ګمان مې نه كېږي چې موړ به مې كړي
ته په فطرت ژونده ..!! سارا يادېږې
پېلامه چې دَ امن دَ سيوري نه وي
نو دي هغه سپين مارغه په اور پسې شي
دلته اروا په ما كې ستا چې ما په ژوند پاروي
هلته له ځانه اووځم ... چې راورېږې په زړه
ګوره چې څه به كوې ته ، چې زه په نره لا هم
غم په سګرېټ غلطوم ، چې راورېږي په زړه
ستا دَ بدو په ځواب كې درته جار جار وايم ځكه
دَ دروغو تر لباسه ..... ، د َ جفا مينه لا ډېره
ټول وجودونه محسوسېږي كاڼي
كه وخت اّخر شو چې غږېږي كاڼي
څوك په غوښين وجود بې حسه دېوال
دَ چا په آه باندې ويلېږي كاڼي
كه په ما دي نيمګړتياوي پوره كېږي ؟
زما وجود دې ستا وَ سترګو ته رانجه شي
شوق به تنده په خپل ژوند درماتولی
جوړ دَ خاورو كنډولی وی خو چې ستا وی
تا له به تاج محل له كومه راوړم ؟
زه چې دَ تن جامې په پور جوړوم
لكه ماشوم ، زه هم دَ رېګ كوركيان
مازيګر وران كړم ، سهار نور جوړوم
دلته ځانونه له تيرو هم پېچو
هلته ملګري دَ رڼا هم نه يُو
سوال كه زما او ستا تر ميانه راغلی دَ يوه خوائش
دا امكان لري ، چې زه دَ ځان په ځای تا اوغواړم
ګوره.. چې په خله كې يې دا ژبه څله ګونګه شي؟
ستا دَ كور درك چې زه په ښار كې له چا وَغواړم
موسكا په مينه سنجول، خطا ايستل دي دَ زړه
حقيقت دا ... ، چې دَ سرونو فېصله ده ګرانه
ځان كې په سوب دَ مسلسل سفر
تلی نشم په بله ، دومره ستړی يم
زه هم دَ پښتون په حېث پښتو لره
خپل ضمير ته شوقه پورَوړی يم
ټوله شپه وه راته ناسته نصيبه دَ كټ وَ سر ته
خو چې څنګه بيا سهار شو زه راويښ شوم دا اوده شوه
هر سړی وچ شو په ذات كې ، دَ ساړه خلوص له جوره
دَ ژوندئيو انسانانو دُنيا نه شوه ، بُت خانه شوه
كېدی شي شوق هم خوشحال خان شي درته
مغل خويونه كه دې نه پرېښول
خبره دا نه ده ، چې كډې به وړو چرته دَ ژوند
خبره دا ده ، چې دَ پلار اديره چا ته پرېږدو؟
مونږ دَ خپل اور برخې لا هم شوقه په زد دَ رڼا
دَ مشالونو په سرو باندې هوا ته پرېږدو
بيا به ځان غواړې ، ځان به نه كړې پيدا
بس كه يو ځل دَ چا په خوا اوختې
مونږ كه دَ افضل شوق دَ دې پورته رقم شوْ غزليه شعرونو ته په ښه غور او فكر اوګورو .. نو دا به اومنو چې دَ " شلېدلی امېل" دَ غزلو په مقابله كې كه يو طرف ته يې فلسفيانه ادراك سېوا شوی دی .. خو بل طرف ته دَ هغه په غزل كې هم دَ رومانيت سواليه او علامتي اشارې دَ شكوې او ګيلې تر حده رانغښتل شوي دي په دې نه شوم پوهه چې شوق صاحب غزل ته ولې شا كړه او په دې شعري مجموعه كې يې دَ غزلو برخه ډېره كمه ده .. كه څه هم هغه غزل هم دَ نظم په شان ښائسته ليكي او په كې تخليقي افكار دَ ژورتيا تر اّخري حدونو دَ يو ليوني فلسفي په رنګه رسوي
لكه ما چې مخكې داسې وئيلي وو .. چې افضل شوق چې .. نړيوال فكر لري او ځان دَ نړۍ باشنده ګڼي .. خو دا دَ نړۍ جهان ګشته شاعر چې ليك كوي نو هغه دومره په پښتني انداز كې لكه هغه چې هم ځمونږ په رنګه په يو واړه كلي كې استوګنه كوي او چرته تلی نه دی يعنې په پورتنئيو اشعارو كې دا محاورې چې خاصې پښتني دي .. داسې استعمالوي .. لكه " په ژوند پارول" ، " په زړه راورېدل" ، " جار جار وئيل" ، " دَ دروغو لباس كول " ، " نيمګړتياوي پوره كول" ، " دَ سترګو رانجه كېدل" ، " تنده دَ ژوند ماتول" ، " په خله كې ژبه ګونګۍ كېدل " ، " خطا ايستل دَ زړه" ، " دَ سرونو فېصله كول" او داسې نورې نورې محاورې چې ځمونږ په كلي وال پښتني ژوند كې عامې استعمالېږي .. افضل شوق ډېر په خوند او هنر په خپلو شعرونو كې ځايوي كوم چې دَ هغه پښتونيت او پښتون دوستي ښكاره كوي
نه يواځې دا .. بلكه دَ شاعر په خپلو شعرونو او شاعرۍ كې نوي محاورې هم دَ پښتو په ادب داسې پيرزوْ كوي .. لكه " دَ ژوند فطرت سارا ګڼل " ، " دَ امن دَ سيوري پېلامه كېدل" ، " سپين مارغه په اور پسې كول" ، " كاڼي غږېدل" ، " بې حسه دېوال كېدل" ، " كاڼي ويلېدل" ، " دَ خاورې كنډولی كېدل" ، " جامې په پور جوړول" ، " دَ رېګ كوركيان جوړول" ، " ځان له تيارو پېچل " ، " دَ ځان په ځای بل غوښتل" ، " په ځان كې سفر كول " ، " ضمير ته پوروړی كېدل" ، " په ذات كې دَ سړي اوچېدل " ، " كټ سرته كېنستل" ، " خوشحال خان كېدل" ، " مغل خويونه نه پرېښول" ، " دَ پلار اديره پرېښول" او " دَ بل په خوا وتل" ، " دَ اور برخې دَ مشالونو په سرونو هوا ته پرېښودل" .. هغه نوي محاورې دي چې په علامتي پېرائيه كې افضل شوق دَ خپلو غزليه شعرونو زينت ګرځولي دي
دَ دې مطلب دا شو.. چې افضل شوق نه خو زړَه پښتو خواره پريږدي او نه پښتو دَ نووْ محاورو، استعارو او دَ نړئيز سماجي او معاشرتي بدلون دَ رنګونو او نقشونو نه محرومه ساتي داسې شايد چې هغه ځكه كوي چې .. هغه پښتون دَ سيالو قومونو سيال ګڼي .. دَ هيچا نه يې كم نه ګڼي هم ځكه خو هغه په پښتو كې وَ پښتنو ته داسې ليكنې كوي .. چې په كې پښتون هم انسان ګڼي او چې كله هم چرته يا په يو مقام يې پښتون په تله پوره نه دی محسوس كړی .. نو يې دَ يو خېرخوا په رنګه په خوږې ژبي باندي ګيله او شكوه راغلي ده او دا شعري ادا دَ افضل شوق په شاعرۍ كې زياته ليدلی شي كومه چې هغه په خپلوانو .. يعنې پښتنو نور نور قدرمن كوي ولې چې پښتانه خپله چې څومره حقيقت پسنده او رښتيا خوښوي .. هغسې رښتوني خلق او خبري هم په زړه اخلي
دَ شوق په غزل كې نور څه دي ..؟ دا هغه سوال دی چې شايد يو كتاب خبري يې هم ځواب نه شي ځكه زه دومره وئيل غواړم .. چې افضل شوق دي غزل ليكي او ډېره ډېره دي ليكي
په لټون ستا دَ څېرې
ـ ـ ـ ـ ـ دَ ځينو نظمونو تنقيدي جائزه
لكه څنګه چې مونږ دَ " شلېدلي امېل" او " په لټون ستا دَ څېرې " دَ غزلونو تر ميانځه يو تقابلي او تنقيدي جائزه وړاندې كړی وه .. هم دغه رنګه زه غواړم چې دَ خپل استعداد دَ مخې دَ دې دواړو شعري مجموعو دَ نظمونو تر ميانځه نه يواځې واضحه فرق رامخې ته كړم بلكه يوه كوټلی شانتې تنقيدي تجزيه يې هم تاسو ته وړاندې كړم
۱ ـ ـ اتهم رنګ
ما ګڼل
چې وينم خوب
جوړه ويده يم
دا چې زه
چرته په يو منظر كې نه يم
بيا چې ښه مې ورته پام شو
نو څه ګورم؟
چې ښكلاوي وې
اووه رنګيځه ټولي
خو، دا زما
دَ وجود رنګ په كې اتهم وو
( په لټون ستا دَ څېرې.. مخ - 44 )
دَ دې نظم تهيم چې ښاغلي شوق دَ جرمني په درو كې دَ سوئټزرلېنډ په لور سفر كولو په وخت ذهن كې پوخ كړی دی ..او بيا يې ډائرۍ ته دَ نظم په شكل كې سپارلی دی دواړه ذكر شوي ځايونه دَ خپل فطري او قدرتي ښائست په وجه په ټوله نړۍ كې شهرت لري .. او شايد هم دغه وجه وي چې دَ دې ځايونو په غرقو غرقو جولو جولو ښائستونو كې چې كله دَ يو شاعر فكر ورك شي ، دَ يو شاعر نظر په دغه ښكلا ګانو كې اونښلي نو دَ هغه تخليق به هم دَ دغه ښائست ترجمان ارومرو ليدلی شي او بيا ښاغلی افضل شوق چې دَ خپل رومانوي او شاعرانه طبعې او فطرت تر مخه دغه نندارو ته په كوم رنګ او نظر ګوري نو دَ اتهم رنګ تخليق ، نه يواځې دَ دغه ځايونو ښائستونو ته كتل دي .. بلكه دَ دغه خواره واره رنګونه په داسې شاعرانه هنر په خپل فن كې ځايول دَ يو نوي فكري او تخليقي صلاحيت دَ ټولونه لوی ثبوت دی
په دغه نظم كې چې ښاغلي شاعر دَ ماحول دَ منظرونو كومه نقشه په دغه ماحول كې دَ خپل ذات ، وجود او فكر په وركېدو راښكلي ده .. نو دغه هنر ته يې شاباشی وركول دي او بيا كومې سائنسي تجزيې چې رڼا دَ كومو رنګونو مجموعه ثابته كړي ده .. نو دَ هاغه تجزيه دَ يو حقيقت په شكل كې ځايول .. يو داسې حېرانونكی كېفيت پيدا كوي.. چې دَ نظم ټول تاثر په دغه يوه مصرعه كې دوام لري ..!! په مجموعي توګه دغه نظم دَ پښتو په جديده شاعرۍ كې يو داسې نوی كوشش دی .. چې موضوع يې سائنس ته هم نږدې ده او هم يې سائنس دَ ذات دَ موجودګۍ په فكري دليل نه يواځې رد كړی هم دی .. بلكه دَ دې نظم شاعر افضل شوق دَ خپل وجود يو ناښكاره حقيقت هم په ګوته كوي
لنډه دا ده چې په پښتو جديده شاعرۍ كې دَ دغسي موضوعاتو راوړل.. دَ لوئيو ژبو په رنګ دَ خپلې ژبې ادب ته يو نوی لاره وركول دي او كه دغسې نظمونه په انګرېزۍ يا نورو لوئيو ژبو كې ترجمه شي نو داسې به دغه موضوعات په دغه لوئيو ژبو كې خپل يو مقام پيدا كړي دې سره سره زما دا هم خيال دی چې چونكه دغه رنګ موضوعات لا په پښتو ادب كې پېژندلي شوي نه دي نو كه دَ افضل شوق دغه موضوعات يا دَ دې موضوعاتو ترجمان دغه ټول نظمونه به په انګرېزۍ او فرانسيسۍ كې داسې ښكاري لكه دَ هغوئ خپل موضوعات ځكه چې كوم دغه رنګ نظمونه ښاغلي شوق دَ خپلو سفرونو په مختلفو پړاوْنو كې ليكي دي .. نو هغه پښتانه نه شي كېدی ..!! بلكه دا دَ ده عالمګيريت دی چې دئی په دغسې موضوعاتو ليكل كوي .. او پښتو ژبه او ادب دَ نووْ نووْ موضعاتو سره اشنا كوي اوس دَ دې نظم فنې اړخونو ته راځم كه څه هم دا نظم په وړو او لوئيو يولسو مصرعو كې ليك دی .. خو دغه نظم دراصل په پنځو دولس سېلابيزه برابرو مصرعو باندې داسې مشتمل دی .. لكه
ما ګڼل چې وينم خوب .. جوړه ويده يم
دا چې زه چرته په يو منظر كې نه يم
بيا چې ښه مې ورته پام شو،نو څه ګورم؟
چې ښكلاوي وې اووه رنګيځه ټولي
خو ، دا زما دَ وجود رنګ په كې اتهم وو
دَ ښاغلي افضل شوق دې نظم ته مونږ نثري يا آزاد نظم نه شو وئيلی بلكه دغه نظم دَ خپلو عروضو، بحرونو او ردهم دَ يو روان تسلسل اّهنګ په حواله مونږ ورته اّزاد غزل وئيلی شو په بنيادي توګه دا دَ جديدي شاعرۍ دَ معرى نظم صنف دی .. او دَ شوق ټولو نظمونو ته كه په دې نظر اوګورو، نو دَ فن په دغه پېرائيه كې ښكاري
۲ ـ ـ دغه زما .. هغه دَ دوئ مجبوري
په هلو ځلو
دَ لمړي نمبر مې
په درځنو ياران په دې اوبائيلل
چې نه خو
دوئ رابېلېدل له ډلو
او نه زه
خپله درېدلی شومه
دَ اشنايانو په قطار كې ورته
( په لټون ستا دَ څېرې.. مخ - 153)
دَ انسان يو فطري كمزوري دا هم ده چې .. "په اول نمبر دي زه يم"..!! او دَ دې " اول نمبر" دَ حاصلولو دپاره انسان عجيبه عجيبه هلې ځلې كوي ښاغلی افضل شوق چې دَ پښتو ادب او شاعرۍ په حواله خپله يوه درنه پېژندګلو لري .. خو په قطار كې شايد په دې وجه هم نه درېږي چې ځان يې اول نمبر يا بې نمبره خوښ دی دا خبره هغه دَ ميني په معامله كې كوي .. او يار ته يې دَ اشنايانو قطار نه .. بلكه يواځې ځان خوښ دی او كه دا خبره دَ نن دَ ادبي روئيو او دَ ړومبي نمبر كېدو په هلو ځلو كې اوګورو.. نو به دا دَ هغه دا خبره درسته ثابته كړي .. چې انسان كه اديب يا شاعر هم شي .. خو دا فطري كمزوري به يې تله سپكه ساتي او هغه اديب يا شاعر به وړوكی څرګندوي هم ځكه خو ښاغلی شوق داسي فهرستونو او قطارونو نه ځان يو سائيډ ته كول غواړي ځكه چې هغه ته هم داسې دَ ځان حېثيت معلوم دی لكه هرچاته چې خپله صحيح اندازه شته چې څوك چرته دی؟ او يا دا چې دغه څوك چرته پكار دی؟.. نو بيا په داسې حال كې دَ جنګ جهګړې څه ضرورت ؟
دلته دَ دې نظم په تهيم كې هغه دَ " مقدار" نه .. بلكه دَ ښه " معيار" په حق كې واضحه خبره كوي او په دې پښتني اوسني ادب علامتي ګوزار هم كوي.. چرته چې ليكنې دَ وئيلو نه .. بلكه دَ تللو دي او معيار نه لوېدلي ..بس هر څوك دا غواړي چې دَ كتابونو شمېره زياته كړي ولې چې په هم دغسې مقدار خو دَ دې ژبې نقادان اديب او شاعر ته ښې نامې يا انعامونه وركوي او ښاغلی شوق داسې سطحي ادبي روئيو ته دَ تاريخي جبر نوم وركوي او په داسې بازاري ادب سخت تنقيد كوي
كه څه هم قطارونه جوړول او په قطارونو كې اودرېدل دَ يو ډسيپلن عكاسي كوي .. خو افضل شوق بيا هم دَ داسي قطارونو نه ځان ځكه ژغوري چې هغه په انساني مثالي انسانيت او صلاحيتونو، فكري او تخليقي استعداد ځان دَ يوې باشعوره او لوستلي طبقې زړونو ته رسوي .. دَ فن په لاره او دَ فكر په بنياد او دا هغه لاري دي چې شوق صاحب به دَ خپل دغه فكري جدوجهد دَ كبله دَ يو اعلى قسم معيارپه فهرست كې په ړومبي نمبر اودروي دا به دَ وخت فېصله وي .. دا به دَ راتلونكي زمانې پرېكړه وي .. او دا به دَ معيار فتح وي
اوس پاتې شوه .. دَ دې نظم فني، تركيبي جوړښت .. كه څه هم دلته شوق صاحب په خپل هاغه انداز كې ښكاري .. كوم چې دَ ده فن او شخصيت ته يې يوخ پېژندګلو وركړي خو په فكري ډول په دې نظم كې شوق ، ډېره لوئيه الميه كومه چې دَ وخت او دَ نن دَ انسان الميه ده په اتهه لنډو مصرعو كې وړاندي كوي .. چې دَ دريو درځنو نه زيات توري په كې نشته ، خو په دې اختصار كې دومره لويه خبره په ساده ژبه او وړكوټي مضمون كې بيانول، يو فني كمال دی دَ دې نظم دغه اتهه مصرعې هم دَ يو معرى نظم پنځه برابرې مصرعې دي ، چې دَ نظم دَ اّهنګ برقرار ساتلو دپاره شاعر په نوي ساخت كې ماتې كړي دي خو بيا هم دَ فكر او خيال تسلسل يې برقرار ساتلی دی دا پورتنی اتهه مصرعيزه نظم په لاندېنو پنځو لاكن يولس سېلابيزه پابندو مصرعو مشتمل دی .. لكه
په هلو ځلو دَ لمړي نمبر مې
په درځنو ياران په دې اوبائيلل
چې نه خو دوئ رابېلېدل له ډلو
او نه زه خپله درېدلی شومه
دَ اشنايانو په قطار كې ورته
۳ ـ ـ اشنا به اوس له وركو چرته غواړم؟
دا چې يې
پلونه دَ پښو ګار شولو
په نيمه لار كې
ګمان مې دا دی
چې لالی مې اوس كوي
لګيا دی
دَ سمندر سره سره
په پستو شګو مزل
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 45 )
په كارډيف وېلز برطانيه كې په كال 1996 كې ليكلی شوي په دې نظم كې هم ښاغلی افضل شوق دَ خپل لټون .. او دَ سفرونو په يو داسې نه ستړي كېدونكي كېفيت كې ښكاري چې دَ ده دَ شخصيت، نوم او وجود يوه حواله ګرځېدلي ده يو تلاش .. يو لټون .. او بيا دَ خپل دغه مسلسل لټون يو ستومان ، خو رومانوي احساس .. كوم چې دَ جمالياتي احساساتو ترجمان ليدی شي .. دَ يو سېلاني شاعر دَ مشاهدو دُنيا ..!! دَ هغه دَ سفرونو، مزلونو جهان .. كوم چې هغه ته دَ يو تلاش تجسس وركړی دی .. او دغه شاعرچې دَ څه په لټون كې ښكاري نو كله كله خو دغه دَ وركې دَ بيا بيا موندلو احساس دَ هغه په سفري شاعرۍ يا بيا شاعرانه سفرونو كې يو نوی خوند او دَ نوي لذت اضافه كوي په دې نظم كې ده دَ خپلي علاقائي لهجې او ځينو علاقائي توري لكه .." ګار شو" ، " ګمان" ، " پلونه" دا څه هم كه دَ ده دَ مقاميت او علاقې نمائندګي كوي .. خو دَ دې نظم فكر علاقائي نه دی ، بلكه دَ يو عالمي حقيقت په دې ورته وئيلی شو چې رېګ هم يواځې هغه څيز دی چې نخښې دَ خپو په كې جوړېږي .. او بيا دَ هوا يا دَ اوبو په څپو بيرته دغه جوړي نخښې ګډي وډي شي نو دلته دَ افضل شوق دَ محبوب وركېده او بيا دَ خپل ورك محبوب لټون دا نظم بېخي بې ساخته كوي خيال ډېر نوی دی يعنې دَ ډېر لټون او ستړيا پس دَ شاعر په ذهن كې دا خبره راتلل چې .. دَ هغه ورك شوی محبوب خو چرته دَ سمندر دَ ساحل په شګو كې مزل ته نه دی جوګه شوی .. ؟ چې پلونه يې دَ خپو نه ښكاري
دَ شوق په قلم په الجزائر سيدي فرج نومي ځای كې يا ساحل باندې ليكل شوی دا نظم دومره ساده او واضحه معنې لري چې هيڅ قسم ابهام په كې نشته دَ دې نظم دَ لوستلو نه پس قاري داسې محسوسوي لكه چې په شاعر دغه نظم او دَ دې نظم فكر لكه دَ " وحي" راورېدلی وي نو ځكه مونږ دا وئيلی شو چې په دې نظم كې دَ شاعر دَ مينې او جنون كېفيت دَ انتها تر حده رسېدلی ښكاري او داسې ښكاري لكه چې دئی په ډېر صداقت خپل احساس او جذبې په نظم كې ځايوي او كه اووايو چې افضل شوق چې كومه دعوېكوي چې هغه په فن كې دَ صداقت څومره قائل دی .. نو دغه جذبه دَ هغه دَ دې نظم او دَ ټولې شاعرۍ نه مونږ ته ظاهره ليدی شي لكه څنګه چې پورته اووئيلی شو چې دا نظم بې پناه بې ساختګي لري .. نو په دې بنياد دا خبره دلته ځكه تكراروم چې په دې نظم كې هم ښاغلي افضل شوق په ډېره سادګۍ دَ خپلو احساساتو څرګندونه كړي ده لفظي تراكيب يې علاقائي دی .. خو استعاري او اشارې يې اّقاقي معيار لري دلته هم دَ لوستونكو توجه دَ دې نظم فني جوړښت ته راګرځوم يعنې دا اتهه مصرعيز نظم چې په كې يو دېرش توري دي .. هم دراصل په دريو پنځلس سېلابيزه پابندو او برابرو مصرعو باندې داسې مشتمل دی .. لكه
دا چې يې پلونه دَ پښو ګار شولو په نيمه لار كې
ګمان مې دا دی چې لالی مې اوس كوي لګيا دی
دَ سمندر سره سره په پستو شګو مزل
۴ ـ ـ انصاف او عصري تقاضې
دَ چا چې
خلې لړلي دي په وينو
هغوئ
سُرنا دَ سوكالۍ ژغوي
خو څوك چې
شو لوګی لوګی په امن
باداران واي
ترهه ګر هغوئ ته
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 49 )
شاعر اديب دَ ژوند او دَ دُنيا په حالا تو هر وخت نظر ساتي .. او انسان چې دَ كومو حالاتو نه په خپل ژوند او ټولنه كې تېرېږي نو په دغه حالا تو سترګي نه شي پټولی دَ پورتني نظم نه دا اندازه هر چاته په اّسانه لګېدی شي چې دَ روانې صدۍ اّغاز چې په دُنيا كې په كوم رنګ شوی دی .. په هغه كې اشرف المخلوقات دغه انسان .. دَ انسانيت په نوم چې څنګه ځناوري روئيو سره ژوند ميدان ته رادانګلي دي.. هغه انساني تاريخ شرموي يعنې انسان چې كومو نووْ نووْ چېلنجونو ته مخامخ شوی دی .. نو په دې كې دَ دغه حالاتو او دَ نن دَ دور يو روښانه تصوير مونږ ته په نظر راځي په افغانستان كې چې څه اوشو او څه په كې روان دي .. په عراق كې چې څه اوشو او نن سبا دَ كومو حالا تو نه تېرېږي او حاكمو قوتونو كوم استحصال په كوم رنګ كې روان دی .. نو په دغه حالا تو يو حساس ليكوال به ژاړي نه .. نو نور به څه كوي كوم خلق چې دَ خپلې ژبې ، دَ خپل ثقافت ، دَ خپل تاريخ او دَ خپل مذهب ساتنه كوي .. نو په دُنيا كې اوتي قوتونه دغه امن پسنده خلقو ته ترهه ګر واي او څوك چې لاسونه دَ انسانانو په وينو كې ككړ لري .. هغوئ امن پسند او دَ امن ټهېكه داران جوړ شوي دي او كه دَ دغه حالاتو په تناظر كې نن اوګورو .. نو په ټوله نړۍ كې دَ امن وجود مشكوك شوی دی او انسانان .. انسانان نه دي پاتې شوي هم ځكه خو نن دلته هر ماحول او ټولنه دَ جنګ دَ خطرو نه ډكه ده ښاغلی افضل شوق هم په دې نظم كې په ډېر اختصار دا پورتنۍ موضوع په ډېره ساده او واضحه انداز كوي خو په يو څو لفظي تراكيبو كې يې يو شدت دَ مظلوم دَ ورستۍ چيغې په رنګه محسوسېږي كوم نه چې دَ شاعر دَ زړه دَ درد احساس كېدی شي دلته يې روئيه احتجاجي هم ده .. خو بيا هم دا شدت او جنون بد په دې نه ښكاري چې دا دَ يو شاعر دَ جذبو ژړا ده او كله هم يو شاعر يا اديب په داسې حال چپ نه شي پاتې كېدی ځكه چې هغه دَ وخت او حالاتو ترجمان يا انځورګر بللی شي دَ شوق دَ دغه صداقت درد او څړيكې څړېكې احساسات هغه په دغسې احتجاج مجبوره كوي
په فني توګه دَ افضل شوق دا نظم چې په اتهو وړو مصرعو او شپږويشت توري لري .. باندې مشتمل دی دَ دې نظم مختصر وجود ته چې ګورو ، نو يوه لويه خبره په كې شوي ده نو دغه لنډې وړې مصرعې خپلو كې داسې ربط او تړون لري چې دَ نظم فني اډاڼه نه خرابوي او كه په دې حواله دَ دې نظم نوره فني تجزيه كووْ .. نو داسې ښكاري لكه چې دغه نظم يواځې په يوه اوږده فقره يا خبره خور دی .. خو نه ..!! دا نظم زما دَ تجزيې مطابق په څلورو يولس سېلابيزو مصرعو باندې مشتمل دی دَ ردهم او اّهنګ له سوبه په كې موسيقيت موجود دی مطلب دا دی چې دَ افضل شوق دا نظم اّزاد نه بلكه معرى نظم دی .. لكه
دَ چا چې خلې لړلي دي په وينو
هغوئ سُرنا دَ سوكالۍ ژغوي
خو څوك چې شو لوګی لوګی په امن
باداران واي ترهه ګر هغوئ ته
۵ ـ ـ اّئيډيل
ما چې كله هم دَ ژوند په ګودر باندې
كومه پېغله
ژغولې ستا په باب ده
هغې ماته سر تر پايه دي كتلي
بيا يې دومره دي فقط راته وئيلي
چې دَ خيال په نيلي سپور
اې لېونيه !!
دا جنۍ زمونږ په كلي كې نه اوسو
ښاپېرۍ زمونږ په كلي كې نه اوسي
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 60 )
په كوئټې كې ليكل شوي دې نظم كې هم دَ ښاغلي افضل شوق هاغه دَ لټون احساس مونږ ته په ډېر شدت سره په نظر راځي خو دا لټون او تالاش په علامتي شكل كې دلته ښكاري ځكه چې كه دغه دَ يوې څېرې يا دَ يو مخ لټون وی ..نو شايد چې .. دا لټون دَ انسانانو په دې جهان كې ختم شوی وی خو دَ ښاغلي شوق لټون دَ يوې ښاپېرۍ او جينۍ په شكل كې مونږ دَ يو علامت په توګه ګڼلی شو ولې .. هغه چې كومه څېره لټوي او يا دَ خلقو نه دَ هغه څېرې تپوس كوي نو هغه څېره كم از كم ښكاره څېره نه ده بلكه دَ شاعر مطلب دلته دَ دې څېرې نه دَ مختلفو انساني اوصافو ، روئيو، خويونو، تقاضو او انساني قدرونو سره تړلي داسې يو مثالي څېره ده چې هغه دَ انسانيت څېره كېدلی شي او يا دَ داسې يو مثالي انسان څېره .. چې دَ وخت دَ قيد نه اّزاده څگېره وي ولې چې دَ انساني څېرې نقشونه پائيدار نه وي او نه ښاغلی افضل شوق دَ دغسې څېرې خبره كوي
شاعر په دې نظم كې چې كومه څېره كور په كور، كلي په كلي، ګودر په ګودر لټوي .. نو هغه دَ پورتنو غوښتنو په معيار موجوده نه ده نو ځكه هغه ته خلګ لېونی واي خو دغه لېونی دَ خپل نظم دَ فكر و خيال په ژورو كې مجنون دَ هاغه ليلا ليدلی شي چې تېرو كې وركه ده .. اودئی يې په لټون دی
دَ دې نظم په فني او تكنيكي اړخونو په باب به اووائيو چې په نهو وړو او لوئيو مصرعو باندې ليكلی شوی دغه نظم كه څه هم دَ يوې قيصې داستاني شكل لري .. خو په دې داستان كې شاعرانه افسانوي انداز دَ ورايه ښكاري په دې نظم كې كه له پېغلو نه دَ خپلې مطلوبې جينۍ تپوس ډېر په خوند او نوی والی پيدا كوي په دې چې داسې كله هم نه شي كېدلی چې څوك دې يوې ښكلي جينۍ نه دَ بلي جينۍ تپوس اوكړي ..!! خو دا دَ افضل شوق كمال دی چې په اكثرو نظمونو كې دئی ډېر په مكالماتي انداز كې دَ نه منونكو خبرو سره كوي دا آزاد نظم دراصل په اوو داسې برابرو مصرعو مشتمل يو پابند نظم دی چې هره يوه مصرعه يې دولس سېلابونه لري .. لكه
ما چې كله هم دَ ژوند په ګودر باندې
كومه پېغله ژغولې ستا په باب ده
هغې ماته سر تر پايه دي كتلي
بيا يې دومره دي فقط راته وئيلي
چې دَ خيال په نيلي سپور اې لېونيه!
دا جنۍ زمونږ په كلي كې نه اوسو
ښاپېرۍ زمونږ په كلي كې نه اوسي
۶ ـ ـ بائيللی واك
تا دَ ډوډۍ دَ رانيولو په نيت
دَ پلار نيكه
په ميراث پاته تُوره
چې دَ خپلواكه ژوند
ورستۍ نخښه وه
فقط په څو نوټونو څه خرڅه كړه؟
چې لوهارانو
دَ بادار په حكم
وَ تاته بيرته ترې بيړۍ جوړي كړې
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ – 61 )