دَ افضل شوق په ناول كې تر ټولو ښه خبره دغه مخې ته راځي .. چې هغه په خپل انداز كې شاعرانه طرزبيان لري او يو ځل بيا دَ خپلي ادبي روئيې په شان دلته په دې ناول كې هم دَ پښتني روائيتي موضوعاتو په ضد دَ نوي فكري هلوځلو او عصري شعوري سوچ سره ملګری ليدلی شي ­ هم ځكه كېدلی شي ، چې دَ هغه دَ دې ناول سره هم هغسې نا انصافي اوشي .. لكه دَ هغه دَ شاعرۍ او سفرنامو سره روا شوي ده ­ خو زه دا وئيلی شم چې په ړومبي ځل ما په دې خواره پښتو كې يو داسې ناول هم اولوستلو.. چې بنده پرې فخر كولی شي او داسې وئيلی شي چې پښتو كې هم دَ عالمي معيار كتابونه شته ­ خو كوم څه چې دغه ناول نګار دَ ستائينې وړ ګرځوي .. هغه دا ، چې په دې ناول كې افضل شوق هم هغسې دَ خپل ژوند قيصه كوي په كوم كې چې هغه رنګه سېلونه دي ، عشقونه دي ، محبتونه دي ،او دَ لټون سره سره ګرځېدل .. راستنېدل .. وركېدل او بيا موندل په داسې ښكلي انداز كې ترتيب شوي دي ­ چې دلته هم هغه ځانګړی ښكاري ­ څه هم كه په ډرامې او ناول كې ډېر فرق موجود دی ­ خو افضل شوق خپل دغه ناول ډرامې ته دومره نيزدې كړی دی  .. چې په منطقي توګه هغه هم دَ شېكسپئير په رنګه ژوند ته نه يواځې دَ ډرامې نوم وركوي .. بلكه وَ ناول ته دَ ژوند قيصه هم وائي ­ نو ځكه خو هغه ( شوق ) دَ خپل وجوديت په ازلي حوالو دَ ابد په لور يوُن كولو ته په خپل دې ناول كې اوږې وركوي ­

          دا دَ افضل شوق دَ ژوند داسې قيصه ده چې كه هر څو ورته دَ هغه دَ وخت دَ تېرولو سامان اووايو .. خو په حقيقت كې دَ هغه دَ زړه ، دَ هغه دَ فكر، دَ هغه دَ وجود او دَ هغه دَ هنر ضرورتونه هم پاتې شوي دي ­ او نن كه مونږ افضل شوق دَ يو سوچه فنكار په نوم او حېثيت پېژنو .. نو دَ هغه دغه حېثيت او پېژندګلو هم دغه څيزونو جوړ كړی  دی  ­ دَ دې ناول قيصې داسې ښكاري لكه چې دَ هغه دَ ژوند او هنر دَ دغه ګوټ پېرنو يو داستان وي ­ يو شوخ او تېز داستان .. دَ هجر و فراق يو داسې لړزېدونكی داستان چې دَ هغه په ژوند اوس هم خور ليدلی شي ­ دا قيصه هم دَ يو اّئيډيل دَ لټون قيصه ده ­ داسې ښكاري لكه چې په شعر كې ده دا قيصه سر ته نه وي رسولي ... نو په ناول كې يې تر اختتامه رسولي ده ­

          په دې ناول كې دَ بلا پېښو او واقعاتو دَ دلچسپيانو علاوه دَ مختلفو ملكونو لكه الجزائر ، شام، تركي ،  سائپرس، اُردن، افغانستان ، عراق ، دوبۍ ، شارجه او پاكستان په حقله دَ سېل او دَ سفري رائيو اظهار هم په نظر راځي ­ او زما په خيال دَ دې ناول دَ ټولو نه لوئيه خوبي او انفراديت هم دا دی چې په پښتوكې په وړمبي ځل.. داسې سفري انداز دَ ناول په حواله مخې ته راغلی دی ­ چې دَ هغې خپلې دلچسپيانې او معلومات هم دي ­ دغه معلومات زياتر دَ دغه ذكر شووْ هېوادونو په اړه جغرافيائئ، نفسياتي او سماجي دي ­ او دَ كومو كردارونو تر ميانځه چې مكالماتي ضرورت پېښ شوی د ی نو هغې هم دَ خپل اختصار او برجستګۍ تر مخه دَ ناول خوند سېوا كړی دی ­ كوم چې به لوستونكي ته دَ ابلاغ مسلې يقيناً چې پيدا كوي .. خو په ليك كې دَ دې انداز دَ راوړلو خپل يو خوند وي ­ دَ نن نقاد په ليك كې دَ دې انداز په حق كې نه شي ليدلی خو دَ سبا نقاد به دَ ښاغلي افضل شوق دا انداز په دې وجه ستائي چې دَ دې ناول دَ ليكلو ټول انداز خالصتاً مغربي او دَ جديد عصري او ادبي روئيو په رڼا كې ليكلی شوی دی ­ ولې چې دغه قيصه هم دَ هغه دَ باطن او خارجي ژوند دَ تصادم په نتيجه كې مخې ته راغلي ده ­

          دَ دې ناول ټول كردارونو ته چې په كوم رنګ ژبي وركړی شوي دي .. نو هغه دَ لوستونكي دَ پاره دلچسپي خامخا لري ­ دَ ناول پلاټ چونكه دَ ليكونكي دَ خپل ژوند قيصه بنياد كړی دی نو ځكه په هغې كې مينه او محبت مونږ ته ډېر زياب په نظر راځي ­  دَ دې نه علاوه په دې ناول كې دَ ماحول منظر كشي لكه دَ يو مشرقي يا پښتون ناول په رنګ ډېره تفصيلي نه ده .. خو حقيقي ضرور ده ­ او په دې كې چې يې څومره دَ اختصار نه كار اغيستی دی ­ نو په هغې دَ يو مترقي ناول تنده ماتېدلی شي ­ دَ ټولو نه اهمه خبره دا ده چې چونكه دَ دې ناول قيصه رښتيا ده او په قيصه كې شامل ټول كردارونه حقيقي دي ­ دغه كردارونه دَ افضل شوق په قول .. نه يواځې دا چې حقيقي دي بلكه ټول ژوندي او حيات كردارونه هم دي ­ داسې دَ دې قيصې واقعات هم حقيقي دي ­

دَ دې ناول سفري انداز چې دَ قاري دپاره څومره دلچسپي لري ..؟ دَ مختلفو هېوادونو متعلق دَ سفر كړكېچنونه دَ خلقو كېفيتونه .. غم خوشحالۍ .. خو لاكن دَ دې ناول دَ شلم باب نه تر اّخري بابه پورې لوستونكی دَ هغه طرزبيان او قيصې ته دَ حېرانتيا تر حده لېواله وي ­  بلكه په دې ټولو بابونو كې دَ جذباتي طرزبيان په وجه لوستونكی ژړوي هم ­ په دې بابونو كې څه هم كه ډېري خبري په علامتي پېرائيه كې شوي دي .. خو يو پوهـ او باشعوره لوستونكی دَ دغه علامتونو نه ډېري معنې هم اغيستلی شي ­ بله خبره دا چې دَ دې ناول په قيصه كې دَ ليكونكي خپله موجودګي .. دَ هغه په ماضي، حال او مستقبل كې ګنډلي ښكاري ­ يعنې افضل شوق چې په دې ناول كې دَ سېلاني په نوم " هيرو" دی چې څه رنګه دَ خپل اّئيډيل ډاكټر وسا څېره دَ " لمر خدای " يعنې " سن ګاډ" په مدد څنګه اووه زره كاله پخوا دَ وړمبۍ فرعوني شهزادګۍ څېرې نه په مختلفو څېرو كې ويني او يا دَ وسا څېره دَ يوې فرعوني شهزادګۍ دَ مثال په توګه دَ " نېفرتيابيت" ، رنګه نورو شهزادګيانو چې نومونه يې په دريم باب او مخته مخته په نورو بابونو كې په درځنو شمېر كې راغلی دي .. كې ويني ­ نو دَ هري څېرې سره په ډرامائي انداز دغه هيرو" سېلاني" يعنې افضل شوق په ماضي بعيد كې دَ هغې شهزادګيانو دَ اشنايانو په بڼو كې ليدلی شي ­

زما په خيال په پښتو ادب كې وړمبي ځل افضل شوق يو  بېخي زوړ لرغونی تاريخ او تهذيب په نوي رنګ كې راژوندی كړی دی ­ يعنې دَ ده دغه كوشش .. نه يواځې دَ خپل ژوند سنسي خېز واقعاتو ته دَ ناول بڼه وركول دي ­ بلكه دَ دې سره خپلو لوستونكو ته دَ ډېرو تهذيبونو په حقله تاريخي معلومات وركول هم دي ­ دَ دې " نظريه مقصديت " تر اثر دلاندې دَ افضل شوق دغه كوشش .. څه هم كه دا ناول په ځينو حوالو پخوانئيو قيصو ته نيزدې كوي ­ خو يواځې قيصه ورته ځكه نشو وئيلی  .. چې په دې ناول كې وړاندي كړل شوي تجريديت دَ واقعاتو دَ بيان اُسلوب يا طرز بيان .. دَ جديديت سره غاړه غړۍ كوي هم ­ كوم ته چې مونږ دَ ناول نګارۍ دَ پرون او نن تر ميانځه نوی امتزاجي شكل وئيلی شو ­ 

          په دې ناول كې  افضل شوق دَ ناول دَ اهم كردار " هيرو" په شكل كې دَ مختلفو تاريخونو ، تهذيبونو ، تمدنونو دَ سفر دَ پړاوْنو نه تېرېږي .. لكه دَ اهرام مصر دَ جوړښت دَ دور دَ ړومبي فرعون خوفو نه واخلې تر دَ لوكسور او اّسوان دَ دورونو تهذيبونو پورې دَ فرعوني تاريخ برخه په مختلفو شكلونو كې داسې جوړېږي لكه هغه چې په هر دور كې ژوندی وي ­ هم دې نه لوستونكي دا اندازه كولی شي چې افضل شوق يعنې سېلاني خپلې رشتې دَ خپل اّئيډيل په حقله دَ پخواني تاريخ سره ګنډلي ساتلي دي ­ او هغه چې څنګه په ډرامائي هنر خپله محبوبه دَ فرعونانو دَ تاريخ نه دَ يونانيانو تر تاريخه راوړي .. نو دغه رنګه دَ يوناني تاريخ نه تر رومن تاريخ او بيا دَ زړو عربيانو نه تر نوي دور پوري دغه مينه له خپلې محبوبه سره داسې په خوند او مزې را رسوي .. چې لوستونكی دَ هغه دَ تصوراتي ابديت نه كه يو طرف ته منفي سوالونه په ذهن كي راپورته كوي .. نو هم دغه سوالونه به هغه په دې ناول كې ځواب موندلو دپاره تر اختتامه پوري هم رسوي ­ ولې چې ناول نګار په خپل دې ناول كې  داسې ښكاره كوي .. لكه هغه چې دَ نن انسان نه بلكه دَ ډېر پخوا دَ تاريخ دَ روح سره تړلی انسان وي ­ يعني هغه دَ خپل روح تصيديق هم له خپل دې اّئيډيل سره داسې ځرګندوي .. لكه  دَ هغه په عام ژوند كې هم ورسره دَ تصوراتو په اّئينو كې ليدلی شي ­ غلطه به نه وي .. كه اووايم .. چې هم دې اّئيډيل خو افضل شوق په شاعرى او سفرنامو كې هم ځان پسې ښه ستړی كړی دی  ­

          په دې ناول كې نور څه دي .. او څنګه دی ؟ دا فېصله به لوستونكي يا دَ نن او سبا نقادان كوي ­ خو دلته زه غواړم چې دَ ناول دَ مروجه اجزائی تركيبي په رڼا كې دَ دې ناول تنقيدي جائزه واخلم .. چې لوستونكي دَ دې ناول په اړه فېصله كولو كې له مشكلاتو سره مخامخ نه شي ­ داسې خو .. په ناول كې  نن سبا دَ قيصې، پلاټ، كرادر،  مكالمې نه علاوه دَ ماحول او دَ ناول نګار اندازبيان ،  اُسلوب او ژبه كتل شي ­ خو مونږ به دَ ناول دَ مروجه اجزائی تراكيب په رڼا كې افضل شوق  دَ دې ناول پلاټ ، كردارونو، مكالمو او منظركشيانو په باب تفصيلي خبري كووْ ­ او بلكه دا به هم ګورو چې دغه ناول دَ سفرنامې او قيصې نه په كومه وجه بېل دی او دَ دې ناول په ليك كې دَ بيان اُسلوب څنګه په كار راوړل شوی دی ؟ نو راشئ چې دَ ډاكټر احسن فاروقي.. دَ ښه او نوي ناول په باب دې لاندې ذكر شوي تعريف په رڼا كې اوګورو چې افضل شوق په خپل دې ناول ليكلو كې څومره كامياب شوی دی  ..

" چې كله انساني شعور دَ ترقۍ كولو ورسته  تر واقعاتي درجې پوري اورسېږي .. نو داستان په ناول كې بدل شي "

 

          دَ شوق دَ ناول پلاټ

          وئيلی كېږي چې ناول يو داسې اوږده قيصه ده، چې په كې دَ مركزي پلاټ يا دَ قيصې نه علاوه هم ډېر ي نوري وړكوټي قيصې موجودي وي .. چې دغه ټولي قيصې يا واقعې دَ مركزي خيال يا پلاټ دلچسپۍ په منظمه توګه زياتوي ­ ولې چې په يوې قيصې باندي پوره كتاب ليكل څه اّسان كار نه دی ­ اوس كه مونږ دَ افضل شوق په ناول " پروني مخونه" كې دَ قيصې يا پلاټ ته ځير شو .. نو دا يوه خبره به خامخا اومنو، چې .. دلته دَ هغه دَ قيصې سره نوري قيصې او ډېر دلچسپ واقعات هم تړلي ښكاري ­ كوم چې تر ميانځه يو ربط برقرار لري او دَ ناول دَ وحدت وَ تاثر ته هيڅ قسم نقصان نه رسوي ­ بلكه دغه وړوكي قيصې دَ ناول وَ مركزي خيال ته اوږې وركوي ­  

          ناول " پروني مخونه".. په يو داسې قيصې باندي محيط دی چې هغه دَ ناول نګار له خپل ژوند سره اړه لري  ­ او مونږ ورته رښتوني قيصه هم وئيلی شو ­ كومه چې دَ افضل شوق دَ هغې څېرې سره تړلي قيصه ده .. چې هغه ورپسې ټول عمر ستړی ستومانه او دَ پېري په شان ورك ورك برېښي ­ يعني دَ علافائي او پښتني څېرو ليدلو كتلو پس ، چې څنګه سېلاني شاعر په خيالاتو كې دَ نړئيزو څېرو سره مخامخ شي .. نو يو وخت دَ خپل طلب وَ دې ښائسته څېرې " ډاكټر وسا " ته اورسېږي ­ كومه چې هغه ته په مصر كې په لاس راځي ­ او دئی دا فېصله كوي چې هم دغه .. هغه جينۍ ده، چې ده په خوبونو، خيالونو او يا ژوندۍ انساني څېرو كي لټوله ­

          څنګه هيرو سېلاني دَ دې هيروئينې ډاكټر وسا تر زړه پوري لارې جوړوي ؟ دا سوال .. هغه سوال دی چې دَ ځواب دپاره سېلاني دغه محبوبه دَ فرعونانو له خوا نه يواځې ګفټ ګڼي .. بلكه دَ هغې سره رشته هم دَ فرعونانو له وړمبي دور چې په زرګونو كلونه مخ كې تېر شوی دی .. كې له هغې سره رشته داسې څرګندوي لكه هغه چې هم په هغه دور كې موجود وي ­ دَ فرعون خوفو چې دَ اهرام مصر وړمبۍ ګومبته يې جوړه كړي وه .. نه بيا دَ هغه او ډاكټر وسا روحاني وجودونه څنګ په څنګ مينه امر كوي ­ بيا دَ فرعون خافرا، فرعون مينكورا او ځيني نورو فرعونانو دَ دورونو حصې جوړېدلو سره سره دَ لوكسور او اّسوان تر اّخري فرعونانو پوري .. په مختفلو حېثيتونو او شكلونو كې سفر كوي ­  يعنې كه يو طرف ته ناول نګار دَ قيصې وَ هيروئيني ته دَ هر فرعوني عهد كې دَ يوې نا يوې ښكلي فرعوني شهزادګۍ شكل وركوي ­  نو بل طرف ته په هر دور كې سېلاني هم دَ هغه دور دَ يو داسې كردار په بڼه كې ليدی شي  .. چې شهزادګۍ وسا سره يې رشته پاتې شوي وي ­  په دې ناول كې څنګه دا دوه مئينان دَ فرعونانو دَ دوه درې زركلن پخواني دور نه بيا دَ سكندراعظم يوناني دور ته چې ور دانګي .. نو دَ هغوئ شكلونه او بڼې هم بدلي شي ­ كله چې دَ يوناني دور اختتام كېږي .. نو هيرو دَ رومن جوليس سيزر او وسا دَ ورستۍ مصري راڼۍ قلوپطره په شكل كې يو بل سره او تړلی شي ­ په دې دور كې سېلاني دَ جنرل مارك انتهوني بڼه هم خپلوي ­ او دغه رنګه دا دوه مئينان دَ زړو عربيانو او بيا دَ جديد دور په لور چې كله را روان وي او خپلي بڼي بدلي .. نو يوه تهائي پېغله " سوپيس" دَ دُښمني يا ويلن په توګه دَ هغوئ تر ميانځه داسې ناروا ظلمونه روا كوي چې كله هغوئ "حال" ته را دانګي ­ دا ويلن هم له اولې  ورځې دَ هغوئ سره سره ژوند كوي او" حال" ته دَ هغوئ سره څنګ په څنګ ليدی شي ­   

          دَ زړې " ماضي" نه تر جديد " حال " پوري دا  قيصه .. چې افضل شوق څنګه دَ تاريخي حقيقتونو سره ګنډلي او مرحله واره په دې ناول كې سركړي ده ­ هغه څه هم كه يو داستاني انداز لري .. خو په دې داستان كې ځای په ځای افسانې ، ډرامې او ښې او بدې واقعې داسې په خواږه انداز ځای كړل شوي دي ­ چې په هيڅ صورت هم دَ يو ښه تاريخي او روماني فلم نه كم نه دی ­ او دَ ناول په تعريفونو كې يو دا تعريف هم كېږي .. چې " ښه ناول هغه دی .. چې په ټكو كې كردارونو ته شكلونه ، قيصې ته منظرونه او منظرونو ته ژبي وركوي .. ارومرو لكه يو فلم چې دَ ذهن په پرده باندې چلېږي" ­ هم دغه هنر افضل شوق په دې ناول كې خپل كړی دی ­ اصل قيصه يې ځان سره سره  دَ رزګونو كلونو نه تر ننه  ډېره په خوند رارسولي ده .. خو مكمله بيا هم نه ده ­  ولې چې په اّخر كې هغه دغه قيصه خپلې هغې ماشومې لور برېشناخان ته په دې هيله پرېيښي ده .. چې هغه به دا قيصه ځان سره مخته هم وړي ­ يعنې افضل شوق خپله مينه دَ همېش همېش دپاره امر كول او ژوندۍ ساتل غواړي ­ نو ځكه كېدلی شي چې هم دغه قيصه دَ يو څو پېړيانو ورسته داسې شهرت اومومي .... لكه " لېلا او مجنون " ، "اّدم او درخانۍ" او يا په خپل اصل نومونو " سېلاني او وسا" -

دَ دې ناول ليكونكی چونكه يو ډېر تعليم يافته او جهان ګشته سړی دی ­ نو ځكه ممكنه ده چې بېخي زيات پښتانه ورباندې پوهی نه شي او دَ هغه دغه قيصه مبهمه اوګڼي .. يا دَ هغوئ په استعداد قيصه ورته كړكېچنونه رامخي ته كړي ­  خو دَ دې دا مطلب هرګز نه دی ، چې پښتانه به دا ناول نه لولي ­  بلكه زما دا خيال دی چې دَ نن پښتانه لوستونكي به دا ناول دَ دې ناول دَ اوچت معيار لرلو دَ وجې خامخا لولي ­ او له دې نه به .. دَ پښتو خبره هم څه نوره دَ معيار ساتلو په لور ګامونه اوچتول شروع كړي ­ او ليكوالان به لږ نور دَ محنت او همت نه كار اخلي ­ په وړمبي ځل چې ما دَ دې ناول سكرپټ اولوستلو .. نو رښتيا خبره دا ده ، چې نه شوم پرې پوهه .. خو بيا چې مې دويم او دريم ځل اولوستلو ..نو دَ دې ناول ټوله قيصه مې په ذهن كې داسې نقش شوه ­ چې ما دغه مضمون چې كله ليكلو ، نو ما ډېر كم پوائنڼس دغې ناول نه واغيستو ­ زما په خيال چې .. ناول هم دغه رنګه ليكل په كار دی ، چې دَ هغه پلاټ يا قيصه او تهيم دي دېرپا اثر او تاثيراولري ­ دا ناول  دَ قيصې يا پلاټ دَ لحاظه چې څومره دلچسپ او بهترين دی .. هغسې يې قيصه دَ كنټرول نه اوتې هم نه ده .. يو ترتيب او تسلسل سره قيصه مخې ته ځي او ليكونكی ځان سره سره وړي ­ ولې چې دلته دَ يوې قيصې سره تړلي ځينې نوري قيصې هم په ډرامائي او افسانوي انداز كې مخي ته ځي او راځي ­ او دا وړوكې قيصې دَ مختلفو دلچسپيانو نه ډكي ليدلی شي ­ هم په دې خو .. دَ دې دومره لوی كتاب په لوستلو باندې لوستونكي بور كېږي نه ­

          كېدلی شي .. چې ځينې نقادان دَ خپلې ناپوهۍ دَ وجې په دې ناول تور اولګوي .. او دې ناول ته هم دَ سفرنامې نوم وركړي ­ لكه دَ هغه وَ سفرنامو ته ځينو نقادانو سفري ناولونه وئيلي وو ­  ولې چې په دې ناول كې دَ قيصې سره سره تر نيم درځن زيات ملكونو دَ سفري حال او دَ هغو ځايونو دَ تهذيب او تمدن په باب معلومات موجود دي ­ خو افضل شوق قصداً دا كوشش په دې ناول كې كړی دی چې هغه وَ خپل لوستونكي ته يو داسې ناول وړاندې كړي .. چې په هغه كې دَ ذهني او روحاني تفريح سره سره څه علمي فائده هم اورسي ­ يعنې دلته په دې اړه هغه دَ زړو قيصو او نكلونو دَ مقصدي چل نه هم كار اغيستی دی او دا غواړي چې دَ هغه ناول دي هم يو مقصد اولري .. او علمي بحث دي پرې مخې ته راشي ­  ځكه دَ افضل شوق وَ دې جذبې ته مونږ شاباشی وئيلی شو ­ او زه دَ هغه دغه زيار ته دَ قدر په نظر ګورم ­ خو.. دا وايم چې دا ناول دی او ناول هم داسې ناول .. چې قيصه او دَ قيصې بيان يې دَ زمان او مكان دَ قيد نه اّزاد ښكاري ­ نو په دې خو.. مونږ كه څه هم دغه خپل ناول نګار افضل شوق دَ انګرېزۍ ژبې  دَ مشهوره ناول نګارانو  رچرډسن اوفيلډنګ سره نشو درولی  .. نو كم از كم دَ ځينو ډېرو ښو اردو ناول نګارانو په صف كې يې ضرور اودرولی شو­ 


          دَ شوق په ناول كې كردارنګاري

          په ناول كې دَ پلاټ يا قيصې پس دويم اهم كار په هغه قيصې كې دَ كردارنګارۍ ګڼلی شي ­ او دَ دې په باب ډېري روائيتي نظريې او مروجه تعريفونه مخي ته راځي .. خو زه دَ دې دور دَ يو لوستونكي په حېثيت دَ نن هغه تعريف دَ ناول په باب منم .. چي ورته " دَ ژوند اشاريه " يا په نورو ساده ټكو كې دَ "ژوندقيصه " وئيلی شوی ­ او په ژوند كې هر څه او هر رنګه څيزونه  شته ­ لكه په ژوند كې وقتي افسانې ، ډرامې او قدم په قدم  الميې او واقعې نه علاوه ټولنيز اخلاقيات، سياست، دَ تمدن فلسفه، معيشت ، معاشرت او محبت .. كوم چې انسان ته دَ انسان سره دَ ژوند كولو چلونه ښائي ­ نو ځكه زه دَ مغربي ناول نګارۍ نه متاثره په دې يم .. چې هغو په دې صنف ادب كې ټولو نه زيات كاركړی دی او په هغو خلقو كې دَ ناولونو وئيلو ډېر زيات رجحان دی ­ هم په دې دليل .. هغوئ په دې صنف كې غښتلي بللی شي ­ دا وئيلی كېږي چې په مغرب يا انګرېزانو كې هر هغه ناول ښه بللی شي چې كردارونه په كې كم نه كم او دَ قيصې دَ ډيمانډ مطابق ډېر په سوچ او فكر ځای كړل شوي وي ­ او دَ دغو كردارونو تقسيم دي داسې شوی وي .. چې دَ قيصې دَ الميو ، غم ، خوشحالو او يا نورو واقعاتو سره سم په سمه مطابقت هم اولري ­ يعنې دَ ناول هر كردار دي دَ هيرو په رنګه هركوليس نه وي .. او نه دي هر يو دَ ويلن په بڼه شېطاني خاصې اولري ­ بلكه ځينې داسې كردارونه خو هم په ټولنه كې وي چې هغوئ وي خو خاموشه كردارونه ، لاكن خپل خپل مصلحتانه ، غاصبانه يا همدردانه رول خامخا لوبوي ­ او دَ هغوئ وَ كردار ته اهميت په دې وركول كېږي چې قيصه .. دَ هم دغو بظاهره عامو كردارونو دَ وجې نه خو مخ مخ ته مزل كوي ­  زه چې دَ افضل شوق وَ دې ناول ته ځيره شم .. نو ماته دَ هغه په قيصې كې دَ كردارونو يو لوی تعداد مخې ته راشي ­ خو بيا چې غور او فكر ورباندې اوكړم .. نو وايم چې دَ قيصې دَ طوالت دَ حسابه دا كردارونه زيات نه .. بلكه ډېر كم محسوسېږي ­  ولې چې دَ پلاټ دارومدار په يو داسې اوږدې قيصې باندي ايښی شوی دی چې په هغه كې دَ هيرو دَ ژوند او لټون پوره نكل او دَ هيروئينې دَ مينې درست داستان موجود دی ­ او هغه هم داسې داستان .. چې په زرګونو كلونو محيط ښكاري ­ نو ځكه دَ افضل شوق په ناول كې كردارونه كه بظاهره زيات .. خو دَ اصله كم ليدلی شي ­ په كوم كې چې يو درځن نه څه زيات كردارونه ژوندي دي او نور په تړلو خلو دَ قيصې دَ ضرورت مطابق موجود پاتې دي ­ بلكه كه په غور اوكتلی شي .. نو تش نيم درځن داسې كردارونه به په نوټس كې راشي ، چې هغوئ دَ هيرو او هيروئيني سره قيصه سرته رسوي او باقي ټول كردارونه داسې دي چې وخت په وخت پيدا كېږي او فنا كېږي ­ 

          دلته خبره دا ميانځ ته راځي چې دَ افضل شوق په دې ناول كې چې كوم كردارونه وضحه كړل شوي دي .. اّيا هغه ټول دَ قيصې دَ ضرورت مطابق دي او كه هسې نومونه ورګډ كړل شوي دي ­ په دې اړه كېدی شي چې ځيني زما له دې رائی سره اختلاف اوكړي چې ګني په دې ناول كې هر  خاموش او ژوندي كردار ته صحيح ځای وركړل شوی دی .. هيچرته او هيڅكله هم يوكردار په ذهن بوجهـ كېږي نه ­ خو نقادان به هم غلط په دې وجه نه وي چې .. دلته دَ فرعونانو سره سره دَ هغوئ دَ هري هغې شهزادګۍ يا راڼۍ نوم يا كردار اچول شوی دی .. چې دَ ډاكټر وسا( هيروئينې ) دَ روئيو او خويونو سره مطابقت نه لري ­ لاكن زه ورته صحيح ځكه وايم چې دَ فرعونانو تاريخ چې څومره فرعونان په ريكارډ باندي لري .. دَ هغو په مقابله كې دَ فرعوني شهزادګيانو نومونه كم مخې ته راغلي دي ­ او دا دَ دې ناول نګار خوبي ګڼم چې هغه ټولي فرعوني شهزادګياني او راڼياني په نومونو را ژوندۍ كړې ­ دا بېله خبره ده .. چې هره فرعوني راڼۍ هم .. دَ قلوپطره يا دَ دې ناول دَ هيروئينې هومره ښايسته هم وه كه نه ؟؟ خو چونكه افضل شوق دَ خپلي دې ميني اّغاز او انجام فرعوني داستان ته سپاري .. نو بيا خو دغه ګيله يا اعتراض دَ نقادانو هم نه شي بې ځايه كېدلی  .. چې ګني .. شوق په خپل ناول كې په تاريخ كې هره ياده شوي ښځه فرعونه ولې راوړي ده ؟ خبره تر دې حده  صحيح ده .. خو ځواب يې كېدلی شي چې زما په رنګه نور نقادان هم داسې اوكړي .. چې هغه ځكه .. چې هر نر فرعون چې تاريخ په ښه يا بد نوم ياد كړی دی .. په رول كې دَ دې ناول " خپله " خو هم ياد شوی دی  ­

          څومره كرادرونه چې دَ افضل شوق په ناول كې دَ هيرو (هغه) سره ژوندي ياد شوي دي او يا دَ هيروئينې (وسا) خواو شا ذكر شوي دي  .. هغه ټول تر اوسه ژوندي او دَ هغوئ دَ ميني ګواهي وركولی شي­ دا يو داسې لوئيه خبره ده .. چې ناول نګار په خپل دې زيار كي دَ هغو ليكوالانو په صف كې دروي چې په دُنيا كې ډېر كم او دَ نه برابر ياد شوي دي ­ او هغه هم داسې ليوني لكه خپله افضل شوق چې دی .. چې دَ خپلي ميني دَ ډاكټر وسا(چې اوس دَ هغه كور والا ده) سره ټكي په ټكي بيانولو ته جوړېدلی دی ­ شايد په دې چې هغه ځان دَ يو داسې رښتوني شاعر، سفرنامه نګار او ناول نګار او ګوره چې لا څه او څه په حېثيت دَ همېش دپاره ژوندی ساتل غواړي ­ چې تر قيامته يې نوم او نشان پاته شي ­ ګني كه مونږ لږ فكر اوكړو .. نو په پښتني معاشره كې داسې څوك كولی شي لكه هغه چې په دې ناول كې كړي دي.. هو، دَ يو نېك مقصد او مقدسه مشن تر سر كولو په نيت ­  او كوم څيز چې به هغه دَ ناول په نړئيز تاريخ كې ځانګړی كوي، هغه دَ ده رول په حېثيت دَ هيرو(سېلاني) او راوي دی  -

          غرض دا، چې دَ وړمبي فرعون ظالم سنېفېرو.. بيا مخته فرعون خوفو او دَ هغه دَ زامنو فرعون خافرا او فرعون مينكورا علاوه دَ فرعوني راڼۍ خاميريرنبيتي، شهزادګۍ نېفرتيابيت ، راڼۍ هيتيفيريس ، هاتشيپسوت او داسې نورو راڼيانو نه بيا تر رعمسيس الثاني پوري او دَ هغه تر راڼۍ پوري  داسې كردارونه دي .. چې دي خو تاريخي مړه كردارونه .. خو افضل شوق په ډېر هنر دَ دې قيصې برخه ګرځولي دي او غږولي يې هم دي ­ كوم چې په تاريخ كې ياد شووْ خوئيونو په مناسبت دَ هيرو" سېلاني" او هيروئيني " وسا " دَ هغه وخت دَ قيصې دَ ضرورت تحت وړاندي كړل شوي دي ­ يعنې كه دَ وسا دَ غصې او خفګان خبره مخته راځي نو دَ ظالم فرعون سنېفيرو دَ جلالي راڼۍ هتېفيريس رول لوبول كېږي ­ خو بيا چې يې دَ ښائست ذكر كېږي ، نو دَ خپل فرعوني عهد تر ټولو نه ښائسته ځواني مرګه شهزادګۍ نېفرتيابيت غږول كېږي ­ او بيا چې دَ رحمدلۍ او ښې روئې خبره كوي ..نو دَ فرعوني تاريخ يو بله ښځه چې هغه هم نېفرتيابيت نومېږي يادېږي ­ او بلي خوا ته هيرو دَ فرعون خوفو نه  تر رعمسيس الثاني پوري چې كوم كوم فرعون څنګه روئيه او خوئيه دَ خپلې راڼۍ په اړه روا كړي وه .. هم هغسې په دې ناول كې افضل شوق هم ښكاره كړي او ياده كړي ده ­ نه يواځې دا .. بلكه بيا چې قيصه دَ فرعونانو نه تر قلوپطره او جوليس سيزر .. بيا نورويعنې يونانيانو او زړو عربيانو او تر" حال " را رسېږي .. نو كردارونه دَ سېلاني او وسا په شكلونو او يا خواوشا كې خپلې بڼې ډېر په خوند او مزه داسې بدلوي رابدلوي ­ چې دَ بنده دَ خلې نه يو دم دا خبره اووځي چې ... افضل شوق واقعي چې په دې ناول كې كردارونو ته نه يواځي دَ زمانو زمانو تاريخي څېرې وركړي دي بلكه دغه كردارونه يې په ډرامائي انداز او په افسانوي خوند اوحقيقي رنګ كې هم وړاندې كړي دي ­   

          دَ شوق په ناول كې مكالمې

          په يو ناول كې دَ پلاټ او كردارونو ټاكلو پس خبره دَ كردارونو دَ هغه رول په لور راځي چې هغوئ يې په مكالمو كې رامخي ته كوي او تمثيلي شكل وركوي ­ نو په دې حقله به اووايم .. چې يو وخت داسې هم وو، چې مكالمې به اوږدې اوږدې په ناول كې راوړل كېدې ­ خو دَ نن جديد ناول دا خبره دروغ كړله او مكالمو ته يې دَ اختصار شكل وركولو سره سره څه غوندې په علامتي پېرائيه كې  اشارتي ژبه هم وركړه ­ يعنې خبره وړه .. خو با مطلبه او په معنوي اعتبار اوږده دَ ننني ښه ناول ډيمانډ اوګرځېده ­ ولې چې نن وخت هيچا سره نيشته ­ اختصار ته دَ تفصيلي  اظهار او  معنوي ژبه وركول دَ ننني ناول سټېنډرډ وئيلی شوي دي ­ نو راشئ چې دَ افضل شوق دا ناول دَ ناول دَ دې جديد تعريف په رڼا كې اوګورو ­ چې هغه څومره ښه او تكړه ناول نګار ثابت شوی دی؟ 

          كه مونږ دا ناول په غور اولولو، نو دا خبره به مخې ته راشي چې افضل شوق په خپل دې ناول كې مكالمې ډېري مختصرې دَ قيصې برخه جوړي كړي دي ­ هغه په وړو خبرو كې لوئيې معنې رانغاړلو كوشش كړی  دی ­ او تر ډېره حده پوري كاميابه شوی هم دی ­ دا لاندېنۍ مكالمه دَ دې يو ښه مثال دی ..

"-  رانا .. منم چې ډېره ښائسته يې او كه اوغواړې نو دَ فرښتې ايمان هم ختا كولی شې ­ خو په دې زړه كې ستا دپاره چې كوم ځای ما دَ دوستۍ په نيت غوره كړی دی .. هغه په هوس نه شي بدلېدلی
ګوره چې هغې به څله دا خبره دَ توعين په حقله اغيستله او په خندا به يې بيا ييا ورته وئيلو..
-  چپ شه سېلانيه .. داسې مه وايه ..كه درته په رښتيا شوم نو هر څه به در باندې هېر كړم .. ښه !!
خو سېلاني به هم ورته وئيلو..
           -  كثير مشكله
                   -  لا لا مُش مشكله حبيبي
              او هغې چې به بيا په خپل مخصوص انداز كې دغه رنګه ورته اووئيلو ، نو به ورسره منوېلا ، پُو،    
                    عقود او بېسنك مورتي هم خندا ته داسې اوجوړېدلو چې دَ درستې پارټۍ به ورته پام شو" -
                                                          ( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۶ ... مخ ۱۱۲-۱۳)

هم دغه رنګه په دې ناول كي يو بل ځائی هم يوه داسې مكالمه رقم شوي ده چې لوستونكي ورنه دَ دې ناول او ناول نګار  په باب يوه نا يوه حتمي رائی ضرور قائمولی شي ­ ولې چې دلته شوق ( سېلاني ) دَ هرڅه نه بالا تر .. لاكن يو ښه انسان ليدلی شي ­

" -  دا سوپيس او فلوريتا څنګه له يو بل سره دومره په مينه مينه ليدل كېږي ؟ كه څه هم يوه كټره مسلمانه او بله عيسائي ده"
يوه ورځ چې دَ وسا په موجودګۍ كې  ډاكټر پُو دا خبره دَ سوال په توګه پورته كړه ، نو سېلاني ورته وئيلو ..
-  مذهب له انسانه دَ انسان جوړولو او انسان وَ انسان ته دَ نيزدې كولو وظيفه سرته كوي
اوس به يې لا نور څه وئيلو ، چې دَ پُو له خلې يو دم داسې خبره ناببره اوختله .. ګوا
-  سېلانيه !! ته دَ سوپيس په حق كې نن سبا ډېر ښكارې
بيا چې يې خپلې دې غلطۍ ته پام شو ، نو وائي  ..
-  زما مطلب دا ، چې هغه په اسلامي جامه كې ګرسره ښه نه برېښي .. خو ته ورته ښه وائې ...
وسا كه څه هم هيڅ نه اووئيلو، خو دَ سېلاني په خوا يې داسې په سواليه نظرونو اوكتلو .. لكه هغه چې هم دَ ده دوستي له سوپيس سره نه خوښوي " -
                                                        ( شوق "پروني مخونه " ... فصل _۱۳... مخ ۲۰۰ )

دا او داسې بېخي ډېري مكالمې دي چې لوستونكي په سوچ وهلو مجبوره كوي .. خو معنې او مطلب ډېر ژور او فكري لري ­ يعنې افضل شوق په خپل دې ناول كې ډېري زياتي خبري په علامتي اشارو كې ځكه كوي چې دا قيصه دَ هغه خپله او دَ هغه دَ محبوبې ( چې اوس دَ هغه كور والا ده) قيصه ده ­ نه تش دا.. بلكه افضل شوق په باب دا وئيلی شي چې هغه كه شاعري كوي او كه نثر ليكي .. خبري په اشارو كې كوي ­ نو ځكه دَ خپل ادبي فطرت دَ وجې هغه په دې ناول كې هم خپله هغسې ادبي روئيه په علامتي پېرائيه كې څرګندوي ­ هغه دَ اختصار قائل دی او نه غواړي چې دَ لوستونكو قيمتي وخت ضائع كړي ­ نو ځكه په دې ناول كې وړې .. خو بامعني او علامتي خبري داسې په سواليه انداز كې كوي .. لكه

"-  نن زه درته دَ دې واده مباركي نه وايم
-  څله .... ؟؟
-  ځكه چې زه نه غواړم، چې دَ خپلو ارمانونو جنازه دَ ټولو له مخه پورته كړم
-  ګوره سوپيس .. دا جنازه ستا دَ ارمانونو نه ،بلكه ستا دَ يوه دوست دَ خوشحاليانو يوه ستره موقعه ده
-  هو، ده خو .. لاكن  ... ؟؟
                                                       ( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۱۷... مخ۲۶۱-۶۲)

په دې " لاكن " كې ناول نګار ډېري خبري پټې ساتلي دي او دا دَ دې ناول نګار هغه خوبې ده .. چې اكثره سوالونه دَ ځواب په نيت دَ لوستونكو په مرضي ځكه پرېږدي .. چې هغه اخلاقي حدونه پارول نه غواړي ­

          دَ افضل شوق دا ناول په داسې ښكلي او اخلاقي انداز مكالمې لوستونكو ته وړاندي كوي چې بنده ورته په سوچ كې ډوب پاتې شي ­ خو دَ مزې خبره دا.. چې دَ هغه په مختصرو مكالمو كې ډېري تفصيلي اشارې پټي دي .. لكه دا مكالمه چې بلا ډېري معنې دَ لوستونكو په ذهنونو كې رابرسېره كولی شي ..

" سېلاني به لا دَ امينه دَ خبري په ځواب كې دَ هغې دَ تاتا وسا په باب نور څه وئيلو ، چې وسا په خندا كې اووئيلو..
-  هو، زه په دې وجه خبري اوچې كوم، چې په خوبونو باندې ګرسره يقين نه لرم
-  لاكن خوبونه خو بيا هم سړي ته راځي
-  راځي دي
-  نو بيا به يې منې هم قلوپطره ډئير
دَ سېلاني له خلې دَ " قلوپطره" توری څه اوختلو، چې هغې اوخندلو او په خندا خندا كې ولاړه شوه او امينه هند يې دَ سيدي فرج دَ سمندر دَ راغلي څپې سره بيرته ملګري چې كله دَ ژورو اوبو په لور رهي شوله ، نو يې وئيلو ..
-  خو زه لا تر اوسه هم يو نوم ځكه نشم دركولی ، چې ته خپله ښه خبر يې -
-  لاكن په څه ؟
او بيا چې دوه درې ځله دا وړوكي تپوس سېلاني تكرار كړو، نو هغې هلته له ليري څخه ځواب داسې ور بيا كړو ..
- ته چې خپل ځان څه ګڼې .. هغسي شه وَ ماته
- زه  ځان څه ګڼم ؟  ... څه یم ؟ او څوک شم  وَ دې ته ؟
هم ځكه خو سېلاني يو ځل بيرته په خپل فكر كې وَ ځانته دَ هر راپورته شوي سوال په ځواب كې سوال شو" -

                                                           ( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۲۰ ... مخ ۳۰۵)

دا هغه سوال دی چې دَ سېلاني دَ كردار يا خويې سره تړلی بې ځوابه ليدی شي او كوم لوستونكي چې ناول دَ اوله سره نه وي وئيلی .. هغه كله هم نشي پوهېدلی ­ دا دَ دې ناول هغه خوبي ده .. چې بې دَ لوستلو يې انجام ته هيڅوك نه شي رسېدلی ­  ولې چې دا ناول فلمي وژن لري .. خو دَ پښتو دَ فلم په رنګه نه ­ دلته ناول نګار هغه انداز په ډېر هنر خپل كړی دی ­ چې نن په مغرب كې دَ سسپنس په نوم يادېږي ­ دې نه علاوه په دې ناول كې داسې مكالمې هم په اّخري بابونو كې شاملې كړل شوي دي .. چې قيصه دَ دې ناول اختتام ته نه رسوي ­ بلكه لوستونكي تږي ځكه ساتي ­ چې هغه دا قيصه لا خو سر ته رسېدلي نه ګڼي او غواړي چې مخته هم جاري پاتې شي ... خو دا قيصه به مخته دَ ناول نګار هغه لور برېشنا خان جاري ساتي .. چې په پښتو نه پوهېږي ­ په دې ورستۍ خبري يا مكالمې كې هغه سوالونه چې ځواب طلب دي .. تاسو كتلی شئ ..

"-  بس كه ماما بس كه .. نوره مخته مه ځه .. اوبه ډېري ژوري دي او دَ پاپا لامبو هم نه ده ايزده"  
                                               ( شوق "پروني مخونه"... فصل _۲۴ ... مخ ۳۵۴)