پېښور


هر زیارت به یې اباد به منجور و
ستاسو ښار په اذانونو بختور و 
پېښوریه! یاره کله مې هېرېږي
مازیګر خو مازیګر د پېښور و . 

 زه او ته هلته    یوه کوڅه کې لوی شو
څه اوږده اوږده کلونه ګاونډیان وو
ستا  سو چم کې مو بلا کلونه تېر کړل
خو تر پایه موږ پردي وو کابلیان وو .

مازیګر کې به په خپلو کې دوستان وو
چې ماښام به شو نو بیا به سره وران و
زه او ته چې سره مخ شو ماشومان وو
خو چې کله بېلیدلو نو  لویان  وو.

ستاسو ښارستاسو کوڅه ستاسو مالت و
ستا وطن و  ،زه د بل وطن سړی وم
ستا کوڅه به تاته واړه پاکستان و
زه ماجر وم ، افغانی وم کابلی وم .

بس زما او ستا تر منځه توپیر دا و
چې ته لوڅ سر او زما په سر خولۍ وه
دا  ستا پلار به ږیره هره ورځ خریله
خو زما د پلار به ږیره او پګړۍ وه .

په کورنو کې مو هم بلا توپیر وو
زموږ کور له خړو خاور نه وو خام و
 د همدې کوڅې  په بره بره سر کې
ستاسو کور  سمه ماڼۍ وه هسک یې بام و

زما اوستا ژبه یوه خو توپیر دا و،
ستا خبرو کې اردو او انګلیسې وه
ما که څه هم ښه سوچه پشتو ویله
خو ایزده راته یو څو ټکی  فارسي  وه

چې سهار به شو له کور به بهر شو
ته به سکول ته تللې زه به مدرسې ته
ما به وړل  زاړه دستمال کې کتابونه
تل به نیم ویلې کېدمه ستا بکسې ته

له پخو سرو خښتو جوړه ودانۍ وه
ستاسو سکول ښار کې له ورایه ښکارېدلو
خو زموږه مدرسه د جومات خواته
په یو زوړ تجیر کې مونږه ټولېدلو

ستا وطن که د زردارو  ښاریه وه
بلا ښکلې ښکلي خلک هم په کې وه
خو تر پایه چې زه هر لورې ته تلمه
ستا د ښار یو څو پولیس به راپسې وه

ما به ویلې که زه خپل وطن ته لاړم
تا به داسې هېروم چې دې تل یاد وي
ما به وی یو وخت به دا سېمه پرېږدمه
دا ستا ښار دې یو په تا باندې اباد وي

اوس زما هم خپل وطن خپله کوڅه ده
خو ولا ستا پېښور راته یادېږي
ماشومتوب مې په هغو کوڅو کې  ورک دی
هېروم یې خو اکثر راته یادېږي 
 
ستاسو  ښارپه  اذانونو  بختور و
هر زیارت به یې اباد به منجور وو
پېښوریه! اشنا کله مې هېريږي
مازیګر خو مازیګر د پېښور و

 

2007-02-24 11:05:39 م