دلته په دې نظم كې افضل شوق وَ يو داسې ځناوگي روئيې ته ګوته نيسي چې نن سبا يې انسانان او خاصكر پښتانه په ډېر وياړ او فخر خپلوي ­ يعني په معمولي خبرو چې څومره دَ پښتنو شمله كوزېږي .. هغه رنګه بل طرف ته په ډېرو لوئيو معاملو هغوئ چپ هم شايد چې په دې خبره پاتې دي ­ چې په كې هغسې توان توفيق باقي نه دی پاته شوی ­ دَ نورو قومونو سره دَ سيلانۍ او مقابلې كولو په وخت نن هغه مېړنی پښتون .. چې پرون يې ترانې نورو وئيلې .. هم عاجزه پاتې شوی دی ­ خو دغه بل ته عاجزه پښتون تر خپلو يو بل ته تر پرونه هم نور غښتلی برېښي ­ او په خپل علاقائي سوچ ژوند كولو ته داسې جوګه شوی دی چې افضل شوق يې ژړا په خپل دې نظم كې په ډېره پښتني جذبه او پښتني احساس ژړوي ­ هغه پښتون په ناحقو لارو روان ګوري او غواړي چې پښتون دي هم دَ هغو اقوامو سره اوږه په اوږه مخي ته روان شي چې نن يې دَ هغوئ دَ اّقا حېثيت تر لاسه كړی دی ­ 

دا نظم معنوي ابهام نه لري او نه په كې داسې كړكېچنې خبرې شوي دي چې دَ لوستونكي په ذهن كې مغالطې پيدا كړي ­ دلته موضوع علاقائي او خالصه پښتني ده خو شاعر په انساني حوالو دا كوشش كړی دی چې پښتون  ته اّئينه ور ښكاره كې ­ په دې نيت نه .. چې ګنې پښتون انسان نه دی .. بلكه په دې نيك نيتۍ  چې پښتون دَ هيچا نه كم نه دی ­ نو بيا څه وجه ده چې دا قوم  تر خپلو دَ خپلوۍ احساس نه لري او نور عالم ته خپله بڼه ځناوري ښودي ؟ دا هغه تپوس دی چې افضل شوق يې په دې نظم كې دَ ځواب په طمه رامخې ته كوي ­

په دې نظم كې لفظي تراكيب لكه " سرونه په لاسو كې ږدل" ، " دَ سر په كاسو كې وينې څيښل" ، " انسانانو ته مونېدل" ، " سړي خوره انسانان كېدل " محاورتي انداز لري او په دې نظم كې دَ شاعر جذباتيت د َ يو پښتون په شان ښكاري خو په دې جذباتيت كې يې غېر ضروري اجتجاج نه كار نه دی اغيستی ­ ځكه خو دَ نظم شعريت دَ موضوع په لحاظ دَ منلو دی ­ هم دغه خو دَ دې شاعر افضل شوق تر ټولو لويه خوبي ده چې هغه اّفاقي موضوعاتو ته هم علاقائي او پښتني قومي ژبه وركوي ­ كومه چې پښتنو ته اپېل كوي ­ مونږ دا وئيلی شو چې شوق صاحب په فطرت او اصليت پښتون دی .. خو په مزاج امن پرست انسان او مينه كونكی مجنون دی ­ خبره يې صفا .. خو په كې احتجاج نه ښكاري ­ هغه سوالونه رابرسېره كوي ، لكه دلته په دې نظم كې چې په علامتي اشارو كې زمونږ راهنمائي كوي ­

دا دَ لسو وړو لوئيو مصرعو نظم چې په اّزاده بڼه كې ليكلی ښكاري .. له اصله په اتهه سېلابيزه نهو مصرعو باندې مشتمل نظم دی  .. خو مونږ يي په څلورنيمو داسې مصرعو كې هم تقسيمولی شو.. چې په كوم كې څلور مصرعي شپاړس سېلابيزه مصرعې دي او يو اّخري مصرعه يې اتهه سېلابيزه ده .. لكه        

په    وړو   وړو   خبرو    كه        سرونه    په   لاسو   ږدو
                       نو،كاسوكې دَ سرونوخو سرې وينې هم څيښو مونږ
                      غرض  دا ،  چې  كه  مونږ  څه  هم انسانانو ته  مونېږو
                      خو، په  پټه  په  فطرت  كې  له  هر څه پرته   والله   چې
                       سړي  خوره  حېوانان  يُو...................................
 

۱۸ ـ ـ  دَ فرعون سره دَ شوي قول په سمه

دا كېدی شي
چې په ورځ دَ حساب دغه
دَ رښتيا په تول پوره وتلي خلق
دَ انصاف په جوارۍ كې دوزخونه
اوګټي په دې خبره ، چې بې صبرو
دَ خالق دَ يو جنت په سر
ځان ځانله
دَ دروغو جنتونه دومره جوړ كړل
چې اوس حُورې په كې
باړ دَ جنتي ژوند
                    ماتولو ته جوګه ښكاري هر لوري

                                                            ( په لټون ستا دَ څېرې ..  مخ – 154)

 دا پورتنی نظم افضل شوق په كال 1996ع كې دَ يو وړوكي يورپي ملك مناكو په مونټي كارلو نومې ښار كې ليكلی دی  چې ذكر يې په سفرنامه كې هم راغلی دی ­ په دې نظم كې شاعر افضل شوق دَ يورپي ماحول په تناظر كې خپل شاعرانه كېفيت ډېر په ښكلي انداز كې ښكاره كړی دی او وائي چې .. دا دَ مغرب خلق چې دَ نن په اّسائشونو او عياشيانو باندې نازېږي دَ خپل ځان دپاره دَ خدای دَ جنت په رنګه نوي نوي جنتونه داسې جوړ كړي دي چې په كې يورپي پېغلې دَ جنت دَ حُورو په رنګ كې زړونو ته سرور بخښي .. او هم په دغه نظم كې  شاعر دا هم وائي چې كېدلی شي چې دَ يورپئينو يا دَ ترقي يافته خلقو دَ عياشۍ او په اّسائشونو باندې ايمان دَ هغوئ دپاره دَ دوزخ ذريعه په دې اوګرځي چې هغوئ دَ خدای دَ جوړ كړي شوي جنت په مقابله كې دا هر څه كوي ­

دَ افضل شوق دغه نظم داسې څرګندوي چې هغه يورپ .. خاصكر دَ مونټي كارلو دَ شپې ژوند دَ يو منظوم روداد په شكل كې مخې ته ږدي ­ خو خبره دا نه ده ­ خبره ساده ده .. لاكن په دې كې فكري ژورتيا انسان په دې باندې سوچ كولو ته پاروي چې دا ژوند يواځې دَ عياشۍ اډه، يا اّسائشونو دپاره نه دی  .. بلكه دَ هغوئ وظيفه په ځمكه باندې دَ خدای دَ نائب په توګه انساني روئيي او ښه خوئيونه خپرول ده ­ دَ ايكې يو خدای پېژندل دي ­ دَ انساني ژوند دَ اخلاقي افدارو ساتنه ده .. چې هغه كله هم په كلبونو، جواخانو، شراب خانو نشي ممكن كېدلی ­ دَ افضل شوق دا مثبت او تعميري فكر كه څه هم دَ اروپا يا بېخي ترقي يافته څو بې لارو اقوامو يواځې غندل نه دی .. خو په كې انسان ته دَ انسان په رنګه پاتې كېدل هم دَ هغه مرام يا مقصد دی  ­

 په دې نظم كې شاعر دَ فرعون دَ جنت سره دَ يورپ دَ شپې ژوند او دَ عياشۍ دَ تشبهيه هاغسې فكري حواله رقم كوي چې دَ اسلامي تاريخ په پاڼو كې دَ فرعون په اړه خوندي ده ­ يعنې خدائی پاك هغه فرعون چا چې په ځمكه دَ جنت جوړولو ..  هغه دَ جنت خاوند نه كړو .. بلكه هغه ته يې دوزخ په نوم داسې اوليكلو چې مسلمانان ترېنه عبرت او سبق اخلي ..!! دَ افضل شوق دغه خبره په يو بل سوچ دَ انسان په انساني زوال باندي ګوزار هم ګڼلی شو .. كوم چې دَ دې انسانانو دَ دې فرعوني روئيو په وجه مخې ته راغلی دی  ­

په يولس وړو او لوئيو مصرعو ليكلی شوی دا نظم كه په غور اولوستلی شي نو هر لوستونكی به زما دَ تجزيې سره اتفاق اوكړي .. يعنې دا نظم په اوږدو اتهو داسې مصرعو باندي مشتمل دی چې هره مصرعه يې په دولس برابرو برابرو سېلابونو اړه لري .. لكه 

دا كېدی شي  چې په ورځ دَ حساب دغه
دَ  رښتيا   په   تول     پوره       وتلي    خلق
دَ   انصاف   په   جوارۍ    كې    دوزخونه
اوګټي    په   دې   خبره ، چې     بي  صبرو
دَ     خالق   دَ  يو  جنت  په سر ځان    ځانله
دَ        دروغو   جنتونه   دومره   جوړ  كړل
چې اوس حُورې په كې باړ دَ جنتي ژوند 
                    ماتولو      ته  جوګه    ښكاري   هر  لوري

 
۱۹ ـ ـ  دَ فرعون لوُر

                 " دَ جلال او دَ جمال توان به مې شوقه!
                   وايه .. څنګه ته راوړې په خوار غوښين زړه؟
                   زه يم لُور دَ فرعونانو
                                او په ما كې
                                دَ هغو دَ ويني جوش او ولولې لا
                   په غورځنګ لكه څپې دَ رود نيل دي"
                   تنا وزمه دا خبري يې لا څه چې
                   په موسكا يې برېښناګانې پړكولې
                                په خندا يې تندرونه غورځولو
                                هم كږو كتو يې لا دَ نظر غشي
                   دَ ږليانو په حساب را تاوْولو،
                   حقه دا،چې دَ ځوانۍ زور او له كبره
                   دَ لمبې په شان دَ اور به وشېدله  
                   ځنګېدله .. غوړېدله
                   هن تر دې چې
                   غوړېده به لكه مار، خو
                                                  ماره نه وه
                   هو، دَ مار تر سيورې لاندې دغه پېغله
                   بله څوك هم نه
                   هغه قلوپطره وه، 
                   چې په روح راورېدله له پېړيانو
                   او په ما يې دَ عمرونو واټنونه 
                   دَ وصال وَ دې ساعت ته وو سر كړي،
                   ځكه ما كې هم سيزر كړو سر راپورته
                   په ليدو دَ هغې وركې ملائيكې
                   او دَ ميني عسكري جذبې مي واړه
                   دَ هغې په فولادي زړه شوې ورماتې
                   او بې غاله چې راماته شوه په عجز
                                                   زه يې هم په حاكم ځان،      
                       ځانته مرئيی كړم
                                                   او دَ عشق دَ تقاضو په سمه دواړو
                                                  يو ځل بيرته
          فرعوني تاريخ ژوندی كړو
        

                                                                ( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ – 155)

دا تفصيلي نظم چې افضل شوق په قاهره (مصر) كې په كال 1997ع ليكلی دی  .. داسې ښكاره كوي ، لكه هغه چې دَ خپل هاغه واده قيصه كوي چې ما يې مخ كې هم ذكر كړی دی ­  يعنې دَ هاغه " څېرې" چې " سلو څېرو" يې راهنمائي كړي ده ­ بلكه په دې نظم كې خپله هم شاعر افضل شوق داسې خبره كوي چې هغه دَ جوليس سيزر .. چې دَ روم بادشاه وو په مصر باندې قبضه كړي وه ­ او قلوپطره يې راڼۍ كړي وه ­ نو شوق هم دلته دَ هاغه تاريخي حوالې په رڼا كې خپلې دې تكميل شوي څېرې ته قلوپطره او ځان ته جوليس سيزر وائي ­

دا نظم يوه منظومه قيصه ده چې راوي يې خپله افضل شوق دی ­ په دې قيصې كې دَ جلال او جمال په حواله چې كوم تراكيب مخي ته راوړي .. هغه دَ لوستونكي په ذهن كې بې شمېره سوالونه پيدا كوي .. لكه  دَ تنا ګانو په شان خبري كول.. په خندا تندرونه غورځول ..  كتلو ته دَ نظر غشي غورځول وئيل .. غشې دَ ږليانو په حساب غورځول ..دَ لمبې په شان وشېدل.. دَ مار غوندې ځنګېدل او غزېدل او دَ مار تر سيورې لاندې اوسېدل داسې استعارې او اشارې دي چې .. نه يواځې دَ فرعوني تاريخ عكاسي كوي .. بلكه دَ لوستونكي ذهن يو دم دَ هغې فرعوني مصرۍ قلوپطره په لور وړي .. چې په خپل جمال كې چې څومره مشهوره وه .. هم هغسې يې دَ جلال قيصې هم دَ مصر تاريخ ګواه كوي ­ بل طرف ته دَ روم دَ هغې زړې زمانې بادشاه جوليس سيزر په تاريخي حوالو دَ دې اوسنۍ قلوپطره په وړاندې دَ افضل شوق مخامخ كېدل .. او دَ هغه دَ سيزر په بڼه كې راپورته كېدل .. دَ هغه دَ مينې عسكري جذبې راپارېدل او دَ قلوپطره په فولادي زړه حمله اّور كېدل .. هم بيا دغه پښتون جوليس سيزر په ميني كې دَ هغې مرئيی كېدل واقعي هم وَ فرعوني تاريخ ته ژوند وركولو قيصه ژوندۍ كوي ­ ولې چې دَ جوليس سيزر او دَ قلوپطره مينه يو تاريخي حقيقت دی ­ كوم چې افضل شوق  سر دوباره را ژوندی كړی دی ­

په فرعوني داستان كې خپلي مينې ته چې شوق صاحب دَ رومانوي حقيقت څنګه رنګ وركوي .. هغه كه يو طرف ته منفي اثر پرېږدي .. نو بل طرف ته افضل شوق دَ تاريخ حواله دَ ځان سره په دې منسوب كوي چې دَ هغه دغه مينه هم دَ فرعونانو په ځمكه كې پيدا شوي او هغه ته سپارل شوي ده ­ نو ځكه هغه خپل ځان او خپله مينه دَ فرعوني تاريخ يو تسلسل ګڼي ­ په دې كې شك هم نيشته چې مينه كه پرون وه .. كه نن ده او يا سبا وي .. هم دغسې رنګ به  لري ­

دا نظم په فني جوړښت يوه تمثيلي قيصه ده .. خو دې سره سره په فكري لحاظ لوستونكي فرعوني تاريخ لوستلو ته مجبوره كوي ­ دا نظم په درې دېرش مصرعو كې ليكلی اوږد نظم دی  .. خو په اصل كې اوويشت داسې برابرو مصرعو مشتمل دی چې هره مصرعه يې دولس سېلابيزه ده .. لكه

" دَ   جلال   او   دَ     جمال      توان  به  مې شوقه!
             وايه .. څنګه ته راوړې په    خوار غوښين زړه؟
                             زه      يم    لوُر   دَ        فرعونانو    ،  او  په  ما  كې
                             دَ   هغو   دَ    ويني      جوش      او          ولولې     لا
                     په    غورځنګ    لكه   څپي گ دَ رود   نيل دي"
                             تنا   وزمه   دا   خبري        يې     لا          څه       چې
                    په    موسكا    يې               برېښناګانې     پړكولې
                    په    خندا          يې                 تندرونه        غورځولو
                    هم    كږو    كتو     يې        لا       دَ        نظر      غشي
                    دَ            ږليانو               په        حساب     را تاوْولو،
                    حقه    دا  ،  چې   دَ      ځوانۍ     زور   او   له كبره
                    دَ      لمبې      په      شان     دَ    اور     به     وشېدله
                    ځنګېدله   ....   غوړېدله  ،    هن    تر    دې    چې
                    غوړېده      به    لكه   مار  ،     خو    ماره    نه    وه
                    هو،   دَ   مار   تر   سيورې  لاندې    دغه    پېغله
                    بله    څوك    هم   نه ،  هغه          قلوپطره         وه،
                    چې    په          روح        راورېدله       له      پېړيانو
                    او     په    ما    يې          دَ         عمرونو        واټنونه
                     دَ    وصال       وَ    دې    ساعت  ته وو سر    كړي،
                    ځكه    ما        كې   هم   سيزر   كړو  سر راپورته
                    په       ليدو     دَ             هغې    وركې    ملائيكې
                    او     دَ     ميني    عسكري   جذبې     مي     واړه
                    دَ    هغې   په   فولادي    زړه   شوې        ورماتې
                    او    بې   غاله         چې   راماته    شوه   په   عجز
زه    يې   هم  په  حاكم ځان ، ځانته مرئيی كړم
او        دَ    عشق    دَ    تقاضو    په   سمه  دواړو
 يو  ځل    بيرته  فرعوني  تاريخ  ژوندی  كړو


۲۰ ـ ـ  دَ لمر ، سپوږمۍ، ځمكې مجرم  ګلېلئيو

                    كليسا دَ جهالت دَ زمانې چې
                            تور په تا څنګه تپلو
                    هم هغسې
                    دَ دې وخت عادلان هم په پټو سترګو
                    ما مجرم ځكه ګڼي
                    چې رڼا خورمه ،
                    رڼا اغوندم او اوسم په رڼا كې
                    لكه ورځ
                   چې وي روښانه په لمر باندې  ..
                    او يا هغه شپه
                    چې روڼه په څراغ وي

                                                             ( په لټون ستا دَ څېرې ..  مخ – 160)

 دَ افضل شوق دا نظم چې تهيم يې په اټلي كې دَ سېل كولو په وخت په فلورينس نومي ښار كې هغه وخت غوره كړی دی .. چې هغه دَ سېنټ كروس په چرچ كې دَ سر ګلېلئيو تابوت وزمه قبر مخي ته ولاړ دی ­ دَ ګلېلئيو په حقله داسې وئيلی كېږي چې هغه په خپل وخت كې چې په وړمبي ځل دا خبره " چې لمر دَ ځمكې خواوشا نه .. بلكه ځمكه دَ لمر خواوشا ګرځي" .. نو دَ هغه دور دَ كليسا پادريانو هغه دَ خدای او دَ هغه دَ قدرت يا فطرت خلاف اوګڼلو او هغه يې دَ حقيقت په ضد مجرم په دې ثابت كړو .. چې هغوئ په دې خبري يقين وو ، چې لمر دَ ځمكې خواوشا ګرځي ­ يعنې سهار راښكاره شي او بيا ماښام ډوب شي ­ څه هم كه دا خبره بيا ماهرين  فلكياتو او سائنسدانانو غلطه ثابته كړه او سر ګلېلئيو يې په خپلي دعوې كې رښتونی اوګرځولو .. خو ګلېلئيو اوستائيلی ځكه نه شو چې هغه دَ ژوند نه  لاسونه اغيستي وو ­

 دَ سرګلېلئيو دَ داسې رښتيا په تناظر كې  افضل شوق هم دا وئيل غواړي چې هغه چې كومې خبري كوي يا كوم افكار وړاندي كول غواړي .. هغه دَ نني دور دَ منلو ځكه نه دي چې دَ نن انسان .. خاصكر پښتون له دغه حقيقتونو سره بلد نه دی او نه يې كله پېژندلي دي ­ هم په دې خو دَ ده خبري دَ ګناه او ثواب په تله كې په پټو سترګو تلل كېږي ­ او هغه ته دَ پښتو او پښتنو دُښمن كېدلی شي چې په دې خبره وئيل كېږي چې هغه صفا او نېغ په نېغه خبري كوي .. او پښتون په ننني دور كې دَ هر قام نه نه يواځي پاتې ګڼي .. بلكه پښتون په ځناوري خوئيونو او روئيو كې هم لېدلی ګوري ­ كله كله خو دغه افضل شوق چې امن يې خوب او مينه يې ژوند دی  .. خپله هم دَ پښتنو دَ بدي او كمې ورځې په كتلو ډېر زيات جذباتي شي او په خبرو كې يې شدت رامخي ته شوی وي ­ خو بيا هم دې  شدت ته په اخلاقي پېرائيه كي لفظي جامې اغوستلی شوي دي ­  

په دې نظم كې دَ افضل شوق دغه دعوه چې ګنې هغه حق ته ګوته نيسي .. هم ځكه خو مجرم ګڼلی شي .. كه مونږ دَ هغه دَ شاعرۍ په رڼا كې اوګورو، نو دا خبره به منو .. چې هغه كومې خبري په نوي استعارو ، تشبهياتو، محاورو ، اشارو ، كنائعو او موضوعاتو لاندې كوي .. هغه خبري دومره نوي او نابلده وي .. چي ما اكثره دَ ملګرو نه دَ دې شاعر په باب اورېدلي دي .. چې دا افضل شوق دَ كومي دُنيا خبري كوي ؟ او يا .. هغه ولې دَ پښتو او پښتني كلتوري روئيو او اوصافو برعكس دي ؟ .. نه يواځي دا .. بلكه افضل شوق ته په داسې نووْ خبرو كولو مغرب پرسته هم وئيلی كېږي ­ څه هم كه داسې هيڅ خبره دَ دې شاعر په شاعرانه روئيه يا ليكنو كې په نظر نه شي راتلی ­ البته دَ هغه نوي موضوعاتي ادب څه مشكلات پيدا كړي ضرور دي .. خو دا دَ شوق قصور نه ..بلكه دَ دې علاقائي ، قبائلي ، بازاري او ساده نقادانو قصور دی .. چې هغوئ ښه او بد ته په خپلو سترګو ګوري ­ كله هم خواوشا كې نه ګوري .. چې دُنيا په كومه روانه ده او هغوئ پښتون چرته بوځي ­ هم ځكه خو دا او داسې نور معروضي حالات دَ افضل شوق او پښتنو تر مينځه لاري تړي ­  

په دې پورتني نظم كې دَ شپې او ورځي په مناسبت دَ خپرو تړون چې څومره دَ شوق دعوه صحيح ثابتوي ،، هغسې داسې ځيني لفظي او جديد محاوراتي تراكيب لكه " تور تپل" ، " رڼا خوړل" ، " رڼا اغوستل" ، " په رڼا كې اوسېدل" دَ افضل شوق ادب او شعري زيار ته اّفاقي رنګ وركوي .. كوم چې دَ دې دور دَ پښتو ليكونكو نه بېخي  بېل او بدل ښكاري ­ هم دغه هغه خبره ده چې افضل شوق پرې ځانته داسې مجرم وائي لكه سر ګلېلئيو .. چې يو وخت به دَ ده دغه تجريديت او دَ جدت په حوالو روا شوی جرم دَ پښتو او پښتنو قانون جوړېږي ­

 دا نظم چې دَ يولس وړو او لوئيو مصرعو اّزاد نظم ښكاري .. دراصل په اوو داسې مصرعو باندي مشتمل دی .. چې هره مصرعه يې دولس سېلابيزه ده او نظم باقاعده يو مصرى نظم دی .. لكه

كليسا    دَ         جهالت    دَ     زمانې    چې
                    تور    په   تا        څنګه    تپلو   هم  هغسې
                    دَ   دې  وخت  عادلان   هم په پټو سترګو
                    ما    مجرم    ځكه   ګڼي چې رڼا    خورمه،
                    رڼا   اغوندم   او   اوسم   په       رڼا      كې
لكه ورځ چې وي روښانه په  لمر باندې
                    او   يا   هغه   شپه چې روڼه  په څراغ وي
               

۲۱ ـ ـ  دَ نن انسان او ......

                     " څومره چې بد غواړي
                        دَ بل دپاره
                        هغومره ښه كوي
                        دَ ځان په حق كي"
                       دغه خاصې لري نن
                       هغه انسان،
                        دَ چا په سر باندې پرون ..
                       چې ابليس
                        له فرښتې څخه شېطان اوختو

                                                            ( په لټون ستا دَ څېرې ..  مخ – 168)

په راولپنډۍ كې ليكل شوی دَ افضل شوق دا نظم دَ نن دَ انساني روئيو، انساني اقدارو، اخلاقياتو يو داسې منظر وړاندې كوي .. چې انسان يې په ولقه كې ښكاري ­ كه اوكتلی شي نو نن دَ هر چا دا كوشش وي چې دَ خپلي لږي غوندې ګټې دپاره دَ بل انسان بلا ډېر نقصان اوكړي ­ او دا هاغه روئيې دي چې په انساني ماحول كې دَ غرض او لالچونو بوزغلي لا نور كړي __ دَ دې بوزغلو نه چې كوم بوټي په وده وده كې زرغونېږي نو هغه په دغه ماحول كې لا دَ نفرت او غرض دَ داسې تنورو اونو په شكل كې خورېږي چې په سيوري كې يې دغه جذبې نوري ځوانېږي ­ نو په دې نظم كې دَ نن دَ دې روا شوي انساني ماحول كه يو روڼ تصوير موجود دی ­ نو بل خوا دَ انسان په انساني مرتبه او درجه يو داسې تازيانه هم ده ­ كوم چې انسان دَ خپله لاسه خپلې مرتبې او درجې ته يو نه سركېدونكی تاوان په شكل كې وركړی دی ­ يعنې په دې نظم كې يو فكر دی .. يو سوال دی  ... ابليس چې يوه لوئيه فرښته وه ، خو شېطان په دې شو چې انسان ته يې سجده اونه كړه .. او انسان، انسان په دې شو چې اشرف المحلوقات او دَ خدای دَ دُښمن " شېطان " دُښمن اوګرځېدو ­ لاكن دَ افضل شوق دا سوال چې انسان دا اشرفيت څه شو؟

 دا نظم په فكري لحاظ څومره دَ اعلى معيار دی .. هم دغسې دَ دې نظم فني هئيت په ساده او روانو وړو او غټو مصرعو باندې داسې په خوند او هنر رامخې ته كړی دی چې دَ موسيقيت ، غنائيت، او اّهنګ له رويه هم خپل خوږلت لري ­ دا نظم هيڅ ابهام او مشكل نه لري .. او په خپلو معنو كې دومره روان ، ساده او واضحه دی چې لوستونكی پرې ډېر په اّسانه پوهېږي ­ خو په دې نظم كې تر لوئيه خبره دَ افضل شوق هاغه " پټ سوال" دی چې انسان ، انسان نه دی پاتی شوی ­ دغه رنګ دا نظم هم دَ افضل شوق دَ نورو نظمونو په رنګ كه يوې خواته په نهو وړو او اوږدو مصرعو مشتمل دی .. خو په اصل كې دا په پنځو داسې غټو مصرعو پوري اړه لري .. چې هره مصرعه دَ بلي مصرعې سره برابره ده او  يولس سېلابونه لري .. لكه  

 " څومره  چې  بد غواړي      دَ  بل  دپاره
                       هغومره  ښه  كوي  دَ   ځان  په حق كي"
                       دغه   خاصې  لري  نن     هغه     انسان ،
                               دَ چا په سر باندې پرون  .. چې ابليس
                               له     فرښتې   څخه      شېطان    اوختو
 

۲۲ـ ـ  دَ هر ګور وَ سرته شنه شول نور سرونه

                    دَ چا په لمسه
                    چې په بېلو بېلو بڼو
                    تر پرونه پورې تا رېبل سرونه
                    او پئيل دي ترې وَ چاته امېلونه
                    هم هغو سوداګرانو برايه شپه
                    ستا دَ سر سودا هم اوكړه .. مخته تېر شول
                    خو، ستا سر شو له خطرو په امان ځكه
                    چې شپه تېره شوه،
                    سهار شو ستا له بخته
                    او دَ غرو له څُوكو لمر څه راښكاره شو
                    چې دَ ګڼو اديرو په دې هېواد كې
                    يو ځل بيا دَ ژوندانه په تاندو هيلو
                    دَ هر ګور وَ سرته شنه شول نور سرونه

                                                           ( په لټون ستا دَ څېرې ..  مخ – 173)

په كال 2002 كې په اسلام اّباد كې ليكلی شوي دا نظم كې افضل شوق دَ افغانستان دَ حالاتو او خونړي تاريخ او دَ جنګي دور په تناظر كې ليكلی دی ­ كوم چې دَ دغه حالاتو يو واضح تصوير هر قاري ته محي ته كوي ­ په افغانستان كې چې دَ خپلو دَ لاسه دَ چا چا په لمسه په كوم كوم دور كې څه څه شوي دي ..نو دغه واقعاتو او تاريخي الميو ته چې په دې نظم كې په كوم نظر كتلي شوي دي .. نو هغه پښتون افغان په دړد او وژنه دَ يو پښتون ليكوال يوه داسې ويرژنه سانده ده چې دَ خپل  وجود په مړينه وئيلی شي­ نو دَ دغه  دوه نيم لسيز كلن ناروا خونړي انقلاب نه پس چې په افغانستان كې كوم دور اوس شروع شوی دی  .. دَ دې دور نه زمونږ دې شاعر ډېر توقعات تړلي دي ­ او خدای دي اوكړي چې په اصلي معنو كې دا دور دَ افغان اولس ، افغان ملت او خاورې دپاره دَ رڼا او دَ شعور يو تابناكه دور ثابت شي ­ او يقيناً چې دغه هيله او دغه اُميد دَ هر پښتون وګړي دَ زړه هيله ده ­ دا نظم كه لږ شانتې ابهام لري او تر څه حده په مشكل پېرائيه كې ليكلی شوی دی .. خو دَ دې دَ بيان انداز ډېر افسانويت لري .. او چې لږ هم ورته قاري په غور سره دَ دې علامتونو تنې بودۍ ته پام اوكړي .. نو خپلې معنې او مقصد خپله واضحه كوي ­

افغانستان ته دَ اديرو هېواد وئيل .. كه څه هم دَ افغانستان په لور يوه واضحه اشاره ده .. خو په دې نظم كې  دَ ټولو نه دَ خوند خبره دَ دې نظم اّفاقي فكري تسلسل دی .. كوم چې ښاغلي افضل شوق په ډېر هنر برقرار ساتلی دی ­ داسې خو دَ افغانستان په حقله ځمونږ ګڼو شاعرانو وخت په وخت بې شمېره نظمونه ليكلي دي ..  كومو ته چې دَ افغانستان ترانې هم وئيلی شو ­ خو هغه تاثر يا تاريخي جبر ته اشاره داسې په افساندي انداز كې نه ده شوي لكه په دې نظم كې چې هيڅ قسم دَ ترانې كېفيت نه لرلو پرته هم په زړه كې دَ هغه دور او دَ دې نوي دور تقابلي اشارتي مقابله په داسې هنري انداز او دليل وړاندي كوي ­ چې نقاد ترېنه سترګي نه شي اړولی ­  ولې چې په دې نظم كې يو فكري او قومي حقيقت ته په كې په ډېر معياري انداز كې كتنه شوي ده ­

" دَ چا په لمسه" ، " سرونه رېبل" ، " دَ سرونو امېلونه پئيل" ، " دَ سر سودا كول" ، " سر له خطرو نه په امان كېدل" ، " دَ ګڼو اديرو هېواد" ، " دَ ژوند تاندې هيلې" او " دَ ګور وَ سر ته سرونه راشنه كېدل" هغه محاوراتي لفظي تراكيب دي چې په علامتي اشارو كې دې وړوكې نظم ته دَ يو تاريخي حقيقت شكل وركوي ­ او دَ مزې خبره دا هم ده چې په دې پورته محاورو كې پښتني خوند او تاثر دَ ورايه ښكاري ­ يعني افضل شوق چې كه يو طرف ته اّفاقيت په نظمونو كې رانعاړي .. خو بل طرف ته دَ هغه ژبه پښتني رنګ او خوند لري ­ په دې نظم كې دَ فن په حواله شاعر په مختلفو علامتونو، اشارو ، كنائعو او شعري تلميحاتو كې خپل مقصد په ډېر هنر وړاندي كړی دی ­

دا نظم چې په ظاهره په ديارلسو وړو او اوږدو مصرعو باندې مشتمل ښكاري خو په اصل كې په يولس داسې مصرعو مشتمل نظم دی .. چې دَ دويمي مصرعې نه تر اّخري مصرعې  په برابرو دولس سېلابيزه مصرعو اړه لرونكی معرى نظم دی .. جبكه ړومبۍ مصرعه يې ديارلس سېلابيزه ده چې دَ نظم هئيت ته هيڅ نقصان نه رسوي .. لكه تاسو يې خپله هم لوستلی شئ ­