نوې شـــــــــــــــعرونه


ترانې ، اجمل اند

یو څوک و  چې پر شوڼدو يي پاللې ترانې. له سترګو يي لمن کې  ورېدلې ترانې.  یو شړنګ و د بنګړو چې له مړونده  تاوېده.یو څوک وه ،  په لاسو يي رانېولې ترانې. یو پیر و  چې يي راکړه طریقه د حافظې.کنه ، له ما نه مخکې هېرېدلې ترانې. یو سیند و  په سندرو به له غره راکوزېده.څپو به يي په غېږه کې راوړلې ترانې . پاچا و، اوس موده وشوه په ژبه دی ګونګی.همدا و  چې يي  ټول ښار کې  وژلې ترانې يو ښار و،چې

03.05.2009 cheena

خوا مې په غره بده ده ، اجمل اند

زه په دې نه  یم چې د سپینو سپینو څوکو بازاناوس د بډايو عربانو د ماڼیو منځ کې په اوسپنېزو چګسو تړلي .زړه مې د سپینو غره په ها دنګ کمره کې پر هاغه ځاله سوزې چې له کلو په کې څو سپینې هګۍ کمره په غېږ کې امانت ساتلي ها کمر،  هره شپه چې شپه پخه شي د یو سپین باز الوتپه خوب کې ویني . په دې هم نه یم چې ها ژڼی شپونکی د ترهګر  په تور زندان وخوړکوچې د زړه په رنځ اخته شوه او رمه يي وچکالۍ واخېسته خوا مې د زوړ شپاله یوې ډډې ته&

27.04.2009 cheena

ملنګ بابا/ اجمل اند

ستړی يم ، تږې يم ، ملنګ بابا راکړه  يو ډکه پياله بنګ  بابا دې دوو غږونو پسې ډېر خپه  يم د منګي ټنګ ، د سېتار شرنګ  با با لکه  له مات لښکر نه پاتې سپاهي نورمې بايللی ،  ژوند ته جنګ بابا اوس مې ددې ښار خلک وپېژندل اوس له هرچا نه کوم څنګ بابا زما  په نوم هم يو جنډه وتړه غواړمه نور شم ، ستا په رنګ بابا نور له روښانه څراغونو ستړی را مې کړه بيا بيل او کلنګ بابا

30.01.2009 cheena

رياضت ، اجمل اند

زما نور شعرونه او لېکنې  زما په ځانګړې پاڼه کې د همدې کرښې په کېکاږلو کتلئ شئ .  xml:namespace

27.01.2009 cheena

سلام ، سپین غره ! اجمل اند

  سلام ، سپين غره ولاستړی يمهرود  دې څه بلې خواته وړی يمه د یو څو دنګو ودانيو منځ کې لکه بندي يم ، لکه مړی يمه چې سپېنې ورېځې کله ووینمهخدای خبر ولې  رایادېږ ې راته  لکه دا ستا د غېږې سپینې واورېپه زړه میده میده ورېږې راته سپین غره ،ما به ملامته ګڼې چې ستا اهونه مې سندرې نه کړې ستا له زګیرویو او سلګیو څخه مې چېرې جوړې

03.10.2008 cheena

غزل ، اجمل اند

  مازیګر کې نو اوس هغسې خوند نه شته رود ېوازې له غره راشي او اند نه شته څه ټپونه يي په زړه دننه پټ دي خو داغونه يي سینه کې څرګند نه شته اوس پر کاڼو د خوبونو عادت شوی اوس يي هسې تر سرلاندې مړوند نه

28.09.2008 cheena

لاروی - اجمل اند

اوس نو یم تللی ، اوس نو پردی يم اوس یو تیر شوی، مازيګری يم مخکې روان يم ، خو شا ته ګورم دا چا کوڅه ده ؟ چې ټکنی يم خولې ، خولې يم، پنډ مې په شا دی په ښار کې ورک يم، د غره سړی يم

26.09.2008 cheena

خبرونه

هر ورځ چې زه سهار  له کوره و ځمد کابل کوڅې وي دوړې او ګردونه په هر ګام کې  حادثې راپورته کېږي واړه  ښار وي   خبرونه ، خبرونه حیران پاتې سړکونه او واټونه په هر ګام د دنګو غاړو تیندکونه ماڼیجن ، غمجن ، غمجن یې سهارونهستړي ، ستړي  او بې خونده ماښامونه لمر لوټلې وي له ټول  ښاره رنګونهبېلې لارې ، بېل فکرونه ، بېل سرونه له پېکیو  نه لویدلې  سره ګلونه تار په تار پراته کوڅو کې وربلونه هر ورځ&

25.09.2008 cheena

سراب

  هاغه ده ، لمبه د سره ګلاب خواته روانه ده شېخه! بیا دې هېله د ثواب خواته روانه ده دا کوچۍ موده وشوه په دې دښته کې تږې ده .دا کوچۍ په هر ګام د سراب خواته روانه ده اوس مو له څپو نه د کرم تمه پرې شوې ده اوس خو مو بېړۍ د لوی ګرداب خواته روانه ده دنګو ودانیو سکون ټول له خلکو ولوټه ټوله زمانه د اضطراب خواته روانه ده غرو

07.06.2008 cheena

جنګ

حالات ښه نه دي ، حالات لا له ژونده رنګ غواړي لا غنمرنګ غواړي او لا د تورو شرنګ غواړی هغوی ډېر کم دي چې جونګړې جوړوي او درومي هغوي ډېر زیات دی چې ودان ښارونه ړنګ غواړي خپلې بربڼدې میخانې پرې په امان کې ساتي سمندر پورې خلک زمونږه غرو کې جنګ غواړي د ښار ښایسه دې نورې غټې سترګې نه توروي زورو شته له تورو سترګو نه کلنګ غواړي

07.06.2008 cheena

لېونی- اجمل اند

بیا لوېدلی له یو هاره سپین غمی دیبېګا رود له غره راوړی  یو زلمی دی چې بیاڅه  ټکه لوېدلي په تنګي ده؟په کرکڼو کې نری ، نری  لوګی دی یو قامت غشی خوړلی،  نړېدلی یو پیکي کې مړاوی شوی کشمالی دی دې سینه کې هم د مینې سمندر ودې سینه کې هم وړوکی شان زړګی دی  دې بې کسه غرو ته خپل ورپاتې نه شولزه پردی یم، ته پردی يي، دا پردی دی

05.06.2008 cheena

تصویر -د اجمل اند یو نوی شعر

  یودنګ عکاس چې اوږدې څڼې یې پر غاړه پرتې او پرې یې مازې ټینګه کړې د شپو خولۍ ده.یوه اونۍ  وشوه دې ښار کې تصویرونه  ګوري .یوه اونۍ وشوه ددې ښار په لرغونو ودانیو ګرځي . هغه د  ښکلو انځورونو مئین ،ها د ښایسته او د نازکو شېبو،د تصویرونو ميئن  ،

22.01.2008 cheena

غزل

اوس چې د غره اوچینې خیال نه راځیاوس د خوږو غزلو تال نه راځي  اوس له خپل ځانه  دومره لرې تللی  چې ما ته هم زما احوال نه راځي  ددې  ښار هر واټ په  ثواب کې رنګ شو اوس د هېچا په خوله وبال نه راځي  د وزیر جبر يې تر حد واوښته په دې پاچا ولې زوال نه راځي  مجنونه!  شګو کې یې مه لېکه نومچا ویل چې دلته به شمال نه راځي  اجمله! څنګه یې ؟چې مخ شي وايياخوا تر دې  ورته بل سوال نه راځي

02.01.2007 cheena

غزل

داسې وخت به راشي ، چې زه بيا هاغه دهقان  شمه بيا چې پړی واخلمه،  او غــــره ته ور روان شمه بيا چې د جومات ملا ، زيارت  ملنګ ياران کړمه بېرته چې سپڅلې د رڼو اوبو په شان شمه  بيا چې شړک باران وي موږ په غره کې لاره ورکه کړو ته چې دعاګانې کړې او زه اذان  ، اذان شمه بيا چې مازيګر کې د رود شور ته ټپې ووايم  ټول چې مې سندره کړي  ټول رومان ، رومان&

18.12.2007 cheena

لاس مې نېسه !

   سوی ډاګ ،ستړی مزل ، او وچې شونډېتږی ،تږی ومه.  جام دې راته راکړدې بې کسه او بي وسه زمانه کې يو له ډاډه  ډک سلام دې راته راکړ له ماټولې لارې ورکې وې ملنګه ! مخامخ راته ته ستوری د سبا شوی زما له پښو نه دم ختلی،  نړېدمه لاس دې راکړ ته په شان د مسيحا شوې نه پوهېږم چې ته  څوک يې ؟څه دې کار دی خو بس ښکلی د رڼو اوبو په شان يې د ( ه

18.12.2007 cheena

څوک خبر ......؟

اجمل اند                                                                                 

18.12.2007 cheena

ماڼۍ

  په دې ښار کې به نه ستوري نه  رڼا وې څو چې دا سړی وزیر هغه پاچا وي که قیمت د زندګۍ په کې همدا وي دا ماڼۍ به یوه ورځ سپېره بیدیا وی ځه چې لمر غېږه که واخلو غره ته درومو د چم نجونې به په تمه د سبا وي زه او ته د کوڅې هغه دوه واړه یو و چې ماښام کې په جګړه ، سهار پخلا وي . اند یې دواړو سره یوه کوڅه کې پالي  که سا قي په مخ ورشي که ملا وي  ۲۰۰۷- جنوری ۷ ،  کابل  

18.12.2007 cheena

پېښور

پېښور هر زیارت به یې اباد به منجور وستاسو ښار په اذانونو بختور و  پېښوریه! یاره کله مې هېرېږي مازیګر خو مازیګر د پېښور و .   زه او ته هلته    یوه کوڅه کې لوی شوڅه اوږده اوږده کلونه ګاونډیان ووستا  سو چم کې مو بلا کلونه تېر کړلخو تر پایه موږ پردي وو کابلیان وو . مازیګر کې به په خپلو کې دوستان ووچې ماښام به شو نو بیا به سره وران وزه او ته چې سره مخ شو ماشومان ووخو چې کله بېلیدلو نو  لویان&nb

21.12.2007 cheena

انقلاب

  ثواب دې ستا وي ،زه له دې وروسته عذاب غواړمهبس لږ شراب غواړمه ، یو دانه رباب غواړمه نورې پوښتنې يې په ما ، خومې وطن چېرې و؟په قیامت له خدايه دغه یو ځواب غواړمه  د دې ګرېوان ټوټې د ډېرو په لاسونو کې دي زه به له چا ، چا نه د ستړي ژوند حساب غواړم له یوه ګل سره مې یو ځای که ، او تا واخېستهبېرته خپل زړه غواړمه ، بېرته خپل ګلاب غواړم &nbs

18.12.2007 cheena

د ماښامونو مئین

غنم په وږو کې   له تندې وسول په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل د باغ انارو خو هیڅ ګل و نه که .انګور په مني کې سېلۍ ووهل کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه ود تورو غرونو شمله ور زلمي ته حالاتو ټولې لار ې وتړلې داتڼوڼو څڼور زلمي ته خپلې زړي جامې یې  غوټه کړلېویل يې چېرې غریبۍ پسې ځمتر لوی اختر پورې به بېرته راشم اوس یوه ښار ته مزدورۍ پسې ځم کشری خور یې 

18.12.2007 cheena

غزل

  دوی چې زړګی نه لري ، پټ په کې جانان نه لريپه دغه ښار کې خدایږو هېڅوک هم ایمان نه لري لنډۍ يې نه زده،  درخانۍ او ادم خان نه لري ګل مکۍ نه شته په حجره کې طالب جان نه لري دلته شنه بوټي هم د تندې مانا نه پېژني دا نازولي  خلک تمه د باران نه لري ورته رسېږي هماغه ، چې څه یې زړه وغواړيډېر بد نصیبه دي چې هیڅ هېله ارمان نه لري

21.12.2007 cheena

غزل

  په شا مې له دې پورې غره  سیتار راوړی و یو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و تر ډېره مې په یاد دبنګړو شرنګ د ملنګ بنګ ووپه سترګو کې مې ټول خومار،  خومار راوړی و دا نن چې یوه ښکلې وه خزان ، خزان  روانه پرون  سیند یو زلمی لکه بهار راواړی و  دا څومره قامتونه دغې سپینې جامې ړنګ کړل !دې پير خو په لستوڼي کې ښامار راوړی و 

18.12.2007 cheena

يوه شېبه

  ویاله په شور دژرندې  څرخ تاووي  هلته ترې پاس ببری او به لګوي له ځان سره په خپل بې سوره اواز د اولمیر استاد سندره واييشېبه، له پلارسره روانه ، کور تهد پلاريې ژغ پر غاړه او دې غوایان له پړو کلک نېولي خو د پلو لاندې کله خپل پلار ته ګوريکله هم ماته خپلې سترګې په مسکا کږې کا  زه پرې پوهېږم  ، ورنه لار چپه کړم سیدو اکا د توت د ونې سر کې وریو ته پانې څنډي خو وري یې اخوا دړانده ماشم

17.12.2007 cheena

غزل

غزل خیرکه ځنګله اوراخیستی  ونې ډېرې لږې دي راشه وا بارانه ! جېنکۍ په غره کې تږې دي ږدنو پسې تللی ملنګ هلته له پښو ولوېدهدلته د زیارت د کټارو کوترې  وږې دي هغه دی پاچا خلکو له لوږې ګډې بار کړلې ستا په خزانو خو اسوده د دربار مږې دي دا د  واورو کلی، ښایستونه یخ وهلي ديدلته ښکلې لږې ،خو د ونو غوندې جګې دي شونډې دې

18.12.2007 cheena

بنګ پیدا کېږي کنه!؟

تنده له غره مې ډېره اوږده لاروهلې خومار اخیستی یم ـــ   ـــ له شونډو نه مې تنده اوريپه دغه لوی په دې  ودان  ښار کې څوک داسې شته  چې یې د  غره د خلکو ژبه زده وي ؟کوم زیارت شته دیچې چېلم او منجور ولري ؟له ډېرې تندې مې پر ژبه سرې پولۍ ولاړې کومه زړه میخانه نه شته چېرې؟رېښتیا ! دا خلک دلته مازیګري خومار په څه ماتوي؟بنګ پیدا کېږي کنه ! ؟

18.12.2007 cheena

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more