږ په خوا راواني دي؟ "
" زه خپله هم حريان يم ، چي دا له موږ سره څه سلوك كېږي لګيا دى؟ "
" وېرېږئ مه .. دا هغه حُوري دي ، چي موږ به بلي دُنيا ته وړي "
هانس چي دا وئيلو، نو ما لږ په لوړ ژغ ورته وئيلو..
" موږ خو دَ دې خدمت دپاره نه يُو راغلي"
" مخ مخ ته ګوره چي څه به كېږي؟ "
" څه مطلب ؟ "
زما له ويري څخه هغه هانس فائده اخيستلو په نيت يوه كلكه كړيكه وَوهله او دَ خندا په ايكو كي يې شاته په بېك ګراونډ كي نرى ميوزك هم شروع شو او زه پوهـ شوم ، چي موږ چرته راغلي وْ
" زه خو ځم .. دا خو څه راته بل څه ښكاري "
" لاكن اوس خو تلى نه شې"
هانس وئيلو..
" دا دي دهمكۍ ګڼلى شم ؟ "
ما چي په زوره لاس ورڅخه راكښ كړو، نو هغه په خندا كي راته واي
" يُه دا په دوستۍ كي ستا دَ فائدې خبره ده، ولي چي دا هرڅه خو اوس ..."
كه څه هم دا خبري يې خوږې كولې، خو ان ډائرېكټ په كي راته دهمكۍ هم له غوږه تېره شوي وه ما چي دَ ملګرو په خوا وكتلو، نو هغوئ هم راته كمزوره ښكاره شولو ولي چي دې وخت هلته په كونجونو كي غټ غټ سرخريلي فلمي پالوانان هم ولاړ وْ او زموږ په لور يې په برګو برګو كتلو او بل هغه سايو هم اوس دَ حُورو بڼه اغوستي وه چي وار په وار يې زموږ دَ زړونو ايستلو او خوړلو دپاره په شونډو باندي موسكاګاني خورَولې لګيا وې او بلي خواته موږ وْ، چي دَ تېښت لاره مو غوښتله ، چي چرته هم نه ښكاره كېدله نو ځكه مي زړه وَ كړو او داني ته مي وئيلو ..
" كه همت راسره كوئ ، نو زه خو..."
" يَه يَه ، چي داسي نه وكړي ، دا خلګ ډېر ځناور دي داسي نه چي .."
داني چي دې وخت بيا دَځان په حال كي نه وْ واي ..
" كښېنه كښېنه .. دغه خو ځاى دى "
او په دې وخت يوه ډائيڼه ، چي جګه او بېخي دَ ايمان دَ ختاكولو پلمه غوندي وه زما له څنګه چي كښېنستله ، نو ما ورته په كپېدلي رپېدلي ژغ وئيلو..
" څوك يې ؟ دلته څه غواړې ؟ "
" زه په سوشيالوجي كي ماسټر كوم لګيا يم"
" دلته ماسټر كوې؟ "
هغې وَخندلو او راته واي ..
" دلته تش جاب كوم"
او دا چي يې وَوئيلو، نو راوَهم څكېدله لاكن زه ورڅخه ليري شوم بيا نو څه وْ، ما ځان مرګ ته نه وركولو او هغې ډائيڼي زما تر مرۍ بيا بيا لاس راغزَولو
"اوس به مي غاړه مروړي ..اوس به مي غاړه مروړي"
په داسي ويري ويري كي مي ملګرو ته ځان ورنيزدې كړو او په غوږ كي مي ورته وئيلو..
" دا خو به موږ نن وَلوټي .. كه دغه رنګه يې په مرضي چلېدو"
" هو .. درځئ چي ځو "
او درې سره ملګري چي په يوه صلا ولاړ شولو، نو دا راڅرمه شوي ساې يو دم شاته شوې او هغه ساې چي سرونه يې څركېدلو رامخته شوې او له دې سره سم يو دروند بٍل هم زموږ وَ مخته كښېښول شو په كوم باندي چي زموږ دَ سرونه بيهـه ليك وه ، نو ځكه مي سرونه په اوږو نښتي دباندي راوړلو كه څه هم اوس دباندي يخه هوا ګُلېدله ، خو موږ په خولو كي ډوب مخته كه څه هم چپ روان وْ، خو دننه دننه هر يوه له ځانه دا پوښتنه كوله
" داسي خو ماشوم هم نه ختا كېږي لكه دا زه چي .."
او بيا چي هوټل له مخه له ټېكسي كښته كېدلو، نو داني واي ..
" داسي څنګه وَشو ؟ "
" او زه بيا وايم، چي ولي وَشو؟ "
ما چي دَ هغه دَ سوال سره خپل سوال ورګنډي كړو، نو روني په خندا واي .. چي
" داسي ځكه وَشو، چي موږ بېوقوفان وْ او بس "
" هو، په ويښه مي دَ خوب وَ ټاپوګانو ته وردانګل غوښتلو"
زما له دې خبري ورسته داني هم واي ..
" لاكن زه په دې حريان يم ، چي دلته به دا يو څو ورځي څنګه تېرَوْ ؟ "
او بيا په كُوزو سترګو او شنو زړونو وَ خپلو خپلو خونو ته ورچپ شولو په هغو نه يم خبر، خو ما تر ډېره دَ دې ښار په حقله دَ سوچ كولو ورسته دا نظم "دَ مقدسه ښار فرېبي ژوند" هم چرته نيمي شپې خواته چي څنګه سرته وَ رسولو، نو خوب هم په غېږ كي واخيستم
_____
سهار وختي اووه نيمي بجې خواته دَ پارك هوټل كوستانزا په رېسټورېنټ كي دَ نارى كولو په نيت بيا له خپلو فليپينو ملګرو سره ناست وم زه چي څومره بې خوبه وم ، نو هغومره دَ داني او روني طبيعتونه هم خټه راته برېښېدلو او درو واړو يو بل ته داسي په مړو مړو كتلو، لكه هر يوه چي دَ روم دَ شُوكمارانو مخته ماته منلي وي هو، موږ په خپل خپل سوچ له دې ښاره دَ فرار لاري غوښتلې لاكن يو بل ته مو له خُلې هيڅ هم نه ايستلو ولي چي هغوئ په خپل ځاى فلپينو او زه بيا پښتون وم بيا بيا مي خپلو ماتو حوصلو ته اوږې وركولې اوغوښتلو مي چي په دې شُوكمارانو باندي برى وَمومم هم ځكه خو مي يو وخت سترګي دَ ملګرو په لور اړَولو ورسته وَوئيلو..
" سرونو ته دي خېر وي .. جېبونو ته پيسې ځي او راځي ، فكر نه دى كول په كار"
" Fuck Romens زما خو له دغو خلګو بد وَشو دَ مېلمنو سره هم داسي څوك كوي ؟ لكه دوى چي له موږ سره وكړو"
روني زما دَ خبري په ځواب كي يو دم داسي ردعمل ښكاره كړو، لكه هغه چي تر ما او داني زيات ژوبل شوى وي او بيا يې سر يوې بلي خواته له افسوسه ښورَولو ورسته په زوره چي مېز په څُوك وَوهلو، نو راسره په دې بل مېز ناست ډېني هاوْ پوښتنه وكړه..
" خېر خو دى ، چرته په خپلو كي خو دَ جنګ اراده مو نه ده كړي؟ "
" يَه داسي لږ زموږ يار جذباتي غوندي شو"
ما دَ خندلو ورسته ورته چي دا وئيلو، نو روني واي ..
" زه خو دَ دې رومنو څه او څه كوم ، دا خو .."
او بيا يې هغه خبري وكړې ، چي چا به هم تر اوسه دومره نه وي ورته كړي نو ځكه خو ټېبل ګرل دَ كوفي ټرې په مېز ږدلو په وخت په خوږې موسكا كي واي ..
" رومن دومره بد خو هم نه دي ، چي ته يې.."
" بس دغه خندا خو دَ دې رومنو هغه اوزار دى ، چي سېلانيان پرې غولوي"
روني دَ هغې خبره پرې كولو سمدستي چي دا وَوئيلو، نو خله يې خندا ته ويړه هم شوه او بيا موږ ټولو دَ روني او هغې انجلۍ له خندا سره خنداګاني ورګډي كړې
" دا لومړى سهار او داسي په كلكه خندا؟ "
هلته له ليري ميرنا دَ سپينو غاښونو دَ څركولوسره سمه زموږ په لور ګامونه داسي رااوچت كړو لكه دلته چي خوږې وېښل كېږي او بيا چي تر موږ راورسېدله ، نو دَ روني په اوږو باندي خپله سينه ږدلو ورسته يې پوښتنه وكړه
" داسي خوشاله په څه باندي ياست؟ ما ته خو وَواياست ملګرو"
داسي يې څه وئيلو، چي روني په خپله ژبه كي داني ته يو څه وَوئيلو او داوړو وَخندل لاكن داني له هوشيارۍ كار اخيستلو ورسته واي ..
" هو روني هم واي ، چي هغه ځكه خوشاله دى ، چي دې رومنو يې ډېره ښه مېلمستېا كړي ده"
هغه به لا خبره مخته وړله ، چي ميرنا واي ..
" هو، رومن ډېر ښه خلګ دي ، لاكن .."
او دا لاكن څه وْ ، چي هر يو په خندا سر شو، ولي چي دَ هغې مطلب هم دَ رومنو ستائينه نه ، بلكې دَ هغوئ له شُوكماري څخه وْ لا خو موږ خلې له خندا څخه راټولي كړي نه وې ، چي له هوټله دباندي ختلو په وخت ميرنا له موږ څخه دَ برايه شپې په باب پوښتنه وكړه او موږ ته يې بيرته هغه سينونه راياد كړو، چي په كي لُوټ شوي وْ هم ځكه خو په خټه شوْ زړونو بس ته وختلو او درې سره دَ شا وَ اوږدې چوكۍ ته ورچپ ځكه شولو، چي هغه يوه اوږده چوكۍ خو وه، چي له روټېټنګ سيسټم څخه خلاس وه او هر چا كولى شو، چي هلته ولاړ شي او ورباندي وَ غزېږي يا خپل يو نيم عمل تر سره كړي
" ګوډ ايسټر مارننګ"
بس چي څنګه مخته روان شو، نو ميرنا دا زېرى لا جلا راباندي څه وكړو، چي موږ درې واړو يو بل ته داسي وكتلو، لكه هر يو چي له بله دا پوښتنه كوي .. چي
" دلته خو دَ عيسائيت جنازه دغه رومن داسي په صفائي باسي، چي ورته راغلو مېلمنو زړونه ورڅخه ماتېږي"
ما چي كله خپله ډائرۍ له بېګه را ايستله ، نو بس په Via C. Colombo باندي مخته رهي وْ او ګائيډ وئيلو ..
" شپه مو څنګه تېره كړه ، چيټ خو نه شولاست ..؟ څوك چي نه هم دي چيټ شوي ، نو هغه دي خپل خپل جېبونه او پرسونه وګوري ، كېدلى شي ، چي په خوب خوب كي لُوټ شوي وي"
دا خبري چي يې كولې ، نو هلته كائيكو هم له خپلي چوكۍ را ولاړه شوي وه او زموږ په لور راچپېدله لګيا وه كه يې څه هم خندلو، خو سامېدلي واهمېدلي ښكاره كېدله بيا چي څنګه را وَرسېدله ، نو له ما سره په څنګه كي كښېنستلو ورسته واي ..
" زما به څه كېږي ؟ زه خو به لتاسو ګرسره نه جلاكېږم ولي چي دا رومن .."
" هو، دا رومن ډېر بد كوي له سېلانيانو سره او.."
ما به لا نور څه وئيلو، چي روني واي ..
" زه خو دَ دې رومنو ميندي او خوندي ټولي څه او څه كوم"
او بيا يې مخته لاس له خلې داسي واخيستلو، چي زده ټولي ښكنځاوْي يې دَ زړه له سوخته دَ رومنو په حق كي ګردان كړې او بيا يو دم سنجيده شو او زما په خوا يې مخ راګرځولو ورسته وئيلو..
" شوقه! كه ستا پيسې په كار وي ، نو زه يې په پور دركولى شم"
چي بس له كولمبو روډ څخه دَ Via Ostiense په لور ګرځېدلو ، نو ميرنا وئيل ..
" ملګرو.. روم دَ دُنيا هغه پخوانى ښار دى ، چي دوه زره كاله مخته جوړ شوى وْ او په هر دور كي له يوې نا يوې وجي دا ښار دَ دُنيا دَ خلګو دَ پام وړ مركز پاته شوى دى هم ځكه خو دلته په دې ښار كي قدم په قدم زاړه او تاريخي اّثار پراته دي خو نن ګوډ ايسټر دَ احترام په سمون به لومړى وَ Basilica Di St: Paolo نامي چرچ ته لاسونه پورته كړو، كوم چي هغه دى زموږ مخامخ ولاړ ښكاري "
له بيا له دې چرچ څخه چي بس مخته كله منډه وهله ، نو ما او كائيكو دواړو دَ هغه چرچ عكسونه په كېمرو كي خوندي كولو ، خو بس مخ مخته چي څنګه لاره لنډوله ، نو له زړَو سره سره نوي ماڼياني هم مخي ته راتلې او شاته پاته كېدلې هم ښه ډېر مخته دَ سېنټ ماريه چرچ ورسته په غټو او وړو سړكونو باندي يو وخت ، چي موږ له هغو دنګو دنګو درې زړَو تاريخي كالمانو ( تمبو) څخه تېرېدلو، نو داني وئيلو ..
" دا خو اصل روم دى ، چي دَ كتلو وړ ښكاري .."
روني بيا ور وَدانګلو او واي..
" لاكن رومن نه دي هغه رومن .. څنګه صحيح وايم ، كه غلط ؟ "
كائيكو يو دم ځيني پوښتنه وكړه،
" ولي؟ رومن څله هغه رومن نه دي ؟ اول څنګه وْ او اوس څنګه دي ؟ "
زما هم وار نه وَشو او ورته مي څوكه غوندي وَوئيلو..
" هغه ځكه چي اول رومن سړي وْ او اوس سړي وزمه"
كائيكو زما په لور راوكتلو او موسېدلو ورسته واي ..
" شوقه! ستا خبري كله كله .."
" ډېري ښې وي ، څنګه دا وئيل غواړي ؟ "
داني چي يې خبره څنګه پرې كړي وه، نو هغې هم هغسي ژر وار لاس ته كولو ورسته په خندا كي وئيلو..
" زما مطلب دا ، چي دَ ده خبري ډېري اٍن ډائرېكټ وي"
" ښه ښه .. نو اوس داى لتا سره هم اٍن ډائرېكټ خبري كوي ؟ "
روني هم دَ خپلي شوخۍ په سمه چي داسي وار كولو، نو زموږ بس دَ يو غټ ، لاكن بېخي زاړه ګيړدي بلډنګ مخي ته برېكونه وَنيولو او ميرنا واي ..
" دا هغه مشهوره تاريخي كولوسيوم سټېډيم دى ، چرته چي ډېر پخوا له سرونو سره لوبي په ډېر وياړ كېدلې هو داسي لكه نن چي باكسنګ كېږي او شاوخواته ورته خلګ په تماشه وي نو دلته به هم په دې سټېډيم كي خلګو دا لوبي په خپلو سترګو كتلې خو په دې كتونكو كي به زياتره باچهان او شاهي كورنياني او درباريان ناست وْ ، چي په خپړو به يې هر هغه انسانان ستائيلو، چي دَ ځناورو غوندي به يې دَ نورو انسانانو سرونه وهلو"
ګائيډ چي څنګه خبره سرته ورسوله ، نو دَ بس دروازه هم خلاسه شوه او موږ ټول ملګري لاندي كُوز شولو
دَ كولوسيوم ګيړدۍ ماڼۍ، چي يواړخ يې مكمل وران شوى وْ چي څومره له دباندي سترګي ګټلي .. هغومره يې دننه هم دَ رومنو او دَ روم دَ تاريخ كه يوې خواته شان لوړَولو ، نو هم دَ دې سټېډيم وزمه كولوسيوم هره هره خښته او پوړۍ يې دَ بربريت نكل هم تېرَوي ما خو داسي سنجَولو، لكه زه چي په خپلي ماضي كي اوسم او دا يم هلته لاندي دوه انسان وزمه ځناور وينم چي تُوري يې په لاس كي دي او په يو بل باندي ګوزارونه داسي كوي ، چي شاوخواته ناست انسانان يې په رقم رقم نارو ستائي هم
" داسي ښكاري ، لكه دا خلګ چي هغه وخت هم دَ ډېر ښه ذوق مالكان وْ "
دَ داني په دې خبره له خپل ژوَر سوچ څخه څه راستون شوم ، چي ورسره ولاړي كائيكو په كلكه وَخندلو او زه يې په څنګلي باندي ويښتلو ورسته وئيلو ..
" ويده خو نه وې ؟ "
" ويده نه وم، بلكې په ويښه مې خوب ليدلو لكه چي"
ما چي داسي وئيلو، نوميرنا په موږ باندي ژغ وكړو،
" له موږ سره دلته فقط پنځلس منټه دي ولي چي نن ماڅپښين ورته پوپ را روان دى "
او بيا له موږ سره سره په كولوسيوم كي يوې بلي خواته ګرځېدلو ته له خپلو مستيانو او شوخيانو سره جوګه شوه
دَ كولوسيوم له ګيړدۍ ماڼۍ څخه چي څنګه مخته رهي شولو، نو موږ دواړو اړخونو ته ماډرن بلډنګان برېښېدلو، چي مخته يې واړه او غټ چمنيان جوړ او سېوان وزمه وني ولاړي وې دَ نېشنل ميوزيم اّف اّرټ څخه تېرېدلو ورسته دَ يو پخواني چرچ سره په څنګ كي تېرېدلو په وخت مي دا خبره په زړه كي راغله، چي روم ته دَ چرچونو ښار وئيل هم بده خبره نه ده ولي چي له سهاره دا څويم چرچ دى، چي شاته يې پرېږدو او دَ خوند خبره دا هم وه، چي دا سوچ مي چي كله وهلو، نو موږ يو چرچ شاته پرېښولو او هلته ليري دَ بل چرچ مينارې هم ښكاره كېدلې كله كله په كي توپير كول هم ځكه ګران شي، چي زياتره چرچونه دَ غټ او عالي شانه چرچ سېنټ پيټر په سر كه نه وي ، خو ورته مونېږي
ټائيبر درياب ، چي رومن ورته په خپله ژبه كي Fiume Tevere هم واي ، دَ روم ښار په منځ كي يوې بلي خواته داسي غزېدلى برېښي چي كله سړى دَ روم سېل كوي ، نو دا درياب بيا بيا مخي ته راځي
" دَ چرچونو په اړه دَ عيسائيت په حق كي چي رومن څومره مذهب پرسته مونېږي ، نوهغومره په تاريخي ودانيانو موړ روم ښار وَ جديدو، بلكې دَ بې شرمۍ تر هانده مخته وتو لارو چارو ته په غېږ هم ورځي ځكه خو په روئيو باندي دا غاوره رومن كه څه هم دَ سېلانيانو زړونه ماتَوي ، خو ځانته يې روژدَوي هم ډېر په موسېدلي انداز"
دا خبري چي مي په ډائرۍ اړَولې ، نو بس په ټائيبر درياب باندي جوړ په يو غټ پُل باندي تېرېدلو لګيا وْ او دَ فليپينو ملګرو او كائيكو تر منځه دَ روم دَ ډرائيورانو دَ بېخي بې ډوله ډرائيونك په باب خبري كېدلې دلته ځاى په ځاى دَ امريكه په شان كي هم داسي " فك امريكا" يا " كرَش امريكا" غوندي ښكنځاګاني په دېوالونو داسي په تادۍ ليكلي برېښي، لكه په پاكستان كي چي يې مذهبي جنونيان ورپسې هر چرته ، كه څه هغه دَ ماجت دېوال وي او كه دَ ميلانو څلي باندي نوښته كوي
يو وخت چي موږ خپل كيڼ لاس ته په ټائيبر درياب كي جوړ قدرتي واړه او ښائيسته ټاپو سره تېرېدلو، نو ګائيډ وئيلو..
" هغه بلډنګ چي تر ټولو غټ دى، پنځلس سوه كاله پخوا جوړ دى ، او دا جذيره دَ دُنيا دَ اّرټسټانو دَ پام اړَولو پرته دَ عاشق مزاجه خلګو زړونه هم تخنوي، څنګه مسټر اېډرين؟ "
دَ اېډرين په ذكر لاراكُوك ، مئى رېنالډ او خپله دَ اېډرين معشوقه وېلينا بس تر ډېره په سر اخيستى وْ او نارو سره سره يې خپړي هم ټكولې خو دلته يوه كائيكو وه، چي نه يې له هغو انجونو سره خندا ګډوله او نه يې موږ وَ خپل مجلس ته اېله كولو ګوا دَ هغې په مزغو كي يوه سودا وه ، او هغه دا چي ..
" رومن سټي خو ښه ښكاري ، لاكن دا رومن څله بد شهرت لري ؟ او دغه رنګه نور نور سوالونه"
اوس زموږ مخته دَ نونيا سكوائر بېخي زوړ بلډنګ وْ، چرته چي دَ زړَو مينارو پرته دَ سړيانو لغړي مجسمې دَ كتلو وړ وې مخته بيا كولونا سكوائر، چي دَ زړې مينارې په اړه ځانګړتياوي غوره كوي سره سره موږ دَ فوټو سېشن په نيت دَ هغې تكي سپيني او بېخي غټي زړې ماڼۍ مخته وَدرېدلو، چي په چهت باندي يې دَ مستو اسپو له مجسمو پرته دَ عسكرانو بُتان هم ولاړ دي Monument of unknown soldiers نومېږي او دلته دَ سېلانيانو شمېر هم زيات ليدل كېږي ځكه خو ما هم دَ خپلي مطالعې په سمه ډېر كار ترسره كړو او خورا ډېري خبري مي لاس ته كړې
دَ رومن فورم ورسته په پبلك پارك كي دَ څو دقيقو تېرولو ورسته دَ سېنټ اېنجلو په نامه مشهوره تېواري فاوْنټېن ( فواري) ته ورچپ شولو چرته چي په تالاب كي دننه دَ هغه دَ لغړي مجسمې پرته ځيني نوري دَ اّرټ نمونې هم ليدل كېږي او خلګ ورته له ليري ليري راځي دَ كتلو ورسته هر يو په دې تالاب كي په پټو سترګو سيكې دَ يو زاړه روايت په سمه ځكه غورځوي ، چي وئيل كېږي ، په داسي كولو به هغه څوك بيا دلته راځي نو په دې خو ما هم يوه سيكه په كي په دې نيت وَغورځوله،چي بيا بيا ورته راشم
" زه خو سيكه په دې تالاب كي نه غورځوم او ته ..؟ "
راسره ولاړ روني دَ كائيكو په لور كتلو ورسته چي ورڅخه پوښتنه وكړه ، نو هغې هم ورسره سر په " هو" كي وَښورَولو او موږ بس په لور دَ روني او كائيكو له هغو رائيو سره روان شولو، چي دواړو ځان ځانته بيانولې ګوا روني خو دَ برايه شپې شُوكمارۍ له سوبه داسي وئيلو لاكن ګوره چي په دې كائيكو يې څه ټكه غورځولي وه ، چي دَ رومنو په باب يې كركه انتها ته رسولي وه
لنډه دا، چي په يولس نيمي بجې غرمه چي څنګه دَ سېنټ پيټر دَ بېخي عالي شانه چرچ سره په څنګ كي په پراخ روډ باندي جوړ يونيورسل بار نامي رېسټورېنټ مخته كُوزېدلو، نو باران هم نرى نرى شروع شوى وْ خو دَ پروګرام په سمه دلته خپلي مخي ته دَ څو ګنټهو دپاره په دې ورستي نصيحت پرېښول شولو ګوا..
" خيال كوئ له جېبونو او پرسونو سره"
او بيا ملګري يوې بلي خواته تيت او پرك شولو،خو كائيكو او ونېسا هم هغه وخت راڅرمه شوې ، چي زه دَ فليپينو ملګرو په ضد له هغوئ سره دَ سېنټ پيټرچرچ كتلو ته روان وم
په دې پيټر چرچ كي دَ چهت او دَ دېوالونو دَ ښائيست پرته دَ هيروګانو پراته پاخه قالبوتونو او دَ هغوئ جوړو بُتانو او دَ مسيحا عكسونو داسي ښكاره كولو، لكه دا رومن كېتهولك هم څوكه څوكه دَ بُدهـ متانو يا هندوانو په لاره مذهبي مزل لنډولو ته چمتو شوي دي او دغه رنګه ما په يو نيم بل چرچ كي هم وليدلو
له چرچ څخه نېغ وَ نيږدې رېسټورېنټ ته وردننه شولو او دَ يوه غټ مېز شاوخواته كښېنستو كه څه هم دې وخت ونېسا زما وَ ښي اړخ ته ناسته وه،خو خبري مي تر خپلو نه سره كولې دَ خپلي خپلي خوښي شيان راغوښتلو ورسته داني پوښتنه وكړه
" زه داسي سنجوم لكه شوق او ونېسا چي تر خپلو خفه دي"
ما وئيلو ..
" يَه يَه داسي هيڅ كيسه نه ده ، زه اول هم دَ دي خواخُوږى وم او اوس هم يم"
" هو شوق صحيح واي .. داى زما دوست دى"
ونېسا په دوست باندي داسي پسخوندي زور وركړو، لكه هغه چي دننه دننه راته له خشمه خُوڅكېږي او روني هم دَ هغې دَ روئې په سمه خله خندا ته جوړه كړه او واي ..
" دوست خو دوست وي ، لاكن دا دووو... ست بيا كمه رښته ده؟ "
" دا دَ زړه رښته ده "
كائيكو هم خله وكړه او دا توري چي يې له خلې څنګه وتلو، نو ونېسا په زوره وَخندلو او په خندا خندا كي يې په كائيكو دَ ناز واړه څُوكونه ورسم كړل
" دا كائيكو هم رښتيا واي ، ځكه خو ونېسا په خپلي غلا كي نيول كېدو باندي داسي ردعمل ښكاره كوي"
داني چي په غوږ كي دا راته وئيلو، نو ونېسا زموږ په لور راكتلو هم او بيا يې داسي څوكه غوندي څه خو وَوئيلو ، چي موږ نه واورېدلو
" دا په غوږو كي خبري به اّخير هم ښكاره كېږي"
" هو، غلا نه پُټېږي"
روني يې خبره چي څنګه سرته وَرسوله ، نو ما او ونېسا هم يو بل ته داسي وكتلو، لكه هغوئ چي رښتيا واي لاكن لا هغه وه ، چي بيا يې له خلې دوه توري نه ختلو كه څه هم موږ دې وخت خورا په ښه موډ كي وْ
له رېسټورېنټ څخه وتلو ورسته چي په نيږدې روډ ورسمېدلو، نو دَ ډېني هاوْ ملائيشين فېميلي هم راڅرمه شوه او موږ ټول په ټولۍ كي په فُټ پاتهونو باندي دَ وينډو شاپنګ په نيت ور رهي شولو كه څه هم زه له داني سره اوږه په اوږه تر ټولو دَ مخه روان وم ، خو څه مخته يوې ځواني ښځي ، چي خپل ماشوم يې بيا بيا زموږ وَ مخي ته دَ پيسو غوښتلو دپاره كچكول كولو ، زه په داسي سوچ كولووَپارَولم
"رومن چي څومره غاوره دي ، هغومره دَ پيسو دپاره دَ بيزو بازۍ هم كوي ګوا چي چرته ګورې ، نو دَ نرانو سره سره يې ښځو هم دَ سېلانيانو دَپاره په هر ګام تلكي لګولي وي لكه دَ خواست دَ نابلدو چلونو پرته دا يو مشهوره عادت هم ، چي پېغلي دلته له سېلانيانو څخه اكثره دَ سګرېټ يا لائټر غوښتلو په بهانه دَ هغو تر جېبونو ځانونه رسَوي يا بيا يوه پېغله به يو دم مخي ته راشي او په بېخي ماته انګلسۍ كي به دَ يو ځاى پوښتنه وكړي او بيا به سړي ته په خوږو خبرو او موسكاګانو باندي داسي ګرګه وركړي لكه برايه چي موږ په خپله سادګۍ كي له ښو ډېرو پيسو څخه لاسونه پرېمنځلى وْ "
ما لا داخبري په مزغو كي چسپَولې، چي تر شا را رواني دَ ډېني هاوْ خور نارې كړې ..
" زما پرس .. زما پرس "
او بيا څه وْ؟ هغه ځوان شُوكمار له مخه او ډېني ورپسې تر ليري ليري پوري منډي وهلې موږ به هم ګامونه ورپسې تېز كړي وى كه دې كائيكو زه او داني تر لاسو نه وى نيولي او داسي راباندي غوړېدله ، لكه هغه چي به اوس دغه غله له موږه بوزي او بلي خواته ونېسا وه ، چي ګرسره يې چُړت نه په كي وهلو او موسېدله څه وخت ورسته بيا څه ګورو ، چي ډېني په خالي لاس را روان وْ ګوا ځاى په ځاى هغه رومن شُوكمار دَ ډېني له قوله 310 امريكن ډالره او ځيني نور شيان هضم كړلو اوس كه څه هم موږ له يو بل سره څنګ په څنګ روان وْ، خو كائيكو په وار وار په هر يوه لكه ماشومه انجلۍ ورچخېدله لګيا وه يوازي هغه نه ، بلكې اوس خو موږ ټول په دې خبره مجبوره شوي وْ، چي ژر له دې شُوكمارانو څخه دَ فرار لاري وَغواړو
بيا چي كله موږ په بس كي مازيګر خواته دَ خپل هوټل په لور روان وْ، نو هغې كائيكوهم واړه واړه خندلو خود په دې ، چي اوس يې ځان په امان ګڼلو خو زما په دې خبره كي سوچ بند وْو، چي دلته څوك سړى دى او څوك ښځه ؟ دا هغه سوال وْ، چي زه يې دَ ځواب په لټولو ښه ډېر په ذهني طور ستړى كړى وم نور نه يم خبر، خو يو وخت مي دا فېصله دَ ځواب په توګه رامخته كړه او سر مي اېله په دې خبره خلاس شو… چي
" دلته هر هغه سړى بلل كېږى ، چي سينه هواره لري او هم دغه رنګه ، هر هغه كس ښځه يادېږي ، چي په سينه باندي دوې غوټۍنښتي لري او بس دا هغه توپير وْ، چي ماته رابرسېره كړو"
_____
سترګي مي دَ ټېلي فون په زنګ څه راخلاسي شولې، چي ګهړۍ ته مي دَ كتلو ورسته اېله چيغه له خلې نه وَوتله ولي چي دې وخت په ګهړۍ كي ستني نهو بجو ته په رسېدو وې ما وئيلو، چي اّخير هم دا يم ، چي له خپله كاروانه بېل شوم او ټول ملګري په بله لكه چي ولاړو رسيور چي مي څنګه پورته كړو، نو دا دَ داني ملګري ژغ وْ شُكر مي وَايسستلو، چي زه يوازي نه ، بلكې له ما سره سم فليپينو ملګري هم پاته شوي وْ نو ځكه مي ورته وئيلو ..
" داني تاسو هم له بس څخه پاته شوي ياست ، كه څه كيسه ده ؟ "
لاكن حريان په دې شوم ، چي داني راباندي له خندا شين شو او واي..
" شوقه! دا ته څه واې؟ او دَ كوم بس خبري كوې؟ "
" ولي موږ به نن په اتهه نيمي بجې مخته نه تلو؟ "
ما چي سوال دَ هغه دَ سوال په ځواب كي وربيا كړو، نو هغه يو تېره كړيكه له خلې څخه څه وَايستله ، چي زما هم دَكهړكۍ له يوه كونجه دَ دباندي بلبانو وَ رڼا ته پام شو او په ځان مي داسي كرار په دې وَخندلو، چي دا دَ سهار نه .. بلكې دَ ماخُستن نهه بجې وې سړه ساه مي واخيستله او بيا مي له داني څخه معذرت كولو ورسته پوښتنه دَ فون په باب وكړه، نو هغه وئيلو..
" خبري پرېږده ، تيار شه چي ځو دباندي ونېسا درته ډنر اّفر كړى دى "
" زه خو نه درځم ، ولي چي ماته يې نه دي وئيلي"
ما به لا دا ورته وئيلو، چي دروازه وَټكېدله ما ورته وئيل،
" دروازه ټكېږي ، يو منټ"
" دابه خود هغه توشي وي لكه چي.."
" ته څه پوهـ شوې ؟ "
داني وئيلو..
" هغې اوس دغسي وئيلو راته چي توشي به تا خبرَوي "
او وه هم دغسي خبره ، ګوا چي دروازه مي خلاسه كړه ، نو مي توشي مخته ولاړ وْ
" راځه راځه .. ستا راتګ زما دپاره تر لوى زېري كم نه دى"
ما چي دومره ورته وئيلو، نو هغه زما په سترګو كي سترګي اچولو ورسته په موسكا كي وَ وئيلو ..
" هوهو.. نوْ يارانو په نوْ لارو يوړې داسي ښكاري"
" زه كه ته؟ "
" زما په خيال چي دواړه "
او بيا يې لاس راكولو ورسته ځان داسي په صوفه اېله كړو، لكه دَ مودو مودو ستړي چي وْ ما لا يو ځل سوچ وكړو، چي ورسره لاړ شم بيا مي وئيلو، چي ډوډۍ چا كړي ده او ستونه څوك كوي ؟ نو ځكه مي توشي ته غوټ يَه كړو
" زه بخښنه غواړم ، نه شم درسره تلى طبعيت مي صحيح نه دى "
او بيا چي توشي څومره ماته دَ تللو زارۍ كولې، دغوني مي پښتني ضد نور نور پخېدلو او اّخير چي هغه مايوسه شو او لاړو، نو مي ځان يو فاتح عسكر وَګڼلو او بيرته په پلنګ باندي په دې سوچ وَغزېدم چي ځه ياره .. نن مي ټول ياران خفه كړلو لاكن ياران وْ ، چي بيا بيا يې په فون راته وئيلو خو بل زه وم ، چي ما دَ هغه چا ست غوښتلو، چا چي ډوډۍ كړي وه او اّخير هم ما برى وَموندلو ګوا ونېسا خپله خوني ته راغله او زه يې تر لاس وَنيولم او له ملګرو سره يې ملګرى كړم
مخته څه وْ، يو دروند ډنر وْ او دَ ملګرو تر منځه خوږه ګپه ، چي تر نيمي شپې پوري يې موږ ټوله په خپل خپل ځاى خوشاله كولو نور نه يم خبر، خو بس چي كله به ونېسا په كلكه خندا كي وَ توشي ته ورغاړي وته ، نو به مي په سُرت اور بل شو او داني ته به مي څوكه غوندي په غوږ كي وَوئيلو چي ،
" دا دوئ څه كوي ؟ "
" دا بل هيڅ نه .. موږ ته دَ خپلي بې وفائي سبق راښئي لګيا ده "
كه څه هم هغه وخت زما سر دَ داني په خبره نه خلاسېدلو،خوچي كله نيمي شپې خواته مي پلنګ ته ځان سپارَلو،نو پوهـ شوم،چي دَ داني دَ وئيلو مقصد هغه ته نه،ماته زما دَ بې وفائي سبق راښول وْ ولي چي په دې تېرو څو شپواو ورځو كي كائيكو له ما سره ليدل كېدله او هغې ونېسا كېدلى شي چي دا درسته ډوډۍ زما دَ سېځلو په نيت پلان كړي وي
اوس كه داسي كيسه وه او كه نه .. خو ما هم دَ ونېسا دَ سېځلو لاري سوچ كول شروع كړي وې لګيا وم دغه خو وجه وه ، چي هغه شپه تر ډېره پوري ويښ پروت وم
_____
نن دَ كال 1996ع دَ اپرېل دَ مياشتي شپږمه نېټه وه ، چي موږ په كاسموس بس كي له هوټل پارك كوستانزا روم څخه مخته رهي شولو داسي ښكاره كېدلو، لكه نه يوازي كائيكو ، بلكې ټول ملګري چي له روم څخه په وتلو خوشاله وي ځكه چي هر يو موسېدلو لګيا وْ يو وخت ماته داسي محسوس شولو، لكه ميرنا چي هم له دانيال سره په پښتو كي خبري كوي لاكن چي ورته مي غوږونه شك كړو، نو پوهـ شوم ، چي هغوئ پښتو نه ، بلكې خپله ژبه يې سره وئيله څنګه څنګه چي دَ روم پلازې شاته پاته كېدلي ، نو دغومره په ما پښتون را ورېدلو لګيا وْ او ما سوچ كولو،
" دَ لوى خُداى قربان شم ، چي هر چرته دَ هغه ځاى دَ خلګو دَ نيتونو په سمون مهربانه شوى دى ګوا پښتون يې په توپك او مورچه كي په سكون كړى دى او دلته دا خلګ يې په شنېزو او اوبو ماړه كړي ځكه دي ، چي ورسره يې لګېږي هم او دغه رنګه دَ هوارو دَ خلګو سره سره دَ ځنګلونو او ساحلونو خلګو ته يې خپل خپل نيت دَ قدرت او فطرت په سمون وركړى دى "
اوس بيا موږ وْ او هغه دَ اټلي ټاوْنونه ، چي په هوارو كم او دَ غرونو په سرونو زيات برېښېدلو كله كله به سر راباندي وَهم ځڼېدلو له خوبه ، خو ځان مي په اّسانۍ نه وركولو لاكن خوب خو خوب وي .. يو وخت زه په ځان نه يم خبر شوى او ويده وم ، چي په بس كي نارې شوې
" Well done..Well done "
هو دا هغه توري وْ ، چي په بس كي ناستو ټولو ملګرو په كورس كي وئيلو سر مي راپورته كړو او شاوخواته مي سترګي وَځغلولې لاكن په بس كي مي يو هم داسي شى نه وَليدلو، چي دَ ستائيني وړ وْ بيا چي مي سترګي وَ موږلې ، نو څه ګورم ، چي په بس كي ناست درست ملګري دَ بس تر شيشو دباندي خپل ښي لاس ته ګوري او له خلو څخه يې "وېل ډن .. وېل ډن" خېږي نو ځكه ما هم چي سترګي خپل ښي لاس ته تر شيشو دباندي وَ ځغلولې ، نو څه وينم ؟ چي يو خرټ اّس لالا په اسپي باندي داسي ور روږدېدلى وْ، لكه دا چي يې اوله او ورستيۍ تېروتنه وي او زه بيا حريان په دې خبره شوم ، چي هغه منظر ته تر نرانو زيات ښځو ډېر په وچو سترګو داسي كتلو، لكه هغوئ چي داسي كله ليدلي نه وي كه څه هم ...
" مطلب دا، چي دا خلګ نه دي ملامت ، ولي چي دا خاوره مستي زېږوي "
دومره ليكلو ورسته مي ډائرۍ بنده كړه او ما هم له ملګرو سره اوس دَ بس دَ شا په شيشه كي هغه منظر ته تر هغه وخته پوري كتلو، چي له سترګو پټ شوى نه وْ