زه په دې نه یم چې د سپینو سپینو څوکو بازان
اوس د بډايو عربانو د ماڼیو منځ کې
په اوسپنېزو چګسو تړلي .
زړه مې د سپینو غره
په ها دنګ کمره کې
پر هاغه ځاله سوزې
چې له کلو په کې څو سپینې هګۍ
کمره په غېږ کې امانت ساتلي
ها کمر، هره شپه چې شپه پخه شي
د یو سپین باز الوت
په خوب کې ویني .
په دې هم نه یم چې ها ژڼی شپونکی
د ترهګر په تور زندان وخوړ
کوچې د زړه په رنځ اخته شوه
او رمه يي وچکالۍ واخېسته
خوا مې د زوړ شپاله یوې ډډې ته
په ګرد وهلې شپیلۍ تکه شنه ده
اوږده موده وشوه چې ګونګه ده نغمې نه لرې .
خوا مې په غره بده ده
چې هره شپه خوب کې کېږدۍ ویني .
زه دا هم نه وایم چې ټول ژني دې بېرته راشي
په مستو، مستو شازلمو پسې هم نه یم خپه
ها د منګي او د سیتار مجلس مې هم هېر دی
هغه د شور په بنډارو پسې هم نه یم خپه
خوا مې ملنګ ته بده
ډېره موده وشوه تنها پاتې دی
زه په چېلم خپه یم
ډېره موده وشوه چې هېچا تازه کړی نه دی.
زه په دې نه یم چې اوس نجونې سترګې نه توروي
زه په دې نه یم چې اوس هر څوک له هر چا وېرېږي
زه په دې نه یم چې اوس څوک له کوره نه راوزي
زه په دې نه یم چې اوس ټول کلې له تندې سوزي
زه پر چینې خپه یم
بلا موده وشوه څوک ښکلې نه شته
چې يي تر څنګ کېني
او په راڼه مخ کې يي
خپله څېره وویني.
زه په دې نه یم چې موده و شوله
ویاله له غره نه جانغوزي نه راوړي
زه دا هم نه پوښتم له هېچا ځینې
چې زموږ د کلي خلک چېرې و لاړل
زه په ځان هم نه یم ،
خیر ، دا هم نه وایم
چې ډېر ېوازې شوی یمه
دا به هم نه یادوم
چې ولې مې د خپل جومات اذان نه اورم
دا به هم نه وایم
چې هېڅوک نه شته
چې خپل تازه غزل ور وارومه
له دې هم نه ژاړم چې ډېره موده
داسې څوک نه شته چې تر څنګ يي تېر شم
زه پرې سلام واچوم
هغه وعلیک ووايي .
زړه مې د خپل کلي په رود خوږېږي
ډیره موده وشوه له شرنګ سره يي
د یو چا مستې ټپې نه غبرګېږي .
۲۰۰۹ د اپریل ۲۴
پراګ