له پېرس نه دَ ډنكارټ بندرګاه پورې په  لاره په انګلش چېنل نامي سمندر كې دَ انګلېنډ په لور په دې باب كې كه ډېري دلچسپيامي لري .. خو دَ فرانس په دې بندرګاه ډنكارټ كې دَ افضل شوق بې عزتي دَ يو پاكستاني په حېث يوه داسې قيصه ده .. چې دَ سېلاني شوق زړه يې مات كړی دی ­ نو ځكه په داسې حال كې هغه ځان ته دَ نورو سېلانيانو په مقابله كې وړوكی وائي او په معصوميت دَ خپلې ګيلې اظهار داسې رقم كوي ­

" غل نه وم  .. خو دَ غله غوندې مې ځان دَ ملګرو دَ سترګو نه پټولو ­ او ځكه خو دَ سېل څخه رابېل شوي مارغه غوندې ټپرېدمه لګيا وم او بيا بيا مې ګهړۍ ته په دې كتلو چې ما ژر تر ژره غوښتلو چې دغه سيلي لائن نامي فېري ډووْر پورټ انګلېنډ ته او رسېږي ­ كه څه هم په لانچ كې دننه هر لور زړخوښياني وي او دباندې دَ انګلش چېنل دَ سمندر مستي څپې .. خو زړه مې هيڅ شي ته نه كېدو"
                                                  ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 173)

دَ سېلاني دَ زړه ماتې دَ شدت اندازه په دې پورتنۍ كرښو كې تاسو په اسانه لګولی شئ ­ خوبيا هم سېلاني دَ خپل ښه فطرت په سمون بيرته په هم دغه باب كې داسې كوشش كړی دی چې ځان خوشحاليانو ته نيزدې كړي ­ او ډېر ژر بيا په خپل شاعرانه ليكنې كې په عاشقانه سوچ كې په افسانوي انداز له يو ساوتهـ امريكنې پېغلې چُوي سره څنګ په څنګ ښكاري ­ هغه هم په لندن كې .. چې هغه ورته دَ بادار ښار هم وائي ­ له چُوي سره په دې لاندېنۍ مكالمه كې افضل شوق په خپل مخصوص طرز تحرير كې ليدی شي ­

"-  شم به مسلمانه او حتماً ، خو دا يې وخت نه دی .. ولې چې زه اول اسلام او مسلمانان سټډي كول غواړم ، بيا به ....
هغې چې به په وار وار داسې وئيلو ، نو ما به په زړه كې وئيلو، چې
-  بيا خو نه شوې مسلمانه ­  ولې چې اسلام به دې خوښ شي كه دې اولوستلو ­ لاكن دَ نن مسلمانان او مسلماني روئيې به دي زړه مات كړي ­ ولې .. هو، هغوئ خپله خو هم دَ مغرب په غېږه كې په خواږه خوب اوده شوي دي او دُنياوي خوبونه ويني لګيا دي-
ما به لا نور سوچ كولو، چې هغې راته په لاس چُونډۍ راكولو ورسته اووئيلو..
                   څه سوچ كوې .. ولې ته غواړې چې اوس اوس مسلمانه شم ؟ "
                                                                     ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 197)

په دې پورته سواليه خبري دَ افضل شوق خاموشي كه څه هم دَ هغې پېغلې په مسلمانېدو كې خلل نه اچوي .. خو دَ هغه په خلې مهر لګېدل دا ويره رامخې ته كوي .. چې كه هغه مسلمانه شي هم .. نو مسلمانه به پاتې نه شي ­ ولې چې افضل شوق چې كوم حقيقت په دې مكالمې كې دَ خپل سوچ په حواله وړاندي كړی دی ­ دَ هغه نه انكار خو هم نشي كېدی ­ او دغه رنګه منصفانه ادبي روئيې يو ښه انسان هم څرګندوي­  ولې چې هغه دَ منافقت نه كار نه اخلي ­ هغه دَ يو اّئينې په رنګه هر څيز ته خپله اصلي بڼه وركولو په حق كې دی ­ نو ځكه خو دَ دغه رښتونی سېلاني ليكنو ته حقيقي ليكنې وئيلی كېدی شي ­ چې ادبيت په كې شته خو داسې منافقت نه .. چې دَ اكثرو ليكوالانو په تحريرونو كې ليدی شي ­ دا باب دَ شوق صاحب په دې رقم شوي خبري سرته رسوم .. چې هغه دَ پېغلي چُوي په قول داسې دَ سواليه اشارې په توګه ليكلي ده ­

"  نن چُوي كه څه هم ډېره خوشحاله وه، خو دا يوه خبره يې بيا بيا ګوره چې څله كوله .. ګوا
-  قسمت دَ انسان په لاس كې دی .. نه چې انسان دَ قسمت په رحم و كرم
                                                            ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 198)

         
۸ -  انګلېنډ ..كه دَ شېكسپئير دَ ډرامو كردارونه ؟  

  دلته سېلاني دَ انګلېنډ په باب سفري حال په خپل رنګ كې بيانوي .. او په انګلېنډ كې دَ شېكسپئير سره دَ خلقو مينه او دَ هغه دَ پيدائشي ښار سټراټ فورډ په چوكونو او پاركونو كې دَ شېكسپئير خپلو مجسمو نه علاوه دَ هغه دَ هري ډرامې دَ هر كردار مجسمې هم لګولې شوي دي ­ افضل شوق دا هر څه په زړه باندي اخلي او دا يو خوائش يې په زړه كې سر راپورته كويي .. چې كاش مونږ پښتنو هم خپل هيروګان .. هم دغه رنګه يادولی ­ يو ځای سېلاني شوق دَ شېكسپئير دَ مجسمې په وړاندې دَ خپل مشهوره چاپ شوي نظم " دَ شېكسپئير دَ مجسمې په وړاندې" ليكلو پرته هم دَ خپل خوشحال خان خټك دَ پاتې نوم او مانده ورځې داسې ژړا ژړوي ­

" دَ خوشحال په نامه په پاكستان كې څه .. چې په پښتني افغانستان كې لا داسې نامي يادګار نيشته چې دَ پښتنو پلار ورباندې ياد شي "
                                                                ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 213 )

او بلې خواته په هم دغه مخ افضل شوق ليكي، چې ...

" شېكسپئير په انګلېنډ كې دَ يو ليكوال په حېث څه ..بلكه دَ دې هېواد يو سنهري تاريخي باب هم ګڼل كېږي ­ او دَ شهرت يې دا حال دی چې انګلېنډ ته " دَ شېكسپئير انګلېډ" وئيل كېږي"
                                                                      ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 213 )

دلته په دې خبرو كې افضل شوق خپل اوده پښتانه راوېشول غواړي او هغوئ ته دا ثبوت هم وركول غواړي .. چې قومونه په پيسو او جهګړو نه ، بلكه دَ مشرانو په عزت او دَ هغوئ په ښودل شووْ لارو باندې په تللو جوړېږي ­ خو هغه په دې نه دی خبر چې پښتون داسې خبري اوتې بوتې ګڼي او هغوئ په دې لا هم نه وي خبر.. چې دُنيا په كومه او هغوئ په كومه روان دي ­ لاكن دَ دې باوجود هم پښتون سېلاني خپله وظيفه ادا كوي او خپلې اّئينې كور په كور او كلي په كلي خلقو كې تقسيموي ­ لكه  په دې لاندېنئيو خبرو كې هم هغه ليكي ، چې
" مشرقي ټولنې ته دَ لمر رڼاګانې چې څومره محرومياني ورپه ګوته كوي نو هم دغه هومره دَ اروپا خلق دَ شپو په تيرو كې خوشحاله كېږي او هر يو وس كوي چې دا تيرې په بېلا بېلو زړخوښيانو باندې سهار كړي "
                                                              ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 222 )

كه دې كرښو ته مونږ پام اوكړو نو دَ افضل شوق فلسفيانه انداز په ډېر شاعرانه نثر كې په نظر راځي ­ او لوستونكی دَ سوچ دَ مخه په مختلفو لارو تقسيموي ­ يعنې له شپې سره دَ رڼا توري تړل او دَ ورځي دَ رڼا سره تيرې تړل .. په معنوي توګه دَ جهالت او علميت استعارې اوعلامتي اشارې دي ، چې تر ميانځه دَ مشرقي او مغربي ژوند توپير پيدا كوي ­ او په دې خبرو كې مونږ ته دَ مغرب دَ ترقۍ په حواله يو طنز هم مخې ته راځي ­ ولې چې افضل  شوق له مشرق نه چې دَ بې سوادۍ په اړه څومره زړه ماتې د .. دومره له مغربي روئيو نه بېزاره هم .. لكه په دې لاندې نثري ټوټې كې چې ليكي ­

" دَ اغراصز دَ تكميل په نيت انګرېزان كله كله دَ خپل عزت جنازه په خپلو لاسو باندې ايستلو ته كه څه هم دَ دوستۍ نوم وركوي .. خو په زړه كې غاښونه هر وخت تېره لري"
                                                                     ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 226)


۹ ـ دَ دوزخي حُورو په جنت كې
 
دَ سكاټ لېنډ په حقله په دې باب كې خبرې دَ دې عنوان تر اثر لاندې ډېرې په هنر او فن ليكلي شوي دي ..!! يعني دلته هم افضل شوق دَ خوشحالۍ او فكري غم په ميانځ كې ليدی شي ­ هر څه ته يې په ډېر ژور نظر كتلي او هر څه يې په ذهن كې نقش كړي دي ­ دَ دې مملكت دَ يو ښكلي ښار اېډنبرا دَ خلقو په باب هغه ليكي ، چې ..

" دَ دې ښار دَ خلګو بڼې او روئيې څه څه قندهارۍ يا لكهنو وزمه او برېښېدلې ­ ولې چې په هر څه كې دَ دې ځای دَ ژوند او ژواك كلاسيكي بڼې موندلی شي ­ او ولې نه .. دې ښار ته خو دَ علم او عالمانو ښار خو هم وئيل كېږي"
                                                                     ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 242 )

دَ دې مطلب دا شو، چې افضل شوق په خپلو سفرونو كې نه يواځې دَ ښكاره څيزونو كتنه او سېل مقصد جوړ كړی دی بلكه دَ هر ځای دَ خلقو روئيې او فطرت پېژندلو هڅه يې هم كړي ده ­ هم دغه خو هغه ښار دی چې افضل شوق يې دَ " نتاشا په نوم يو مشهوره نظم ليكلو باندې مجبور كړی وو ­ كوم چې " په لټون ستا دَ څېرې" كې چاپ دی ­ يعنې هغې ( نتاشا) ورسره كوم ظلم دَ ميني په نوم نه وو روا كړی او ده كوم ظلم دَ مظلوم عاشق  په شكل نه وو برداشت كړی ­ دَ اېډنبرا دَ ښار دَ رومانوي بڼې نه علاوه دَ شوق او نتاشا تر ميانځه راغلي پېښه ډېره سسپنس او خوند لري ­ دلته دَ هغې نتاشا او شوق تر ميانځه دَ دې مكالمې وړاندي كول ضروري ګڼم .. چې په كې افضل شوق لكه نر پښتون دَ هغې په فطري انګرېزيت داسې وارونه كوي .. چې دَ فېرنګې په تاريخي جالونو او چلونو خبر يو پښتو لوستونكی ښې ډېري معناوْي اخذ كولی شي ­

"- تاسو هم غلا كوئ؟ چې ځانته دَ نوي نړۍ باداران واياست .. هله شاباش ، زما شيان را واړوه
-  دا څه وائې .. كوم شيان زما دوسته !! ؟
هغه چې په ډېر اعتماد څنګه انكاري شوه ، نو زه له غصې ورته سور او شين شوم
-  لعنت دې ستاسو په دې نامه شي .. زه نور نه يم خبر­ بس زما ګهړۍ او پاسپورټ را واړوه
خو دا وه چې راته موسېدله او وائي ..
-  دا دواړه شيان خو ستا په واش روم كې اوس اوس ما اوليدلو، چې پراته وو
- په واش روم كې ؟؟
                                                            ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 248 )

دلته دَ سېلاني حېرانتيا ځكه په حق وه .. چې دَ دې مكالمې نه مخ كې ليكي .. چې دا څيزونه خو  په سائيډ ټېبل ده ايښي وو .. واش روم ته څنګه اورسېدو؟ زما مطلب دَ دې مكالمې وړاندې كولو نه دا دی ، چې سېلاني په خپل دې سفر كې دَ يو عام پښتانه په بڼه كې داسې ليدی شي ­ چې هغه دَ خوشحالي او پرېشاني يا غم اظهار په نره كوي ­ او بل دَ هغه مقصد دَ خپل سفر دَ هغو مقاصدو دَ اظهار كولو نه هم دی .. چې دئی ورته اصل انساني ژوند وائي ­ دَ نتاشا دَ دهوكو نه شوق دومره متاثره شوی دی چې هغه دَ انګرېز قوم په حقله ليكي ­

" انګرېز كه په خُوى هر څومره ښائسته او په خلې باندې خوږ شي ­ نو هم په ايمان كې شك لري ­ ګوا دَ تاريخي او روائيتي په سمه دَ لستوڼي دَ مار په شان چيچل كوي ­ دا اوس بېله خبره دا ، چې په زهرو يې سړی مري كم خو مرګي حاله زيات وي"
                                                              ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 250 )

كومې خبرې چې افضل شوق دَ يوې فېرنګۍ دَ مسلسلو دهوكو ورستو كړي دي .. هغه داسې څرګندوي چې هغه ته نه يواځې دې جينۍ دهوكه وركړي ده .. بلكه هغه په داسې ادراكي نظر هر چرته په دې خلقو كې ور خښ كړی دی ­ او دې نتيجې ته رسېدلی دی ­


۱۰ ـ  هلته رنګونه خبري كوي 
 
دَ " لېك ډسټرك" انګلېنډ په سېل باندې ليكلی شوی دا باب افضل شوق دَ دې ځای دَ قدرتي مناظرو نه دَ متاثره كېدو په رنګ كې رقم كړی دی ­ او دلته  دَ حكومتي هلو ځلو او تاريخ سره دَ ميني رجحان شوق په داسې وئيلو باندې مجبور كړی دی ­

" بې شكه چې ژوندي قامونه دَ خپلو تاريخي اّثارو قدر كوي ­  او هر قام چې دَ تاريخ څخه خپلي رشتې دَ حاضر وخت په بيعه شلوي .. نو دَ هغه قام سباوْن په نيشت شمارېږي ­ هو، لكه زما پښتنو چې دَ خپل تاريخي عظمت دَ ثابتولو په باب په ريكارډ باندې زركلن زوړ دېوال لا نه لري "

                                                              ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 270 )

دَ پښتو او پښتنو سره دَ فطري ميني او تړون جذبې په دې كرښو كې هم ليدی شي ­ خو دَ يو ګيله من پښتون په حېث ­ بلكه هغه چې چرته هم تاريخي اّثارو ته مخامخ شوی دی نو يې پښتون سترګو ته ځكه راغلی دی ­ چې هغه داسې يو تاريخي نخښه نخښانه هم په پښتونخوا كې نه لري چې دَ يو نر پښتون په حېث پرې فخر اوكړي ­ نو ځكه خو هغه كله چې دَ خپل قوم دَ بې سوادۍ او ځناوري روئيو نه ډېر مايوسه شوی دی ­ نو يې دَ خپل صادق زړه بهړاس داسې هم ورباندې اوباسلی دی ­ لكه په هم دغه باب كې  مخته ليكي ­

" كوم خواخُوږي پښتانه چې دَ پښتون قام شجره دَ اّرياوْ يا اسرائيلو سره دَ تړلو دپاره څومره غټ غټ دليلونه وائي ­ كه چرته له هغوئ څخه څوك دا پوښتنه اوكړي ­ چې وروڼو!! دا خو دې اول راته ثابت كړئ ، چې پښتانه په پخوانۍ زمانې كې وو هم كه يَه ..؟ او شرط هم دا ورباندې اولګوي ، چې ثابتوئ به يې په تاريخي اّثارو .. نه چې دَ بل په ليكل شووْ تاريخونو ­ نو زما خيال نه كېږي چې دا زما دَ ژبي تورياليان به دَ نن دَ دې سړيخوره پښتنو رشته له خپلو هغو نيكه ګانو سره تړلو كې بريالي شي چې دَ ننګ ترانې يې مونږ څه .. اغيارو وئيلې"
                                                                ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 270 )

دلته داسې ښكاري لكه افضل شوق چې بې پښتو شوی وي ­ او په لوستلو ماته هم په وړمبي ځل دا خبري بدې را محسوسي شوې ­ خو بيا چې دَ هغه په دې پورته ذكر شووْ دليلونو لږ نور غور اوكړم .. نو دا مې يقين شي ، چې هر پښتون به دا خبره اومني ­ ولې چې دَ سېلاني په خبرو كې منطقي دليل پټ دی ­ او په دې هر هغه څوك پوهېدلی شي يا يې محسوسولی شي .. چې دَ سېلانې په شان ګرځېدلی وي ­ كه زه دَ يو نقاد په حېث يو طرف ته افضل شوق په دې خبري كولو غلط اوګڼم.. نو بل طرف ته كه ما سره دَ دې خبري په ځواب كې مضبوط دليل نه وي .. نو بيا خو هغه په خپل قول يا منطق كې صحيح دی ­ هم ځكه خو دَ دي ژبې نقادانو تر اوسه دَ سېلاني دَ دې دومره وړكوټي سوال ته ځواب نه كړو پيدا­

          په دې باب كې افضل شوق دَ مغرب دَ ګلوبلائزېشن سلوګن هم رد كوي .. چې كله دَ چېسټر نامې ښار خواوشاته جوړ شوي غټ دېوال ته ګوري ­ او دا مشهوره خبره ده ، تر اوسه هم دغه رنګه ډېر ښارونه په يورپ كې شته چې خواوشاته يې دېوالونه دَ تحفظ په نيت جوړ كړل شوي دي ­ څه هم كه دغه روائيتي بڼه ده ­ خو دَ ګلوبلائزېشن په اړه ورنه يو فكري تهيم داسې سېلاني اخذ كړی دی ­

 په دې باب كې افضل شوق دَ مشهور زمانه شهزادګۍ لېډي ډيانا دَ ښكلي مملكت وېلز په اړه چې څومره متاثره شوی دی ­ هغه هومره يې دَ درو په دې رومانوي مملكت كې دَ لمر دَ اهميت نه خبر شوی هم دی ­ هم ځكه خو هغه يو ځای دَ ګائيډ په خله دا خبره كوي، چې ..

" مونږ يورپئين چې څومره په لمر مئين يُو ­ لمر هغه هومره له مونږ څخه نفرت كوي ­ او ځان پټوي راڅخه "
                                                               ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 283 )

۱۱ ـ      په څنګه ټكودي وستايم؟

 دَ مكالماتي، شاعرانه نثر دا باب كه څه هم ډېري دلچسپيانې په ځان كې نغښتې لري خو دَ اّكسفورډ ښار او يونيورسټۍ سره تړلي ځانته يادو نه دې باب ته دَ حسن بيان يو نوی رنګ او خوند وركوي ­ لكه دا يوڅو خبرې چې شوق يې په ډېره بې ساختګۍ ليكي ­

 " دلته په فټ پاتهونو باندې هلكان ( لوستونكي) په تورو سوټونو او جينكۍ په تورو هاف سكرټونو چې تر ګونډو پورې پړده لري كې ښكاري څه ؟ چې ايمانونه هم په خپل ښائست دَ تږو وږو سېلانيانو په خطره كې اچوي ­ او زه خو هم يو سېلانی وم ..نو ځكه چې به مې هر څو كليمې په ځان راچُوف كړې ­ خو ... "
                                                           ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 301 )

دې نه علاوه سېلاني شوق دَ اّكسفورډ دَ يونيورسټۍ او ښار په حقله معلومات چې څنګه په هنري انداز بيانوي .. په خپل فكر، خو دغه معلومات چې هغه دَ خپل شاعرانه ذوق او شوق په رنګ رنګولي دي ­ هغې نه دَ افضل شوق دَ رومانوي طبعې عكاسي په دېر ښه ډول كېدی شي ­ او مونږ دا محسوسولی شو .. چې هغه په دې ښار كې ډېر زيات په شاعرانه موډ كې سفر ته جوړېدلی ښكاري ­ وجه يې شايد چې دَ دې ښار ښكلا ده او يا په دې ښار كې اوسېدونكي خلق ­ چې افضل شوق يې په نثري شاعرۍ ليكلو مجبور كړی دی ­ لاكن دَ دې باوجود هم دَ هغه نه دَ ملګرو ډېفني او بلنډاوائی دا ګيله ګوره چې په كومه وجه داسې راځي ؟

"  شوقه!! ته خو ډېر روشن فكره سړی وې ­ دا برايه شپه څله ؟ "  
                                                                ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 300 )

داسې خو په دې پوښتنې كې ډېري پټې اشارې په نظر راځي .. خو بيا چې دَ شوق ځواب " څله نه ..؟  " ته فكر اوكړم .. نو ماته هغه يو باكرداره او دروند پښتون او ځلېږي ­  ولې چې په دې درست سفر كې افضل شوق خپل هر غرض په يوه نا يوه حواله يا مجبورۍ تش تر خپل سفري دلچسپياتو تر جده محدود ساتلی دی ­ او دَ هغه ادبي تنده وه او يا دَ هغه اضطراب چې هغه هركله متحرك څرګندوي ­ خو په دې باب كې چې څنګه سېلاني لندن ته اورسي ... نو دَ نتاشا قيصه هم بيرته اچانك دَ هغه په زړه كې داسې په شدت راژوندۍ شي ­ چې هغه له خياله دَ هغې سره خبرې شروع كړي ­ تاسو په دې مكالمې كې ورنه بلا ډېري معنې اغيستی شئ ­ 

"- نتاشا !! تاته داسې نه وو كول په كار
هغې راڅخه په حېرت پوښتنه وكړه
-  كوم څه ؟ ما خو چپ دَ زړه دَ رشتې بله رشته درسره ساتلي نه ده .. ته دَ كوم شي خبرې كوې؟
-  هو، منم چې تا مې زړه ته لارې جوړي كړي دي ، خو باور بيا هم درباندې نه شم كولی -
-  څله ؟
زما دَ خبرې په ځواب كې دَ هغې " څله" څه وو؟ چې زه دَ هوټل مخې ته دَ يو موټر په هارن بيرته دَ هوش وَ نړۍ ته راستون شوم  ­ او په ځان خندلو ورسته .. په دويم ګام هوټل ته ننوتم"
                                                                ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 308 )

په دې كرښو كې دَ هغه مكالماتي انداز دومره دَ خوند دی چې دغه باب ته يې دَ رومانويت يوه ښكلي شوخي وركړي ده ­ دَ مكالمو چستي او تسلسل دې باب ته يو ډرامائي مكالماتي رنګ بخښي چې دَ ليكوال دَ ادبي هنر څرګندونه ترېنه كېږي  ­


۱۲ ـ  دَ خيالونو په ګودر مې تندر پرېوت 

افضل شوق چې په دې باب كې دَ نتاشا سره دَ بيا ملاقات قيصه څومره په ډرامائي خوند ليكي ­ هغه خپل اثر په قاري باندې نه يواځې پرېږدي .. بلكه قاري ته يو ځل بيا دَ نووْ نووْ سوالونو مخه كوي ­ خوند په دې قيصې كې دا كوي چې نتاشا څومره سېلاني ته نيږدې كېدل غواړي .. دغسې سېلاني ذهن ته دَ ويرې او خوف څنډه كوي لكه ..

" دا واخله ګهړۍ دَ هغې ګهړۍ په بدل كې ، چې تا ...
 -  مننه ، لاكن څه ؟
 -  څه؟
يو دم مې په ځان كليمه اووئيله او دَ مات زړه خبره مې په ګيلې كې داسې واړوله   ­
-  زه خو ستا په دې پېغلتوب افسوس كوم
-  هغه څله؟
هو، كه څه هم هر څه له نوي سره مې بيا ورباندې اعتبار كولو ته حوصلې لوئيولې ­ خو دَ هغې دَ دې " څله" په ځواب كې ورته وايم ..
-  ستا ښكلا او دا عمر.. دَ غال او شوكونې خو نه دی 
-  ما درته اووئيلو، چې زه بخښنه غواړم ­ اوس كه ته بيا هم ما نه معاف كوې نو زه به بيرته لاړه شم-
او څنګه چې يې وړوكی بېګ بيرته اوږې ته اچولو ، نو ما لاس ور واچولو او كښېنوله مې داسې په موسكنۍ خبره ..
-  اوكې اوكې ، زاړه به هېروْ او نوي به ....
 -  او له نوي سره به ، ستا په خيال څه كوْ ؟
                                                  ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 315 _ 316 )

څه هم كه په دې مكالمې كې لږې ډائريكټ اشارې دَ لوستونكو په ذهن كې سوالونه راپورته كولی شي .. خو هغه چې دا مكالمه كله سر ته اورسوي .. نو هر څه به كلير شي ­ ولي چې افضل شوق داسې مكالمې تش په دې دَ سفري حال سره ګنډلي دي ، چې سفر ښه په اّرام تېر شي او لوستونكو ته لږه ورائيټي هم لوستو كې په برخه شي ­

په دې باب كې دَ واپسۍ قيصه او خوب نه علاوه په دوبۍ كې دَ عربيانو په باب ځيني داسې خبري هم ذكر شوي دي .. چې په وړمبي ځل ما اورېدلي يا لوستلي دي ­ لكه دلته چې يې افضل شوق دَ خپل يو سوال په ځواب كې ليكي ­

" دا هغه قام د .. چې ما برايه شپه تر سهاره دَ اروپا په مقابله كې سوچ كولو؟
دا هغه سوال وو، چې زه يې په دې وئيلو مجبور كړم چې كه دَ دې ګلف هېوادونو دَ تېلو دَ پيسو زكات هم په نورو غريبو مسلمان هېوادونو كې اووېښل شي ­ نو زما يقين دی جې هيڅوك به هم غريب پاتې نه شي ­ لاكن يَه .. دا خو هغه خلق دي چې وايم كه دَ يو لكهـ څلوېښت زره كم  او زيات نبيانو په ځای  په كې .. په هم دغه هومره شمېر ملكان پيدا شوي وی نو به هم سړي شوي وی ­ خو دا له بده مرغه نشول سړي"

                                                               ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 329 )

په دې باب كې افضل شوق دَ خپل دې اوږد سفر اختتام په يو داسې علامتي خبري كي كوي چې .. هغې نه لوستونكې دَ خپل خپل استعداد دَ مخې ډېر مطلبونه اغيستی شي ­ او هغه خبره دا خبره ده ..

"  دَ الامارات اڼترنېشنل الوتني جهاز EK 600 پاوْ بالا اتهه بجې له دوبۍ ائيرپورټ څخه پورته شو او په نه ساعت كې تر اوريځو بالا .. ښه بالا دَ كراچۍ په لور لكه دَ پښتون له توپكه وتې ګولۍ روان څه شو .. چې ما هم يو ځل بيرته دَ سوچونو رُخ دَ هغې خاورې په لور واړولو، چې زه يې زېږولی وم ­ كه څه هم زه په " زه" كې نه وم پاته شوی خو ورته روان په خوشحالۍ باندې وم"
                                                                          ( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ ­ 331 )

 

                                        حسينه ګل
                                      نوښار كاكا صاحب _ پښتونخوا

پروني مخونه
( دَ سېلاني افضل شوق ناول)
( یادګیرنه  :- دا کتاب په کال۲۰۰۶ کې چاپ شوی دی )

   ما چې دَ ښاغلي افضل شوق دَ سفرنامو او شعري مجموعو كومه تنقيدي جائزه ليكلي ده ­ نو دَ هغې نه پس راته دَ هغه دَ ناول دَ مسودې دَ كتو اتفاق اوشو ­ دَ ناول قيصه دومره مزېداره وه چې په هغې مي هم يوه رائی جوړه شوه ­ او بيا دغه رائی ليكل مي خپله اخلاقي او ادبي ذمه واري اوګڼله ­ خدای پاك دي اوكړي چې پښتانه  په ډېره مينه دَ افضل شوق دغه كوشش هم اوستائي ­ زه دا خبره يو ځلې بيا كوم چې افضل شوق څه هم كه خپل وجود لري .. خو دَ دغه وجود څېره په ځينو نورو اعزازي نومونو هم پېژندلی شي­  لكه  بقول دَ محترم مشر اياز داوْدزى " افضل شوق .. هزار داستاني شخصيت  دی" ، دَ محترم سعيد ګوهر بقول هغه " پښتون جهانيان جهان ګشت "  دَ مشر سليم راز بقول " سېلانی شاعر" دی ، دَ اكرام الله ګران په قول دا دَ امن په لټون شاعر افضل شوق " دَ سلو يار" دی ... او زه بيا وايم چې دغه ورك مسافر ورك ځكه نه دی .. چې دئی هغه پېرئی دی  .. چې دَ پښتنو په زړونو كې ليدلی شي ­ خو دا بېله خبره ده چې ډېري كمي سترګې يې ويني .. ګوري ­  ولې چې دئی دَ ژوند په فن كې ورك دی ­ لاكن دَ مزې خبره دا، چې بيا هم كه څوك چې هغه لټول غواړي .. نو هغې ته دَ يو فني ادراك ضرورت دی ­ اوس دا دَ يو فنكار كار دی چې هغه دي دَ ده فكراو فن  په خپله فنكارانه مينه او هنر تر لاسه كړي ­

دَ دې ناول " پروني مخونه" دَ سنسني خېزه واقعاتو دَ لوستلو پس ماته دَ يو قاري په حېثيت داسې ښكاري ... لكه ځمونږ دغه شاعر چې دَ خپل هنر په دې سفر كې خپل كردار، كله په افسانه، كله په ډرامه او چرته دَ يو سفرنامې دَ ديومالائي كردار په توګه لوبوي ­  دغه دَ ده خوبي هم ده او كمزوري هم ­ دَ قاري جذبات ( غم او خوشحالي ) رالړزول .. په خپلو دغه كردارونو كې داسې ښكاري  لكه دَ قاري دغه كېفيت ، هغه دَ خپل وجود په ژوندي تابوت لكه دَ مېخونو ټك وهي ­ دئی يو رښتونی عكاس دی  او داسې ليكونكي ډېر كم دی چې هغه په ډېره ايماندارۍ او خلوص دَ خپل ذاتي ژوند مشاهدې ، تجربې او ښه او بد اړخونه دَ خپلو لوستونكو مخې ته ږدي ­ او داسې دَ ژوند او جذبو يو لازواله تاريخ رقم كوي ­ هم په دې خو دَ ده لوستونكې او دَ نن نقادان دَ ده سره انصاف نه شي كولی  .. په دې چې هغه خپله هم دا دعوه په بيا بيا كوي چې " زه دَ نن دپاره ليكل نه كوم " ­ يعنې هغه به سبا ته دَ نن په اّئينو كې دَ ښو سپينو او رڼو څېرو دَ ښودلو په حق كې  دی ­ په دې خو دَ نقادانو ناخوښه .. او دَ بې سواده پښتنو دپاره دَ ده ذات ، دَ ده شخصيت او دَ ده فن يوه الميه ګرځېدلي ده ­ خو زما په خيال دا الميه دلته دا هم ده .. چې نه دئی په پښتنو پوهېږي او نه يې پښتانه پوهـ كړی شول ­ دَ دېرشو كلو نه دغه هر اړخيز اديب او شاعر افضل شوق  داسې دَ ژبې او ادب خدمت كوي .. خو په دې غرض يې نه كوي چې دَ ايوارډ او انعام لالچ يې دی ­  بلكه دَ دې هر څه دپاره يې يو جدا فكر او نظريه جوړه كړي ده ­ او هم دغه وجه ده چې تر ننه دَ ادارې يا دَ يو تنظيم له خوا ورته دَ سګرېټ په پنی دَ شاباشي توري نه دي وركړلی شوي ­ يعنې دا دَ نن ناول نګار شاعر او يو سفرنامه نګار افضل شوق دَ هر لالچ نه بالاتر دی ­       

داسې ليكوال ډېر كم دي چې په شاعرۍ او نثر دواړو مدونو كې ليكل كوي .. خو ښاغلی افضل شوق زمونږ په داسې ښو ليكونكو كې شمېرلی شي ، چې شاعري ليكې .. نو بنده وائي چې بس يو شاعر دآ .. ښه  شاعراو حقيقت پسند شاعر ­ خو كه دَ ده نثر اوګورو، نو دا خبره به زما سره هر څوك اومني چې په نثر كې يې خپل ځان او نوم داسې منلی دی چې ورنه انكار شايد چې په هيڅ يو دور كې هم اونه شي ­ يعنې دَ ده دَ شخصيت او نوم پېژندګلو نه يواځې شاعري ده، او نه نثر ­ بلكې هغه په دواړو ميدانونو كې ځانګړتيا لري ­ ولې چې كه دَ افضل شوق شاعري  افسانوي رنګ او ډرامائي كېفيت لري .. نو بل طرف ته دَ هغه نثر دَ خپل شاعرانه طرز اُسلوب تر مخه دَ يو داسې پرله پسې شعراو شعري اّهنګ لري ..!! او په دواړو مېدانونو كې يې خپل فكري لېونتوب ، جنوني مينه په اّساني او مشكل پسندي وَ انتها ته رسولي دي ­

 دَ رچرډ برټن په قول .. دَ قيصه ګوئي اّغاز هغه وخت اوشو ، چې انسان په دووْ  ښپو دَ ولاړېدو چل ايزده كړو­ دَ ماشوم دَ شعوري احساس مطابق اولنۍ قيصې دَ پېريانو او دېوانو نه شروع شوې او رو رو دغو قيصو دَ ناول په لور يُون اوكړو ­ خو كه مونږ غور اوكړو .. نو خو لا تر اوسه  ناول .. زمونږ په پښتو افسانوي ادب كې يو داسې بدبخته صنف دی چې ډېرو كمو ليكونكو ورته پام كړی دی ­ او تر اوسه چې په پښتو ادب كې دَ ګوتو په شمېر څو ناولونه زمونږ سره دي ... نو دَ هغې معيار ، كه څه هم څنګه دی خو دَ ستائينې وړ په دې دي چې دا اړخ پرې څه نا څه دروند والی ضرور لري .. او داسې دَ" خالي ميدان" تش والي احساس يې تر ډېره حده كم كړی هم دی  ­

دَ افضل شوق دا نوی ناول " پروني مخونه" به يقيناً چې په دې ټولو ناولونو كې يو داسې تيګه ثابته شي چې دَ دې نه پس به دَ ناول  په مد كې دَ صداقت او ريښتاوْ يو نوی روايت دوام اومومي ­ او داسې به پښتو ناول دَ هاغه روائيتي جوكاټ نه بېخي رابهر شي كوم چې تر اوسه دَ پښتو دَ كلي وال ژوند، قبائلي او قبيلوي رسمونو، رواجونو، دُښمنو ، تربګنو .. او بيا دَ ګودر او منګي دَ ساده باده رومان سره څنګ په څنګ دَ اوږدې قيصې يا نكلونو په شكل كې  را روان دی ­ كوم ته چې دَ ناول ړومبنی طرزبيان وئيلی شي ­ ولې چې اوس خو ناول په جديدي اصطلاح كې هغه قيصې ته وئيلی شي چې په كې كردار نګاري،دَ ژوند فلسفه،دَ انساني نفسياتو او جذباتو مثبت او منفي اړخونو څېړلو نه علاوه داسې منظرنګاري ځان كې رانغاړي چې هغه دَ يو ژوند عكاسي كوي ­ دَ نوي ناول خبري يا مكالمې مختصري .. خو ژورفهمه وي ­ او دا هغه خبري دي چې تر ډېره حده ما دَ افضل شوق دَ ناول په ناچاپه سكرپټ كې تر سترګو شوي دي ­ خو دَ دې مقصد هرګز دا نه دی چې دغه ناول په پښتو كې اول او ورستی ناول دی ­ زه به كوشش كوم چې دَ ناول اصل كړه وړه مخې ته كېږدم او بيا لوستونكو ته خپله تفصيلي رائی وړاندي كړم