ثواب دې ستا وي ،زه له دې وروسته عذاب غواړمه
بس لږ شراب غواړمه ، یو دانه رباب غواړمه

نورې پوښتنې يې په ما ، خومې وطن چېرې و؟
په قیامت له خدايه دغه یو ځواب غواړمه

 د دې ګرېوان ټوټې د ډېرو په لاسونو کې دي
زه به له چا ، چا نه د ستړي ژوند حساب غواړم

له یوه ګل سره مې یو ځای که ، او تا واخېسته
بېرته خپل زړه غواړمه ، بېرته خپل ګلاب غواړم
 
ما د بربنډو میخانو بدرنګي ولېدله
اوس چې د زړه له تله حسن ته حجاب غواړمه

په کې به هېڅ توره له تېکې ځینې نه راوځي  
یارانو زه چې کوم د مینې  انقلاب غواړم

۲۰۰۷سيپټیمبر ۲۳