عجبه دا نه، چې انسان ستورو سپوږمۍ ته خېژي
عجبه دا ده .... چې دَ پت ، ښېګړي ، تُوري ، وفا
څېښتنو هم ګورئ .... په زد دَ رڼا........................
وَ يويشتمي انساني پېړۍ ته........................
په سرو لاسونو او په سرو سرو داړو.................
داسې په نره او وياړمنو سترګو.......................
په جهادي نارو ور وَدانګلو..........................
لكه لېوان چې په رمه ورګډ شي........................
۲۹ ـ ـ مجرم
زه چې ګورمه
هر لوري
راچاپېر دي دېوالونه
دريابونه
هسك هسك غرونه
او يا غم او وسوسې دي
چې زما په خوا و شا كې
اتڼونه كوي .. غورځي
دائرو غوندې راترځي ،
خو، سربېره لا دَ دې هم
په قصور دَ خپلواكۍ زه
نيول شوی يم
مجرم يم
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 220 )
دا نظم هم ښاغلي افضل شوق ، دَ نن دَ حالاتو ، دَ انسان دَ بې وسۍ .. بې كسۍ اوتنهائي په تناظر كې ليكلی دی او دا حقيقت هم دی چې دَ نن انسان په مختلفووهمونو، فكرونو ، طبقاتي كشمكش، نفسياتي رنځونو ، اقتصادي ناهمواريانو په ولقه كې راګېر دی او هغه هم دَ يو داسې روائتي او شخصي نظام دلا ندې چې انسان په كې هډو انسان نه ښكاري نو بيا دَ انسان دَ اّزادۍ او خودمختارۍ قيصه دَ كوم ځای نه شروع كېږي؟
دَ افضل شوق دا نظم كه په سياسي او سماجي حواله اوګورو .. نو دَ دې دور او دَ دې هېواد چې افضل شوق يې يو غړی دی .. باندې يو تنقيد هم دی داسې تنقيد .. چې په نووْ نووْ لفظي تراكيبو او استعارو او اشارو خپلې معنې نوري نوري پراخوي ولې چې په دې نظم كې هم دغه لفظي جوړښت خو دی .. چې نظم ته دَ شعريت نه علاوه دَ يوې سياسې الميې رنګ هم سپاري دغه تړون دَ لفظونو تر ميانځه داسې جديدې محاورې هم مخي ته راوړي لكه .." دېوالونه راچاېرېدل" ، " دريابونه چاپېرېدل" ، " غرونه چاپېرېدل" ، " دَ غم او وسوسو اتڼونه" ، " دائرو غوندي ترځېدل" او " په قصور دَ خپلواكۍ مجرم كېدل" .. چې په معنوي اعتبار فكر ته وسعت ورسپاري
دا نظم په فكري لحاظ چې څومره ژورتيا لري ..هم هغسې ذومعنې اشارې دَ دې نظم اّفاقيت په علامتي اشارو كې برقرار ساتي څه هم كه لږ ابهام لري .. خو يو لوستلی قاري ترېنه دَ خپل مطلب معنې اغيستلی شي په فني توګه دا څورلس مصرعيز نظم چې ښكاري خو اّزاد .. لاكن اّزاد نه دی بلكه دا نظم په پنځو داسې مصرعو باندې هم په شپاړس شپاړس برابرو سېلابونو كې تقسيمېدلی شي چې ورته بنده پابند يا معرى نظم وئيلی شي تاسو يې خپله هم اولولئ
زه چې ګورمه هر لوري ، راچاپېر دي دېوالونه
دريابونه هسك هسك غرونه اوياغم او وسوسې دي
چې زما په خوا و شا كې اتڼونه كوي ..... غورځي
دائرو غوندې راترځي ، خو .... سربېره لا دَ دې هم
په قصور دَ خپلواكۍ زه نيول شوی يم .. مجرم يم
۳۰ ـ ـ مونا ليزا
ستا موسكا ګوره چې څله؟
پاروي په دې ګمان ما
چې هم ته هغه جينۍ يې
چې مې تل دَ خوب او خيال په
ټاپوګانو لټوله
او يا لئيو نارډو يم خپله
چې دَ څو پېړيانو ورسته
قسمت بيا راويستم تاته ،
خوبس .. دغه الميه ده
چې دعوه كولی نه شم
زه په تا باندې اوس ځكه
چې دا زما څويم جنم دی
او ته يې په خپله بڼه
موسكنۍ غوندې هغسې
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ – 227 )
هسې خو افضل شوق خپل ځان دَ هر قسم انساني فرقو او تفريقاتو نا بالاتر يو انسان ګڼلي هم ځكه خو هغه دَ انسان په رنګه دَ انسان خبره كوي خو دلته په دې پورته نظم كې .. چې افضل شوق په پېرس ( فرانس ) كې ليكلی دی .. كې داسې څرګندېږي چې هغه نه يواځي هر اړخيزه انسان دی بلكه كله كله خو دَ وخت او زمانې دَ قيد نه هم ځان اّزاد ګڼي هغه يقين لري چې وختونه انسان نه .. بلكه انسان وختونه خپل شاته پرېږدي څه هم كه داسې په ظاهره ممكن خو نه دي ... خو دَ ده په خبري كې يو دليل هغه وخت حقيقي بڼه اوزېږوي .. چې كله دئی دَ موناليزا دَ هغه اوريجنل تصوير په وړاندي ولاړ دی .. چې درې نيم يا څلور سوه كاله اّګاهو په فرانس كې لئيو نارډو نومي يو اّرټسټ جوړ كړی وو
افضل شوق په خپل دې نظم كې موناليزا نه پوښتنه كوي او وائي .. چرته دغه خو هم هغه جينۍ نه ده .. چې ده ته په خوبونو او خيالونو كې هر وخت راځي ؟ خو بيا چې هغه په فرېم كې بنده موناليزا هيڅ ځواب نه وركوي او چپه دَ خپل خاموش فطرت دَ وجې پاتې شي .. نو شوق صاحب ورته ښه په نېغه كتلو پس دا خيال زړه كې راوړي چې خاموشي نيم اقرار دی .. او يا كېدی شي .. هم دئی خپله دَ دې شاهكار تصوير مصور لئيونارډو وي .. چې قسمت يو ځل بيا دَ هغې سره ملاوْ كړی وي خو بيا چې دَ موناليزا وَ غاوري موسكا ته ځير شي .. نو په مات زړه دَ هغې سره خپل ملاقات يوه الميه اوګني او داسې محسوس كړي لكه دئی چې څو څو ځله دې دُنيا ته راغلی وي .. خو مونا ليزا دئی په دې نه پېژني چې دَ هغې رنګ ، شكل او موسكا هم هغسې زړَه او دَ وختونو په قيد كې بنديوانه پاتې شوي وي هم ځكه دئی خپلې موناليزا ته دَ يو عام سېلاني په رنګه دَ محرومۍ دَ يو ستړي احساس سره ولاړ او يوه داسې قلبي او روحاني رشته جوړولو كې جوګه ښكاري چې هغه اجنبي مونا ليزا په ډېرو حوالو خپلول غواړي
په دې نظم كې دَ افضل شوق دَ مودو مودو تلاش هغه پېكر دَ موناليزا په شكل كې ځرګندېدل دَ هغه دَ اّئيډيل يو داسې فكري دليل دی .. چې نقادان دَ شوق شخصيت په دې هنري كمال كې لټولی شي چونكه موناليزا يو اّرټسټ په خپل لاس جوړه كړي ليلا ده .. نو ځكه دَ افضل شوق لخوا په حېثيت دَ يو لفظي تخليق كار په هغې تصويري جينۍ باندې دعوه .. دَ اّرټ ستائينه او په اّرټ كې جماليات لټول دي خبره يې ساده په دې نظم كې كړي ده خو دَ وخت دَ قېد نه اّزادي دَ دې شاعر هغه هنري او فكري كمال دی .. چې هغه پرې پېژندلی شي
دا اّزاد نظم چې په كتاب كې په څورلس وړو او اوږدو مصرعو كې تړلی ښكاري .. خو له اصله دغه نظم په اوو داسې اوږدو مصرعو مشتمل دی چې هره مصرعه يې شپاړس سېلابونه لري او دې ته يو پابند يا ښه معرى نظم هم ورته وئيلی شو راځئ ، چي اوګورو .. داسې هم دی كه نه
ستا موسكا ګوره چې څله؟ پاروي په دې ګمان ما
چې هم ته هغه جنۍيې چې مې تل دَخوب اوخيال په
ټاپوګانو لټوله ... او يا ...... لئيو نارډو يم خپله
چې دَ څو پېړيانو ورسته قسمت بيا راويستم تاته،
خوبس .... دغه الميه ده ، چې دعوه كولی نه شم
زه په تا باندې اوس ځكه چې دازما څويم جنم دی
او ته يې په خپله بڼه موسكنۍ غوندې هغسې
۳۱ ـ ـ واوره .. تاته وايم !
دا چې زه درته ژغېږم
ته دَ لاس ورغوي څله؟
ګيروې په نرۍ ګوتو
او په نېغه ورته ګورې
لكه جوړه، چې ليكې څه
او يا كرښي ورانوې ته
هرڅه هرڅه
خو بيا هم زه
نه رسېږم تر مطلبه
ستا دَ زړه تر پټ طلبه
كه څه هم كلونه تېر شول
كه څه هم عمرونه تېر شول
خو، يو ته يې .. چې لا چپ يې
او بل زه يم ، چې غږېږم
لا غږېږم
لا غږېږم
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ – 233 )
په دې نظم كې افضل شوق دَ يو داسې ميني عكاسې او انځورګري كړي ده .. چې هغه پښتنه مينه ده ولې چې پښتنې پېغلې حياناكې مشهوري دي هغوئ .. څه هم كه يو چا سره مينه كوي خو دَ ميني اظهار يې خلې نه اورېدی نه شي هم افضل شوق دَ هغې پښتنې پېغلي دَ ستر او حيا قيصه په دې نظم كې په هنري او شعري پېرائيه كې كړی دی .. او په دغه نظم كې هغه لفظي تصوير كشي داسې كړي ده لكه بنده چې يو فلمي سين ګوري هم دغه وجه ده .. چې يو ښه شاعر دَ لفظونو انځورګر بللی شي په دې اړه افضل شوق دَ هيچا نه كم مصور نه دی دَ هغه تصويرونه خبره كوي .. هغه كاڼو ته ژبې او لفظونو ته څېرې وركولو كې مهارت لري
په دې نظم كې هم مونږ دا يو څو لفظي تراكيب لكه " دَ لاس ورغوي ګيرول" ، " دَ لاس دَ ورغوي كرښو ته په نېغه كتل" ، " دَ لاس كرښي ورانول" ، " تر مطلبه رسېدل" او " دَ زړه پټ طلب ته رسېدل" داسې محاورې ګڼلی شو .. چې دَ پښتو لمن پرې پراخېدلی شي دَ شاعر دغه شعري ادا زما خوښه ده .. چې هغه په خپل هر تخليق كې ځينې داسې نوي توري، محاورې او لفظي تراكيب تړي .. چې هغه دَ تجريديت باوجود هم پښتني مزاج سره اّمېزش كوي او بل دا .. چې دَ افضل شوق په شاعرۍ كې سادګي دَ هغه فكري ابهام ګڼلی شي خو دغه ابهام محاوراتي ابهام دی .. چې لوستونكي ته دَ سوچ لاري پرانستي
دا نظم چې هسې خو په شپاړس مصرعو باندي مشتمل دی لاكن ورته اّزاد نظم ځكه نشو وئيلی .. چې په دې كې اّهنګ او موسيقيت باقاعده تر نظر لاندې ساتلی شوی دی او دا نظم مونږ په اوو .. شپاړس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو داسې اړولی شو .. لكه
دا چې زه درته غږېږم ته دَ لاس ورغوي څله؟
ګيروې په نرۍ ګوتو او په نېغه ورته ګورې
لكه جوړه چې ليكې څه او يا كرښي ورانوې ته
هرڅه هرڅه خو بيا هم زه ، نه رسېږم تر مطلبه
ستا دَ زړه تر پټ طلبه كه څه هم كلونه تېر شول
كه څه هم عمرونه تېر شول خو،يو ته يې چې لا چپ يې
او بل زه يم ، چې غږېږم .... لا غږېږم ... لا غږېږم
۳۲ ـ ـ وسوسه
ما يې زړه ته لاره اوكړه
هم يې سترګو كې مېښته شوم
خو، چې څنګ ته يې ورتلمه
لا به نور نور ورڅكېدمه
چې ناڅاپه مي ورپام شو،
نو خولې شولې راماتې
پښې مي ځای په ځای شوې شلې
په وجود كې مات رامات شوم
او له ډاره دَ مرګي زه
په هيڅ هم نه پوهېدمه
چې ، په كومه اوتښتمه
شاته بند دَ خوني ور وو
دواړه اړخ مې دېوالونه
او همت مي كوې نه شو
دَ " يوپا" په لوري ځكه
چې يې خلې كې كوكېدلې
دَ غاښو په ځای سكروټي
او له پوزي يې اورونه
غورځول اژدها غوندې
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 234 )
دلته په دې نظم كې افضل شوق دَ شاعر سېلاني په توګه نه يواځې خپل ځان څرګندوي .. بلكه دَ تهائي لېنډ دَ پتايا بيچ نومې ځای په اړه يوه خپله داسې قيصه لوستونكو مخي ته ږدي چې .. هغوئ ترېنه دَ تهائي كلتوري كمزورۍ يا دَ تهائيانو دَ وجودونو په سودا ماده پرستۍ تر حده غېر فطري روئيو ته ګوتې نيولی شي په تهائي كلچر كې دَ اژدها تصور يو مقدسه زېری ګڼلی شي خو دغه اژدها ځمونږ په ذهنونو كې دَ يو داسې تباهۍ نخښه راپيدا كوي .. چې مونږ ورنه نفرت يا كركه كووْ او افضل شوق هم دَ دې پښتني يا مشرقي سوچ دَ مخې دَ " يوپا" سره په يوه بنده كوټه كې ځان تصوير كوي خو څومره چې دَ هغې تهائي پېغلې دَ طرف نه خواهشات رابرسېره كېږي .. هغسې شاعر ورنه وېرېږي او تښتي ولې چې دَ هغه په ذهن كې يو خطره ده .. او هغه خطره .. دَ دې هېواد سره تړلي لعنتي او وباهي امراض دي .. چې شوق صاحب دَ هغې پېغلې نه تښتېدل غواړي
دا نظم يو تمثيلي شكل لري .. او هيڅ قسم پېچدګي نه لري او نه په كې دَ خبرو جوړښت تجريديت لري لاكن په دې ساده نظم كې افضل شوق دَ تهائي لېنډ بې لګامه اّزادي ، دَ ښځو بې راه روي او دَ هغه هېواد دَ خلقو غلامانه ذهنيت او غېر فطري خواهشات ډېر په شعريت كې غندلي دي كوم چې لوستونكي ته دَ شعري خوند او ښايست علاوه هغه ته يو سبق هم وركوي دَ شاعر په سېلاني مشاهدو كې دغه مشاهده .. څه هم كه مقصديت لري خو كېدلی شي چې دَ نقادانو دَ قلمونو څُوكې پرې اوغږېږي .. يا اوپسخېږي ولې چې دَ نن په تنقيدي عدل كې دَ ګناه يا خطا توری هم دَ خلې نه ايستل يا ليكل ګناه او خطا ګڼلی شي نو ځكه دا شاعر چې .. هيڅ يوه اخلاقي خطا يې په دې نظم كې نه ده كړي .. خو دا دَ ښځي نه تښتېدل هم شايد چې دَ ننګ او غېرت په حواله نننی پښتني جرم اوګڼلی شي
په فني او تكنيكي لحاظ دغه ساده نظم ځان كې بلا ډېري جديدي محاوري دَ لفظي تراكيبو او علامتي اشارو په معنوي غرض رانغاړلي شوي دي كومې چې دَ پښتو په فائدې تمامېږي لكه .." زړه ته لاره كول" ، " سترګو كې مېښته كېدل" ، " ورڅكېدل" ، " خولې راماتېدل" ، " پښې ځای په ځای اوچېدل" ، " په وجود كې ماتېدل راماتېدل" ،" شاته دَ خوني ور بندېدل" ، " دواړه اړخه دېوالونه درېدل" ، " په خلې كې دَ غاښونو په ځای سكروټې كوكېدل" او " له پوزي اورونه غورځول" -
په تهائي لېنډ كې ليكلی شوی دا پورتنی نظم چې په نولس مصرعو باندې مشتمل دی .. خو اّزاد نظم نه دی ولې چې دَ دې نظم هره مصرعه په اتهه سېلابونو باندې اده لري او دا معرى نظم دی
۳۳ ـ ـ ونې نشته
زما هم زړه غواړي
چې لږ دمه شم
دَ يوې ګڼي ونې يخ سيوري ته
خو ظلم دا.. چې
دَ دې ژوند په دښت كې
تر لرې لرې پورې
وني نشته
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 237 )
په لورالا ئي كې دا پورته ليكلی شوی نظم دَ افضل شوق په ځينو هغو نظمونو كې يو نظم دی چې په كې خبره په نثري انداز كې داسې شوي ده .. چې ښكاري خو معمولي خبره .. خو چې لږ لوستونكي ورته ځير شي نو دغه ساده نثري نظم .. دَ يو داسې مكمل نظم په توګه مخې ته راشي ... چې دَ شعري پابنديانو سره په كې فكري ژورتيا دَ يو نه منونكې كمال تر حده هنري ښائست راوړاندې كړي دلته دَ دې نظم دَ عنوان په شان شاعر دَ خپلي ستړيا يو داسې حال وئيلو ته په اشارو كې جوګه ښكاري .. چې هغه دئی دوې لمحې اّرام ته هم نه پرېږدي او داسې محسوسېږي لكه هغه چې دَ تودو لمرونو لاندې دَ ګرځېدلو او په ټكڼو غرمو كې دَ اوسېدو توان توفيق نه لري او غواړي چې لږ دمه شي او بيا دَ نوي سره دَ لټون دَ مسلسل كړاوْنو سره مخامخ شي
په دې نظم كې افضل شوق كه يو طرف ته ځان دَ جنون تر حده په خپلي ميني كې مجنون څرګندوي .. او دَ پېري په شان ستړيا ته .. ستړيا نه وائي او هر وخت دَ خپل اشنا په لټون كې ګرځي .. نو بل طرفته دغه پېری او مجنون خپل ځان انسان هم ګڼي اوغواړي چې .. دَ نوي سفر دَ جاري ساتلو دَ مخه لږه ستړيا په يخ سيوري كې دَ يو داسې ګڼې اونې دلاندې وسا كړي خو درخته هيجرته نه وي دَ دې علامتي اشارې مطلب دا دی .. چې افضل شوق ژوند يو داسې سپېره صحرا ګڼي .. او وَ خواهشاتو ته دَ داسې سرابونو نوم وركوي چې هغه انسان دهوكه كوي .. خو بيا هم دغه انسان دَ دغو سرابجنو خواهشاتو پسې پسې منډې ترنډې كوي او دا هيله هغه ته .. دَ ژوند كولو چل سره سره په كړكېچنو لارو باندې تلل هم ښائي
نه يواځې دا پورتنۍ خبرې .. بلكه په داسې رنګه نظمونو كې هر لوستونكی ځان ځانته معنې او مطلبونه را كاږي او دا دَ دې نظم عالمګيريت بللی شي كوم چې دَ افضل شوق په شاعرۍ كې ټولو نه لوئيه خوبي او خاصه ده چې هغه په ډېرو ساده خبرو كې فكري ژورتياګانې داسې په هنري شعري پېرائيو كې رانغاړي .. چې دَ مشر سليم راز دا رائی دَ ده په باب بالكل صحيح ثابته شي چې هغه په خپل مضمون كې .. په هم دغه كتاب " په لټون ستا دَ څېرې" كې په صفحه نمبر 17باندې ليكي ..
" زمونږ دې شاعر( افضل شوق ) حقائق ليدلي او تسليم كړي هم دي خو لهجه او رويه يې بې حده شاعرانه ده احساس او شعور يې دَ فلسفي دی خو نظر او ژبه يې دَ شاعر ده"
دَ سليم راز صاحب دا رائی دَ افضل شوق په دې نظم " ونې نيشته" باندې پوره پوره ځكه اوځي ... چې دلته هم خبري په ساده لهجې كې شوي دي .. خو مفهوم يې فلسفې زېږوي او بل دا دليل .. چې افضل شوق په نثري رنګه نظمونو كې هم شعريت په ذهن كې لري دَ مثال په توكه .. اوس كه مونږ دَ دې نظم په فني جوړښت نظر واچووْ .. نو دا خبره به هم واضحه شي چې دا نظم .. نه خو اّزاد دی او نه نثري .. بلكه يو پابند او معرى نظم دی خو، چې كه مونږ يې داسې په څلورو، يولس سېلابيزه مصرعو كې اوليكو .. لكه
زما هم زړه غواړي چې لږ دمه شم
دَ يوې ګڼي ونې يخ سيوري ته
خو ظلم دا.. چې دَ دې ژوند په دښت كې
تر لرې لرې پورې وني نشته
۳۴ ـ ـ هسپانۍ سترګې
سترګې يې څه وې؟
وې دَ زهرو پيالې
باڼه لړم لړم ،
ككو كې ماران ..
هم ځكه ما به زړه له سوخته كله
چې دَ بڼو غشي ور اوتاوْول
نو هرې پېغلې هسپانۍ به راته
په موسكنۍ اشارو اووئيلو
" مه ګوره مونږ ته
ګنې ته به هم بيا
دَ ښكلاګانو دَ خُمار په اثر
دَ پكاسو په پلونو اوكړې مزل"
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 245 )
دا پورته رقم شوی نظم چې افضل شوق په كال 1996 كې دَ سپېن په ښار بارسلونا كې ليكلی دی .. هم علامتي نظم دی او تر هغو پورې څوك نشي پرې پوهېدلی .. چې دَ سپېن خلګو دَ خدوخال ، رنګ او روئيو يا دَ دې هېواد دَ ښار ياد شوي بارسلونا په باب ښه پته نه وي ورته او پكاسو چې دَ يو بېخي ستر او مصورۍ دَ عالمي تاريخ يو مشهوره فنكار په توګه پېژندلی شي .. دَ بيك ګراونډ په اړه هم لوستونكي ته لږ ډېر معلومات لرل په كار دي ولې چې په دې نظم كې هم خبري خو ډېري ساده دي لاكن معامله هغسې دَ علامتي اشارو او فلسفيانه تهيم ده .. چې يو لوستلی قاري ترېنه ډېر خوند اغيستلی شي
په دې نظم كې افضل شوق يو ځل بيا دَ اّرټ رشتې له جمالياتو سره تړلو ته جوګه ښكاري هغه دا يقين لري چې شاعر هم دَ يو مصور په رنګه څيزونو ته رنګونه او بڼې وركولی شي لكه پكاسو چې دَ سپېن په تاريخ كې ځانته يو نوم دَ دې مصورۍ په اړه پيدا كړو .. نو وجه يې دَ دې ځای دَ ښكلو خلقو او قدرتي حسن دَ اظهار وه چې افضل شوق يې په دې نظم كې نه يواځې ستائينه كوي بلكه ځان دَ پكاسو په لاره روان شوی لاروی هم په ناوئيلو اشارو كې ګڼي او په دې خبرې كې هم شك نيشته .. چې دَ افضل شوق په شاعرۍ كې دَ هغه دغه سفرونه او مزلونه لوی رول ادا كوي او هغه دَ پښتو شاعرانو او قلمكارانو نه په اُسلوب كې بېلوي هم هم ځكه خو مونږ دې لېوني شاعر او سفرنامه نګار ته يو داسې مصور هم وئيلی شو .. چې هغه تش عكسونه كاږي راكاږي نه بلكه هغه تصويرونو ته ژبي هم وركوي او غږوي يې هم خو الميه دا ده چې دَ لفظونو دَ دې پښتون مصور په شاهكارونو او دَ هغو ښاهكارونو په خبرو.. لا خو زياتره پښتانه نه پوهېږي هم ځكه خو دَ دې شاهكارونو شاته ولاړ مصور او تخليق كار هم لا خو سواليه نشان پاتې دی
دا نظم چې په دولس وړو او اوږدو مصرعو كې تړلی شوی اّزاد نظم ښكاري .. دراصل اّزاد نه بلكه دَ نهو داسې برابرو مصرعو نظم دی چې هره مصرعه يې يولس سېلابونه لري راشئ چې او يې لولو
سترګې يې څه وې؟ وې دَ زهروپيالې
باڼه لړم لړم ، ككو كې ماران .....
هم ځكه ما به زړه له سوخته كله
چې دَ بڼو غشي ور اوتاوْول
نو هرې پېغلې هسپانۍ به راته
په موسكنۍ اشارو اووئيلو
" مه ګوره مونږ ته ګنې ته به هم بيا
دَ ښكلاګانو دَ خُمار په اثر
دَ پكاسو په پلونو اوكړې مزل"
۳۵ ـ ـ يو مي يار .. خو سل يې بڼې
څوك چې
هرڅه هرڅه ليدل غواړي
په سترګو باندې،
هغوئ به څه پېژني؟
زما هغه جانان
چې زه يې ،
له نهه نيوي بېلو نومونو پرته هم
لا زړه كې ،
ساتمه هيله دَ وصال
خو، دَ سلمې بڼې
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 254 )