دا کتاب په جدا جدا حوالو زه دَ پښتو ژبي هاغه نوموړو لیکوالانو ، شاعرانو ، ادیبانو او نقادانو ته اهداء کوم چا چې په پښتو ادب کې وخت په وخت دَ قدر وړ اضافې کړي دي ، بلکه دې سره یې دَ معیار دَ یو اعلی روایت بنیاد هم ایښی دی -
ـــــــــــــــ
دَ خدائی بخښلي غني خان چې شاعرانه تخئیل یې زما فکر ته هر ځل یوه نوې رڼا بخښلې ده -
ـــــــــــــــ
دَ پښتو دَ ناول دَ هغه ناویاته فکر لیکونکو محترم سعدالدین شپون ، ډاکټر شیر زمان طائزی او ښاغلي غازي سیال په نوم ... دَ چا ناولونو چې پښتو ناول شته کړی دی -
ـــــــــــــــ
دَ پښتو ژبې هاغه سفرنامه لیکونکو په نوم چې دَ پښتو سفرنامې خائسته روایت یې په فکر او هنر پاللی دی .... ستر خوشحال خان خټک ، خدائی یخښلی حمزه شینواري او ښاغلی طاهر آفریدي -
ـــــــــــــــ
دَ جدید طرز اُسلوب لرونکو ښاغلي بیر محمد کاروان ، ملګري عنایت الله ضیا ء، مېرمن نجیپه سارابیاباني او سعید ګوهر په شان دَ هاغه لیکونکو په نوم چې دَ علامت په خوږه پسته اشاره کې دَ زړه لو ژوند خبره کوي-
ــــــــــــــ
دَ ښاغلي سلیم راز او ګران محترم ایاز داؤدزئی په نوم .... چې دَ کره کتنې په فن او هنر قدرت لري ـــــــــــــــ
او په تېره دا هر څه ....
دَ شلمې صدۍ دَ هاغه ستر نقاد په نوم چې په ادبي دُنیا کې دَ قلندر مومند په نوم خپله بېژندګلو لري او چا چې پښتو ژبې او ادب ته په ډېره راستۍ ... دَ خپل فکر او علم یوه نوې لاره ورکړې ده -
سیده حسینه ګل