ستړی يم ، تږې يم ، ملنګ بابا
راکړه يو ډکه پياله بنګ بابا
دې دوو غږونو پسې ډېر خپه يم
د منګي ټنګ ، د سېتار شرنګ با با
لکه له مات لښکر نه پاتې سپاهي
نورمې بايللی ، ژوند ته جنګ بابا
اوس مې ددې ښار خلک وپېژندل
اوس له هرچا نه کوم څنګ بابا
زما په نوم هم يو جنډه وتړه
غواړمه نور شم ، ستا په رنګ بابا
نور له روښانه څراغونو ستړی
را مې کړه بيا بيل او کلنګ بابا
ددې لېنک په کېکاږلو د (ملنګ بابا) شعر د یوټیوب په مرسته اورېدلی شئ
27.01.2009
- cheena
زما نور شعرونه او لېکنې زما په ځانګړې پاڼه کې د همدې کرښې په کېکاږلو کتلئ شئ . xml:namespace...
27.04.2009
- cheena
زه په دې نه یم چې د سپینو سپینو څوکو بازاناوس د بډايو عربانو د ماڼیو منځ کې په اوسپنېزو چګسو تړلي .زړه مې د سپینو غره په ها دنګ کمره کې پر هاغه ځاله سوزې چې له کلو په کې څو سپینې هګۍ کمره په غېږ کې امانت ساتلي ها کمر، هره شپه چې شپه پخه شي د یو سپین باز الوتپه خوب کې ویني .
په دې هم نه یم چې ها ژڼی شپونکی د ترهګر په تور زندان وخوړکوچې د زړه په رنځ اخته شوه او رمه يي وچکالۍ واخېسته خوا مې د زوړ شپاله یوې ډډې ته&...