دَ افضل شوق په غزليه شاعرۍ كې دا لا ندېنۍ محاورې دَ هغه شعري افكارو ته په اشارتي انداز بيانيه لب ولهجه داسې په هنر وركوي چې دَ علاقائيت نه دَ اّفاقيت په لور يُون په كې ليدلی شي ­ راشئ چې هغه پښتني نوي او زړې محاورې اوګورو چې شوق صاحب په خپلو پورته ذكر شوْ اشعارو كې رانغاړلې دي ­ دَ مثال په توګه لكه.. " بخت تور سپي څټل" ، " په لاس نه راتلل" ،" سمندر په لپو څيښل" ، " دَ اروا تنده ماتول" ، " سترګې سرې كېدل" ، " ټوكه په ځان كول" ، " دَ زړه ور ټكول" ،" ګونګی ګڼل" ، " په سرو اورونو مزل كول" ، " څنګ ته نه پرېښول" ، " دَ خندا سوب جوړېدل" ، " پلو غوندې شاته پاته كېدل" ، " ژوند دَ تمنا تر منزل رسول" ، " زړه په لاس كې ګرځول" ، " دوې لمحې بې غمه نه كېدل" ، " په ځان پسې ځغلول" ، " پام غلطلول" ، " په خوږو كې راګېرېدل" ، " څړكې لوبول" ،" په ژبي ګونګی كېدل" ، " په پښو كې زړه ږدل" ، " ترڅ كتل" ، " خوله خوله كېدل" ، " په غم غمجن كېدل"، " دَ لاس كرښي غږېدل" ، " منګولې پټول" ، " له ځانه وركېدل"، " سترګې غوښتل"، "دَ چيغې راغبرګېدل" ، " په تول مانده كېدل" ، " په اُمېد پائېدل" ، " په فال را وتل" ، " په تندي خال ږدل" ، " دَ ژوند سراب كېدل" ، " زړه اوبول" ، " زړه له اوږې وركول" ، " ظلم غندل" ، " دَ عشق معراج ته رسېدل" ، " رسوائي په تندي خال كېدل" ، " تر كاڼې كلك زړه كوګل كې ګرځول" ، " دَ دروغو حوصلې وركول" ، " سپينې سپېدې لټول" ، " زړه په خلوص وينځل" ، " دَاّسمان ژړېدل" او داسې نورې زړې او نوې محاورې شايد چې ديو بل پښتو شاعر په شاعرۍ كې راغلې وي ­ دَ شوق دَ غزلو لوستلو پس داسې ښكارې لكه هغه چې دَ هر فكر اظهار په محاوراتي انداز كې كولو هنر خپل شعري مسلك جوړ كړی وي ­ نو ځكه دا وئيلی شو، چې افضل شوق صاحب په دې حواله نه يواځې منفرد دی بلكه داسې انداز يې دَ خپل شعري اظهار ذريعه هم ګڼلی ده ­ 

 دَ افضل شوق شاعرۍ په ځان كې ثقافتي حوالې لري .. كوم چې دَ هغه فكر ته تقويت وركوي ­ دَ هغه په شاعرۍ كې لفظي تراكيب عام فهمه دي .. خو دغه تراكيب په داسې علامتي هنري اشارو او دليلونو موضوعات څپړي چې علاقائي مسئلې ته اّفاقي رنګ په كوټلي انداز وركوي .. او دَ دُنيا دَ هر مظلوم قام مسئله ترينه جوړوي ­ كه يو خواته داسې لفظي جوړښت او تراكيب لكه په دې لاندېنئيو وركړل شوْ اشعارو كې چې ځای كړل شوي دي ­ تاسو يې خپله كتلی شئ ." دَ شپې له سترګو زلفې ټولول"،"دَ فراق په مېچن اڼل" ، " په كچ اوږده كېدل" ، " دَ اُميد اسپې دَ ژوند په دښت ځغلول" ، " په سپين كاغذ دَ لفظونو تړون" ، " دَ جذبې مرئيي كېدل" ، " دَ شپې زلفې له سترګو ټولول" ، " دَ لمر ويښېدل" ، " دَ زړه ور ټكول" ،" سپرلی په ويښه هم خوب" ، " دَ ژوند دَ وسوسي وژنه" ، " كاغذي ښكلا" ، " دَ ټپي مارغه په شان ټپرېدل" ، " بې وزره تلوسې" ، " دَ رښتيا په معامله كې غل كېدل" ، " دَ اندېښنو امبار"، " دېوالو خواته دَ سيورو ټولېدل" ، " دَ شيشې نازك  بنګړی"، " موسمي   ډوْل   يارانې " ،"  دَ  دروغو   حوصلې  لټول"، "دَ زړه خيرن وجود وينځل" ، " زړه خو شيشه دی ، په شيشې څه باور" ، " تله دي په غمجنه لار" ، " دَ وجود په وران مزار كي دَ څراغ لوګېدل " ، " بې ثمره  شينكۍ ونه دَ ژوند" ، " سفر يادېږي تنده" او داسې نور نور لفظي تراكيب چې افضل شوق په خپلو غزلو كې استعمال كړي دي .. دَ هغه افكار په شعرونو كې نه يواځې پښتنې انداز واضحه كوي بلكه دَ هغه وَ شعريت ته خوږه ژبه هم بخښي ­ بلې خواته په لاندې ذكر شوْ شعرونو كې دا لفظي جوړښت  دومره په جديد پښتني محاوراتې انداز كې شوی دی چې دَ شعرونو خوند زياتوي ­ راشئ چې پورته ذكر شوي لفظي تراكيب په دې لانديني اشعارو كې اوګورو چې څنګه شعري ژبه وركړل شوې ده؟؟

                
ټولې كړه زُ لفې زما له سترګو دَ شپې
 ځلنده    لمره  ...!!     ويښېده   غواړمه
                               
 زه يې  دَ زړه  ور ټكوم  .. خو دا كڼه غوندې  ده
 نه اوري زما دَ مينې غږ او هم ګونګی ګڼي ما
         
شوقه زړه ښكونكی پسرلی په ويښه هم خوب
 چېري      ښكلا كاغذي   .  .چېري ګلونه دَ هار ؟
               
يو وسواس دَ ژوند دی شوقه چې ما وژني
 بل  مرګي   ژوندی   ساتلی  يم  په  وار وار
               
چېري به ځغلي  دا انسان  له  ژونده
 پرتې دي لور په لور امبار اندېښنې
                
په  لاس  كوې  ،   كه   ماتوې   يې
  شوق دَ شيشې نازك  بنګړی دی
                
كله   به  وي  جار جار  او   كله  نفرت
 په  موسمي   ډوْل   يارانې  څه باور؟؟
               
 لكه   يو  ستړی    مسافر  دَ  اُمېدونو  دَ  دشت
 زه     هم   وَ   ځانته    دَ  دروغو   حوصلې  لټوم
              
             دا ستا خيرن وجود به په خلوص كه خدای كول زه
              وينځم      په      مينه     مينه   دَ   اشنا    توره   زړګيه
               
              لاليه !!  پام  كوه  چې  مات يې نه كړې
              زړه خو شيشه دی ، په شيشې څه باور
               
              نه      لري     منزل   دَ      ژوندانه     مزل
              تش په وړاندې تله دي په غمجنه لار
               
           زما دَ وجود په وران مزار كې همېش
           غمجن    زړګی  لكه    لوګېږي  څراغ
         
           دومره مجبور يم چې غندلی نه شم ظلم دَ يار
           دَ خپلې  وينې  دَ  جذبې  دَ  مرئيتوب   دلاسه
               
           دَ وصال په طمه ياره! ورځې شپې زما
           دَ    فراق     په     مېچن   دومره   مه     اڼه
               
           نه كړي ثمر  دا  بې  ثمره  شينكۍ ونه  دَ ژوند
           تش په اُميد پاي هرڅيز،هره غوښتنه دَ ژوند
               
           همېش مې سترګو وړاندې دَ ټپي مارغه په شان
           بې      وسه        ټپَرېږي       پرې   وزرې         تلوسې
               
           تر څو    به   زړونو  له  اوږې  راكوي ؟
           په سپين كاغذ دَ شنو لفظونو  تړون 
                               
           مه ځغلوه دَ  ژوند په  دشت دَ  اُمېدونو اسپې
           ستړی  به ځان كړې په سفر،سفر يادېږي تنده
 
په فني توګه دَ افضل شوق غزل چې څومره ساده او بې ساخته دې .. هومره په كې دَ غزل دَ مروجه پابنديانو نه هم زياتې پاپندياني ساتلی شوې دي ­ دَ بېخي ډېرو غزلو په مصرعو كې دَ ځينو تورو دَ تكرار كه دَ شوق دَ غزل خوند سېوا كوي ..نو دَ علاقائي لب و لهجې مستعملې محاورې او متلونه لكه " دَ ناز غاړې وئيل " ، " خاورې څټل " او " هوس اوچېدل " استعمال دَ هغه په شعركې معنوي ابهام هم مخې ته راولي ­ په شلېدلی امېل كې افضل شوق .. غزل هم دَ خپل ځانګړې نظم په رنګه ځانته مخصوصولو په ښه نيت دَ ساخت په حواله مشكل كولو كوشش كړی دی ­ يعني هغه په خپلو غزلونو كې دَ فقرې هومره اوږده اوږده رديفونه ډېر په هنر تړي ­ او دَ ځينو غزلونو په وړو وړو مصرعو كې يې دَ دوو نه تر څلورو څلورو پوري  قافيې بې دَ رديف نه داسې په اُستادۍ رانغاړلې دي چې دَ هغه دَ شعر هنري كمال ته اشاره كوي ­ كه مونږ اوګورو .. نو نيم درځن ته نيزدې غزلونو كې ښاغلي شوق دَ يو رديف په ځای څو څو قافیې استعمال كړي دي .. خو زه تش دَ دوو غزلونو دا يو دوه شعرونه دَ نمونې دپاره وړاندې كوم..

                   چېرې   دَ  چا غريبي ، چېري   رسمونه   دَ ښار
                   چېرې سټړيا ستوماني، چېرې خنډونه دَ لار

په دې پورتني بې رديفه شعركې دَ "چېرې" دَ باقاعده تكرار نه علاوه دَ څلورو رديفو اهتمام داسې شوې دی ­ لكه په وړمبۍ مصرعه كې "چا"،" غريبي"، رسمونه" او " ښار" هم دغه رنګه په دويمې مصرعې كې "ستړيا"،" ستوماني"، "خنډونه" او" لار" تړلې شوي دي او په ټول غزل كې دَ دې پابنديانو خيال ساتلی شوی دی ­ او يو بل غزل كې دَ ريف سره درې درې قافيې تړلې شوې دي لكه

                   كوڅه كوڅه دَ ژوندون ، سپېره پرته ده څونې
                   لمحه  لمحه  دَ  سكون ، په وير اخته ده څونې

  روان، ساده او انداز بيان  يې  ډېر خوږلت او بې ساختګي لري ­ دئی دلته دَ غزل دَ شاعر په رنګ كې دَ انساني ژوند وَ مسئلو ته په داسې سترګه ګوري چې مسئله دَ مسئلې په معنې كې نه اخلي بلكه په ډېر معصومانه انداز او ساده طرز كې  دغو مسئلو ته اشاره كوي ­ كله نېغ په نېغه او كله دَ يوې مبهمې علامتي اشارې په رنګ كې .. كه دا اووايو چې دَ ښاغلي افضل شوق په ځينو علامتي اشارو او استعارو په شكل كې دَ هغه فكر دَ ابهام ښكار دی  .. خو دَ دې باوجود  هغه خپل اظهار په ډاډه او رواني كړی دی ­ نو ځكه دا وئيلی شوچې افضل شوق نه يواځي دَ نظم منلی شاعر دی بلكه هغه يو ډېگر ښه او بېخي ډېر ښه غزل ګو شاعر هم دی  ­


دَ شلېدلی امېل
دَ ځينو نظمونه تنقيدي جائزه ـ ـ ـ ـ ـ

وئيلی كېږي چې افضل شوق دَ پښتو په جديد او مختصر نظم كې مېدان ګټلی دی ­ دا خبره تر كوم حده پورې صحيح ده ؟ دَ دې ځواب دَ شوق په وړمبۍ شعري كتاب " شلېدلی امېل" كې مونږ دَ دې لاندېنو نظمونو په جائزه اغيستلو كې ښه تر لاسه كولی شو ­
 

۱ ـ ـ   نعت شريف

چې دَشپې له ګڼ اوربله
دَ سهار څېره ښكاره شوه
نو دَ وازګو جوړ خدائيان هم
ټول په كوزو كوزو سترګو
په شيشه غوندې كورو كې
دَ غرور په دالان ناست ناست
په وړانګو دَ لمر شول ويلې
                               ( شلېدلی امېل ..  مخ _  73)

په دې پورته " نعت " كې ټولو نه لويه او دَ خوند خبره دا ده، چې په اّزاد نظم كې داسې په اختصار او په علامتي پېرائيه كې ليكلی شوی دی ­ چې هيچرته هم پكې دَ سركار دو عالم نوم نه دی ذكر شوی  .. خو دَ مزې خبره دا ده .. چې دَ لوستلو نه پس يو دم دَ بنده ذهن ته دَ هغه مبارك نوم راشي ­ او دا هغه تجربه ده چې شوق صاحب يې اكثره په خپله شاعرۍ كې په كاروي ­ دا دَ هغه شعري هنر او كمال دی ­ شايد چې داسې په وړمبي ځل افضل شوق كړي دي ­ يعني داسې خو اّزاد نظم پښتو ميدان ته ډېر وړاندې راغلی دی او دَ ايوب صابر نه تر هاشم بابر او هاشم بابر نه يې تر افضل شوق پورې سفر كې بلا ډېر نور شاعران پيدا كړي دي ­ خو زه دَ دې درو شاعرانو ذكر ځكه كوم .. چې دا درې واړه ځان ځانته په اسلوب مشهوره شوي دي ­ دَ اوږده او ساده نثري نظم نه دَ افضل شوق تر علامتي او تمثيلي نظمونو داسې اختصاري بڼې اوزېږولې چې افضل ورنه دَ افضليت تر حده شوق مشهور شو­ 

 په اووْ وړو او غټو مصرعو كې ليكلی شوی دی پورته نطم ځان كې دننه يو تاريخي داستان لري ­ يعني كله چې حضرت محمد صلعم دې دُنيا ته راغلو .. نو دَ هغه مثال دَ تود او روښانه لمر وو چې تيرې يې لرې كړې او دَ وازګو نه جوړ هغه ټول فرعونان او انساني خدائيان يې داسې تېس نېس كړو ­ چې په لاس جوړ كړل شوْ جنتونو كې اوسېدلو ­ نه يواځې دا .. بلكه په اشارو اشارو كې يې دَ اسلام دَ ظهور پورا قيصه هم بيان كړې ده ­ لكه " دَ سهار دَ څېرې راښكاره كېدل" ، " دَ وازګو جوړ خدائيان او دَ هغوئ كوز كوز كتل" ، " شيشه غوندې كورو كې اوسېدل" ، " دَ غرور په دالان ناستېدل" او " دَ لمر په وړانګو ويلېدل" هغه علامتي اشارې دي چې ښكاري نوي .. لاكن جوړي شوي په ساده پښتني ټكو كې دي ­ كوم چې پښتني رنګ او خوند لري ­ هم دغه رنګه  شوق چې هر څومره مخې ته وتلي شاعر په بڼه كې رو رو ميدان ګټي، خو پښتو او پښتني ثقافت هم دَ لاسه نه وركوي .. او ورسره رشتې ډېر په هنر مضبوطې ساتي ­

دا پورتنی نعتيه نظم چې په اوو غټو او وړوكو مصرعو باندي اړه لري .. كې يو ترتيب ساتل شوی دی ­ يعني هره مصرعه په اتهو سېلابونو مشتمل ده او دَ اّهنګ، لی ، وزن او موسيقيت دَ لحاظ نه يو بل سره داسې تړلې شوې دي .. چې كه قافيې او رديفونه په كې تړلې شوي وی  نو دا به پابند نظم بللی شو ­ البته اوس هم دَ پورته ذكر شوي ترتيب له لارې دا نعتيه نظم په اّزاده بڼه  كې پابند نظم دی ­


۲ ـ ـ   اور او اوبه

                    ياره ! مه پوري كوه اور
                            زما دَ زړه وړې نړۍ ته
                             ګنې زما دغه لوګی به
                              دَ اوبو ډكه اوريځ شي
               ستا په سر باندې دَ وَسې
                             بيا به خپلې لمبې ژغورې
                              دَ باران له سړو څاڅكو

                                                                                                    ( شلېدلی امېل ..  مخ _ 76 )

په دې پورته نظم كې ښاغلی افضل شوق كه څو هم خپل فكر دَ نظم په چوكاټ كې ځای كړې  دی ، خو دغه موضوع  سائنسې حقيقت لري ­ ځكه خو شاعر چې په كومه رنګينه او روانه شعري پېرائيه كې په كوم هنر دا دَ يو تاثر او تاثير نه ډك كېفيت كې تر اختتامه رسولی  .. نو دَ شاعر هنر دلته دَ شاباشۍ  وړ دی ­ يعني هغه خپل محبوب ته دَ هغه دَ ظلمونو زړا كوي .. دَ هغه ظلمونه دَ " اور" په علامتي پېرائيه كې بيانوي .. او بيا دَ دغه اور دَ لمبو نه چې كوم لوګی دَ بړاس شكل اختياروي او دغه بړاس چې كله دَ وريځ شكل واخلي .. نو واپس به په هاغه راورېږي كوم چې دَ هغه محبوب دَ هغه سره دَ ظلمونو او ستمونو په شكل كې روا كړي دي ­ او هغه بل اور به پرې مړ كېږي ­ يعنې دَ اور نه لوګی او دَ لوګي نه وريځ جوړېدل او وريځ دَ ظالم او ستمګر ياره په بل اور راورېدل داسې دَ خوند موضوع ده .. چې دَ شاعر دَ شعري حقيقت پسندۍ جواز جوړېږي او داسې ښكاره كوي لكه دا شاعر افضل شوق چې په اوتو بوتو يقين نه لري .. او په شعر كې هم حقايق وړاندي كولو په حق كې وي ­ محبوب ته شاعر په دې شعر كې دَ هغه دَ ظلم انجام ښئي او هغه دَ ظلم نه منع كوي ­ دلته په دې نطم كې دَ اظهار ژبه ساده ده .. خو فكرانګېزه او معني خېزه خيال نظم كړل شوی دی  ­

  په فني توګه دا دَ اوو وړو لوئيو مصرعو اّزاد نظم دراصل په اوو اتهه سېلابيزه برابرو مصرعو باندې مشتمل معرى نظم دی ­
 

     ۳ ـ ـ  ژوندی مړی
  
سړی مړ دی دَ دننه
                    تش وجود دی چې ښورېږي
                    دَ هوا په رُخ هر كله
                    لكه مړی په تابوت كې
                    په اوږو باندې خواخُوږي
                    راولي خپل اديرې ته
                    له پرېدي لري ولاته

                                                                         ( شلېدلی امېل ..  مخ _ 76 )

 دا يو كيفيتي نظم دی او په دې نظم كې افضل شوق دَ يو داسې حالت انځورګري كوي چې هغه دَ نني انسان دَ بې حسۍ په لور اشاره كوي ­ شوق داسې محسوسوي چې دا ژوندي انسانان دراصل هغه لاشونه دي چې تابوتونه  يې خپلوان اديرو ته وړي ­ دَ شاعر اشاره دَ هغه عهد په لور ده چې امريت په كې په انساني جمهوري روئيو باندي په زور زياتۍ داسې مسلط شوی وو­ چې انسان په معاشرتي ژوند كې هم دَ معاشرې نه بېل شوی وو­ هسې خلګو ساه اغيستلې او ژوند سره دَ بې زبانه ځناورو او څارو په رنګه رشتې ساتلې ­ نو ځكه خو دَ شاعر لهجه دلته په دې نظم كې دَ عزت ساتلو تر حده علامتي ده ­ خو دَ نن قاري ورنه دَ خپل خوښې معنې اخذ كولې شي ­ "دَ هوا په رُخ تابوت وړلو" اشاره هغه انسانانو ته شوي ده چې ابن الوقت ورته په اُردو كې وئيلی شي .. او دا هغه خلګ وو چې دَ خپل مفاد په خاطر يې دَ اّمريت ملا نوره نوره ټينګوله ­ هم په دې خو دَ بې حسيت دور دوره وه ­    

 دا پورتنی دَ اوو وړو لوئيو مصرعو نظم هم اتهه سېلابيزه معرى نظم دی چې رواني په كې دَ موسيقيت تر حده خپل تاثير پرېږدي او لوستونكی ترې نه په يوه ساه تېرېدلی شي ­ دا وړوكی نظم دَ لفظي تراكيبو له لحاظه افسانوي جوړښت لري ­ يعني ټولې مصرعې  يې په ساده مجلسي انداز كې ليكلي دي خو بيا هم دا نظم په يوه لوئيه نثري فقره كې ځكه نشي راغونډېدلی .. چې دلته دَ شعريت ساتلو پورا او په ډېر هنر اهتمام شوی دی ­ او داسې ښكاري لكه دا چې يو بې قافيو پابند نظم وي ­ 
      

۴ ـ ـ   شېبو كې دَ هجر
غواړم
                            چې ستا دَ ويده عكس په تندي
                            دَ خپل نامه او لګومه ټيكه
                            خو ...،
                             چې نرۍ څُوكه درړم دَ قلم
                              ستا غنم رنګ نقشونه تت شي دوني
                            چې دَ يو شنه وړوكي خال په ګمان
                              ستا په څېره باندې اشعار اوليكم

                                                               ( شلېدلی امېل ..  مخ _ 79 )

ښاغلی افضل شوق ، شايد چې په ارادي يا غېر شعوري توګه داسې موضوعات دَ نظم په وجود كې ځايوي چې تر اوسه دغه موضوعات لا پېژندلي شوي نه دي ­ دَ ده اكثره موضوعات ډېر نوي دي .. په دې لحاظ داسې موضوعات مخې ته راوړل دَ هغه كوشش په پښتو جديده شاعرۍ كې دَ نووْ نووْ موضوعاتو  راوړل دي ­ چې يقيناً دَ ستائينې وړ خبره ده ­ پورته نظم كې هم افضل شوق دَ يو تخيل پرست شاعر په شكل كې يو داسې تصور دَ قاري مخې ته كوي چې قاري هم ورته په داد وركولو مجبور وي ­ دلته دا نظم شاعر بېخي دَ خپل خيالي محبوب په خيالي تصوير داسې دَ خوند او مزې په انداز كې ليكلی دی چې دَ لوستونكي ورسره همدردۍ هم شي .. او بې اختياره دَ نظم په تاثر او كېفيت ورته شاباشی هم اووائي ­ هغه دَ خپلې شاعرۍ په هر پړاوْ داسې ښكاري لكه دَ يو خيالي جانان دَ يو خيالي تصوير سره راروان دی ­  دغه تصوير هغه په خپله نامه كول غواړي .. دَ هغه په تندي خپل خال لګول غواړي .. خو كله چې هغه دا هڅه كوي ..نو حالات دَ هغه دَ محبوب خيالي تصوير هم هغه ته پاتې نه كړي ­ او داسې په دغه خيالي تصوير دَ شعرونو دَ ليكلو يو نوی سفر په ډېر ليونتوب شروع كړي ­ دَ دې نظم تهيم هم دومره نوی او دَ خوند دی چې په دې كې دَ لفظونو تسلسل او دَ جذبې صداقت يو ډېر اّفاقيت پيدا كړی دی  ­

په تكنيكي لحاظ دا اتهه مصريزه نظم چې په اّزاده پېرائيه كې ليكلی شوی دی .. دراصل په شپږو يولس سېلابيزه برابرو مصرعو داسې اړه لري   _،

                    غواړم چې ستا دَ ويده عكس په تندي
                    دَ    خپل     نامه      او        لګومه      ټيكه
                    خو   چې     نرۍ   څُوكه    در   وړم  دَ قلم
                    ستا غنم  رنګ نقشونه تت  شي دوني
                    چې  دَ  يو  شنه  وړوكي  خال  په ګمان
                    ستا   په  څېره   باندې  اشعار  اوليكم

 ۵ ـ ـ  سل څېرې

   ستا په كاڼو به غمازه
                                زما دَ زړه وړه اينداره
                         كړچې كړچې شي منمه
                          خو دا ياد لره ناپوهه
                          كه مات شوی هر توكری
                         وَ ايندرې ته مونېږي
                         نو كوربه مې دَ زړګي هم
                                سل څېرې شي زېږولی

                                                             ( شلېدلی امېل ..  مخ _ 79 )

 سل څېرې ... نومې نظم كې هم ښاغلي افضل شوق چې يوه ساده ، اّسانه او معمولي خبره په غېر معمولي انداز كې كوي نو هغه دلته دَ كتو ده ­ هغه په دې نظم كې وَ يو رقيب يو غماز ته  څومره په خوند دا خبره كوي .. چې كه دا ستا په كاڼو كه ځما دَ زړه اّئينه ماته شي .. نو ستا څه خيال دی .. ؟ په دې كې به زما دَ محبوب څېرې ته څه تاوان وركړې؟ نا بالكل نه .. بلكه دَ دغه ماتې اّئينې هره ماته زره به سل نوري څېرې پيدا كړي ­ شاعر په دې نظم كې دَ نازك خيالۍ ، دَ روانۍ او سادګۍ په انتها ليدلی شي ­ او په كوم اختصار چې دَ ښائسته لفظونو او مناسبو علامتي اشارو په وسيله يو خيال ، په كوم فكر او انداز كې تر اختتامه رسوي .. نو  هغه  قاري دَ ځان سره لاس نيولی بيائي .. او په كوم خوند او هنر چې دغه خيال دَ قاري ذهن ته رسوي .. نو هلته قاري په خپل خيال هم دَ هاغه " هندارې" زرې زرې وجود ته ځير شي ­ چې په كې دَ شاعر دَ محبوب ځلېږي ­ په پښتو او اُردو شاعرۍ كې دَ اّئينې او ماتې اّئينې تراكيب پېژندل شوي او راوړل شوي دي .. خو ښاغلي افضل شوق په خپل انداز دغه تركيب په كوم نوي او دَ كېفيت نه ډك انداز كې استعمال كړی دی نو هغه واقعي چې دَ محسوسېدو دی .. او دَ احساس او جذبې نه داسې ډكه شاعري ، نېغ په نېغه دَ انسان په زړه كې ځای جوړوي او ويدې جذبې يې را ويښوي ­ او كه اوكتلی شي نو دَ شوق په شاعرۍ كې دَ سلو شمېره په وړمبي ځل په دې وړوكي نظم كې ليدلی شي ­ او دغه دَ اّئينې سل ټوټې هغه مخ كې دَ سلو يار هم مشهوره كوي ­ 

دا دَ اتهو اّزادو مصرعو نظم كه څه هم په اتهه سېلابيزو برابرو برابرو مصرعو باندې مشتمل دی .. خو مونږ يې په څلورو شپاړس سېلابيزه مصرعو كې داسې هم ليكلی شو ­

                          ستا په كاڼو  به  غمازه  زما  دَ   زړه   وړه  اينداره
                          كړچې كړچې شي منمه ،   خو  دا ياد لره ناپوهه
                          كه مات شوی هر توكری   وَ ايندرې  ته مونېږي
                          نو كوربه مې دَ زړګي هم سل څېرې شي زېږولی

 

۶ ـ ـ  تسليمې جذبې

                               اوس به لا ما بېرغ په لاس
                    په غال غال
                    دَ پښتنې ميني په نوم اخيسته
                    ستا دَ زړه مځكه په خپل واك كې ګله
                    چې مړامو سترګو دې دَ ما له مخه
                    په خوبولو
او په مړو مړو كتو
                    زما دَ زړګي ټولې غښتلې جذبې
                   دَ بې همته عسكرانو غوندې
                    يوه يوه ځانته تسليمه كړله

                                                                                ( شلېدلی امېل ..  مخ _  80 )

دَ دې نظم لوستلو پس داسې دَ بنده په ذهن كې راځي چې دَ اّمريت په دور كې دَ شاعر افضل شوق په قلم ليكلی شوی دا نظم هم دَ هغه دور تر اثر دلا ندې يو ښه روماني فكر لا هم په ښائسته رنګ كې سر ته رسوي ­ او قاري ته دَ خپلي ميني قيصه دَ هغه اّمرانه دور په حواله څپړي ­ دا دَ يو زمانه شناس او ژورنظره شاعر خاصه كېدلی شي او په دې اړه شوق ځان دَ خپل عهد عكاس څرګندوي .. او په خپل دې نظم كې وائي ، چې هغه څنګه دَ خپلي فتح بېرغ دَ سترګو دَ جنګ پس دَ يار په زړه كې ښخولو هڅه اوكړه .. او دَ يار په زړه يې قبضه كولو كوشش اوكړو ، نو دَ هغه دَ محبوب مړامو سترګو په خوبولي انداز دَ هغه په عسكري جذبو داسې ګوزارونه اوكړو، چې دَ مات شوْ عسكرانو په رنګه يې دَ هغه دَ خلوص او جذبو ټول عسكري قوت خپل ځان ته تسليم كړو ­ او هغه يې مرئيی كړو­

شاعر په دې نظم كې دَ يو داسې ميدان جنګ نقشه په اختصار كې وړاندي كړې ده چې دَ مرګ ژوبلي او وسلې په ځای په كې جذبې، خلوص ، دَ سترګو خُماراو پښتني مينه په كار راوړل شوي ده ­ او دَ خوند او مزې خبره لا دا هم ده .. چې دلته په دې ميدان جنګ كې دَ دوو دُښمنې قوتونو په ځای په كې دوه زړونه يو بل ته سره مخامخ شوي دي ­ دا تمثيلي نظم هيڅ قسم ابهام نه لري او هره خبره او اشاره واضحه ده .. خو بيا هم ورته معمولي نظم ځكه نه شو وئيلی چې په دې نظم كې دَ ځان نفي كولو په وخت شاعر دَ خپل شكست ترانه چې په څنګه فخر وائي .. دغسې مثالونه په پښتو شاعرۍ كې بيا كله هم مخي ته نه دي راغلي ­ ځكه خو دا رنګ او خوند افضل شوق په شاعرۍ كې نه يواځې منفرد كوي .. بلكه ميدان ګټلو ته يې جوګه كوي هم  ـ

 دا پورته نظم چې داسې خو په لسو وړو لوئيو اّزادو مصرعو باندي مشتمل نظم ښكاري .. خو دا نظم اّزاد نه بلكه دَ ډېرو پابنديانو سره ليكلی شوی دی او ورته معرى نظم وئيلی شو ­ ولې چې دا نظم دراصل په اتهو برابرو يولس سېلابېزو مصرعو باندي داسې اړه لري ­

                    اوس به لا ما بېرغ په لاس، په غال غال
دَ    پښتنې      ميني     په   نوم    اخيسته
                            ستا دَ زړه مځكه په خپل واك كې ګله
                    چې مړامو سترګو      دې  دَ  ما  له  مخه
                    په    خوبولو   او    په         مړو  مړو   كتو
                    زما  دَ  زړګي  ټولې        غښتلې   جذبې
                    دَ   بې   همته           عسكرانو       غوندې
                    يوه   يوه    ځانته              تسليمه       كړله