"  .....  افضل شوق دَ مئین زړه او خوبَولي ذهن شاعر دی -  هغه دَ امن په هیله انسان  دَ انساني روح سره ملګری  خوښَوي -  هغه رښتیا په ګوته کوي او لوستونکو ته حقائق وړاندي کوي -  دَ" ټوئیسټ آف فېټس" لوستلو ورسته ما په هغه کې انسان دوسته شاعر وَ لټوَلو -  دَ هغه په نظمونو فکري  چینې دَ ژوند ارتقاء عمل  په  زړونو کې  ځای جوړَوي -  او معروضي ( وقتي ) حالاتو دَ اثراتو څخه یې متاثر ګڼي -  هغه دَ وخت  سره سم په وړاندي روان ښکاري -  لکه نور شاعران چې هغه دَ خوب شاعر ګڼي ، زما هم داسي رائیې ده خو هغه خوب ته حقیقي رنګ ورکوي -  ځکه خو اوریجنل محسوسېږي -  دَ شاعر شاعري ژوره فهمه او سدا بهار ده-  او راتلونکی نسل هم ورنه استفاده کولی شي – دَ هغه شاعری زړه راښکونکې ده او زه ورته دَ لوی عمر دُعا کوم  چې هغه دَ خپل قام قیمتي غمی جوړ شي "

   ( بېنیتا پرېم چند .. کېنتا وېلي ، پېراک  ملائیشیا -  خېبرواچ –  اي مېګرین /
                                                                  بلو  چستان  ټائمز -  مخ - ۱۰)

" ....  آرټ  او لټرېچر هغه یوازینۍ لارې دي چې امن یقیي کوي -  ولې چې دَ ادبي فکر هیڅ  چرته پُولي نه وي -  زه دا خواهش کوم چې دَ افضل شوق او الې په رنګه که ادب تر لرې لرې پورې اورسَولی شي نو انسان  به انسان ته نیږدې شي -  او دا خبره به مخې ته راشي چې انسانان ټول یو رنګه دي "
 ( شېزي زیدي  ..  تبصره نګار روزنامه " دي نیوز اسلام آباد- نېټه  ۲۲م
                                                           ستمبر ۲۰۰۶  – مخ –  مېټروپولیټن ۴ )

" .... افضل شوق  دَ خپلو افکارو په بنیاد دا خبره په ډاګه کوي چې انسان چې هر چرته وی ..  انسان دی -  نو ځکه  دا شاعر ځانته پښتون سره سره انسان هم وئیلو کې ویاړ محسوسَوي – کوم چې دائی په نورو قاموالو مفکرانو کې مخه ور کوي"
 ( طارق شاهد .. اسلام آباد – روزنامه" جناح  اسلام آباد" نېټه – ۶ستمبر ۲۰۰۶)

 "..... افضل شوق دومره آزاد دی لکه آزاد نظم ، خو دَ ده فکري زغل دَ دُنیا تر ګوټ ګوټ پورې دی او دئی غواړي چې دُنیا ته خپل افکار اورسَوي -  یو خواته افضل شوق شي او بلې خواته امریکن الې بولنګ ، خبره به ولې دُنیاوي رنګ نه اخلي – افضل شوق  دَ یخې شوې انساني روئیو ته تاؤ ورکول غواړي – هغه انسان په مثالي بڼه لټول غواړي "   
 ( ډاکټر شېر زمان طائزی – روزنامه "ډان" / روزنامه "دي نیوز" ۲۰۰۶)
ــــــــــــ

"  .....  زه دَ ګرانې الې بولنګ  دَ خبرې سره متفق یم چې مونږه ټول ټال انسانان،  یو رقم یُو -  زمونږ جذبات، احساسات او حاجات یو رقم دي -  زه په دې هم اتفاق کوم چې شاعرۍ ارومرو نشي ترجمه کېدای – لاکن فکر او خیال  په خپلو خپلو ټکو کې اړولی شي – لکه الې بولنګ  په ډېره ښه طریقه دَ افضل شوق شاعرۍ انګرېزۍ ژبې ته  اړولي ده"
 ( ډاکټر قابل خان .. اسلام آباد – ټوئیسټ آف فېټس مخکتنه / بلوچستان ټائمز ۲۰۰۶)
ـــــــــــ

" .... یو څاڅکی دَ باران هغه دی چې په سمندر کې دَ سیپي په خلې کې ورلوېږي او موتي ترېنه جوړېږي او بل  څاڅکی هغه دی چې په ډېران لوېږي چې دَ سخا څیزونو نه نور نور بد بُوی راوکاږي -  داسې هر څوک شاعري کوي خو افضل شوق موتیانې پېري او خپل اثر پرېدي -  افضل شوق ژوند ته په حقیقي معنو کې ګوري او خیالات یې لوستونکې متاثره کوي – زه دَ شوق دَ شاعرۍ دَ یوې عامې لوستونکې او پرستارې په حېثیت  ډېره مینه په یو نظم " لو اېنډ سېنټیمنټس" کې وړاندې کوم ،
  توره شپه وه
  وېرېدمه  خو یو کس راته ویلو
  " مه وېرېږه
  ګوره زه تا سره جوغت ولاړ یم"
  دومره وئیلو ورسته یې 
  په سترګو کې دوې سترګې
  رااچولو ورسته  اوویلو
  " زه انسان یم
  تاسره مینه انسان په رنګ کومه
  هله راشه زما څنګ ته"
  او چې زه یې شوم تر څنګه
  نو ما اولیدو په خپلو سترګو باندې
  یو انسان دَ هغه کس سترګو کې
  چې ماته خپل خپل ښکارېدلو
  لکه  هغه چې هم زه یم
  زه چې هم هغه یم
 ( پښتو ته دَ  انګلش ژباړه .... سیده حسینه ګل) 
 ( زېني  ډیسوجا ... انډیا -  شوق ته اي مېل دَ انټر نیټ دَ لارې )


حسینه ګل
  زيارت كاكا صاحب _ نوښار
» ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  »


افضل شوق دَ پُوښتنو په رڼا كې

كله هم يو شخصيت څوك دَ هغه دَ فن يا دَ فكر په حواله نه خو صحيح پېژندلی شي او نه يې ليدلی شي ___ افضل شوق ما ليدلی هم دی  او زه يې پېژنم هم .. او دا زما هاغه دعوه ده چې ښاغلی افضل شوق زه دَ خپلې پېژندګلو په اساس په دې پوښتنو كې دَ هغه نورو ټول پښتنو ته په يو نوي، جدا او منفرد رنګ كې نه يواځې دَ خپل فكر او فن په يو فني او هنري بڼه كې دَ وړاندې كولو كوشش كوم __ بلكه دَ ادب په حقله دَ هغه دَ نظرياتو، دَ هغه دَ مطالعې يو صحيح تصوير تاسو ته هم وړاندې كوم ­ دا پوښتنې ما دَ هغه نه په بېلو بېلو موقعو كړي دي ­


وړمبۍ پوښتنه
 
حسينه-  ستا په باب هيڅوك دا نه شي وئيلی چي ته څوك يې او څه
كول يا لټول غواړې؟؟
شوق -     انسان يم ، انسان اوسېدل غواړم.. او داسې انسان لټول غواړم ­ چې هغه په هره معنا واقعيانسان
وي  .. دَ انسان په رنګه اشرف المخلوقات انسان ­
خو.. دومره وئيلو ورستو افضل شوق چپ پاتې شو او داسې ښكاره كېدو لكه هغه چې څه وئيل غواړي .. خو ژبه ورسره ملګري نه كوي ­ خواوشاته يې په مړو اوكتلو او په نرۍ معصومه موسكا كې يې .. هرڅه داسې راونغاړلو ­ لكه هغه چې هيچرته انسان نه ويني او خپله هم دننه مات رامات شوی وي ­ او اوس بيرته ځان رغول غواړي .. ځان او ذات دَ انسان په توګه تكميلول غواړي .. دَ يو رښتوني انسان په بڼه ­ خو، څنګه ؟ شايد چې دَ دې خبري ځواب دَ هغه سره هم نه وو .. ځكه خو چپ وو او په وړمبي ځل ما خندنی افضل شوق دومره سنجيده ليدلی وو ­ په دې مې خبري په بله واړولې ­


دومه پوښتنه

حسينه-  دَ موجوده پښتو ادب په حقله ستاسو فكر؟
 په دې پوښتنه ښاغلی افضل شوق مايوس هم ډېر وو او څه قدرې جذباتي هم .. ده اووې چې ...
شوق -    نن سبا په پښتو ادب كې بازاري قسمه ادب ميانځ ته راوړلی شوی دی ­ پښتانه اديبان شاعران دَ
مقدار خيال خو كوي .. خو دَ معيار لحاظ نه ساتي .. زما په خيال كه دَ ادب معنا هم دغه ده .. نو بيا خو زمونږ كلاسيكي ادب دومره موړپټ دی .. په خپلو كلاسيكي رواياتو دومره ښكلی دی چې نور ادب مونږ ته هډو ليكل نه دي په كار ­ ځكه چې پښتانه اديبان شاعران په مقاميت زيات يقين ساتي او دَ مودو راسې هاغه زاړه موضوعات دي .. چې دَ ادب په نوم ليكلی شي ­ خو كوم ادب چې خوشحال بابا، حمزه بابا، غنې خان ، قلندر ، كاظم خان شيدا او رحمان بابا  تخليق كړی دی .. نو هغه كافي دی ­ ولې چې دَ نن شاعر اديب دَ وخت دَ غوښتنو خيال نه ساتي ­ انساني ژوند او انساني تهذيبونه چې څومره مخ په وړاندې روان دي ،، كه چرته ادب دَ يوې ژبې دَ تهذيب په اصلي معنو كې عكاسې كوي نو بيا دَ پښتو ادب دا حال ولې دی؟ پښتانه دومره ورستو پاتې خو هم نه دي ­ چې شاعران او اديبان يې دَ عالم نه ورستو ښودلو كوشش كوي ­ او خبره دا ده ، چې دَ هغوئ ادب دَ نن تقاضې ولې نه پوره كوي؟ دې سوال چې كله هم په پښتو ادب كې ځواب پيدا كړو، نو هله به دا وائيو چې پښتو هم سياله ژبه ده  ګنې دَ نن ادبي جنګې روئيې دَ پښتو په حق كې نه .. بلكه دَ پښتو دَ تشخص ساتلو خلاف ښكاري ..زما دَ ژبې اديب يا شاعر داسې ولې كوي ؟ كېدی شي چې دَ دې سوال ځواب چا سره وي .. خو دَ خبرو تر حده ­

دَ ښاغلي افضل شوق دَ دې نظريې په اورېدو زما په ذهن كې يوه بله پوښتنه راولاړه شوه چې .....


دريمه پوښتنه

حسينه-  دا ته كوم ليكل كوې..كوم اُسلوب چې تا خپل كړی دی ، په دې خو پښتانه دَ سره هډو پوهېږي نه ..
نو ته دَ چا دپاره ليكل كوې ؟

دَ دې پوښتنې په ځواب كې ښاغلي افضل شوق اووې چې ..

شوق -    زه دَ نن دَ پاره ليكل نه كوم .. خوشحال بابا او رحمان بابا ته خو هم دا پته نه وه چې زمونږ ليكل به دومره عالمګيريت او اّفاقيت مومي ­ او هسې هم دَ يو فنكار دَ يو شاعر اديب ژوند خو دَ مرګ نه پس شروع كېږي ­ زه دا منم چې زما ليكل دَ نن دَ وخت دَ نقادانو دَ پاره دَ اعتراض او تنقيد يو جواز خو دی .. خو دغه ليكل به زما .. دَ پښتنو دَ تاريخ يوه برخه خامخا جوړېږي ­ په ادب كې چې دَ جديديت كوم اُسلوب ما خپل كړی دی .. دا دَ نن دَ وخت دَ حالاتو دَ غوښتنو عېن مطابق دی ..او كه زه دَ وخت په رفتار او دَ زمانې په حالاتو دَ پوهې شعور لرم .. نو زما دَ ليك دا موجوده معيار به دَ سبا نقاد ضرور مني  .. !!


څلورمه پوښتنه

حسينه-  په پښتو ادب كې دا دومره ډېر حقائق چېړل، ريښتيا ليكل .. دا دَ ادب معنويت ته خو نقصان نه
رسوي؟

افضل شوق اووي ..

شوق -   شاعر دَ قام سترګې دي .. چې په خپل ماحول كې څه ويني ګوري .. دَ هغې  صحيح عكاسي به هغه په خپلو ليكونو كې كوي ­ خو زه دَ يو شاعر اديب كردار دَ يو حكيم او طبيب هم ګڼم .. هغه لحظه په لحظه دَ خپلې ټولنې دَ رنځ وهلي وجود په نبضونو ګوتې كېږدي او دَ خپلې ټولنې مرضونه معلوموي، دَ هغې تشخيص او علاج كوي ­ زه هم په خپل دغه كردار كې خپله ذمه واري پوره كوم ... دَ خپلې معاشرې رنځونه تشخيص كوم .. او علاج يې هم تجويز كوم .. دغه علاج كه په دومره ډېرو ريښتيا وئيلو او ليكلو كې وي .. نو زه په دې حواله دَ مصلحت نه كار نه اخلم ­ زما مطلب دا دی چې زه ملېريا ته زكام او دَ خېټي درد ته سر درد نه شم وئيلی ­ او دا غواړم چې نور اديبان شاعران دي هم دَ مصلحت نه كار نه اخلي او په ډېر صداقت او ريښتونولۍ دي دَ خپلي ژبې او ادب دَ پاره خپل كردار تر سره كړي ­ ځكه چې دَ شاعر كردار دَ يو تاريخ برخه جوړېږي او تاريخ دَ دروغو په حوالو نه جوړېږي ، بلكه  په ريښتياوْ خپل وجود جوړوي ­

 
پنځمه پوښتنه

حسينه-  دا څه چې تاسو دَ پښتو او پښتنو دَپاره دَ ادب دَ لاري كوئ ­ هغې نه مطمئين يئ ؟

په دې سوال افضل شوق اوموسېدو او سر يې اوښورولو او وئيل يې ..

شوق -    نه .. بالكل نه ­  ولې چې نه خو زه لا سم په پښتنو پوهی شوی يم او نه پښتانه په ما پوهی شوي دي ­ ولې چې هغوئ مانه هم دَ ترانو وئيلو يا بابولالی وئيلو توقع لري .. كوم چې زه كله هم نشم كولی ­ په دې چې دا دَ نن شاعرانه بابولالې دَ پښتو سباوْن ته تاوان رسوي ­ قامونه نه خو په بابولالو جوړ شوي دي او نه جوړېږي ­ زما مطلب دَ سندرئيز ادب او دَ ترانو نه انكار نه دی .. او نه تش په تشه سندرې يا ترانې دَ قامونو ادبي ورثه ګڼلی شم ­ سندرې دَ ذهني او روحاني  تفريح ذريعه او ترانې په وقتي توګه دَ يو " مجمعې" جذبات را پارولی خو شي .. خو په يو ادبي شعري " مجموعې" كې يې  شاملول دَ شعري ادب سره ناروا ظلم ګڼم ­


شپږمه پوښتنه

حسينه-  داسې ښكاري لكه ته چې په ادب كې هم دَ سائنسي اپروچ  قائل يې .. لاكن داسې څنګه ممكن كېدی شي ؟

افضل شوق په دې سوال لږ له ځانه ورك شانتې شو او بيا يې اووې ..

شوق -   زه منم چې ادبي كاوشونه په سائنسي لبارټريانو كې نه شي ټيسټ كېدلی .. خو دا ضرور وايم چې سائنس كله هم ادب ته تاوان نه دی رسولی ­ هغه په دې چې دَ ادبي فكر او شاعرۍ نه بغېر سائنس هم خپل تكميل نه شي كولی ­ سائنس دَ فكري انقلاب نوم دی او دا افكار دَ انساني ژوند سره اړه لري ­  ژوند يو حقيقت دی او حقيقت په حقائقو ثابتېږي ­ ځكه خو دَ وختونو او انسانانو تر ميانځه دې رابطې ته ژوند وئيلی شي ­ او بل طرف ته دغه هر اړخيزه شعري او نثري ادب دَ ژوند عكاس .. دَ وختونو محرك .. او دَ زمانو ګواه بللی شي ­ نو ځكه زه په ادب كې دَ ريښتياوْ ليكلو او حقائقو چېړلو قائل يم ­ او يو ښه اديب يا شاعر ته په كار دي .. چې هغه دي دَ نظريو نه بالاتر وي .. ولې چې يو لوئی اديب يا شاعر دَ هيڅ قسم تحريك يا نظريې محتاج نه وي .. بلكه تحريكونه او نظريې دَ اديب نه زېږونه كوي ­ لاكن په ننني كمرشلا ئز ادب كې اديب څه .. چې زما دَ قام نقادان هم دَ يوې نا يوې نظريې يا تحريك سره تړلي ښكاري ­ څوك هر څيز ته په  سرو عېنكو كې ګوري ، چا شنې عېنګې په سترګو ايښې دي ، او ځينې خو هډو ويني لا هم نه .. څه هم كه سترګي لري  ­

               
اوومه پوښتنه

حسينه-  ريښتيا ليكل خو واقعي چې دَ يوې لوې ګټې نوم دی .. په دې دومره ډېرو ريښتياوْ ليكلو تاته پښتنو څومره  انعامونه او ايوارډونه دركړي دي ؟

په دې پوښتنه افضل شوق  په خپل مخصوص انداز كې دَ خندا نه شين شو او بيا يې اووئيل .. 

شوق -   ما ځكه ايوارډونه نه دي ګټلي چې  ريښتيا مي ليكلي دي .. ريښتيا ليكلو ته خو په دُنيا كې ايوارډ نه ... سزا وركولی شي ­ نو  بيا زما په ريښتياوْ به پښتنو ماته څه انعامونه راكول ­ او خبره دا هم ده چې ما كله كتابونه انعامي مقابلو ته لېږلي هم نه دي ­ هغه ځكه چې زه تر انعام زيات دَ خپل ضمير تسكين بهتر ګڼم ­ ما يو انعام ضرور اغيستی دی .. خو هغه هم پښتنو نه .. بلكه حكومت پاكستان راكړی دي په " په لټون ستا دَ څېرې" ­ خو دلته دا خبره كوم ، چې زما كتابونه زما خواږه دوست سهېل جعفر انعامې مقابلې ته لېږلي وو.. ما نه ­ او هغه ګواه هم دی چې دا انعام ما څنګه قبول كړو ­ او يا عظيم خدائی ګواه دی  .. چې هغه ورځ ما ځان يو زرخريد شاعر اوګڼلو، چې زه سټېج ته دَ انعام اخيستلو په غرض اوختم ­ يعنې ما دَ خپل ضمير په مرۍ ښپه اېښې وه ­ او خبر نه يم چې دَ هغې ورځې نه بيا تر ننه پورې ما يو نظم هم ګوره چې ولې نه دی ليكلې ­ چرته دَ دې انعام پيسې خو په ما كې دننه پروت ژوندي شاعر ته دَ غاړې زېندۍ نه شوې  او يا ...؟

دومره وئيلو ورسته  افضل شوق يوه سړه او اوږده ساه دَ خلې نه داسې اوباسله لكه هغه چې خپل قتل پخپلو لاسو كړی وي  ­

په اّخر كې دَ دې پوښتنو په رڼا كې زه دا وئيلی شم چې افضل شوق دَ حق په لاره روان دی ­ او دَ يو داسې معيار ضامن ښكاري چې دَ مقدار جوړې كړي پېمانې به اپوټه نسكوري كړي ­ او خپل نوم به دَ سبا دَپاره دَ معياري ادب په ليكوالانو كې په ډېر محنت او حوصله ليكي .. او زما دا دعا ده، چې دَ فن او هنر كوم سفر په كوم صداقت او ريښتونولۍ ده پئيل كړی دی نو دا دې په ډېره كاميابۍ مخ په وړاندې بوځي ­  چې داسې دَ پښتو ادب خاصكر په نثري ادب كې هم دَ خپل ښكلي نظم په رنګه ښې اضافې اوكړي ...!!
 
پښتون سېلاني افضل شوق
( شوق دَ خپلو تخيلا تي، افسانوي،  ډارمائي .. لاكن دَ حقيقي ليكنو په رڼا كې)
 دَ ادب او فن دې دُنيا ته په راتګ زما په ذهن كې يو سوال وو... معياري ادب څه دی ؟ او څه ليكل په كار دي؟ دغه سوال دَ خپل دې فني ژوند په هر پړاوْ زه ډېره په اضطراب كې ساتلم ­ دَ ليك سره سره دَ مطالعې سفر هم جاري وو ­ دا خو به تاسو منئ  چې وخت په وخت دَ پښتو ډېر ښه كتابونه راځي ­ ما به هم دَ دغه چاپ كېدونكو كتابو نه دَ لوست كار اغيستو.. خو دَ پښتو ادب او ژبې دَپاره چې دَ كوم " معيار" ارماني زه وم .. هاغه معيار راته مخامخ نه ښكارېدو­ يوه شپه مې دَ كوئټې نه دَ يو ادبي شان پروګرام دَ اورېدو اتفاق اوشو .. دَ ريډيو انګازې زما سوال ته دَ ځواب څه امكانات واضحه كړل ­ دغه پروګرام كې دَ ښاغلي افضل شوق دَ نوي شعري مجموعې " شلېدلی امېل" .. ( چې ما يې دَ چاپ كېدو ذكر په اولس رسالې يا يو نيم ځل په ريډيو كې دَ ملګرو نه هم اورېدلی وو) .. دَ شاعرۍ او خصوصاً دَ نظم داسې خواږه نغښتې وو چې په اورېدو يې زما دغه اضطراب نور راولړزولو ­ خو اوس دَ دې اضطراب سره دَ اطمينان او سكون يو داسې احساس هم شامل شوی وو .. چې دَ اضطراب وجود يې شكمن كړو ..!! او بيا دغه كتاب مې تر لاسه كړو­ دَ كتاب دَ هر نظم ، غزل نه مې يو داسې كېفيت او داسې سرور تر لاسه كړو .. چې دَ پښتو ادب دَ پاره راته دَ افضل شوق كار او كردار دَ يو ښه معيار ضامن ښكاره شو .....

د دې كتاب ټوله شاعري دَ پښتو شاعري، دَ هاغه روائيتي رنګ نه بېخي بې نيازه وه .. كومه چې دَ مودو مودو راسې مونږ لولو­ په دې شاعرۍ كې دَ شاعر دَ ليك هر انداز.. دَ ژوند دَ يو نوي اّغاز .. دَ فن دَ يوې نوي دُنيا دَ سوچ دَ يوې نوي ادا داسې محركات نقش وو چې .. دَ يو قاري په حېث يې زما فكر او سوچ ته هم يوه نوي لاره وركړه ­ بيا لږه موده پس دَ افضل شوق سفرنامه " اووه ګامه مزل" چاپ شوه ­ چې دَ پښتو واحده دَ خپل طرز يوه منفرده سفرنامه ده ­  دلته هم افضل شوق په نثر كې دَ يو نوي روايت بنياد كېښودو ­ پښتو كې هر څوكه دَ نثر دَ ليكلو روايت ډېر كم دی .. خو افضل شوق دَ خپل سېلاني طبعې او فطرت له رُويه پښتو نثري ادب كې دَ اووه ګامه مزل په رنګ كې يوه داسې اضافه كړي ده .. چې دَ معيار روايت يې په ځای ساتلی دی ­ په دې سفرنامه كې په هر پړاوْ ښاغلي افضل شوق خپل ځان دَ يو روائيتي پښتون په څير نه دی ښكاره كړی .. بلكه دَ خپل كردار، خپل كار، خپل مقصد تر مخه يې دَ پښتنو دَ قبائلي، قبيلوي رنګ نه ځان ژغورلی دی ­ دَ پښتنو دَ ژوند، دَ هغوئ پښتني غرور.. دَ داسې ښكلو او تابناكه قدرونو سره يې دَ نورو تهذيبونو ته ځان تيږدې كړی دی ­ او دَ دغه قومونو، تهذيبونو سره څنګ په څنګ پښتون وګړی او پښتون قوم يې په يو نوي رنګ كې په دې تهذيبونو او قومونو پېژندلی دی ­ دې سره سره دَ دغه تهذيبونو، دَ دغه قومونو دَ اولس نه هغه خپلو پښتنو ته دَ ميني او محبت دَ لازواله انساني جذبو خواږه راوړي دي ­ دغه جذبې، دغه رشتې چې دَ رنګ، نسل، دَ ژبې، تفريق يا امتياز نه لري .. خو دَ انسانيت په قدرونو يقين لري .. !
        دلته افضل شوق په دې سفرنامه كې .. دَ هاغه قدامت پسنده طبقو.. هاغه روئيې هم راوپارولې كومې چې دَ بدلون قائله نه دي .. او په ژوند كې دَ فن، دَ فكر او په تېره دغه رنګ سماجي بدلون ته په ښه نظر نه ګوري .. خو دې سره سره روشن فكره .. ترفي پسندو طبقو دَ افضل شوق دَ دې زيار پوره پوره مرسته كړي ده.. او يقيناً چې بدلون ، هغه كه فكري وي ، فني او كه سماجي.. هم په دغه طريقه راځي ­ اودَ دې بدلون اّغاز شوق په ډېره نره كړی دی  ­

 ‍   " اووه ګامه مزل" نه ورستو " په لټون ستا دَ څېرې" دَ افضل شوق .. دَ سېلاني طرزفكر يو داسې شعري مجموعه ده چې دَ هغه دَ جوړ كړي او خپل كړي روايت .. يوې بلې سلسلې ته يې هم ډېر هنري دوام بخښلی دی  .. !! دَ هغه دَ مسلسل تلاش او لټون يو داسې هنري ګل بڼ چې دَ هغه سېلاني فطرت يې دَ يو سترګور شاعر په شكل كې .. دَ فن او شاعرۍ په ډېرو خدائيانو اومنلو ­ افضل شوق دَ خپلو ټولو سفرونو ،، مسافرو.. ګرځېدو.. وركېدو .. بېلېدو .. او بيا په يو نوي طرز كې  راښكاره كېدو .. داسې هنر لري چې دَ هغه دَ سفرونو كېفيتونه دَ هغه په شاعرۍ كې هم قاري دَ ګوتې نه نيسي او دَ هغه په سفرنامو كې يې هم دَ ځان سره كوڅه كوڅه په ګرځوي ­ دغه كوڅې كه دَ مصر دَ ښار جادوګري فرعوني كوڅې دي او كه، دَ يورپ دَ سپينو سپينو واورينو ماڼو هاغه طلسماتي دُنياګانې دي چې مونږ يې دَ كوه قاف دَ ښاپېرو په علامتونو كې پېژنو ­ غرض دا دی چې دَ " شلېدلی امېل" نه تر " په لټون ستا دَ څېرې" داسې ښكاري لكه افضل شوق چې دَ خپل ژوند دَ مختلفو پړاوْنو، مختلفو كېفيتونو قيصه ليكلي وي .. په ډېر صداقت، په ډېره ريښتونولۍ دَ خپلو جذبو ، دَ ميني محبت او خپل ځوان رومانيت يو داسې ښائسته داستان يې رقم كړی دی چې دَ انساني جذبو دَ فطري او حقيقي رنګ او فني تنده پرې ماتېږي ­
افضل شوق دَ دې قائل دی چې حقيقي ليكوال او شاعر دَ خپلو انساني او فطري غوښتنو نه منكر نه وي .. او چې څه ويني ګوري .. يا پرې څه تېرېږي .. دَ هغې عكاسي كول دَ اديب او شاعر ذمه واري ګڼي ­ دلته به زه ستاسو توجه دَ " په لټون ستا دَ څېرې"  كې چاپ دَ ښاغلي افضل شوق هاغه درئيو نظمونو ته راواړوم .. چې تاسو ترېنه دَ هغه فني شخصيت او فكري لوئيوالي پوره پوره احاطه كولی شئ ­ " پرونۍ څېره" ، " اتهم رنګ" ، " دَ امن دَ ناوې په واده كې" ­ دلته زما دَ خبرې مطلب دا دی چې هغه په يو وخت په خپلو ليكونو كې فلسفي هم دی  .. ډرامه نګار هم دی .. او بلكه دَ هغه ليكونه يو مخصوص افسانوي رنګ او ماحول هم لري ­ كله كله دَ هغه انداز دومره بيانيه شي .. چې دَ فكر او فن بلا مشكلات په خپله بنده ته هوار كړي ­ مطلب دا دی چې كه زه دا اووايم چې هغه په نثر كې شاعري كوي .. او په نظم كې ډرامه او افسانه ليكي ، نو بې ځايه به نه وي ­ دَ دې ټولو خبرو او دعووْ نه پس او دَ ښاغلي افضل شوق دَ سابقه چاپو اّثارو دَ مختصرې جائزې وړاندې كولو نه ورستو اوس راځم دَ هغه دَ نووْ چاپ شووْ سفرنامو " مزل په واؤرو باندې" چې په كال 2004 كې او " دَ لمر دَ كلي په لور"  چې په كال 2005 كې چاپ شوي دي ته .. په كوم كې چې افضل شوق دَ يورپ دَ سېل تفصيلي حالونه موجود دي ­ په دې سفرنامو كې افضل شوق په نوي بڼه كې له تصويري يا عكسي يوُن  سره رامخې ته شوی دی ­ دا سېل هغه په يورپ كې له نورو انټرنېشنل سېلانيانو سره كړی دی ­ كومه خبره چې په دې سفرنامو كې دَ اهميت وړ خبره ده .. هغه دا، چې دلته افضل شوق دَ سېل دَ حال سره سره څو عمراني مطالعې هم دَ راغونډو شووْ حقائقو په رڼا كې وړاندې كړي دي ­ او بل دا، چې په دې سفرنامو كې شوق په ډېره محتاطه طريقه سفري حالونه او خپلې مشاهدې وړاندې كړي دي ­ دلته هم افضل شوق پښتون ځان سره بوتلی دی او دا كوشش يې كړی دی  .. چې دَ هغه پښتون سترګې خلاسې كړي  .. چي په سپينه ورځ اوده دی ­ خبري په كې صفا، ساده .. خو په علامتي پېرائيو كې  زياتې ليدلی شي ­ كوم چې دَ ده ادبي او شعوري يو داسې كوشش دی .. چې دئی پرې فلسفي يا دَ بلي دُنيا مخلوق يادېږي  ­

افضل شوق كه يوطرف ته دَ يورپ جغرافيه او ترقۍ ستائي .. نو بل طرف ته هغه دَ يورپ دَ خلقو روئيو ته منافقانه  او غرضي روئيې هم وائي ­ هغه دَ خپلو سېلاني مشاهدو په رڼا كې دا خبره ليكي .. چې څومره دَ مغربي انسان " ظاهره" ښائسته ده هومره يې" باطن" سخا دی ­ او بلې خواته دَ مشرقي انسان "بېرون" څومره چې خيرن دی  .. هومره يې " اندرون" صفا دی ­ خو .. دَ نننۍ انساني روئيو نه افضل شوق بالكل نه دی مطمئين او داسې ګڼي لكه انسان چې لا خو دَ ځنګل نه را اوتی نه دی ­ دَ لټون تسلسل دلته په دې پورته ذكر شووْ دواړو سفرنامو كې موجود دی .. خو لږه دَ دې لټون بڼه بدله ده .. او بل هغه دلته ډېر زيات مصروف هم په دې پاتې شوی دی .. چې هغه په دې سېل كې دَ سېل نه علاوه په حقائقو راغونډولو كې وخت تېر كړی دی ­ دا سفرنامې بلا شك و شعبه يو تاريخي دستاوېز ګرځېدلی شي ­ دلته هغه دَ يو تاريخ دان په حېث هم خپله بڼه څرګنده كړي دي ­ دَ هغه په دې سفري حال او په دې كې دَ يورپي اقوامو په حقله .. خاصكر انګلش په حقله دَ  حقائقو په رڼا كې ډېري سنسني خېزي خبري ليكلي دي ­
 وئيلی كېږي چې افضل شوق چې تر اوسه څومره ادب هم تخليق كړی  دی .. هغه دَ ده مشاهداتي ادب دی او بلكه تر دېره حده دَ ده دَ لټون هغه قيصه ده ­ چې افضل شوق ته هزار داستاني رنګه نوم وركوي ­ نو ځكه خو افضل په خپل ناول " پروني مخونه" كې دا ټول څه دَ يو داسې قيصې په توګه رامخې ته كوي چې په هغه قيصې كې دَ ده دَ لټون قيصه هم سرته رسي ­ دا دَ ده خپله قيصه ده .. كومه چې تكميل كېږي ­ افضل په ناول كې دَ خپلې قيصې دَ ډيمانډ مطابق دَ پلاټ غوره كولو نه دا خبره واضحه كړه چې هغه چې څه هم تر اوسه په نثري او شعري ادب كې ليكلي دي .. دا ټول څه رښتيا دي ­ داسې شايد چې چرته په يوې بلې ژبې كې هم نه وي شوي .. لكه افضل شوق چې رقم كړي دي ­ هم ځكه خو په شاعرانو او اديبانو كې ځان معتبر څرګندوي .. او دی هم ځانګړی معتبر­
افضل شوق داسې ادب تخليق كوي چې هغه دَ دې عصر دَ روح په صحيح توګه ترجماني كوي .. اوهركله يې دا جدوجهد كړی دی چې عصري مسائلو ته په شعوري او ادراكي نظر اوګوري .. او دغه ادبي ادا هغه دَ كمرشلا ئزډ يا بازاري ادب نه لري ساتلی دی ­ هم ځكه خو هغه دَ خپل دې نظم " هرڅه هرڅه شته ، خو لا نشته بيا هم " په رنګه همېش دَ لټون په يو داسې تجسس او اضطرابي كېفيت كې ليدی شي .. چې دَ هوا په اوږو لكه يو خوږ اّواز سپور ښكاري ­ يا لكه دَ يو جنوني تندي  يو داسې تږی احساس .. چې په صحراګانو كې دَ ژوند نښې نښاني لټوي .. هم په دې خو دا دَ پښتو مجنون مسلسل كړېږي .. زهيرېږي .. خو بيا هم دَ مصلحتونو په وړاندې ستړيا نه مني او دَ ژوند هر ښكلی رنګ او زړه راښكونكي ښكلا دَ خپل مطلوب " اّئيډيل " مخې ته هر چرته تت ګڼي ­ څه هم كه هغه دَ يورپ ښكلاګانې وي او كه دَ يو بلې نوي اّسماني دُنيا حسين رنګونه  ­ هم ځكه خو دَ يورپ دَ سېل په ورستۍ ورځ چې افضل شوق دَ ډنكارټ ساحل فرانس نه دَ ډووْرساحل انګلېنډ په لور سمندري سفر كوي ­ نو دَ ښكلو انسانانو دَ ځناوري روئيو نه زړه ماتی ښكاري ­ او دَ پورته ذكر شوي وړكوټي نظم خېټه داسې دَ خپل اضطراري ، اضطرابي كېفياتو او دَ  كُل وقتي تجسس په ادبي ټكو ډكوي .. لكه

                    هغه كوم رنګ دی ؟
                   چې به نه وي دلته
                   هغه كوم خوند دی ؟
                   چې به نه وي دلته
                    كه نشته
                   بيا هم دَ دې هر څه پرته
                   هغه ده مينه
                   چې دَ مينې په نوم
                   زړونه هيڅ كله نه ..
                   تش خلې غږوي

                                             ( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ _ 244 )

افضل شوق دَ يو داسې " هـڅې" نوم دی .. چې هغه يو تسلسل لري او هر ځل په نوي نوي بڼي كې دَ راښكاره كېدو ادبي هنر هم لري ­ نو ځكه مونږ په يقين سره وئيلی شو .. چې هغه به دَ يو مجسم ادبي تحريك په شكل كې دَ پښتنو په زړونو كې ورننوتلو دَپاره هلې ځلې هم دغه رنګه تر خپل پاتې ژونده پورې كوي ­ خدائی پاك دي هغه ته ډېر عمر وركړي چې په خپلو نووْ فكري هلو ځلو خپل خواږه ... او په نړۍ كې هر لور خواره واره .. خو ويده پښتانه نه يواځې راويښ كړي بلكه دَ خپل خوب او خيال مطابق يې دَ مخته وتو قومونو سره اوږه په اوږه اودروي هم ­ امين ثمه امين

حسينه ګل