افضل ... افضل شوق


کتاب پېژندنه

افضل ... افضل شوق خوږ شاعر ، سترګه ور ليكوال او يو ښه انسان ( شخصي ، فكري ، فني او تنقيدي تجزيه)  سیده حسينه ګل سكام پښتو ادبي اكېډمۍ _ سهېلي پښتونخوا دَ دې كتاب ټول حقوق دَ مصنفه په حق كې محفوظ ساتلی شي  دَ كتاب نوم         &nbsp

03.11.2007 afzalshauq

انتساب

دا کتاب په جدا جدا حوالو زه  دَ پښتو ژبي هاغه نوموړو لیکوالانو ، شاعرانو ، ادیبانو او نقادانو ته اهداء کوم چا چې په پښتو ادب کې وخت په وخت دَ قدر وړ اضافې کړي دي ، بلکه دې سره یې دَ معیار دَ یو اعلی روایت بنیاد هم ایښی دی  -ـــــــــــــــ دَ خدائی بخښلي غني خان چې شاعرانه تخئیل یې زما فکر ته هر ځل یوه نوې رڼا بخښلې ده -ـــــــــــــــ دَ پښتو دَ ناول دَ هغه ناویاته فکر لیکونکو محترم سعدالدین شپون ، ډاکټر شیر زمان طائزی او ښاغلي غازي سیال په نوم ... دَ چا ن

03.11.2007 afzalshauq

دَ بُلبل ګويائي ... دَ ګل په ژبه

سمدستي تاثرات _ اياز داؤدزئى  دَ حسينه ګل دَ ليك لوست شوق دَ كچه عمر نه دَ جنون حد ته رسېدلی وو ­ دَ كچه عمر شاعري ئې ، دَ ليك لوست او دَ پېښور ، كوئټې او كابل رېډيو سټېشنونو نه دَ نشركېدونكو ادبي، ثقافتي او تجزياتي پروګرامونو دَ اورېدو دَ عمل دَ كُومي نه اوزېږېده ­ او دَ عمومي قبوليت او تحسين مقام ته اورسېده ­ دَ "شپون .. شپول او شپېلۍ" اولنۍ مجموعه ئې زما له سترګو نه ده تېره شوی  .. خو نورې دوه مجموعې " خو ته خبرې كوه" او " دا هم هغسې موسم دی" ما لوستلي دي &sh

03.11.2007 afzalshauq

حسينه ګل)دَ پېغلتوب شاعره (

( دَ اياز داوْدزئي دَ هغې تاثراتي مضمون په تاثر كې چې هغه دَ حسينه ګل دَ كتاب " دا هم هغسې موسم دی" دَ مخ كتنې په دستوره كې په اوويشتم اپرېل 2004 په اكادمي ادبيات اسلام اّباد كې اورولی وو او ما له ئې هم دَ دغه مضمون يو نقل رالېږلی وو)           دَ صدو نه چې وو انښتی په مرو كې اّوازونه          په سينو كې چې خوندي وو دَ پېغلوكو پټ رازونه        &nbs

03.11.2007 afzalshauq

یو څو خبري

 دا کتاب ما اتفاقي بالکل نه دی لیکلی ... بلکه زما دَ دې کوشش په شا دَ ډېره وخته هاغه سوچ دی ، کوم چې ما تر څه حده خپل قلم ته او سپارلو –  هسې خو په پښتو کې ښه ښه کتابونه چاپ کېګي ... خو ما دَ دې لیک دپاره صرف دَ ښاغلي افضل شوق کتابونه اوټاکلو -  نو دَ دې خو یوه وجه شاید دا هم کېدلی شي چې ښاغلی شوق زه دَ ډېر وخت نه پېژنم او چې ... دَ هغه کتاب راڅي نو هغه په دې مرحله کې مسلسل زما سره په رابطه کې وي – کله کله خو دا هم شوي دي چې دَ هغه دَ کتاب تهیم زما بالکل یاد شوی وي -  دَ ه

03.11.2007 afzalshauq

لومړۍ برخه ،دَ شوق ړومبی کتاب ،شلېدلی امېل

دَ شوق ړومبی کتاب ،شلېدلی امېليو نظر، يوه جائزه( یادګیرنه  :- دا کتاب په کال ۱۹۸۷ – ۸۸ کې چاپ شوی دی) بې تا مانده دَ ژوند په تول يم ځكهچې ستا له جوره يم لاهو په ځان كې   لكه تازه غوندې يو مړی دَ ګور چې ورته پورته وي لاسونه همېش  خو..اديرو كې نه وي نخښې دَ ژوند   ( شوق)    غالباً دَ كال 1987ع يا 1988ع خبره ده .. ما نوی نوی ريډيو ته تګ راتګ شروع كړی وو ­ دَ ريډيو سره سره اخبار او يو څو رسالو سره مې

03.11.2007 afzalshauq

دویمه برخه

دَ افضل شوق په غزليه شاعرۍ كې دا لا ندېنۍ محاورې دَ هغه شعري افكارو ته په اشارتي انداز بيانيه لب ولهجه داسې په هنر وركوي چې دَ علاقائيت نه دَ اّفاقيت په لور يُون په كې ليدلی شي ­ راشئ چې هغه پښتني نوي او زړې محاورې اوګورو چې شوق صاحب په خپلو پورته ذكر شوْ اشعارو كې رانغاړلې دي ­ دَ مثال په توګه لكه.. " بخت تور سپي څټل" ، " په لاس نه راتلل" ،" سمندر په لپو څيښل" ، " دَ اروا تنده ماتول" ، " سترګې سرې كېدل" ، " ټوكه په ځان كول" ، " دَ زړه ور ټكول" ،" ګونګی ګڼل" ، " په سرو اورونو مزل كول"

03.11.2007 afzalshauq

درېیمه برخه

ـ ـ  كور كور يو مزار                     لا تر څو چې                    دَ نكريزو په ارمان كې                     دَ پښتو ناوې          &

03.11.2007 afzalshauq

څلورمه برخه

 دا پورتنی نظم دَ شاعر دَ يو داسې نفسياتي او ذهني كشمكش ژوندی مثال دی .. چې دَ هغه خپل ماحول دَ حالاتو، دَ خوفونو ويره ، ترهو ، او وهمونو نه اغيستی يو داسې نفسياتي كرب دی چې په اوده او ويښه يو شان دَ هغه په اعصابو خور ليدلی شي ­ داسې ښكاري  لكه دَ شوق صاحب دا پورته نقل شوی علامتي نظم  چې  دَ يو ديومالائي تخليقي اثر لاندې ليكل شوی دی .. خو قيصه يې مكمله دَ مافوق الفطرت دَ نړۍ نه بېله ده .. او كردارونه په كې هم دَ الف ليلائي دَ دېبانو او عجيبه مخلوقاتو نه راغلي پېريان نه

03.11.2007 afzalshauq

پنځمه برخه

هغه څوك  ده؟       دَ  چا    لُور ده؟   دَ  چا  وينه ، دَ  چا  خور ده؟ چې       په    سرو  سرو   اوښكو      ژاړي         سرببره   ،   درپدره  دَ      ژوندون    لارو  كوڅو  كې  

03.11.2007 afzalshauq

شپږمه برخه

او مخته داسې ښكاري لكه افضل شوق چې دَ هغې په " اصل مطلب" پوهی شوی هم وي .. خو دَ هغه په ذهن كې دَ انګلېنډ او چېريټي هوم .. دوه متضاد څيزونه دَ داسې سوالونو په توګه راپورته شو.. چې دَ ځواب په لټولو كې يې دَ هغې سارا سره ملګري هم كړي ده ­ اوس كه څه هم افضل شوق دَ يو ريښتوني محقق په حېثيت دَ سارا سره ملګری شوی دی .. خو نقادانو په دې ملګرتيا باندې هغه ته ګوتي نيولي دي ­ څه هم كه په دې درست تعلق كې ماته هيڅ هم داسې غېر اخلاقي يوه فقره هم مخې ته نه راغله .. خو ځيني علامتي اشارې لوستونكی په

03.11.2007 afzalshauq

اومه برخه

   ګمان مې نه كېږي چې موړ به مې كړي           ته  په  فطرت  ژونده ..!!   سارا يادېږې                      پېلامه    چې  دَ    امن    دَ  سيوري    نه   وي          نو دي هغ

03.11.2007 afzalshauq

اتمه برخه

دا نظم ښاغلي افضل شوق دَ لندن نه دَ دوبۍ په لور په سفر كې په كال1996 كې ليكلی دی ­ په دې نظم كې چې افضل شوق دَ پښتون قوم كومې تاريخي بدنصيبۍ ته اشاره كوي .. نو په ظاهري شكل خو هغه ډېره واضحه ده ­ يعنې هاغه آثار چې پښتون پرې يو مارشل يادېدو لكه دَ مثال په توګه " تُوره" او دَ تُورې سره تړلي نورې وسلې ­ خو دَ بده مرغه په هم هاغه خپلو وختونو او اوسنو زمانو كې تربګنو، دښمنو دغه آثار دَ منځه يُوړو ­ او چې څه پاتې شوي وو .. نو هغه مو هم بل ته په " تحفو" كې وركړل ­ زما اشاره افغان

03.11.2007 afzalshauq

نهمه برخه

په دې نظم كې دَ خوند او مزې خبره خو لا دا هم ده .. چې دَ افضل شوق په دې نظم كې كه عربۍ پېغلې  پښتنې اتڼونه كوي يا چينۍ جينكی دَ هند په تال رقصېږي .. نو بل طرف ته پښتنې په بېلي ډانس كولو كې .. چې دراصل عربي كلتوري رقص دی  ..يادوي ­ او دَ خپل پراخ نظر او انساني سوچ ښودنه كوي ­ نه تش دا.. بلكه په دې نظم كې شوق صاحب دَ بېلو بېلو ژبو شاعران هم  دَ هغوئ دَ خوښو محبوباګانو سره په بېلو نړئيزو رقصونو كې رقصولي دي ­ چې يو پښتون او مشرقي انسان كه يې په خوب كې لا هم تصور ګناه ګ

03.11.2007 afzalshauq

لسمه برخه

دلته په دې نظم كې افضل شوق وَ يو داسې ځناوگي روئيې ته ګوته نيسي چې نن سبا يې انسانان او خاصكر پښتانه په ډېر وياړ او فخر خپلوي ­ يعني په معمولي خبرو چې څومره دَ پښتنو شمله كوزېږي .. هغه رنګه بل طرف ته په ډېرو لوئيو معاملو هغوئ چپ هم شايد چې په دې خبره پاتې دي ­ چې په كې هغسې توان توفيق باقي نه دی پاته شوی ­ دَ نورو قومونو سره دَ سيلانۍ او مقابلې كولو په وخت نن هغه مېړنی پښتون .. چې پرون يې ترانې نورو وئيلې .. هم عاجزه پاتې شوی دی ­ خو دغه بل ته عاجزه پښتون تر خپلو يو بل ته تر پ

03.11.2007 afzalshauq

يوولسمه برخه

دَ    چا    په   لمسه   چې  په   بېلو بېلو بڼو                    تر پرونه    پورې  تا رېبل سرونه                    او     پئيل    دي    ترې  

03.11.2007 afzalshauq

دولسمه برخه

عجبه دا نه، چې انسان ستورو سپوږمۍ ته خېژي                    عجبه دا ده .... چې  دَ   پت ،  ښېګړي ،  تُوري   ، وفا                    څېښتنو هم ګورئ .... په  زد  دَ  رڼا........................        &nbs

03.11.2007 afzalshauq

ديارلسمه برخه

افضل شوق دَ خپلې مستې، شوخې شاعرۍ په حواله دَ سلو يار مشهور دی .. او زيات تر نقادان ورته هرجائي ، حسن پرست او ګوره چې لا نور څه څه القابات وركوي خو دَ هغه په شاعرۍ كې دا ورستی نظم دَ هغه ټولو راپورته شووْ سوالونو داسې په هنر او دليل جواب وركوي چې  مخكې دَ هيچا په ذهن كې دَ هغه په حقله هيڅ قسم شك او غلط فهمي نه شي پاتې كېدی ­ هغه وائي .. چې دَ الله تعالى نهه نيوي (99) شكلونه په كائنات كې ليدل دي بلكه حمد و ثناه هم وائي ­ خو سلمه بڼه دَ هغه وصال شايد چې دئی دَ سلو حقيقي يار څرګند ك

03.11.2007 afzalshauq

څوارلسمه برخه،دَ ژوند په خوندونو كې تمام هېواد

په دې باب كې دَ اّسټريا دَ غريزي سيمې ، دَ درو، واورينو غرونو او دَ نورو ځنګلي او قدرتي ښكلا ګانوچې كوم ذكر شوی دی  .. نو هغه په خپل ځای يو خاص اهميت لري ­ چونكه ښاغلی ليكوال هم دَ يوې ښائسته غگريزې علاقې سره تعلق لري ­ نو په دغه باب كې دَ قدرتي مناظرو نه هاغه خوند اغيستل او قاري ته هو بهو هاغه تصوير مخې ته كول .. دَ افضل شوق دَ هنر يوه لاره ده ..!! دې مكالمې نه تاسو دَ سېلاني ليكوال په حقله قاري دَ هغه دَ خوشحالۍ او مستۍ نه اندازه كولی شي ­    "-&nbsp

03.11.2007 afzalshauq

پنځلسمه برخه،شوق ... دَ سفرونو په آئينه كې

څومره واقعات او اتفاقي ښكلي حادثات ، چې په ډرامائي او افسانوي انداز كې مونږ دَ سېلاني افضل شوق دَ يورپ دَ سېل په وړمبۍ برخه كې دَ " مزل په واورو باندې " نومې كتاب كې اولوستلو ... هم په دغسې بڼه دغه سېلاني شاعر په  ډېر مهم جوئيانه او شاعرانه انداز كې په دې دومه برخه يعنې سفرنامه " دَ لمر دَ كلي په لور" كې هم ليدلی شي ­ نو ځكه زه غواړم چې دَ دې برخې په حقله هم خپل تنقيدي نظر دَ خپل تنقيدي صلاحيت دَ لارې وړاندې كړم ­   دومه برخهدَ لمر دَ كلي په لور( یادګیر

03.11.2007 afzalshauq

شپاړسمه برخه،دَ برمنګهم پېلس په لورې ازغنې لارې درومي

له پېرس نه دَ ډنكارټ بندرګاه پورې په  لاره په انګلش چېنل نامي سمندر كې دَ انګلېنډ په لور په دې باب كې كه ډېري دلچسپيامي لري .. خو دَ فرانس په دې بندرګاه ډنكارټ كې دَ افضل شوق بې عزتي دَ يو پاكستاني په حېث يوه داسې قيصه ده .. چې دَ سېلاني شوق زړه يې مات كړی دی ­ نو ځكه په داسې حال كې هغه ځان ته دَ نورو سېلانيانو په مقابله كې وړوكی وائي او په معصوميت دَ خپلې ګيلې اظهار داسې رقم كوي ­ " غل نه وم  .. خو دَ غله غوندې مې ځان دَ ملګرو دَ سترګو نه پټولو ­ او ځكه خو دَ سې

03.11.2007 afzalshauq

اولسمه برخه

دَ افضل شوق په ناول كې تر ټولو ښه خبره دغه مخې ته راځي .. چې هغه په خپل انداز كې شاعرانه طرزبيان لري او يو ځل بيا دَ خپلي ادبي روئيې په شان دلته په دې ناول كې هم دَ پښتني روائيتي موضوعاتو په ضد دَ نوي فكري هلوځلو او عصري شعوري سوچ سره ملګری ليدلی شي ­ هم ځكه كېدلی شي ، چې دَ هغه دَ دې ناول سره هم هغسې نا انصافي اوشي .. لكه دَ هغه دَ شاعرۍ او سفرنامو سره روا شوي ده ­ خو زه دا وئيلی شم چې په ړومبي ځل ما په دې خواره پښتو كې يو داسې ناول هم اولوستلو.. چې بنده پرې فخر كولی شي او داسې وئيلی

03.11.2007 afzalshauq

اتلسمه برخه،دَ شوق په ناول كې منظرنګاري

وئيلی كېږي چې ناول داسې ليكل په كار دی چې څوك يې لولي .. نو هغه دي داسې محسوسوي لكه هغه چې يو ښه فلم ګوري ­ او زه هم په دې اړه كې دغه رنګه سوچ لرم .. خو يو سوال مې په ذهن كې په دې باب داسې هم راپورته كېږي .. چې لكه څنګه چې دَ نن ډرامه دَ پرون له ډرامې نه بېله او بدله ده ..هم نوره نوره بدلېږي ­ نو دغه رنګه دَ نن فلم خو هم دَ پرون نه بدله بڼه او ډيمانډ لري ­ نو اّيا دَ نن په ناول كې هم دغسې بدلون په كار دی او كه نه ؟ څه هم كه ځواب په " هو.. بې شكه ولې نه " كې سر ته را اورسي ­ خو

03.11.2007 afzalshauq

نولسمه برخه

 ښكاري چې شوق سره دَ ډېرو ناهيلو ناهيله نه دی ­ ځي او دَ هيلو دَ كاروان سره سم ځي ­ هغه چې يوه هيله ورسره وي .. اودرېدلی چرته شي ­ شوق خپل لټون انتها ته رسولی دی ­ په دې خو مسلسل سفر كې ورك دی او ځانته پېری هم وائي ­ او بله مهمه خبره دا ده ، چې هغوئ خپلې كيسې هم په زيات كمال او په ډېر شوق وړاندې كوي ­ په كومو كې چې دَ ده دَ جذبو صداقت برېښي ­ زه ورته زړَور او ريښتونی شاعر په دې وايم چې خبره ښكاره كوي او څه چې احساسوسي ، هغه په شعر كې راكاږي ­ دَ هغوئ نظمون

03.11.2007 afzalshauq

وروستۍ برخه

"  .....  افضل شوق دَ مئین زړه او خوبَولي ذهن شاعر دی -  هغه دَ امن په هیله انسان  دَ انساني روح سره ملګری  خوښَوي -  هغه رښتیا په ګوته کوي او لوستونکو ته حقائق وړاندي کوي -  دَ" ټوئیسټ آف فېټس" لوستلو ورسته ما په هغه کې انسان دوسته شاعر وَ لټوَلو -  دَ هغه په نظمونو فکري  چینې دَ ژوند ارتقاء عمل  په  زړونو کې  ځای جوړَوي -  او معروضي ( وقتي ) حالاتو دَ اثراتو څخه یې متاثر ګڼي -  هغه دَ وخت  سره سم په وړاندي روان ښکاري

03.11.2007 afzalshauq

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more