په دې ښار کې به نه ستوري نه  رڼا وې
څو چې دا سړی وزیر هغه پاچا وي

که قیمت د زندګۍ په کې همدا وي
دا ماڼۍ به یوه ورځ سپېره بیدیا وی
 
ځه چې لمر غېږه که واخلو غره ته درومو
د چم نجونې به په تمه د سبا وي

زه او ته د کوڅې هغه دوه واړه یو و
چې ماښام کې په جګړه ، سهار پخلا وي .

اند یې دواړو سره یوه کوڅه کې پالي 
که سا قي په مخ ورشي که ملا وي

 
۲۰۰۷- جنوری ۷ ،  کابل