دوی چې زړګی نه لري ، پټ په کې جانان نه لري
په دغه ښار کې خدایږو هېڅوک هم ایمان نه لري
لنډۍ يې نه زده، درخانۍ او ادم خان نه لري
ګل مکۍ نه شته په حجره کې طالب جان نه لري
دلته شنه بوټي هم د تندې مانا نه پېژني
دا نازولي خلک تمه د باران نه لري
ورته رسېږي هماغه ، چې څه یې زړه وغواړي
ډېر بد نصیبه دي چې هیڅ هېله ارمان نه لري
رود یې کوچۍ نه لري ، دښتې یې کېږدۍ نه لري
غريې مرغان نه لري ، کلی يې اذان نه لري
چې په لېدو یې ماسوختن شي فرشتې وریادې
ها څو راڼه ستوري ددې خلکو اسمان نه لري
18.12.2007
- cheena
په شا مې له دې پورې غره سیتار راوړی و یو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
تر ډېره مې په یاد دبنګړو شرنګ د ملنګ بنګ ووپه سترګو کې مې ټول خومار، خومار راوړی و
دا نن چې یوه ښکلې وه خزان ، خزان روانه پرون سیند یو زلمی لکه بهار راواړی و دا څومره قامتونه دغې سپینې جامې ړنګ کړل !دې پير خو په لستوڼي کې ښامار راوړی و ...
18.12.2007
- cheena
غنم په وږو کې له تندې وسول په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل د باغ انارو خو هیڅ ګل و نه که .انګور په مني کې سېلۍ ووهل
کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه ود تورو غرونو شمله ور زلمي ته حالاتو ټولې لار ې وتړلې داتڼوڼو څڼور زلمي ته
خپلې زړي جامې یې غوټه کړلېویل يې چېرې غریبۍ پسې ځمتر لوی اختر پورې به بېرته راشم اوس یوه ښار ته مزدورۍ پسې ځم
کشری خور یې ...