هغه څوك ده؟ دَ چا لُور ده؟ دَ چا وينه ، دَ چا خور ده؟
چې په سرو سرو اوښكو ژاړي سرببره ، درپدره
دَ ژوندون لارو كوڅو كې په مخ لُوڅه ، په پښو لُوڅه
په زړو څېرو جامو كې سرګردانه پرېشانه
په وجود ستړي ستومانه له خپل ځانه بې خبره
جهانه بې خبره دَ بې رحمه وخت په لاس كې
لېونۍ سپېڅلې غوندي پېغلتوب بائيلي ، زړېږي
په فرياد فرياد ژغېږي چې اې خلګو ......... ړندو خلګو !!
ما ته اوګورئ زه څوك يم؟ دَ چا لُور او دَ چا خور يم؟
زما په سر پړونی نشته ..... زما لاسونه بې بنګړئيو
زما غوږونه بې والئيو ، اّخر ولې ......... داسې ولې؟
يَه دَ وخت زامنو ولې ؟ زه بې وسه بې اّسرې نن
زه بې كوره بې پړدې نن دَ خپلوانو په لټون تل
دَ مراد كچكول په لاس كې دَ سوالګيرې په شان ګرځم
زه سوالګيره زه سوالګيره؟ سترګې روڼې كړئ اې خلګو
دَ غفلت دَ تيارو خلګو!! ما هم اوپېژنئ خلګو!!
زه دَ دنګو غرونو لُور يم ، زه پښتو يم .... پښتنه يم
۲۳ ـ ـ دَ رڼا ملګري
ته دَ رڼا سره سم ځغلې
دَ ماښام په لورې
او زه دې سيورې دَ وجود يم
تا سره سره ځم
خو دَ بېل بېل فطرت له جوره
ما او تا هم مدام
چې څوني دواړه ليدل كېږو
څنګ په څنګ دَ ورځې
دغوني ورك شو دَ يو بله
په كوڅو كې دَ شپې
( شلېدلی امېل .. مخ _ 140 )
پورتنی نظم دَ افضل شوق دَ خپل مخصوصې فكري روئيې يو جذباتي مثال دی ..خو ليكلی شوی په داسې علامتي پېرائيه كې دی .. چې شعريت او معنويت ترې نه دَ ورايه دَ شاعر هنري كمال ته اشاره كوي په دې نظم كې هغه دَ خپل محبوب تصور خپل سيوری ګڼي .. چې دَ ده سره سره ځي .. خو بيا په ډېره عجيبه انداز كې دَ خپل وجود سيوری دَ خپل طبعې او فطرت تر مخه دَ ځانه بېل ګڼي او دا ځكه چې سيوری خو دَ رڼا ملګری وي .. او چې كله هم رڼا دَ خپل اختتام تر سفره اورسي نودَ وجود سره دغه سيوری خپله ملګرتيا پرېږدي دلته شاعر دَ خپل محبوب وجود يو داسې سيوری ګڼي .. چې كُل وقتي نه وي .. وختي وي
دَ دې نظم سادګي او بې ساختګي ، په ډېر هنر دَ شاعر دغه ګيله او غم ډېر په فكري پېرائيه كې ښكاره كوي دَ دې نظم په معنې او مفهوم كه مونږ لږ سوچ اوكړو .. نو په انساني ژوند، رشتو او جذبو كې چې دَ خودغرضۍ كوم رنګ ليدلی شي ، نو هغې ته شاعر په ډېر هنر اشاره كوي چې ملګري دَ ښو لحظو وي .. خو دَ غم دَ لحظو مئينان بېخي په نېشت حساب دي دغه رنګه دوران او دَ خلقو دغسې روئيې هاغه وخت هم وي چې كله شاعر دا نظم ليكلو .. او نن هم دغسې ماحول مونږ وينو ګورو نو دَ نن دور دَ كومو حالاتو خبره چې شاعر نن نه اولس اتهلس كاله اّګاهو كړي ده .. په هاغه وخت كې دَ مستقبل حالاتو ته اشاره وه او ښه شاعر اديب په راتلونكو تبديليانو هر وخت نظر لري
په تكنيكي او فني لحاظ دغه دَ لس وړو او لوئيو مصرعو اّزاد نظم په اصل كې په پنځو داسې مصرعو باندې مشتمل دی .. چې هره مصرعه يې پنځلس سېلابونه لري او په خپلو كې دا ټولي مصرعې دَ يو داسې خواږه اّهنګ او موسيقيت نه ډكې دي .. چې دا نظم اّزاد نه .. بلكه پابند او معرى ښكاره كوي كتلی يې شئ
ته دَ رڼا سره سم ځغلې دَ ماښام په لورې
او زه دې سيورې دَ وجود يم تا سره سره ځم
خو دَ بېل بېل فطرت له جوره ما او تا هم مدام
چې څوني دواړه ليدل كېږو څنګ په څنګ دَ ورځې
دغوني ورك شو دَ يو بله په كوڅو كې دَ شپې
۲۴ ـ ـ دَ طلب تنده
چې دَ سوچ هر يو نيلی مې
دَ اُميد له هر ګودره
دَ جانان په طلب ستړی
او ناهيله غوندې بيرته
دَ ماښام خواته راغبرګ شي
نو په اوښكو يې دَ سترګو
اوبومه تنده داسې
لكه زه چې يې له وركو
ټوله ټوله ورځ غوښتمه
( شلېدلی امېل .. مخ _ 141 )
دا پورتنی نظم په داسې افسانوي او رومانوي انداز كې ليكل شوی دی .. چې شاعر په كې يواځې شاعر نه .. بلكې يو افسانه نګار هم ښكاري او دا رنګ او خوند دَ شوق په شاعرۍ كې اكثره ليدلی شي دَ عنوان په رنګه په دې نظم كې شاعر دَ خپل اّئيډيل محبوب دَ لټون يو داسې انتهائي شكل وړاندي كړی دی .. چې ناكامي او مايوسي كې هم دَ ميني طلب .. هم هغسې په زړه كې ژوندی لري لكه مجنون چې به ليلا پسې ګرځېدو .. او چې به يې ليلا نه كړه مونده نو به يې په خپل ځان او هر چرته كې ليلا ليدله دا جنوني كېفيت دلته شوق په ډېرو ساده تورو كې نظم كړی دی خو په معنوي اعتبار دَ دې نظم دَ تهيم نه انكار ځكه نشي كېدی .. چې په تصوف كې هم دغسې خو كېږي .. يعني دَ خدای پاك په مينه كې صوفي چې كله انتها ته اورسېږي نو دَ منصور غوندي په ځان كې خدای لټوي لاكن دلته خبره څه بېل شانتې ده .. ولې چې كله شوق صاحب ستړی او نا اُمېده دَ لټون له شوي سفر نه را واپس شي ..نو دَ خپلو " اُمېدونوو اّس" په خپلو اوښكو اوبه كوي .. او داسې تسكين محسوس كړي لكه دَ دې اّس .. چې شاعر ورته په علاقائي لهجه كې " نيلی" وائي .. تنده هم په ده ماته شوي وي
په دې نظم كې لفظي جوړښت او خبرې دومره نوي او خوږې دي .. چې اجنبيت په كې نه محسوسېږي ولې چې دَ شاعر طرزبيان خالص پښتني دی نو ځكه معنوي ابهام مخې ته نه راځي او درست نظم ښه په اّسانه دَ لوستونكي په ذهن كې قيصه سرته اورسوي بل دا خبره هم اهمه ده .. چې كه يو طرف ته " دَ سوچ نيلی " ، " دَ اُميد ګودر" رنګه اصطلاحات په خپل دې نظم كې شامل كړي دي .. نو بل طرف ته " په طلب ستړی" ، " تنده په اوښكو اوبول" او " له وركو غوښتل" هغه نوي پښتني محاورې دي .. چې نن سبا عامې استعمالېږي دَ افضل شوق په رنګه يو ښه شاعر په خپل تخليقي عمل كې ژبې ته نوي نوي توري او محاورې هم وركوي .. او داسې ژبه مخي ته وده كوي
دا نظم چې په ظاهره په نهو اتهه سېلابيزه مصرعو كې ليكلی شوی يو پابند نظم دی .. خو دَ خوند او مزې خبره دا ده .. چې دَ دې نظم ټولي مصرعې كه مونږ يو بل سره .. هم په دغه ترتيب اوتړو نو دا به يوه مختصره افسانه ښكاره شي او تاسو دَ شوق په نظمونو كې داسې اړخ هم ليدلی شئ .. يعني دَ هغه په نظمونو نه يواځې دَ شعر تنده ماتېږي بلكه دَ افسانې ، ډرامې او نثري ادبي ټوټو خوند هم په كې ليدلی او محسوسېدلی شي پورتنی نظم دَ دې خبري دَ مثال په اړه په يوه فقره كې دلته وړاندي كوم
" چې دَ سوچ هر يو نيلی مې دَ اُميد له هر ګودره دَ جانان په طلب ستړی او ناهيله غوندې بيرته دَ ماښام خواته راغبرګ شي نو په اوښكو يې دَ سترګو اوبومه تنده داسې لكه زه چې يې له وركو ټوله ټوله ورځ غوښتمه"
۲۵ ـ ـ تلكې
كه تښتېده غواړي څوك
له خپله ژونده چېري
نو به په كومه تښتي؟
چېري به مخه كوي؟
ځكه چې ښكاري هر لور
دېوال دېوال رسمونه
غونډۍ غونډۍ خنډونه
درياب درياب غمونه
او لا قدم په قدم
ولاړې دي تلكې
( شلېدلی امېل .. مخ _ 143 )
افضل شوق په شلېدلی امېل نومي وړمبۍ شعري مجموعې كې دَ هغه دور نه ساتنګی ښكاري او حالات دَ انساني ژوند كولو جوګه نه ګڼي .. هم په دې خو هغه دَ يو زخم په شان دَ دړدونو سره مخامخ دی .. او ژوند دَ مسئلو كور ګڼي په دې پورته نقل شوي نظم كې هم شوق صاحب دَ اّمرانه نظام او ژوند په لور داسي اشاره كوي .. چې دَ دې ساتنګي ژوند نه به انسان چرته تښتي .. لاري خو نشته دَ فرار.. ولې چې ناروا رسمونه دېوال په شان ولاړ دي .. دَ سړي لاره نيسي او خپلي مرضي ته يې نه پرېږدي نه يواځې دا .. بلكه خنډونه لكه غرونه او غمونه له سېندونه لاري دَ انسانانو تر مينځه تړي او دَ بنده خله خندا او خوشحالۍ ته نه جوړېږي او دې ټولو نه علاوه انسانانو هم يو بل ته تلكې جوړي كړي دي او په دې كوشش كې ښكاري چې بل انسان په كې ګرفتار كړي په دې نظم كې دَ هغه دور.. چې ژوند په كې ساه په اّسانه نه شو اغيستلی .. خو دَ شوق صاحب دَ جرات دا علامتي او هنري مظاهره به هغه ته دَ مزاهمتي شاعرانو په قطار كې دَ اورېدلو ځای ضرور وركوي او هغه چې دَ رښتيا ليكلو او وئيلو كومې خبري په دعوې سره كوي .. هغه يې په " شلېدلی امېل" كې په لفظي عمل په ډېره نره ښكاره كړي هم دي يعني هغه دَ ځينو شاعرانو په رنګه دَ مصلحت نه كار كله هم نه دی اغيستی او هر څه يې په نېغه تر لوستونكو پوري رسولي دي
" دېوال دېوال رسمونه" ، " غونډۍ غونډۍ خنډونه" او " درياب درياب غمونه" هغه علامتي اشارې دي چې نوي اصطلاحات ورته وئيلی شي او دې نه علاوه په دغو تكراري لفظي تراكيبو كې دَ نوي پښتني محاورو خوند او مزه هم پټه محسوسېدلی شي
دا پورتنی دَ لسو مصرعو اّزاد نظم .. چې هره مصرعه يې اووه سېلابونه لري .. دراصل دَ پنځو څورلس سېلابيزه مصرعو يو داسې پابنده نظم دی چې صوتي اثرات او شعري اّهنګ په كې دَ پابندي شاعرۍ ليدلی او محسوسېدلی شي تاسو يې هم لوستلی شئ
كه تښتېده غواړي څوك له خپله ژونده چېري
نو به په كومه تښتي؟ چېري به مخه كوي؟
ځكه چي ښكاري هر لور دېوال دېوال رسمونه
غونډۍ غونډۍ خنډونه ، درياب درياب غمونه
او لا قدم په قدم ولاړې دي تلكې
" دَ شلېدلی امېل" دَ ځينو نظمونو فني او فكري جائزه مې تاسو ته وړاندې كړه .. دَ دې ټولو نظمونو شكل كه څه هم دَ نثري، اّزادې شاعرۍ په حواله مونږ ته دغسې ښكاري ..خو دَ دې په فني او تكنيكي اړخونو چې نظر اچووْ .. نو دَ ښاغلي افضل شوق نظمونه معرى دي .. چې دَ ردهم ، موسيقۍ، روانۍ، اّهنګ او صوتي اثر دَ مخه په وړو او غټو مصرعو كې داسې په خواږه انداز او ښائست ګنډلي شوي وي چې دَ اّزاد نظم شكل يې اغيستی دی كه څه هم دَ سېلابونو او بحرونو دَ مخه دَ افضل شوق نظمونه غزليه خوند او رنګ لري .. خو غزل ورته ځكه نه شو وئيلی چې رديف او قافيې نه لري په نظمونو كې دَ بحرونو، سېلابونو اواّهنګ ، ردهم او موسيقۍ خيال ساتل نه يواځې افضل شوق په خپل رنګ او اُسلوب كې ځانګړی كوي .. خو بل طرف ته دَ هغه شاعرانه، تمثيلي او افسانوي رومانوي مزاج هم ښكاره كوي دَ هغه هر نظم په وړوكي داستان باندي مشتمل دی لاكن دغه داستانونه دَ هغه دَ مشاهدې او ليدلو زميني حقائقو عكاسي كوي او دَ هغه دغه تمثيلي انداز په ساده علاقائي .. او ادبي لهجې كې دَ ډېر اوچت او ژور فكر ادراك هم لري په دې خو دَ هغه په فكر كې ابهام لوستونكی دَ څه وخت دپاره تېر و بېر كړي خو په بل نظر دغه ابهام دَ لوستونكي په ذهن كې قسم قسم سوالونه راپورته كړي زما په خيال چې يو ډېر ښه شاعر دپاره هم دغسې انداز خپلول پكار دی دَ افضل شوق دا نظمونه چې په " شلېدلی امېل" كې په كال 19987 او 88 ع كې چاپ شوي دي نه هم كېدلی شي چې مخكې ليكلی شوي دي يعنې دَ اندازې مطابق دا دَ ده دَ كچه ځوانۍ دَ دور چې قريباً پنځويښت يا دېرش كاله پخوا ليكلی شوي دي نو په هاغه وخت كې دغه انداز ساتل .. دې څيز دئ منفرد كړی دی او دَ يو نوي جديد نظم ګو شاعر په توګه يې په دُنيا پېژندلی دی
په اّخره كې كه دا خبره اونه كړم نودا به ادبي خيانت وي .. چې دَ افضل شوق درسته شاعري دَ خپلي بې ساختګۍ ، روانۍ، سادګۍ دَ مخه دَ هغه دَ ريښتونو جذبو پوره پوره عكاسي كوي او كه چا افضل شوق دَ خپل ذات او وجود په حواله په خپلو دغسې جذبو پېژندلی وي .. نو دَ هغه دَ شاعرۍ نه به انساني افضل شوق خامخا پېژني يعنې كه دَ سلو شاعرانو په فهرست كې دَ افضل شوق شاعري بغېر دَ هغه دَ نوم نه شامله كړی شي .. نو دَ هغه دَ شاعري رنګ به بېخي دَ ټولو نه بدل او منفرد وي .. او دا شاعري به دَ ورايه دَ افضل شوق دَ نوم پېژندګلو كوي
خاورې
حسينه ګل
نوښار پښتونخوا _ 18فروري 2002ع
دَ شوق دویم کتاب ـ ـ
اووه ګامه مزل
ګام په ګام
( یادګیرنه :- دا کتاب په کال ۱۹۹۶ کې چاپ نه وتی دی )
يوه سفرنامه .. دَ سبا دپاره دَ يو تاريخي دستاوېز حېثيت لري ځكه نو سفرنامې په دغه حواله دَ خصوصي اهميت وړ دي پښتو ادب كې هم دَ سفرنامو روايت ډېر دَ پخوا نه را روان دی دَ خوشحال بابا نه را په دې خوا چې چا هم دغه صنف ته توجه كړي ده .. نو دا خو صحيح ده چې دَ خپلو سفرونو رودادونه او رپورټونه يې ليكلي دي .. خو دَ يو صنف په توګه په دې مد كې هاغه كار په صحيح معنو كې ډېر كم مونږ ته شوی ښكاري .. چې دَ پښتو دَ نثري ادب څه سڼه سترګه پرې اوشي بيا دَ ګوتو دَ شمېر څو پښتو ليكوالو چې دَ خپل وس او استعداد مطابق دې ميدان كې څومره كار اوكړو .. نو هم دغه يو څو سفرنامې دي چې مونږ يې دَ حوالې په توګه په داسې موقع يادوو دَ ميان اكبر شاه " دَ اّزادۍ تلاش".. يوه داسې نه هېرېونكي سفرنامه ده چې .. دَ سفرنامو په تاريخ كې يې خپل يو نوم او مقام ګټلی دی دغه رنګ دَ خدائی بخښلي سيده قانته بېګم " زما سفر" ، دَ حمزه بابا " دَ حجاز په لور" داسې سفرنامې دي چې مونږ يې خصوصي ذكر كولی شو ولې په پښتو نثري ادب كې ښاغلی طاهر اّفريدي دی چې دَ خپلو سفرونو حال يې دَ مختلفو سفرنامو په شكل كې دَ پښتو ادب جولۍ ته پېرزوْ كړی دی طاهر اّفريدي هم دَ خپل ساده باده انداز تحرير تر مخه دغه صنف ته دَ خپل هنر ، سفري مشاهدو .. او دَ ملكونو دَ اولس او ژوند ژواك ، تاريخ، كلتور په حقله دَ كوټلو معلوماتو وړاندې كولو كې يې دَ قاري دلچسپي هم په نظر كې ساتلي ده او دَ لوستونكو نه يې شاباشی هم اغيستی دی خو په دې دور كې يوه سفرنامه داسې هم راغله چې دَ دغه ټولو چاپو سفرنامو نه يې خپل ځان په دې قطار كې په وړمبي نمبر اودرولو .. او هغه سفرنامه وه .. دَ ښاغلي افضل شوق " اووه ګامه مزل" په يوه سفرنامه كې دَ اوو ملكونو دَ مختلفو سفرونو حال احوال په وړمبي ځل يو داسې جداګانه انداز كې مخې ته راوړل .. چې دَ عوامي طبقې او طبعيت نه يو خواته .. دَ يوې تعليم يافته ، روشن فكره، ترقي پسنده او ځواني طبقې ورته ډېر په روڼ تندي هركلی اووی
په دې سفرنامه كې په وړمبي ځل داسې حقائق او داسې جديد اُسلوب رامخې ته شو چې دَ سفرنامو هاغه زوړ او مخلی اُسلوب يې په ورستو پرېښودو .. او داسې ښاغلي افضل شوق دَ يو منفرد سفرنامه نګار په حېثيت هم خپله يوه پېژندګلو اوكړه شوق صاحب بنيادي طور يو شاعر دی .. او شاعر چې دغه رنګ جهان ګرد شي، نو دَ هغه دَ ګرځېدو .. وركېدو .. راښكاره كېدو اداګانې به هم ډېري شاعرانه وي دغه وجه ده چې په دې سفرنامه كې ليكوال خپل ځان دَ دُنيا په هېوادونو كله دَ يو ملنګ شاعر، كله دَ يو باچا ښاپېري په شكل كې دَ خپلو مشاهدو كچكول او خزانې هېواد په هېواد ګرځوي .. او بيا يې دَ اوو ګامه مزل په شكل كې په خپلو پښتنو پيرزوْ كوي
په يوه سفرنامه كې دَ اوو ملكونو دَ اولسونو په حقله معلومات .. او مشاهدې راغونډول يوه دَ حېرانتيا خبره ده خو ډېره دَ حېرانتيا ورته په دې اړه نه شو وئيلی چې نن سبا خو په يو وړوكې ملك دَ څو څو رپورتاژونو ليكلو رواج هم عام شوی دی .. سره دَ دې چې دَ هاغه ملك يا وطن نه څه دومره ښه تاريخ مونږ ته ښكاري ، نو تش دَ ډوډۍ خوړل يا دَ چائيو څښكل هم دَ سفرنامې دپاره ضروري ګڼي .. !! يو تاريخي جبر دا هم دی چې پښتانه ليكوال په يو داسې وړوكې ملك كې چې مونږ ورته دَ پاكستان يو وړكوټی كلی وئيلی شو ، دلته رابللی هم ځكه شي چې دَ پاكستان دَ ورځي په مناسبت په كې مشاعره يا كلتوري تقريبات اوشي .. او ورستو دَ دغه مشاعرو او تقريباتو دَ سترګو ليدلی حال او دَ غوږونو اورېدلی حال په كې بيا په كتابي شكل كې خوندي كړلی شي او بيا دغه داستاني رپورټونه هر څو كه څوك دَ خپلې بې سوادۍ په وجه دَ سفرنامې په نوم يادوي ، خو دراصل دا دَ سفرنامو په شمېره كې نه راځي ولې چې په سفرنامه كې دَ مشاهدو، معلوماتو سره سره دَ خپلو اندروني احساساتو، جذباتو او دَ زميني حقائقو په شكل كې څېړنې هم شاملې وي كومې چې مونږ ته دَ افضل شوق په سفرنامو كې په نظر راځي ځكه خو يو ليكوال او كالم نګار ښاغلي مصور فرېشي دَ افضل شوق دَ سفرنامو په حقله په مختصرو ټكو كې ډېره ښه خبره كړي ده چې ګنې " پښتانه سفرنامه نګاران دي .. دَ افضل شوق نه دَ سفرنامې ليكلو چل ايزده كړي " او زه هم دَ يو بل ستر ليكوال او شاعر سعيد ګوهر دغه په ريكارډ باندې رقم كړي خبره منم چې ګنې" اووه ګامه مزل .. دَ پښتو وړمبۍ مكمله او داسې بهترينه سفرنامه ده چې دَ اُردو دَ شاهكارو سفرنامو سره څنګ وهي" او بلكه زه داسې هم وايم چې دَ مستنصرحسېن تارړ اُردو سفرنامې چې په يو معيار هم دَ ښاغلي افضل شوق دَ سفرنامو نه اوچتې په دې نه دي چې دَ مستنصر حسېن تارړ په سفرنامو كې مصنوعيت دَ ابلاغ مسئله او لفاظي دَ نه منلو تر حده شوي ده هم ځكه خو دَ هغه دَ سفرنامو په حقله اُردو نقادان وائي .. چې هغه سفرنامې په ائيرپورټ يا دَ هوټلونو په كمرو او لابيانو كې ليكلې دي او په دې خبري كې منطقي جواز دا مخې ته راوړل كېږي .. چې مستنصر حسېن تارړ هر ملك ته دَ پاكستاني راهنماګانو سره دَ يو سركاري رپوټر ، يو كالم نګار يا دَ ملك په بېلابېلو سركاري وفودو كې شامل دَ يو غړي په حېثيت دَ يو څو ورځو دپاره تللی دی نو لازمي خبره ده .. چې په داسې حال كې به هغه ډېر محدود سېلونه كړي وي خو بلې خواته دَ افضل شوق په سفرنامو كې بې ساختګي دَ ورايه داسې څرګندوي چې هغه په خپلو سفرونو كې ورك شوی دی دئی چې كوم ځای ته هم رسېدلی دی .. نو هاغه ځای كې يې دَ خپلې موجودګۍ ثبوت پوره پوره وركړی دی او بله خبره دا هم چې دَ افضل شوق دَ سفرنامو ګواهي دَ هغه درسته شاعري هم كوي او دا خبره حقيقت ده چې شعر كله هم دَ خارج نه دَ متاثره كېدو نه بغېر نشي ليكلی- خو الميه دا ده چې مستنصر حسېن تارړ ځكه لوی سفرنامه نګار شو .. چې هغه دَ حكومتي ژبې ليكوال دی او شوق دَ خوارې پښتو اوس غواړم چې دَ افضل شوق دَ وړمبۍ سفرنامې " اووه ګامه مزل" .. دَ هر ګام تنقيدي جاج واخلم
دَ شوق وړمبی ګام
دا وړمبی ګام چې افضل شوق په ځوانه ځوانۍ كې په وړمبي ځل دَ جنوري كال 1992 كې دَ ملا ئشيا په هېواد كې چې هغه ورته " دَ سهېلي لمر ختيځي اېشيا زړه " هم وائي كې كېښودو دَ يو سركاري دورې په لړ كې دا وړمبی سفر دَ افضل شوق دَ سفرنامو يو اّغاز اوګرځېدو .. او دَ ده ستوری هم په ګردش كې راغلو دَ دې وړمبي قدم نه واخلې .. دَ نن تر ورستيو قدمونو پورې افضل شوق په سفرونو سر يادېږي كه دا اووايم چې دَ سفرنامه نګار په حېث دَ هغه دَ پېژندګلو وړمبۍ حواله دَ دې سفرنامې يعنې " اووه ګامه مزل" دا وړمبی باب چې مونږ ورته دَ دې مضمون په حواله وړمبی ګام وائيو .. نو بې ځايه به نه وي په دې ګام كې دَ سركاري مصروفياتو علاوه دَ كوالا لمپور دَ ورځي او شپې ژوند په باب دَ افضل شوق ډرامائي .. حېرانونكي او شاعرانه خبرې كه قاري په لوستلو مجبوره كوي .. نو بلې خواته په دې باب كې دََ " مهېش وري" نومې انډين پېغلې سره جذباتي او شاعرانه تړون ډېر په افسانوي او رومانوي پېرائيه كې داسې په خوند او طريقه شوی دی چې دَ قاري ګمان په سفرنامه نګار باندې كه څه هم دَ يو عياش شخص كېږي .. خو.. په دې درست باب كې داسې يوه خبره هم نيشته چې هغه دې په غېراخلاقي يا غېرانساني لب و لهجه كې بيان شوې وي يا دې ترېنه حېوانيت څرګندېږي خو دَ دې باوجود هم پښتنو قدامت پسندو او نا لوستو ځينو نقادانو دَ لوستلو په ځای دَ بل نه دَ اورېدلو خبرو په رڼا كې لكه دَ ډنډورې ، بلا فتوې هم لګولي دي دلته زه دَ يوې ښځې نقادې په حېث دې خبرې ته حېرانه شم چې په دې باب كې دي څه ؟ .. او خلقو ترېنه جوړ كړي څه دي ؟ شايد چې په وړمبي ځل يو داسې ليكنه په ډېره جديده او اّفاقي پېرائيه كې دَ پښتنو لوستونكو مخې ته راغلې وه .. چې هغې ليكنې هضم كېدو كې ډېر وخت اغيستلو سره سره دَ ځينو روايت پسندو هاضمې خرابي هم كړې او يا شايد چې دَ دې باب په ورستۍ پېره كې په ډرامائي انداز " شټ دي ډور پليز" دَ ځينو لوستونكو په ذهن كې مغالطې پيدا كړي دي
په دې باب كې دَ افضل شوق دَ انډين استقبالي پېغلې سره دَ تعلق جوړولو معصومانه طلب چې هغه څومره كړاوْنو سره مخامخ كوي .. نو هم دغسې دَ دې هوټل يوه اّپرېټره په خپل خواږه اّواز كې هغه ځانته دَ متوجه كولو كوشش كوي خو ورسره ليدل كتل نه كوي او دَ وخت سره سره چې افضل شوق دَ هوټل خوږ اّوازې اّّپرېټرې او دَ دې هوټل دَ استقبالي پېغلي مهېش وري تر ميانځه څومره په افسانوي انداز كې قيصه مخې ته وړي .. هغه لوستونكې په بيا بيا په لوستلو ځكه مجبوره كوي .. چې په دې حقيقي پېښې كې رومانيت انتهائي په خوږې پېرائيه كې تر سره شوی دی او دا هغه وړكوټې افسانه ده چې افضل شوق يې په پښتني دُنيا كې دَ يو ډېر لوئی او حقيقت پسند سفرنامه نګار په حېثيت مشهوره كړو ولې چې دَ دې افسانې اصل خوند هاغه ډرامائي نتيجه ده چې دا پورتنۍ دواړه پېغلې چې په ظاهره دوې بېلي بېلي پېغلې ښكاري ..خو دوې نه دي .. بلكه يوه پېغله ده .. چې كله دَ اّواز په ذريعه هغه ځانته متوجه كوي او كله دَ څهرې په تقش و نګار او دا انكشاف هغه وخت كېږي .. چې په ورستۍ ورځ افضل شوق له دې هوټل نه كوچ كوي
سټېټ ، پيهانګ، بېنټانګ او كرك رياستونو نه علاوه چې دَ رېډ سي دَ سمندر صفا او ښائسته ساحلونو ، دَ اّسيان پارك وړمبي سېل ، دَ هندو ټېمپل نه متاثره كېدو سره سره دَ هغه تاريخي حېثيت په باب دلا ئل ... او دَ مسلمانانو له خوا دَ خپلو زړو اّثارو دَ نه ساتلو روئيو او خاصكر دَ پښتنو په حواله دَ خپلو تاريخي اّثارو كې دَ دلچسپۍ نه اخيستلو په اړه دَ مايوسۍ يو تريخ احساس هغه څيزونه او خبري دي .. چې افضل شوق په ډېر هنر او كمال داسې په خوند او په مزه مزه قلمبند كړي دي .. چې دَ هغه دغه اُسلوب ډېر خوښ كړلی شو ولې چې دَ هغه په تحرير كې داسې محسوس كړلی شو لكه هغه چې يواځې په سفر نه وو تللی .. بلكه پښتون قام يې هم ځان سره په دې غرض اوړی وو چې دوئ لږ پوهـ شي .. او په دې اورسي چې دُنيا چرته روانه ده ، او دوئ چرته روان دي ؟؟
په دې باب كې دا ورستۍ پېره ( چې په صفحه نمبر 30 باندې موجوده ده ) په دې وړاندې كوم چې زما دَ پورتنئيو خبرو تصديق اوشي
" چې څنګه مې دروازه خلاسه كړه ، نو څه ګورم چې دَ اّپرېټري په ځای دَ هوټل دَ لابي انډين جينۍ مخامخ راته ولاړه ده .. نه هېلو ، نه هائی .. يو دم مې دَ خلې نه ورته اووتو ...
- ته .... ؟؟
دې دَ ځواب په ځای په كاريډور كې يوې بلې خواته اوكتو او په څرپي خونې ته رادننه شوه .. بيا ساه كېدلي دَ كرسۍ په خوا وره غله بس چې كېنسته ، نو يې فقط دومره اووئيل ..
- Shut the door please
او په ما خوله ځكه را ايله شوه چې دا هغه غږ وو چې هره شپه ما په ټېليفون باندې اورېدو"
په دې وړمبي باب كې دَ سفرنامه نګار دَ ملا ئشيا دَ ملك په اړه دا لاندېنۍ خبري كه مخې ته كښېږدو ، نو دَ دې ملك دَ خلقو اجتماعي روئيو نه به خبر شو هغه روئيې څه دي .. راشئ چې دَ افضل شوق په دې رقم شووْ خبرو كې يې مطالعه كړو
" دَ خبرو تر حده اسلام خو په هر اسلامي هېواد كې شته ، ګوا په مسلمانان او يا دَ شپې او ورځې دَ پرله پسې لمونځونو دپاره جوګه په موسلو ولاړ مسلمانان .... چې په عملي ژوند كې دَ انسانيت په اړه تول مانده لري نو او به وايم چې كه دَ سوچه مسلماني كردار او بې ساري اخلاق خبره منځ ته راځي ، نو دَ ملا ئشيا دَ سپېڅلو خلقو مثال نه وركول دَ حقيقت نه سترګې اړول دي مګر دا بېله خبره ده چې دَ دې ځای دَ خلقو زړې رواجي جامې څوكه څوكه خپل مشرقي طرز بائيلي او مغربي انداز خپلوي .. لګيا دی"
( شوق - اووه ګامه مزل " مخ - 9)
دَ شوق دوم ګام
دَ افضل شوق دا ګام دَ ملائشيا نه دَ سنګاپور په لور چې هغه ورته " دَ مونكي ګاډ جنت " هم وائي اوچت شوی دی په دې سفر كې دَ افضل شوق سره ملګری ډاكټر كنول چې په ډېرو حوالو يې په دې باب كې يو خوش اخلاقه او سپين زړی ځوان ښودلی دی .. دَ سنګاپور په لور دَ هغه سره موسكاګانې اوړي دي دا سفر دَ سنګاپور په جهاز كې تر سنګاپور ښار .. چې ځانته ملك هم دی ... چې څنګه اورسي نو په سنګاپور ائيرپورټ باندې دَ هغه دَ سپين پوست لرلو دَ سوبه په هغه باندې دَ پاكستاني دَ نه كېدو شك په لړ كې مكالمې ډېري خوندورې او دَ سسپنس نه ډكې دي په سنګاپور كې سرنګون روډ چې ورته لټل انډيا هم وئيل كېږي په يو ګيسټ هاوْس او خواوشا ته هندي، چائينيز او سنګاپوري كلتور په خپل امتزاج كې دَ هغه په ذهن كې سوالونه نه يواځې راپورته كوي بلكه ځوابونو ته يې دَ رسېدو كوشش هم كوي
دَ دې ښار سينټوزا نومې غټ پارك او هلته دَ وړوكې رېل سروس، انډر واټر ورلډ او ځينو نورو ځايونو سېل دَ هندو يار ډاكټر كنول سره په شريكه په مكالماتي انداز كې ډېر په خوند بيانوي دلته هم افضل شوق نه يواځې شاعر بلكه افسانه نګار هم ليدلی شي چې يوې وړې واقعې ته په دومره سنجيدګي او ادراكي انداز كتنه كوي لكه دَ مثال په توګه دَ لېډي بوائی په ليدو او دَ هاغه موقعې په مناسبت دَ افضل شوق په ذهن كې راپارېدونكې سوالونه او دَ ډاكټر كنول سره مكالمه چې په " اووه ګامه مزل" كې په صفحه نمبر 36 باندې ليكلی ده .. دَ هېرولو وړ نه ده نو ځكه زه غواړم چې هغه مكالمه تاسو ته دلته نقل كړم