تنده
له غره مې ډېره اوږده لاروهلې
خومار اخیستی یم ـــ
ـــ له شونډو نه مې تنده اوري
په دغه لوی په دې ودان ښار کې
څوک داسې شته
چې یې د غره د خلکو ژبه زده وي ؟
کوم زیارت شته دی
چې چېلم او منجور ولري ؟
له ډېرې تندې مې پر ژبه
سرې پولۍ ولاړې
کومه زړه میخانه نه شته چېرې؟
رېښتیا ! دا خلک دلته
مازیګري خومار په څه ماتوي؟
بنګ پیدا کېږي کنه ! ؟
18.12.2007
- cheena
نن مې د خپلې تنهایۍ دیرش کلني لمانځمه پوره دیرش کاله وشوهچې زه د خدای په دغه لوی اسمان کې یو ستوری هم نه لرم .پوره دیرش کاله وشوهچې د لمر سترګه مې لېدلې نه ده او له مودو راهېسې د تورې شپې سره په غبرګ غږ کې سندرې وایم .نن دیرش ډېوې پکار ديچې پرې دلمر د سترګې یاد ولمانځمورپسې ډېر خپه یم که چېرې تاته لمر په مخه درغیزما سلام پرې وايه او ورته ووايه چې...
18.12.2007
- cheena
غزل
خیرکه ځنګله اوراخیستی ونې ډېرې لږې دي راشه وا بارانه ! جېنکۍ په غره کې تږې دي
ږدنو پسې تللی ملنګ هلته له پښو ولوېدهدلته د زیارت د کټارو کوترې وږې دي
هغه دی پاچا خلکو له لوږې ګډې بار کړلې ستا په خزانو خو اسوده د دربار مږې دي
دا د واورو کلی، ښایستونه یخ وهلي ديدلته ښکلې لږې ،خو د ونو غوندې جګې دي
شونډې دې...