ښكاري چې شوق سره دَ ډېرو ناهيلو ناهيله نه دی ­ ځي او دَ هيلو دَ كاروان سره سم ځي ­ هغه چې يوه هيله ورسره وي .. اودرېدلی چرته شي ­ شوق خپل لټون انتها ته رسولی دی ­ په دې خو مسلسل سفر كې ورك دی او ځانته پېری هم وائي ­ او بله مهمه خبره دا ده ، چې هغوئ خپلې كيسې هم په زيات كمال او په ډېر شوق وړاندې كوي ­ په كومو كې چې دَ ده دَ جذبو صداقت برېښي ­ زه ورته زړَور او ريښتونی شاعر په دې وايم چې خبره ښكاره كوي او څه چې احساسوسي ، هغه په شعر كې راكاږي ­ دَ هغوئ نظمونه مي خوښ په دې خبره شول چې حقيقي او ريښتوني څېرې په فكري هنر او دَ نوي سوچ له لاري داسې څېړل شوي دي ­ چې هره كيسه دَ لوسنونكي په مزغو كې رقم رقم تصويرونه جوړوي ­ او زما په اندازه ، همدغه لفظي او فكري انځورګري خو شوق په پښتو شاعرۍ كې له نورو شاعرانو نه منفرده كوي "
                                                               ( ډاكټر فريده هوډ سېفي _  "په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 39)
ــــــــــ

" ......... افضل شوق ځمونږ دَ نوي قبيلې يو ځوان او ډېر ښه شاعر دی ­ شوق كه نظم ليكي او كه غزل .. دواړه ښه ليكي ­ زه دَ افضل شوق په شاعرۍ كې ډېره بې ساختګي محسوسوم ­ او زما په نزد په شاعرۍ كې تر ټولو لوئی كمال هم دغه بې ساختګي ده ­ په خالي الفاظو او دَ فن په پېچيدګيانو شاعري ، شاعرى خو وي .. خو شايد چې دومره اثر په كې نه وي او ښه شاعركله هم دا پابنديانې نه قبلوي ­ هغه خو دَ زړه خبره كوي او هغه خبره كه په ځان پسخوند وهل وي هم .. نو ځان ترې نه ژغوري ­ لكه شوق چې وائي
مازې  دَ يار دَ موسولو  په  نيت
ټوكه په ځان كول څه ټوكه نه ده
 ( سهېل جعفر _ " شلېدلی امېل" دوم فلېپ _ 1987)
ــــــــــ

" ......... دَ افضل شوق په غزل او نظم كې اختصار ليدی شي ... كوم چې هغه په شعوري توګه كوي ­ دَ هغه په شاعرۍ كې بنيادي اهميت دَ احساس دی ­ سليم راز صاحب چې دَ شوق شاعري دَ سريالزم په سرحدونو كې داخله شوي ګڼي او سعيد ګوهر ورته مجازي عشق نه دَ حقيقي عشق په لور يوُن وائي .. خو زه دې دواړو سره اختلاف كوم او دَ خپلې مطالعې په رڼا كې وايم چې دَ افضل شوق شاعري دراصل دَ ريلزم او سريالزم يو حسين امتزاج دی"

 ( فېصل فاران _ هفت روزه "روشن پاكستان" نېټه7 –14نومبر 2003)
ــــــــــ

" ......... هر لوئی او ريښتونی فنكار همېشه دَ نوو، خيالاتو او حقائقو په تلاش كې وي او دغه تلاش او جستجو په شوق باندې هم دَ نووْ دريافتونو دروازې خلاسوي ­ افضل شوق په بنيادي توګه يو سياح فنكار دی ­ او په پنجابۍ وئيلی كېږي چې " شوق دا كوئي مول نهين" ( دَ شوق هيڅ قيمت نيشته) ځكه خو دې عالمي شوق وَ افضل شوق ته شهرت ورپه ګوته كړو ­ دَ افضل شوق سياحت دَ نورو سياحانو نه ممتاز ځكه دی چې هغه يو فنكار هم دی ­ دَ هغه په سياحت كې چې څومره فن دی .. هومره يې په فن كې سياحت ليدآ شي"
 ( عبدالهادي حېران _ هفت روزه" روشن پاكستان "  نېټه  1- 8 جولائي 2003) 
ــــــــــ
" ......... افضل شوق .. چې بې وزره دَ خپلو خيالاتو او افكارو په سهاره الوتی ليدلی شي .. بلكه دَ دې كره ارض سينه يې هم څيرلي ده او مخته اوتی دی ­ هغه دی خو انسان .. لاكن دَ يو نه ښكاره كېدونكي انسان په رنګه چې جادوئئ ټوپی يې په سر كړي ده ­ زما يقين دی چې كه دَ هغه په كتابونو باندې دَ هغه تصويرونه نه وی .. نو هغه ته دَ هر قسم څيز شكل وركول كېدی شو­ ماته دَ هغه دَ وړمبۍ شعري مجموعې دَ چاپېدو وخت ښه په ياد دی .. چې هغه يې دَ شهرت وَ اّسمانونو ته رسولی ووْ ­ داسې خو هغه په پښتو كې ليكل كوي خو دَ ليكلو معيار يې انګرېزۍ، فرانسيسۍ، اُردو او نورو مخته اوتو ژبو دَ ليكوالانو نه په هيڅ معنا كم نه دی ­ نو ځكه هغه ته تش دَ پښتو شاعر يا اديب وئيل .. دَ هغه شخصيت محدود كول دي ­ ولې چې دَ هغه په افكارو كې اّفاقي رنګ  دَ عصري تقاضو مطابق ليدی شي "
 ( رفعت اعوان _ " روزنامه جنګ كوئټه"  نېټه 17 مارچ 2005)
ــــــــــ
 
" ......... دَ افضل شوق تحريرونو زه داسې په ګرفت كې واخيستم چې ما دَ هغه درې واړه سفرنامې اولوستلې ­ په پښتو كې دَ هغه سفرنامو دَ يو نوي انداز رواج راويستو­ په خپل ځانګړي طرز كې افضل شوق په ادبي دُنيا كې ډير اوچت شهرت لري ­ شاعر خو هغه .. اول هم ډېر مقبوله دی ­ دَ هغه مختصر نظمونه چې هغه په يورپ كې ليكلي دي هم دَ منظومې سفرنامې حېثيت لري ­  دَ كوم دَپاره چې هغه دَ شاباشي مستحق دی ­ دَ هغه په سفرنامو دَ قاري دپاره دَ دلچسپيانو سره سره  عمراني مطالعې او معلومات قدم په قدم ليدلی شي ­ "
 (  عمرګل عسكر _ " روزنامه جنګ كوئټه"  نېټه  19 مئي 2005)
ــــــــــ
 
" ......... كله چې ما دَ افضل شوق نوئآ كتاب اولوستلو ، نو ماته دَ نوي عالمي ادبي اصطلاح را په ياده شوه ­ افضل شوق باچا سړی دی چې كتابونه په ملګرو كې مُفت تقسيموي ­ او دَ ماركېټنګ هيڅ شوق نه لري ­ لاكن كه دَ افضل شوق دغه دلچسپه كتابونه كه په يورپ كې په انګرېزي ژبې كې چاپ كېدلو .. نو په لكهونو كاپياني به يې خرڅې شوي وی ­ دَ هغه په سفرنامو كې نه يواځې دَ سفر حالونه دي بلكه په دې كې دَ هر ليدلي ملك ادبي، ثقافتي، سياسي، سماجي او معاشرتي صورتحال او معلومات هم ليدلی شي ­ دَ هغه په سفرونو كې دَ قره العين حېدر دَ ګلګست خاصې هم شته او دَ " نيو ريالزم"  تهيوري هم ..ځكه په فن كې ځمونږ افضل باكمال دی"
 (  فاروق سرور _ " روزنامه جنګ كوئټه"  نېټه 16دسمبر 2004)
ــــــــــ
 
" ......... سفرنامه ليكل دَ هر چا كار نه دی ­ ما ډېري سفرنامې لوستي دي چې دَ كتاب په سر يې سفرنامه ليكلي وي ­ خو ولې هغه خو يا رپورتاژ وي او يا يوه ډائرۍ ­ خو افضل شوق چې كومې سفرنامې ليكلي دي .. هغه په ريښتيا سفرنامې دي ­ ځان يې پسې كړولی دی ­ په كور كې يې څه خيالي سفرنامې نه دي ليكلي ­ دَ هغه په سفرنامو كې داسې محسوسېږي لكه چې دا بيان .. بلكه په حقيقي نظر دََ دغه مقام سېل كوي ­ افضل شوق يو داسې معتبر نوم دی چې دَ لر وبر او جنوبي پښتونخوا ليكوال يې نوم په ډېر ادب او احترام اخلي ­ هغه كه نثر ليكي او كه نظم .. په دواړو كې يې ډېر زيات مهارت دی ­ بلكې زه خو بعضې بعضې ليكولانوته .. كوم چې دَ سفرونو شوقيان دي او سفرنامې ليكي وايم ­ چې دَ سفرنامې چل دې دَ ښاغلي افضل شوق نه زده كړي"
 ( مصور قرېشي _ " روزنامه وحدت پښور" نېټه 19 فروري 2005)
ــــــــــ

" ......... افضل شوق چې تعلق يې دَ كوئټه بلوچستان نه دی ..دَ پښتو ژبې يو ډېر بېژندلی اديب او شاعر او مشهور سفرنامه نګار دی ­ هغه چې څومره ادبي كتابونه هم چاپ كړي دي .. دَ پښتو سنجيده قارئينو كې ډېر زيات خوښ كړي او ستائلي دي ­ هغه دَ يورپ په سفرونو كې دَ هر ځای او ښار وَ هر هغه څيز ته ګوته نيولي ده .. چې يو بهترين او كامياب سفرنامه نګار يې قلم بند كوي ­ هغه دَ هر ملك او ښار دَ اوسېدونكو خلقو بودوباش نه علاوه تهذيب وتمدن ته دَ يو ښه صحافي په نظر هم كتلي دي ­ دَ پښتو په ليكلی  شووْ روائتي سفرنامو كې افضل شوق په وړمبي ځل انفراديت او جدت ځكه پيدا كړو­ چې هغه دَ محل وقوع په مناسبت دَ هري خبري اّغاز كوي ­ او دغه خاصه دَ هغه په نظم ليكلو كې هم ليدی شي" 
   ( سنډې مېګزين .. " روزنامه مشرق پښور" نېټه – 7 نومبر 2004)
ــــــــــ
" ......... لېوني مې ډېر اوليدلوخو دَ شوق غوندې لېونی مې هيچرته نه اوليدو ­ چې په فټ بال اخته شو ، نو له فټ بال سره ې دَ مجنون غوندې عشق شروع كړو­ چې دا تنده يې ماته شوه ، نو دَ شعر په لېونۍ لوبه داسې اخته شو ­ چې په يوه وخت كې به يې درې څلور منظوم شيان اوليكل ­ دغه رنګه چې دَ كمپېرنګ په موذي مرض اخته شو .. نو له رېډيو پاكستان كوئټي نه پښتو " امېل" پروګرام يې دومره په مستۍ كاميابۍاو په شوق شپږ كاله مسلسل اوچلولو .. چې فلمي هېروئيني مسرت شاهين غوندې يې دَ ستورو په شمېر خپل پرستاران پيدا كړل ­ او بيا چې په سياحت بوخت شو .. نو او س چې يې حال كوې ، نو پته به اولګي چې فلاني ملك له لاړ دی ­ 
 (پروفېسر محمود اياز _  مياشتنۍ مجله .. " ليك "  مئي جون 1996)
ــــــــــ
 
" ......... افضل شوق  زمونږ دَ دې سيمې نه بلكه دَ پښتو ژبې هغه خوږ ژبی شاعر  دی چې پښتو ژبې او پښتون قام ته ورپېښي ستړي او دَ هغو ستړيو دردونه  دَ ده دَ شاعرۍ بنيادي موضوعات دي ­ ځكه خو دَ شوق په شاعرۍ كې دَ غم جانان سره سره غم دوران دېر نمايان دی ­ دَ شوق صاحب شاعرانه احساس مونږ دَ ده په غزلو او نظمونو كې بېخي واضح ليدلی شو ­ ځكه چې دَ شوق صاحب نظمونه واقعي دَ خپل  وسعت او اثر په وجه په پښتو ادب كې ځانته جلا او بېل مقام لري"
   ( فېض محمد شهزاد _ "جرس نظم نمبر" كال 2001 .. مخ 1009)
ــــــــــ

" ......... ( دَ افضل شوق دَ يوه نظم دَ لاري) .. هغه كه له ژونده تنګ دی او ژوند دَ خپلو اوږو بار بولي .. هغه دَ نن دَ بې حسي ټولنې ساړه لاسونه دي چې دَ انسان دَ ميني ګرم وجود يې په ساړه او بې حسه وجد بدل كړی دی ­ دَ ماده پرستۍ زهر يې دَ انسانانو مېني، كلي او ښارونه په ژوندۍ اديره بدل كړی دی ­ افضل شوق دَ ژوند دا ظاهري ښكلا نه قبلوي ­ دئی دَ نن ښائست او تش دَ بې معنا لفاظي قائله نه دی ­ افضل شوق دَ ميني له جذبو څخه خلاسې رشتې تش ګلان ګڼي ­ افضل شوق دراصل دَ نظم شاعر دی ­ دَ ده كوچني مګر جامع نظمونه دَ ده وَ شاعرۍ ته ژوند وربخښلی دی ­ دَ ده جذبې دَ لفظونو محتاجه نه دي بلكه لفظونه دَ ده په جذبو دَ ځان تول زياتوي ­ دئی دَ نظم ګو شاعرانو په صف كې ځان نه دروي .. بلكه دئی خپل نظمونه دَ نظمونو په صف كې دروي ­ افضل شوق نه دَ مقابلې ښكار دی .. نه دَ شهرت په تلاش دی او نه دَ صف بندۍ قائله ­
 ( نصيب الله سيماب _ "جرس نظم نمبر" كال 2001.. مخ 1121او 1123)
ــــــــــ
 
" افضل شوق ته نذر"
 
دَ  سفر  شوق   دي    ستړی   مه  كړه   دَ   فكرونو اوږې
دَ   اروپا   نه   دې   پښتون   كور   ته   سوچونه   راوړل
دَ   امنيت   خوب   دې  رښتيا   شه   په  ښايست مئينه
بارودو    سووْ    سترغليو    له    دې   خوبونه     راوړل
*****
دَ روم،اټلي،سپېن،جرمني،سكاټ لېنډدَهرځای چې وي
پري   زادګيو      او  خوشبويو    پسې  شوق    كړی  يُون دی
مطالعه    ده           ،       تجزيه        كه         مطلب           تنده   ده
ويړ         كائنات             كې    دَ    ښكلا دَ  سرچينې  لټون دی
*****
دَ   نظر   تنده   دي   سړه   نه   كړه    دَ          واورو        كوڅو
دَ    طلب   سترګې   دي   لا   نور نور منظرونه       غواړي
دَ   كائنات     دَ    مصور   دَ        هر    شاهكار      په     لټون 
شوق  دی  دَ  وېړ  جهان  دَ ګوټ ګوټ سفرونه    غواړي
*****
دَ ژوند او ژواك، خوراك او څښاك په باب به وي مهذب
ټول   دَ   هوس  درياب    كې     ډوب     دي       ناخبر  دَ   ځانه
دَ      مقدسو    رشتو      نرخ     تر   سرې        كاسېرې   كم دی
رقص     دی   ،     نغمه  ده  ،  خوشبوئی  دَ   اّزادي   پرېمانه
*****
                  منمه    شوقه!    په    اُلفت    كې   هم   افغان  ګڼې  ځان
لېمه    دي   ټيټ   كړه   سرلوړي   دي   د َ ځان اوساتله
يو    " ونېسا"   څه   ،   ترتا  ټولې  پېرنګۍ  شه قربان
دَ   سيالو   سيال   وې   او  پښتو  دي   په  كې  اوپاللا
*****
چې   سائې   خپلو       كې       ګډېږي    او       يو   كېږي  سره
" دَ  مقدس ښار  فرېبي   ژوند"  په راز پوهی شوې كه نا؟
دَ لاراكُوك  هغه كلك خواست دَ ډانس دې ولې رد كړو؟
دَ  سېلاني    پښتون    دَ    زړه  په  اّواز  پوهی  شوې كه نا؟
*****
دَ جذبو جنګ چگې چرته خوږ شي  ته  ترې  لري تښتې
ته   دَ    مغرب     دَ      دروغجنې   موسكا     نيت    پېژنې
تا   دَ   سفر    داستان   كې  راز  دی   دَ  قدرونو نغښتی!
دَ  خپل  فطرت  په  ضد  افضل  يې    پښتون پت پېژنې
*****
مائيكل  اېنجلو  ته  هوسېږي  سرې  مخمورې  پېغلې
كه   خنده   رويه   دي   دولت   ګټي  ....... جنسي اّلې دي
او   دَ   موزارټ   په   موسيقي مستې مسرورې پېغلې
دَ   محبت   دپاره   هر      زړه    ته        دَ       سرو  تالې  دي
*****
تا   ته   دَ   خپل   وطن  دَ  خوارو خواره ورځ ښكارېده
دَ    ائيفل   ټاوْر   دَ        نظارو   په   ښكلاګانو   كې  هم
په   خپل   وطن   كې   دَ   بارودو  بُوئ  دې نه هېرېده
دَ   خوشبويانو   دَ  هېواد   په  خوشبويانو    كې   هم
*****
تا    دَ    لندن     دَ   سړيتوب    پټي        څېرې     اوليدې
په   ځان   مئين   دي   په  شراب او په دولت مئين دي
په   انګوري   اوبو   چي گ  پائي   دَ عربو ..... شېخان
دين  يې  بدنام  كړو  په  هوس او په شهوت مئين دي
*****
لفظي   تصوير   دي   هـر   منظر  كړو  په هنر او كمال
ځان   دي   غلام   نه   كړو  دَ  مستو سحرګرو سترګو
څومره  يادونه په كې عكس شو دَ ښائست او جمال
در جار شم  شوقه!  ستا له ښكلو انځورګرو سترګو
*****
ته   اېشين  وې ، ته  پښتون  وې كه نا بل څه چل وو!
توپير   دې   بد  ګڼه  انسان وي هغه سپين وي كه تور
" مزل په واورو باندې" ګران وي خوهمت دي مل وو
سفر  دې   اوكړو    په   اُميد   " دَ  لمر  دَ  كلي  په   لور"
*****
دَ  خوشحالۍ  دَ   ورځو   شپو  سپرلی  ارمان  دَ  وطن
دَ            نړئيزو      سېلانيانو           دَ        قطار       سالاره
دَ   امن   ناوې   ته   لېواله    واړه           جنجيان   دَ وطن
ته    دَ   پښتون   سنګر   دَ  خوب   تعبير يې شوقه ياره
            »»»»»»»»
  

  دَ افضل شوق دَ دووْ سفرنامو" مزل په واورو باندې"  او" دَ لمر دَ كلي په لور" په تاثر كې دا نظم اوليكلی شو ­ دغه دَ يورپ سفرنامې په پښتو ادب كې يوه ګټه وره اضافه ده او دَ يو پښتون سېلاني شاعر، اديب، سفرنامه نګار دَ پښتو سره دَ بې كچه مينې يو نه هېرېدونی ثبوت دی"

                                                                 ( نورالاسلام سنګر _ اسلام اّباد كال 2005)
ــــــــــــ

ايوارډ
            
تا په ازغو دَ مزلونو جوړ قسم كړی دی
             چې دَ احساس درد دې راويښ شي
نو دَ كوره اوځې
           په كلو ګرځې
             په ښارونو
             په ملكونو ګرځې
             دَ ښاپېرو،
دَ ګل غوټو مېلو كې ځان هم ورك كړې
             " دَ يو څېرې په لټون" څومره څېرې
خپلي ګڼې ؟
             دغه لټون
             او دا تلاش دې څه بې شانه ښه دی
             زما پښتو ته دې پرې څومره ډېر څه اوګټلو
             ستا دَ هنر دَ رڼاګانو دُنيا خړه مه شه       
             ستا پښتني ارمانپه فكر كې لوخړه مه شه
             زما پښتو په دې رڼا
             او ستا په فكر پائي
             ته چې شاعر يې
             ته چې مينه غواړې
             حسن غواړې
             دغه غوښتنې هم دَ دغسې فطرت خاصه ده
             ستا دَ " شلېدلى امېل" ټولي جذبې
             ماته دَ حسن دَ ښكلا دَ باغ سندرې وائي
             دغه " شلېدلی امېل" داسې چې دانه وانه دی
             دَ دې امېل دانه وانه مرۍ زه داسې ګڼم
                                                           لكه زما دَ پښتنو خواره واره هډونه
             دا كه راغونډ شي
نو زما وجود به وده اوكړي
             دا كه راغونډ شي
             ته به هم دَ سكون ساه واخلې
             دا كه راغونډ شي
             نو زما هستۍ به
             دَ دُنيا لوئي هستۍ اومني ..
تسليم به يې كړي
             بس دَ جذبو او دَ هنر سفر دې
             دغسې په منډه اوسه
             په دې سفر كې
دَ " اووه ګامه مزل" سندره هېره نه كړې
دغې سندرې خو دَ هر فكر اظهار كړی دی
دغه سندرې خو هم ستا وجود
او ستا نامه هم
             په ګل درو
             او په ګل مخونو داسې اوشيندله
             لكه دَ پېغلې دَ اوربل خوه وره خوشبوئي
             لكه زما دَ پښتني وجود دَ عطرو خوله
             دغه سندره كه زما او ستا دَ خياله اوځي
             نو دَ خيالونو او رنګونو چم به غلی نه شي؟
             منم چې ته دَ انعامونو نه بې نيازه ګرځې
             په اېوارډونو دې څه كار نيشته دی
             خو يو اېوارډ او يو انعام
             خو داسې هم وي ګله !!
             چې دَ خپل قام دَ اولس زړونو كې
             يو ځای اولري
             دغه انعام شايد چې تا اخيستی
             دغه اېوارډ لكه هم تا ګټلی

( حسينه ګل ­ " درې مياشتېنۍ جرس كراچۍ" ګڼه 47 مه، مخ ­ 88 - 89)
ــــــــــــ

 افضل شوق دَ سیلالو ژبو دَ لیکوالانو په نظر کې
( دَځینو نورو پښتو نقادانو او سیلالو ژبو دَ لیکوالانو تنقیدي آراء .... ، چې  دَ  امریکائي شاعرې او لیکوالې الې بولنګ له اړخه دَ افضل شوق  پښتو شاعرۍ په انګلسۍژبې کې  ژباړلو سمدستي   دَ "ټوئیسټ آف فېټس" په نامه کتاب کې  په ریکارډ باندې راغلي دي–  زه غواړم چې دَ نیټ دَ لارې خپل دا تنقیدي زیار دَ نورو نقادانو په رائیو هم  مثبت او منطقي دلیل ته اورَسوم   -  چې دَ ښاغلې شوق  دَ ادبي کړاؤونو او فکري ستړوحق پرې ادا شي -  ځکه زه دا مناسب ګڼم چې دا لاندې ورکړل شوې رائیې دَ انټرنیټ  دَ دې برخې په ذریعه خلقو ته اورسوم -  حسینه )
»»»»»
" ...... دَ شوق  په شاعرۍ کې  نوي فکري عکسونه او موضوعات دَ نړۍ دَ خلګو توجوه ګټلو سوب ګرځېدلی شي-  ولې چې دَ هغه په لیک کې داسې خوبونه مخې ته راځي چې په کې دَ یو مکمل انسان څېره داسې څرګندېږي چې په ویښه لیدل یې له امکان نه وتی خبره ده – لاکن  دَ دې شاعر مسلسل  لټون زه په دې مجبوره کړم چې دَ افضل شوق افکار نړۍ ته په دې نیت وړاندې کړم چې په بېلابېلو جغرافیائي څنډو کې دَ مېشته شوؤ انسانانو تر منځه دَ ژبو ، مذهبونو او کلتوري توپیر پرته هم تر خپلوحیاتیاتي بڼي، خندا ژړا، مطالب، حاجتونه، مینه او دَ نفرت اظهار، تنده  لوږه .. هن چې دَ ژوند او مرګ سره هم په یو رنګه دړدونو او کېفیتونو کې مخامخ کېږي –   هیله کوم چې شوق  به خپل دغه لټون او لیک دَ یو بل سره ګندلی وَلري" 
 ( الې بولنګ .. امریکا - " ټوئیسټ  آف فېټس" مخ -  ۱۰ او ۱۱)     
ـــــــــــ

" ..... دَ افضل شوق فکر او خیال ډېر اساسیت په دې خبره لري چې  هغه  انسان دَ  خپل فطرت په سمون  وړاندي کولو هڅه کوي – هغه مینه غږَوي .. دَ یو تجربه کار مینه وال په حېثیت او هغه دړد او خوندپه خپلو افکارو کې احساسَول غواړي  چې انسانان یې متلاشي دی"
 ( اندریا سرکاني  .. رومانیا- " ټوئیسټ آف فېټس" -  مخ ۹)  
ـــــــــــ

" ..... داسې خو دَ هرې ژبې دَ شاعرۍ یا ادب ژباړه کېږي  خو زما په خیال چې زمونږ په هېواد کې داسې مثالونه ډېر کم دي چې دَ یو انګرېز دَ لاسه په انګرېزۍ کې دَ قامي ژبو او په خاص توګه  دَ پښتو ژبې دَ افکارو ژباړنه شوی وي – خو دَ افضل شوق  دَ ۳۳۳پښتو نظمونو ترجمه دَ امریکائي شاعرې او آرټسټې الې بولنګ په خوږه امریکائي انګرېزي  لهجه کې یو مثال دی – کوم چې دَ ښاغلي شوق دَ شاعرۍ آفاقی رنګ ، خوند  او فکري اهمیت یو په دوه  زیاتَوي –  دَ  الې بولنګ دغه کتاب" ټوئیسټ آف فېټس"  دَ افضل شوق دپاره یو غټ اعزاز دی چې دئی ممتاز کوي په پښتو شاعرانو کې ... "
( افتخار عارف .. چیرمېن اکادمي ادبیات پاکستان -  ریکارډ شوي رائیې" دَ ټوئیسټ آف فېټس مخکتنه -  اسلام آباد – نېټه .. ۲۱م ستمبر۲۰۰۶)   
ـــــــــــ

" ..... محترمې الې بولنګ  دَ مشرق او مغرب تر منځه  پُل جوړ کړو چې کله یې دَ افضل شوق پښتني شعري افکار مغربي دُنیا ته وړاندې کړو – یعني افضل شوق چې کومې ایندارې دَ خپل قام او ملت په حقله وړاندې کول غوښتلو .. هغه الې صاحبه ممکن کړو او دَ شوق شاعرۍ یې په انګرېزۍ کې واړَوله – ځکه  خو نن په ټوئیسټ آف فېټس باندې ستر نقادان خبرې کوي"
 (  شېرباز خان  .. نمائنده روزنامه ډان اسلام آباد -  دَ چاپ نېټه -  ۲۲م ستمبر ۰۶– مخ ۱۹)
ـــــــــــ
 
" ..... دَ هغه فکري اپروچ په حقائقو باندې اړه لري – هغه دَ یومثالي شخص په تلاش کې لیدل کېږي -  او انسانان په دې خبره پارَوي چي هغوئ دَ هغه څېښتن سره رښته دَ رښتوني انسانانو په څیر اوساتي چې هغوئ یې تخلیق کړي دي  "
    ( ارناني – آئي – پاپیتو .. فلپائن – " ټوئیسیټ آف فېټس" مخ ۹)
ـــــــــــ

" ....  په ادب کې ترجمه هرکله داسې رول ادا کوي لکه یو پُل چې دَ  دوؤ ژبو دَ لوستونکو تر منځه جوړ شي -  لاکن چې کله ترجمه دَ نړۍ ژبې انګرېزۍ کې کېږي نو دَ دې مطلب دا وي چې خبره دَ نړۍ په سر منظر عام ته جوړه شوه – نو ځکه زه دې پښتون شاعر افضل شوق ته دَ هغه په نړیوال کېدلو اومبارکي ورکوم  "
 ( ډاکټر طارق رحمان  .. اسلام آباد -  ټوئیسټ آف فېټس  مخکتنه – نېټه ۲۱م ستمبر ۲۰۰۶)
ـــــــــــ

" .... دَ افضل شوق نظمونه څومره چې وړوکې  دي ، هغومره تاثیر ناکه هم دي – مثال یې دَ توپک دَ ګولۍ دی چي وي وړوکې خو انسان وجني "
 ( هاشم بابر .. اسلام آباد – خېبر ټي وي چېنل / ټوئیسټ آف فېټس – مخ ۷ )
ــــــــــ

" ....   زه داسې محسوسَوم لکه  افضل شوق چې هغه څه لیکي کوم څه چې زه لیکل غواړم – ځکه خو هغه او دَ هغه افکار راته خپل خپل ښکاري -  دَ هغه لفظونه دَ لوستونکي دَ ذهن  دَ خوښې خوراک جوړېدلی شي -  دَ هغه دَ شاعرۍ لوستلو ورسته زه په دې نتیجه اورسېدم چې  دَ هغه په افکارو کې رومانیت  له  محرومیانو سره اوږه وهي -  غربت، مرګ ژوبله ، بې انصافي ،  او غېر انساني روئیې  دَ هغه ذهن او زړه په لړزان کړی دی -  دَ افضل شوق په شاعرۍ کې ډېر زیات نظمونه زما خوښ دي –  زه  دَ هغه په شاعرۍ کې اختصار خوښَوم – هغه په  څو لفظونو یا مصرعو کې لوي کیسې وړاندي کوي  -  ځکه  زه له ګرانو لوستونکو هیله کوم  چې زما دغه ډېر ښه ملګری افضل شوق  شاعرۍ به وَ لولي  او خوښه به یې کړي"
 ( مالیسا لوندین  ... امریکا - " فار دي لو آف ورډز- "خېبر واچ " اي مېګزین")
ـــــــــــ
" .... دَ پښتو ادب ژباړنه داسې خو په اُردو، پنجابۍ او نورو قامي او مقامي ژبې کې شوې ده خو دَ افضل شوق  دَ پښتو شاعرۍ دغه انګرېزي ژباړه  ځانګړی حېثیت لري  او دلته  دا خبره  څرګنده شوه چې دَ مشرق سیمه ایز  افکار که په ښه توګه قلم بند شي نو دَ مغرب لوستونکي متاثره کولې شي .. لکه افضل شوق چې دا خبره ثابته کړه چې هغه نه یوازې دَ پښتنو شاعر دی بلکه دَ هغه فکر ته مغرب هم ګوته په غاښ دی -  شوق هم لکه  غني خان ځانته دَ نظم میدان خوښ کړی دی او نوم  په کې ګټي لګیا دی – دَ افضل شوق زیار دَ ستائینې وړ دي"
 ( خرم خرام صدیقي ... اکېډمي ادبیات پاکستان -  بلوچستان ټائمز کوئټه –  )
ـــــــــــ