اجمل اند
څوک خبر ......؟
ډالۍ : غمی * لیوني ته چې په کوچنیوالي کې مې له شا پسې ډېر ځغستلي دي
دا ببر سر نیم لغړ بنیادم وینې ؟
چې دې تور سړک یوې خوا ته روان دی
دا چې ځان پسې زړه شړۍ راکاږي
مرور چې ددې ښار له هر انسان دی
د غرمو لمرو نو تک تور اړولی
په مخ ږېره یې یې د ښار له دوړو ډکه
مودې وشوې چې په دې کوڅو کې ګرځي
خدای خبر چې لټوي به کومه ورکه ؟
دا چې هر پل سره سر تر پښو زنګېږي
دا چې ځای پر ځای درېږي او تمېږي
سر کړي پورته نا څاپي اسمان ته ځېر شي
په خوله چوپ وي خو دوه سترګې یې ځلېږي
دا چې تم شي ، بلا خلک پرې راټول شي
هغه وخت د ښار لویان هم ماشومان شي
دا د ځینو په لاسو کې کاڼې څاري
بیا شړۍ ته ټکان ورکړي او روان شی
ماشومان پسې له شا شا نه روان وي
وایی کاڼی پسې واخلۍ چې (( غمی *)) دی
او ددې ښار دلویانو باور دادی :
دا بدمرغه یو بې موره لیونی دی
ور معلومې ددې ښار ټولې کوڅې دي
دمه ځای یې وي د تور سړک په غاړه
شپه یې وي د اسمان ستورو سره یو ځای
نه اباده کې اوسېږي ، نه په شاړه
خو:
څوک پوهېږي چې همدغه لیونی به
پوهېدلی ددې ستړي ژوند په راز وي
دا چې تښتي د نړۍ له ظواهرو
ور معلوم به حقیقت او هم مجاز وي
څوک خبر که به همدا د ښار اوښیار وي
دا چې موږ ته لیوني غوندې ښکاریږي .
دی به پوه وي چې ژوند څه دی ؟ دنیا څه ده؟
په معنی به د خلقت همدا پوهېږي
دا چې تښتي د نړۍ له ظواهرو
او هر چاته د غوسې په نظر ګوري
د وړو لاسو کې کاڼو ته مسکی وي
په زړه شړۍ کې مخ ورځینې ژغوري
څوک خبر که به موږ ټول د ښار ړانده یوو
زموږ منځ کې به همدغه یو بینا وي
دا به پوه وي چې ښار کومه خوا روان دی ؟
دا به پوه د خپل وجود په معما وي
دا ببر سر نیم لغړ بنیادم وینې؟
چې د تور سړک یوې خوا ته روان دی
دا چې ځان پسې زړه شړۍ راکاږي
مرور چې ددې ښار له هر انسان دی
څه مالومه چې به دا بنیادم څوک وي؟
بس له ځان سره همدغومره پوهېږم
زه چې څومره د خلقت معنی راسپړم
خلک وایي چې ورو ورو لیونی کېږم
۲۰۰۶دجون ۱۸ نېټه ـــــ کابل
* غمي هغه مهال چې زه ماشوم وم دکوزې پختونخوا د هنګو په ښارګوټي کې یو مشهور لیونی و .