غزل

خیرکه ځنګله اوراخیستی  ونې ډېرې لږې دي
راشه وا بارانه ! جېنکۍ په غره کې تږې دي

ږدنو پسې تللی ملنګ هلته له پښو ولوېده
دلته د زیارت د کټارو کوترې  وږې دي

هغه دی پاچا خلکو له لوږې ګډې بار کړلې
ستا په خزانو خو اسوده د دربار مږې دي

دا د  واورو کلی، ښایستونه یخ وهلي دي
دلته ښکلې لږې ،خو د ونو غوندې جګې دي

شونډې دې دسوي  زړه د تندې شاهدي وايي
سترګې د ې جانانه که رېښتیا ووایم، ټګې دي

تېزو هواګانو راته ورو په غوږ کې وویل
انده نوم يې مه لېکه ، ورانېږي رڼې شګې دي

۲۰۰۷ اکتوبر ۱ ،پراګ