دَ لوي لاري په رېسټورېنټ، چي په سټي ماركېټ نامي غټي پلازې كي جوړ وْ كي كوفي او چائى څيښلو ورسته چي موږ په خپل بس كي مخته رهي شولو، نو اسكارټ ميرنا مائيك خلې ته وَنيولو او واي ،
" لكه څنګه چي تاسو خبر ياست ، چي موږ دې وخت دَ اټلي هېواد دَ بېخي نوموړي او روماني ښار فلورېنس په لور روان يُو "
دومره وئيلو ورسته هغې دانيال اُستاذ ته ځان ورنيږدې كړو او ګوره چي څه يې ورته وَوئيلو، چي هغه سر يوې بلي خواته داسي ښورَول شروع كړو، لكه هغه چي دَ دې له خبري منلو انكار كوي يا بيا دَ هغې دَ يو سوال په ځواب كي ځان بې خبره ښكاره كوي او ما هم ډائرۍ خلاسه كړه او دَ نن دَ پروګرام په اړه مي لا دوه توري ليكلي نه وْ،چي هغه واي
" دَ فلورېنس ښار ښائيست په خپل ځاى ، خو اهميت يې په دې خبره هم زيات دى ، چي په دغه ښار كي يو خو شُوكماران كم دي او بل دَ دُنيا هغه نوموړى اتالوي مصور، شاعر او بُت تراش ستر مائيكل اېنجلو (1475ع – 1564ع) هم په خپل ابدي خوب ويده دى ، چا چي دَ پوپ جوليس دويم ، موسى او غلام دَ مجسمو پرته دَ روم دَ ګرجاګهر دَ ماڼۍ بام هم جوړولو له سوبه نوم دَ نړۍ په سينه دَ همېش دپاره رقم كړو"
" واه .. نو دَ دې مطلب دا شو، چي دَ اّرټ په حواله به دَ دې ښار خلګ باذوقه هم حتمًا وي"
لا به مي په دې باب نور سوچ وهلو، چي دَ ميرنا ژغ په بس كي خپور شو او واي ..
" يوهو.. په فلورېنس كي دَ اېنجلو په چپه هم يو بل ستر شخصيت دَ سېنټ كروس په چرچ كي دَ مرګ په خوب ويده دى خبر ياست ، چي هغه څوك دى؟ "
او بيا دَ ځواب په نيت په بس كي ناستو ملګرو په لور كتلو سره سره يې واړه واړه هم خندلو خو چپ له روني چي لاس يې اوچت كړى وْ دَ ځواب وئيلو دَپاره ، نور ټولو سېلانيانو يو بل ته په سواليه نظرونوكتلو نو ځكه اّخير هم دَ ځواب دپاره چي روني ته وار ورغلو،نو هغه وئيلو ..
" كه زه غلط نه يم ، نو هغه دى ګلېلئيو"
او ميرنا هم لاس پورته كولو ورسته په زوره وئيلو..
" شاباش روني ته صحيح واې ، هغه دى سر ګلېلئيو، چي دَ خپلي مشهوري نظريي ګوا ( لمر نه ګرځي، بلكې مځكه دَ لمر شاوخوا ګرځي) په ګناه باندي په خپل درست ژوند كي كليسائي عدالت مجرم ګڼلو او په خپل ژوند كي دروغجن ګلېلئيو دَ مرګ ورسته داسي رښتونى شو، چي اوس يې زيارت كولو ته له ليري ليري څخه خلګ سلام ته راځي"
هو دغسي كېږي ، ګوا دَ حق ملګري كول كه څه هم دَ وخت دَ زامنو او لُوڼو كار نه دى ، خو بل يې هم دَ حق په لاره په تللو نه خوښېږي بلكې لاري يې هم تړل كېږي او دا هغه موقعه وه ، چي زه يې دَ ګلېلئيو په حواله په نظم ليكلو پارَولم لګيا وم كوم چي دغه ورځ ماڅپښين خواته ما ډائرۍ ته دَ " دَ لمر سپوږمۍ مځكي مجرم ګلېلئيو" تر عنوان دلاندي سپارلى وْ
" دَ اټلي زياتره خلګ دَ اّرټسټك ذوق په سمه دا هڅه هم كوي ، چي كورونه په داسي ځايونو كي جوړ كړي ، چرته چي پراخه فضا وي او يا يې كتونكي ستائي هم نو ځكه خو تاسو ګورئ، چي په دې هېواد كي زياتره ټاوْنونه دَ غرونو په سرونو رك دَ پاڼونو په ځئيو باندي جوړ ښكاري "
ميرنا چي دا وئيلو، نو زموږ كيڼ لاس ته هلته ليري .. بېخي ليري دَ هسكو غرونو په سرونو باندي اّباد كلي ډېر ښائيسته ښكاره كېدلو
څنګه چي دَ ګهړۍ ستني دولس بجو ته وَ رسېدې، نو موږ هم دَ تكو سرو بامونو وَ ښائيسته ښار فلورېنس ته پېښه وكړه چي په كال 1860ع كي دَ اوو كالو دپاره دَ اټلي دارالحكومت هم پاته شوى دى او اوس هم دَ صوبه ټاسكېسي صدرمقام دى
" فلورېنس په درستي اروپا كي هغه ښار دى ، چي دَ مصورۍ، مجسمه سازۍ او ادب په اړه ډېر لوى نوم لري "
ميرنا چي دا خبره كوله ، نو هلته ليري ناستي ونېسا او لاراكُوك څه ، چي دلته له ما سره ناستي كائيكو ، فليپينو ملګرو او كرسټينا هم داسي سترګي را واړَولې لكه زه چي مائيكل اېنجلو ته مونېږم ، يا ملګرى دَ ګلېلئيو وم ځكه خو ما هم دَ يو څو دقيقو دپاره ځانته پچه كښېښوله او په برېتونو مي داسي لاس وهل شروع كړو، لكه ما چي جوړه توره وهلي وي ما به لا خيالي الوت نور نور كولو، چي كائيكو راته واي ..
" ته شاعر هم يې شوقه؟ "
دا پوښتنه يې څه راڅخه وكړه ؟ چي زه هم بېرته خپل حال ته په راكًوزېدلو چمتو شوم او په زړه زړه كي مي په ځان او په خپله سادګۍ باندي ځكه وَخندلو، چي زه دَ يو څو لمحو دپاره غولېدلى وم لاكن دا څه ؟ دا خو ميرنا هم په مائيك باندي زما له نامه سره داسي خبري ګنډلې لګيا وه
" له دې ښار څخه مسټر شوق پوره خوند په دې خبره اخيستلى شي، چي هغه خو هم اديب دى"
او بيا يې ماته ناره كولو ورسته وئيلو..
" وايه شوقه! داسي دي كه نه ؟ "
ما به اوس لا څه وئيلو په ځواب كي ورته ، چي زما په ځاى باندي توشي له چوكۍ پورته شو او واي ..
" شوق ډېر خوشبخته دى ، چي داسي شغل لري"
نورو ملګرو.. ګوره چي دَ هغه دا خبري څه ګڼلې، خو ماته يې دَ خوشبخته توري تر شا يو لغاز وَبرېښېدلو، او زه هم پورته شوم
" هو توشي هم كېدلى شي، چي تر ډېره هانده صحيح واي لاكن زه به هم غلط نه يم ، كه وَوايم ، چي هغه خپله هم ډېر فنكار ځوان دى "
دومره چي مي وئيلو، نو لوري اوګرېك هم پورته شوه او واي ..
" ماته خو دواړه فنكاران څرګندېږي "
بس بيا نو څه وْ، چي وار اړام ډېني ته په لاس ورَغلو او هغه بس په خپلو خبرو باندي داسي په سر واخيستلو، چي كه څه هم دې وخت موږ دَ فلورېنس په ښار كي په تنګو كوڅو كي ښه دننه ورننوتي وْ او مخ مخته دَ رهي وْ څه مخته تللو ورسته له يوې ښائيسته هديرې سره په څنګ كي تېرېدلو ورسته زموږ مخه دَ مائيكل اېنجلو سكوائر خوا وه او موږ بالا واړه غره ته ختلو لګيا وْ ، چرته چي دَ هغه دَ خپل لاس يوه غټه لاكن الف لغړه مجسمه ولاړه وه او له ليري ليري څخه خلګ، چي په كي دَ پېغلو شمېر كېدلى شي، چي په دې خبره زپات وْ ، چي اېنجلو ورته ذهني تفريح خو هم سپارله
دلته دَ مائيكل اېنجلو له بُت سره شاوخوا ګرځېدلو او عكسونه اخيستلو ورسته په نيږدې سوينئير دوكانونو كي له ملګرو سره دَ ګرځېدلو په وخت دَ سبا دَ ايسټر دپاره يوه رنګېدلي اګۍ ځكه واخيستله ، چي دا دَ ميرنا هدايت وْ، چي هر ملګرى به يوه نه يوه پيرزوئينه خپل دَ خوښي ملګري ته وړاندي كوي هو، كه مي څه هم لا تر اوسه دَ پيرزئيني وړ ملګرى نه وْ ټاكلى
دلته ونېسا چي له توشي سره څنګ په څنګ روانه وه او دَ اېنجلو دَ بُت شاوخوا يې عكسونه ايستلو هم كله كله په كږو راته كتلو، خو ما ځان خفه اچولى وْ شاهد په دې چي دَ هغې دَ پيرزوئيني وړ زه وَګرځم يا هغه زما دَ تحفې حق داره لنډه دا، چي دلته دَ شل منټه سټاپ كولو ورسته بس بيرته دَ فلورېنس دَ روماني ښار په خوا وركښته كېدلو او ډېر ژر بيا په تنګو روډونو باندي دَ سېنټ كروس دَ چرچ په لور دَ River Arno مخته تېر شولو دلته دَ روډونو دواړو اړخونو ته ولاړي تراشل شوي وړې وني اصلي وني كمي،بلكې دَ اّرټ نمونې زياتي ښكارېدلې
دَ نورو ملګرو سره سره ما هم دَ فلورېنس په دې اّرټسټك ښار خوند اخيستلو، خو په مزغو كي مي دَ مائيكل اېنجلو لغړه مجسمه او دَ پېغلو ورته په ډېر شمېر ورتګ زه په سوچونو كي داسي ګېر كړى وم ، چي بس څنګه دَ سېنټ كروس چرچ ته رسېدلو، نو ما هم يو تهيم په دَ اېنجلو په باب ډائرۍ ته اړولى وْ، چي ورسته مي دَ " دَ مائيكل اېنجلو دَ لغړي مجسمې په وړاندي " تر عنوان دلاندي نظم كړو
_____
دَ سېنټ كروس چرچ څه وْ؟ دَ خپل ښائيست په چپه دَ خلګو دَ پام اړَولو او په كي دَ عبادت كولو په نيت دَ راغلو خلګو شمېر زيات راته تر سترګو شو زموږ ځيني كرسچن ملګرو له سېل سره سم دلته خپل خپل عبادت هم وكړو لاكن زه وم ، چي دَ كائيكو ، توشي، ويلئيم او سنګاپورين ملګرو سره په خپل خپل سوچ دلته مائيكل اېنجلو ، ګلېلئيو او ځيني نورو هيروګانو په تابوتونو داسي ورمات شوي ولو، لكه هغوئ چي له پخوا راهسې زموږ په زړونو كي هم ځايونه جوړ كړي وْ هو، دلته دَ هغوئ په باب اهتمام خو هم دَ كتلو وړ خبره وه
له چرچ څخه موږ ټول وَ نيږدې دوكانونو ته ور چپ شولو، چرته چي دَ څرمني څخه دَ جوړشوْ شيانو پرته هم نور نور شيان خرڅېدلو په وړو او غټو دوكانو كي او هر شى دومره ګران وْ، چي دَ اخيستلو وس نه ورته رسېدلو او بيا دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړلو په نيت يوې بلي خواته ملګري چي څنګه وَوېښل شولو نو ما هم يوه لاره غزَول شروع كړه او يو وخت زه دَ دې ښار په وړو بازارونو كي مخ مخته داسي روان وم ، لكه ما چي دا ښار مخكي هم ليدلى وْ كه څه هم داسي خبره نه وه ، خو ما دَ خپلي مطالعې په سمه داسي ځكه كولو، چي زما مقصد كله كله په داسي كولو كي له ځان جهانه په دې خلګو كي له وركېدو څخه هم وْ ولي چي زه په دې خبره يقين لرم ، چي يو ريسرچر هغه وخت ډېره ښه مطالعه كولى شي دَ روئيو، چي هغه ځان دَ هغې سيمي دَ خلګو په رنګ وَرنګوي ګوا اوس زه هم دَ هغوئ په بڼه له هغوئ سره اوږه په اوږه كه څه هم په نابلده لارو روان وم ، خو زما مرام هغه خلګ له نيږدې څخه له پېژندلو څخه وْ او بس
يو وخت چي ښه ستړى شوم او وږى هم، نو دَ بېل ټاوْر سره نيږدې په يو رېسټورېنټ كي كښېنستم كه څه هم زما په چپه دلته زياتره خلګ جوړه جوړه ښكاره كېدلو، خو زما دَ كتو دپاره هلته ډېر څه موجود وْ نو ځكه مي يو بلي خواته كتلو او سترګي مي دَ خپل وس په سمون خوږَولې هم لګيا وم
دَ ګهړى ستني چي څنګه څلورو بجو ته نيږدې كېدلې، نو زه په دې ښائيسته ښار كي ګوره چي چرته رسېدلى وم ؟ پوهـ وم ، چي بيا بې دركه شوى وم ، خو دا دَ نن وركېدل زما په خپله خوښه شوي وْ نور نه يم خبر، وايم چي كله به زه دَ اّرنو درياب يوې او بلي ځۍ ته په پُل باندي اويښتم .. يا به ځاى په ځاى ورسره سره مخته روان وم ، نو ما به ځان ګوره چي څله په خلاګانو كي سنجولو ؟ او بيا چي به چرته په رش كي ورګډ شوم ، نو ځان به ټوْرسټ ټوْرسټ ځكه راته محسوسېدلو، چي هرچا به راته داسي كتلو، لكه زه چي بيزو وم او يا له مريخ څخه راغلى وم
لنډه دا، چي څنګه څنګه دَ مازيګر سايې خپرېدلې لګياوې، نو زما زړه هم څوكه څوكه دَ حلق ژبه ځكه ښكلوله، ولي چي اوس ماته هم دَ راښول شوي كنټېكټ پوائينټ پوري رسېدل ضروري وْ نو ځكه مي ګامونو بيرته په هغو لارو شاته اوچتول پئيل كړي وْ، چي ورباندي تر دې ځايه راغلى وم او دا زما قسمت وْ، چي له ډېرو تېروتنو پرته هم په ټاكلي وخت كي دننه دننه تر بس پوري ورسېدم او بيا بس په فلورېنس ښار كي دَ منځنۍ برخي په لور رهي شو، چرته چي په هوټل اّټوپارك كي زموږ دَ استوګني دپاره اهتمام شوى وْ دَ هوټل مخته چي كُوزېدلو، نو ميرنا وئيلو ..
" له دې ځايه بس نمبر 22 ډاوْن ټاوْن ته ځي"
____
" تر دولس بجو پوري څوك كښېنستى شي، زه خو ځم ويدېږم"
په ټيشو پېپر باندي خله صفاكولو ورسته چي داني څنګه ولاړېدو ته تيار شو، نو ورسره ناستي ونېسا تر لاس وَنيولو او ورته واي ..
" كښېنه .. ولي ايسټر نه لمانځي؟ "
هغه وَخندل او واي ..
" زه په داسي شيانو كي چُړت نه وهم"
" لاكن زموږ دَ خوښي احترام خو وَكړه او تر دولس بجو پوري له موږ سره كښېنه"
توشي، چي داسي وئيلو، نو ما هم ولاړېدو ته وزَر تللي وْ او چي څنګه يې خبره سرته وَرسوله، نو زه هم پورته شوم ما ته هيچا ست په دې خبره نه وَكړو، چي ما دَ تللو باقاعده اعلان نه وْ كړى لاكن په خپلي خوني نمبر217 كي مي لاسمه تياري دَ ويدېدلو نه وه كړي ، چي په فون باندي روني لاندي دَ ميرنا په خوښه وَغوښتم او زه هم بيرته لاندي دَ لابي وَ كېفې ته راكُُوز شوم او هلته له ملګرو سره كوفي څيښلو ورسته موږ دَ هوټل په ګاډۍ كي دَ فلورېنس وَ منځني بازار ته ځانونه وَرسولو چرته چي دَ ميرنا په قول نن شپه دَ نورو شپو په مقابله كي رش دَ ايسټر شپه لمانځلو په وجه زيات دى ګوا زياتره دوكانونه او كېفې خلاسي وې او موږ په كي ګرځېدو لګيا وْ لاكن نن له كائيكو سره سره كېرولين كېنيډي نامي زړَه اّسټرېلين او چون چيا جانګ چي تائيوانۍ پېغله وه هم له موږ سره په څنګ څنګ كي ځكه كېدلې، چي دَ هغوئ له قوله .. وېرېږي له دغو اتالويانو څخه
دَ ګرځېدلو ورسته ټول يو كلب ته ورچپ شولو، چرته چي تر ايسټر له مخه لاايسټر جوړ وْ، ګوا په درځنو جوړې دَ ناچونو پرته ځانونه غويان كولو هم لګيا وْ كه څه هم دلته زړخوښياني ډېري وي ، خو په زړه كي مي وئيلو..
" شوقه! دا ځاى ستا دَ خوښي په سمه ځكه نه دى، چي ته خو له هغو خلګو څخه يې چي ګلونه بُويوي .. شلوي نه "
خو كولى مي بيا هم هيڅ نه شو، چي اوس بيرته تللى هم نه شوم نو ځكه مي دَ دې هال يو كونج ځانته وَټاكلو او تماشې كتلو ته چمتو شوم
" څومره مستي ده په دې خلګو كي؟ دَ دې سوال هر ځواب كه يوې خواته دَ حېرت ګوته په خله كولم، خو بلي خواته خپله هم دَ تصوراتو په سمه په ويښو سترګو ويده شوى وم او اوس دا يم چي راويښ شوم .. ولي چي دَ ايسټر لومړۍ دقيقه ده او په هال كي كه يو ناشوقه دى ، نو هغه زه يم ، چي دَ تماشې برخه نه ، بلكې تماشه بين ښكارم "
له دغو احساساتو سره چي مي چرته هم سترګي غړولې، نوهلته سايې په خپلو كي سره نيږدې كېدلې او ګډېدلې هو، ونېسا هم ګډېدله خو له توشي سره او كائيكو له داني سره له خپله حاله دَ وتلو هڅي كولې هم ځكه خو چي نيمي شپې خواته موږ په ګاډۍ كي دَ هوټل په خوا روان وْ، نو ملګرو خپل سېلاني حېثيتونو ته ورو ورو نوري حېواني بڼي اغوندلې لګيا وْ او په دې درست سېل كي دا لومړۍ پېښه وه، چي ما په كي برخه ځكه نه واخيستله ، چي اّزادۍ مي دومره هم تر چوكاټ اويښتي نه وه خوښه ګني مابه هم نن دَ لاراكُوك، چي بېخي چاكلېټي انجلۍ وه كلك خواست ورسره دَ ډانس كولوكله هم نه وى رد كړى
_____
دَ ايسټر، ګوا په اووم اپرېل 1996ع سهار نارى كولو ورسته ملګري دَ كاسموس په بس كي دَ روټېټنګ سيسټم له سوبه په خپلي خپلي الاټ شوي چوكۍ باندي ناست يوبل ته كېدلى شي، په دې نيت موسېدلو چي دَ تحفې حقدار يې وګرځي ولي چي هر ملګري په لاس كي څه نا څه نيولي وْ اوس كه انتظار وْ، نو دَ ميرنا دَ اعلان ځكه چي هغې دا غوښتلو، چي نن دي په بس كي هر ملګرى وَ هغه ملګري ته دَ ټولو له مخه پيرزوئينه وكړي، چي هغه يا دَ هغې له خياله ورته تر ټولو نيږدې وي او دَ زياتو تحفو په شكل كي زيات ملګري هم ټاكل كېدلى شي
نن زه په چوكۍ نمبر 18 باندي ناست وم او زما وَخواته كې - اېس – چان ناست وْ كه څه هم زما او دَ هغه چنداني نه وه سره جوړه، خو بيا هم دواړو له يو بل سره اټلي دَ سيمو په ښائيست او دَ دې ځاى دَ خلګو په غلو او شُوكمارۍ روئيو باندي دَ څو دقيقو دپاره وَهم ژغېدلو هغه هم داسي ښكاره كېدو، لكه چي دَ چا له لاسه چرته لُوټ شوى وي لاكن زموږ تر منځه ګپه مخته ځكه نه لاړه، چي هغه خپل ښي لاس ته په دې بل لائن كي په خالي چوكۍ باندي كښېنستلو، چرته چي دَ كهړكۍ وخواته يې پېغله مئى رېنالډ هم ناسته وه او ما هم شكر وَايستلو او دَ هغه په ځاى باندي مي چي څنګه بېګ كښېښولو، نو يو خيال مي وجودي بڼه وَ زېږوله او له څنګه په چوكۍ راسره كښېنېستو او راته واي
" زه تش دا زېرى درباندي كوم ، چي تاته به هم نن دوې تحفې څوك دركوي نو ځكه له تا سره هم بايد چي دَ هغو دپاره خو تحفې وي "
او بيا يې داسي وَخندلو،لكه هغه چي ګپه كوي خو دا عجبه ګپه وه،چي تر پايه يې بيابيا مزغو ته راستنېدو په وخت هم راته وئيلو چي
" هغه دوه كسان .. بې له داني او روني بل څوك كېدلى شي؟ "
دا هغه سوال وْ چي دَ ځواب دپاره كه څه هم زما په مزغو كي په حتمي توګه " هو" راتلو، خو بيا مي هم دې هيلي سر په زړه كي په وار ورا راپورته كولواو سوچونو به كله كله دَ هغو ملګرو په لور هم له ځان سره يُوړم ، څوك چي به زما په ستائيني نه ستړي كېدلو
داسي مي سنجَولو، لكه زموږ بس چي په سړك مخته نه ، بلكې بالا بالا ختلو لګيا وْ ولي چي دې وخت اوريځ په مځكي باندي خوره وه او دَ ډېر خُوپ له سوبه دَ ګاډيانو بتياني بلي وې ميرنا او دانيال هم دَ موسم په حال له يو بل سره داسي مجلس تود كړى وْ ، چي موږ يې هېر كړي وْ نو ځكه خو هر ملګري له ځان سره په څنګ كي ناست ملګري سره په خبرو كي بوخت وْ لاكن څه مخته، چي كله هلته ليري دَ غره په سر لومړى ټاوْن لږ لږ وَبرېښېدو، نو دَ هرمګري سترګي په هغه لور داسي وركږې شولې، لكه دا چي په دې دُنيا كي يوازينۍ انساني كلى وي نو ځكه خو ميرنا هم وئيلو ..
" دا نن دَ ايسټر له بركته موږ ته داسي ښكلى موسم راڅرمه شوى دى ، چي لومړۍ ننداره يې هغه دَ غره په سر باندي ښكاره كلى ښكاري چي په اول نظر كي داسي څرګندېږي ، لكه په اوريځو كي چي جوړ دى ولي چي دَ غره څُوكه ، چي هغه كلى ورباندي اّباد دى نه ښكاري"
او بيا يې دَ سړې ساه ايستلو ورسته دَ " يُوهو" كولوورسته په موږ باندي ژغ وكړو ګوا
" اوس به په خپل خپل وار موږ په خپلو كي اشنايان هم ښكاره كړو نو راشئ ، چي وګورو، لومړنۍ تحفه څوك وَچاته وركوي؟ "
داچي يې وئيلو، نو هلته مخته ناست اېډوين پورته شو او دَ تحفې ډبه يې ټولو ته ښئيلو ورسته له يوې وړې مچي ورسته څنګ ته ناستي خپلي مائينې لوئيس ته وړاندي كړه او په داد كي يې له "هاهوهي" رنګه نارو سره سره خپړي هم ټولي كړې هغه چي لا كښېنستى نه وْ، چي سوزېن بارټ هم پورته شوه او دانيال ډرائيور ته يې تحفه وركړه دغسي روني وَ ميرنا او زينت وَ خپل پلار او ونېسا ته تحفې سپارلو ورسته چي كائيكو څنګه خپله تحفه زما په لور راوړله ، نو په بس كي نارې او رقم رقم القاباتو زه په دې مجبوره كړم ، چي سپين سترګى شم او ما هم خپله يوه تحفه هغې ته وركړه زه لا سم كښېنستى نه وم ، چي ونېسا وَ توشي ته تحفه څه وركړه، چي اور راباندي بل شو لاكن هغه وه ، چي ماته يې په وار وار كېدلى شي، چي په دې وجه كتلو چي په خپلو كړو باندي وياړېدله لكه چي .. او په خندا خندا دَ شا په لور دَ داني او روني په لور ورچپه شوله
لنډه دا، چي ګرېګ خپله تحفه خپل مېړه پام ته، پاټ لېن وَ شيلا ته ، كرسټائن وَ اېډنابريل ته، ډالمر وَ ډارلين بوائ سن ته او لاراكُوك يوه تحفه وَ وېلينا او بله وَ بلينډا ته وركولو ورسته چي داني خپله پيرزوئينه هلته مخته ناست وَ زاړه امريكن نئيل ويلئيم ته وړاندي كړه ، نو له ما سره كښېنستلو سره يې يو پېكټ ، چي په كي له شيشې جوړ چاكلېټ وْ راكولو سره سم واي ..
" دا هغه ستا ملګري ونېسا راكړو، چي تاته يې ورسوم "
مخته كه څه هم داني هيڅ نه وئيلو، خو زه پوهـ شوم .. چي دا هر څه يې زما دَ زړه ساتلو دپاره كولو او بس نو ځكه ما هم له خپلي خوا دَ ماربل اګۍ دَ هغې په نوم وركړه
_____
پاوْ بالا نهه بجې سهار موږ دَ پروګرام په سمون پيسا سټي ته ورسېدلو، چي تر ليري ليري خپور ښار وْ او اوس موږ دَ هغه هسك ټاوْر په لور روان وْ، چي له ليري څخه ښكاره كېدلو سره سره داسي يو اړخ ته كوږ مونېدلو، چي دَ ګمان له لاري به زموږ تر رسېدو له مخه وَنړېږي نو ځكه هر يوه دَ هغه ټاوْر په لور وركتلو او غوښتلو يې، چي ژر تر ژره ورته ورسېږي او ورستۍ عكس ورسره په څنګ كي واخلي
نن دَ ايسټر له سوبه چي موږ اوس كومي ګنتهياني په فضا كي خپرې اورېدلې، دا دَ هغو ګنتهيانو ژغ دى ، چي په هغه هسك او يو اړخ ته كاږه پيسا ټاوْر په سر كي لګېدلي برېښي كوم چي دَ دُنيا په اوو غټو عجوبو كي يوه عجوبه بلل كېږي او له ليري ليري خلګ ورته دَ ليدلو دپاره راځي نو ځكه خو دې وخت چي موږ يې په خوا په پښو روان وْ ، دومره خلګ يې شاوخوته ښكاره كېدلو لكه هلته چي مېله لګېدلي وي او يا ورته خلګ بيرته دَ سمولو په نيت كومك ته راټول شوي وي
" شوقه! ستا ډېره مننه، چي زه دي دَ تحفې وړ ملګري وګڼلم "
ونېسا زما په خوا قدمونه راپورته كولو ورسته چي داسي وَوئيلو، نو ما يې هم په منني كي په موسكا يو دوه توري چي څنګه وئيلو نو هغې يو دم پوښتنه وكړه، چي
" دَ څه مننه ؟ او كومه تحفه؟ "
پوهـ شوم او يو دم مي خبره په بله واړَوله ، ولي چي زما شك دې وخت په يقين كي بدل شوى وْ او هغه تحفه چي داني دَ دې په نامه راكړي وه، هغه داني له خپلي خوا راكړي وه خېر، خو اوس كه څه هم هغې غوښتلو، چي له ما سره خبره خلاسه كړي خو زه وم ، چي ليري ليري ورڅخه په دې كېدلم ، چي ما ځان ډېر ووړ ووړ دَ هغې له مخي څه سنجَولو، چي په ځان ځان كي هم غل غل هم كېدمه لګيا وم
leaning Tower of Pisa مخي ته ولاړ هر سړى داسي سنجَوي ، چي دا به اوس اوس نړېږي نو ځكه كم خلګ هلته نيږدې ورځي او بل، دې وخت يې بېخ ته كار هم روان وْ او غټ غټ بلاكونه يې په دې نيت ورته ښخولو، چي چرته دا دَ پيسو راټولو ذريعه يې ورانه نه شي چي دا ټاوْر نه وي ، نو هلته به خلګ بيا دَ څه دپاره ورځي ؟
دا هسك او ګيړدى پيسا ټاوْر، چي زما دَ سوچ په سمه نړېدو ته تيار دى او يوه ورځ به نه وي ، كه هر څو يې دَ ژغورلو هڅي كېږي هرڅه هرڅه، خو دغه پيسا ټاوْر خپله كيسه په خپله خله په يوه كارډ كي داسي كوي
" زه په كال 1174ع كي دَ Bonanno Pisano په لاس جوړَولو ته پئيل شوم او 99 كاله ورسته دَ Giovani di simone په لاس سرته وَرسېدم Tommaso di Andrea Pisano زما په سر اووه ګنتهياني داسي راوَتړلې چي هره يوه خپل خپل ژنګ او ژغ لرلو سره سره دَ ژغېدلو دپاره موقعې غوره كوي هو،زما Pasquereccisia نامي ژنګ به هغه وخت ژغېږي،چي كله زه په مځكي باندي تندى وَلګوم زه 186 فټه هسك او اتهه باميزه يم او تر سره پوري 294 پوړياني لرم زه دَ مځكي په خوا 14.9 فټه كوږ ولاړ يم او ماته ګورئ، زه هغه ټاوْر يم چي زما په سوري كي ګلېلئيو Gravitation Theory دُنيا ته وړاندي كړه "
دا نكل، چي مي په يو كارډ باندي دَ پيساټاوْر له خپلي خلې څنګه سرته رسولو، نو زما په مزغو كي هم دَ "پيسا ټاوْر هم زياته په نړېدو دى" تر عنوان دلاندي تهيم ورو ورو نظم كېدلو لګيا وْ دَ عكسونو اخيستلو او دلته له ټوْرسټانو سره دَ خپلي مطالعې دپاره مواد راټولولو ورسته چي له دې ټاوْر سره نيږدې سوينئير دوكانونو ته ورچپ شوم ، نو هلته مي له ونېسا سره سترګي څلور شولې
" شوقه! ستا دَ تحفې په ځواب كي دا واخله پيرزوئينه "
او بيا يې پيرزوئينه راكولو ورسته زما له توقعاتو په چپه ضد وكړو، چي په دې نيږدې رېسټورېنټ كي به كوفي هم څيښو او دواړه هلته په كوفي شاپ كي دَ كوفي څيښولو سره تر ډېره داسي ژغېدلو، لكه موږ چي كله هم نه وْ خفه شوي لاكن عجبيه خبره بيا هغه وخت وَشوه چي له دې ځايه موږ څنګه بس ته ورسېدلو، نو دَ توشي په ليدو هغه داسي هوا شوه ، لكه هغې چي زه كله پېژندمه نه دا ملامته هم نه وه، امريكنه وه او دا دَ امريكايانو تر ټولو لويه خامي بلل كېږي ، چي څنګه يې كار سرته وَرسېږي ، نو سترګي واړَوي ځكه خو ما هم له ځان سره كست وكړو، چي بيا به كله هم دَ هغې په لور نه ورګورم
_____
دَ پيسا ښار، چي په هوارو مځكو باندي جوړ ښار دى څخه تېرېدلو ورسته چي لس نيمي بجې خواته موږ په ځنګلي سيمي كي مخته روان وْ، نو ميرنا هم داسي خله كړي وه
" په دې دنګو او سختو غرونو كي سپين ، تور، خړ او كرارا نامي ماربل په ډېر مقدار خېږي او بل دا، چي مائيكل اېنجلو به هم دَ خپلو بُتانو جوړَولو دپاره بلاكونه له دې سيمي وړلو "
ميرنا چي دا خبره كوله، نو موږ دَ كرارا نامي ټاوْن سره په څنګ كي تېرېدلو او دا دَ غره په لمني كي ښائيسته ښار، چي سرو بامونو يې سترګي ګټلې تر شا دَ غټ غره بېخي هسكي څُوكو داسي ښكاره كولو، لكه دلته چي پخوا اّتش فشانونه چاوْدېدلو دا هغه سيمه وه، چي يو ځل مي بيا دَدې خلګو په قسمت رشك كولو او دا خبري مي په زړه را ورېدلې، چي دلته دا خلګ هرڅه او هر وخت دَ ذهني او روحاني تفريح په توګه ترلاسه كولى شي نه چي لكه پښتانه ، چي په ژوند كي چپ له خپلي ښځي تنګولو او په هغې باندي پښتو ورچسپَولو په چپه بل كار او روزګار نه لري بدبخته
يو ځل بيا دَ سرُنګونو څخه بس په تك تور او هوار سړك باندي مخته ډېر په سپيډ رهي وْ ، چي يو وخت دَ لېګورين سمندر په ځۍ مېښته دَ بېخي هسكو پلازو جېنوا Genova ښار، چي دَ اټلي تر ټولو لويه بندرګاه بللى شي سره په څنګ كي تېرېدلو په وخت ميرنا وئيلو..
" دا ښار دَ كرسټوفر كولمبس دَ زوكړي ښار جنېوا دى ، چي دَ ځانګړي طرز تعمير او ژوند په حقله ډېر شهرت لري"
دې ښار ته دَ سوداګرانو ښار هم ځكه وئيل كېږي ، چي دلته نه يوازي دَ دې هېواد سوداګران ، بلكې له دَنيا څخه راغلي سوداګران دَ اټلي په معيشت كي ډېر غټ رول لوبَوي لنډه دا، چي دَ ميرنا خوږو خبرو او دَ ملګرو په نېغه نېغه ورته كتلو زه هم دَ يو څو لمحو دپاره په دې جنېوا ښار كي وركولو ته پارَولم لګياوم
دَ اټلي دَ جېنوا ښار څخه مخته تللو ورسته بس په پلونو او غټو غټو سرُنګونو كي داسي رهي وْ، لكه مار چي يوې بلي خواته وَشېږي او غزېږي او يو وخت ميرنا وئيلو.
" يوهو.. دې وخت موږ " دي ريور اّف فلاور" يا " دَ پلازو ښار" جېنوا Genova ګورئ هلته لاندي دَ لېګورين سمندر په غاړه باندي شاته پرېږدو لګيا يُو "
او بيا يې وئيلو..
" يو اعلان واورئ .. هغه دا، چي له دې ځايه رك دَ فرانس تر باډره پوري چي څومره سُرنګونه راځي ، كه دَ هغو شمېر څوك هلته په باډر راوَښئيلو ، نو زه به هغه ته دَ كاسموس له خوا ډېره ښه تحفه وركوم "
دا اعلان څه وْ؟ چي موږ ټول په سُرنګونو شمېرلو كي بوخت شولو سُرنګونه څه ، چي يو اوږده سلسه وه ، چي له ختمېدو وتلي وه او دَ حېرانتيا خبره دا وه، چي په دې بېخي غټو غرونو كي پلونه او سُرنګونه دَ دواړو خواوْ ټرېفك ته جوړ وْ دَ رېل ګاډۍ دپاره لا جلا سُرنګونه او پلونه جوړ وْ دا سُرنګونه او پلونه له عجوبې څخه كم نه وْ
دَ لېګورين سمندر له څنډي سره سره موږ مخته روان وْ، لاكن كله كله به سمندر له موږه او يا به موږ له سمندر څخه پټ شولو او دغه رنګه په دې پټ پټاڼو كي يو وخت چي دَ ګهړۍ ستني يوې بجې ته وَرسېدلې، نو دَ لوي لاري په يوه رېسټورېنټ كي دَ غرمې ډوډۍ خوړلو په نيت كښته شولو
"دا څه عجيبه ورور او خور دي..تا كله خيال ورته كړى دى؟ "
ما هغو چينائي Malay ملګرو ته كتلو ورسته له روني څخه دَ هغه دَ سوال په ځواب كي پوښتنه وكړه
" څه مطلب ؟ پوهـ نه شوم "
" هغه ګوره..ډېني څنګه په خپلي خور لاسونه وهي لګيا دى؟ "
او رښتيا خبره هم وه، ولي چي دې وخت هلته له موږ څخه په څه فاصله ناست چائنيز ملې ملګري ډېني هاوْ دَ پېغلي خور په ادوم باندي لاس داسي په خوند خوند وهلو، لكه هغه چي يې خور نه بلكي...
" ياره..څه وئيلى شم؟ خو زما هم له ډېرو ورځو په كي پام دى"
او بيا دَ هغو په لور ښه په غور كتلو ورسته يې وئيلو ..
هو ، دا خو راته ورور او خور كم .. ملګري زيات برېښي ، ولي چي ..."
روني به لا مخته څه وئيلو ، چي بلنډا په طوفاني دوړه باندي رارسېدلو سره سم دَ لاراكُوك پوښتنه له روني څخه چي څنګه وكړه ، نو لارا هلته ليري له يو كونج څخه خپله ور ژغ كړو نو ځكه روني هم په خندا كي ورته وئيلو..
نور حكم كوه بلنډا ډئير... لارا خو مي هغه ده در مونده كړه "
او هغې هم په ځاى دَ منني كولو په كلكه داسي وَخندلو ، لكه روني چي خبره نه وي ورته كړي ، بلكې تخنولي يې وي نو ځكه خو چي تلله ، نو يې روني ته ديكه هم وركړه او په وازَكي انداز كي واي ..
روني .. ته او ستا دا دوست دواړه ډېر وران ياست "
زه بيا څله وران شوم ؟ "
ما چي ورڅخه پوښنته وكړه ، نو هغې په تلو تلو كي وار داسي راباندي وكړو ، ګوا
خپله سوچ وكړه "
او هغه چي څنګه هوا شوه ، نو بيا ما او روني دَ هغې په دې اشارې تر ډېره پوري مازغه ګرځولو ، خو تر مطلبه يې نه وَرسېدلو
لنډه دا، چي دلته ډوډۍ خوړلو ورسته يو ځل بيا موږ وْ او هغه سُرنګونه او پلونه ، چي شمېرلو مو له ما حساب هغه وخت ګډ وډ شو، چي روني زما په خواكي يو ځل بيا كښېنستو او زما ذهن يې له حسابه بلي خواته كه څه هم اړَولى وْ خو ما بيا هم له هغه سره دَ خبرو پرته هم سُرنګونه شمېرلو لګيا وم ګوا موږ ورو ورو دَ فرانس په لور لاره لنډَوله لګيا وْ
كله چي دَ اټلي فرانس بارډر څخه دَ ضروري اٍن اّوټ كولو ورسته چي بس لا دَ فرانس دَخوا په سرنګونو كي مخته منډه وهله ، نو ميرنا پوښتنه وكړه دَ خپل سوال دَ ځواب په حقله ، نو ټولو په پرچيانو باندي خپل خپل نوم او عدد وَليكلو او ميرنا ته يې وَسپارلو
دَ اټلي او فرانس تر باډر پوري دَ سُرنګونو شمېر 169 او نيم سُرنګ دى ولي چي اّخيري ټنل چي نيم په اټلي او نيم په فرانس كي دى نو ځكه چپ له اېډرين او وېلينا څخه نور ټول غلط دي او دا فېصله دَ اېډرين او دَ هغه دَ ملګري په حق كي راځي"
او بيا يو غټ شېمپېن بوتل دَ ميرنا په لاس وَ هغو ملګرو ته په خپړو كي وَسپارل شو، كوم چي اېډرين په هغه وخت په بس كي دَ ښورَولو ورسته خلاس كړو او په وېلينا ، لاراكُوك او بلينډا يې ور وَپاشلو