زما نور شعرونه او لېکنې زما په ځانګړې پاڼه کې د همدې کرښې په کېکاږلو کتلئ شئ .
ياران دې وايي چې موږ ښه وو موږ خیانت نه کاوه
خو دوی کې چا په ارمانونو تجارت نه کاوه ؟
دوی سوداګر وو، دوی په هر یو کار کې ګټه غوښته .
دوی میئن نه وو، دوی له زړه نه محبت نه کاوه
یو څو پردیو د ښار واړه ډېوې ځکه مړې کړې
چې يي پاچا د چا په زوړنو حکومت نه کاوه
مونږه لېدل چې له سرونو نه شملې پرېوزي
د سپین زړي خلک وو ناحقه مو تومت نه کاوه
زموږ په کلي د اوښکو کمی هیڅ نه راتلو
خو بس غنمو په کندو کې برکت نه کاوه
نن يي په ( هو ) باندې له غره ډبرې وښویېدې
دې ملنګ مخکې چېرې داسې کرامت نه کاوه
دا رېښتیا نه دي چې مې هېره طریقه وه پېره !
هو دا رښتیا دي چې څه وخت مې ریاضت نه کاوه
موږ له ښاره ، بېرته ځکه د غره غېږ ته راغلو
هلته به ستړي وو، خو چا د دمي ست نه کاوه
۲۰۰۹د جنوري ۲۷ پراګ دچیک جمهوریت