په شا مې له دې پورې غره  سیتار راوړی و
یو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و

تر ډېره مې په یاد دبنګړو شرنګ د ملنګ بنګ وو
په سترګو کې مې ټول خومار،  خومار راوړی و

دا نن چې یوه ښکلې وه خزان ، خزان  روانه
پرون  سیند یو زلمی لکه بهار راواړی و
 
دا څومره قامتونه دغې سپینې جامې ړنګ کړل !
دې پير خو په لستوڼي کې ښامار راوړی و 

د ښار د ښایستونو مازیګر به په کې ورک شو
لېموکې مې چینه، چیلم، چینار راوړی و

چې ځم لاس پر سینه وړم له یو مات زړه سره درومم
یو روغ زړه مې له کلي نه تر ښار راوړی و .

۲۰۰۷ سیپتیمبر ۱ ، پراګ