بیا لوېدلی له یو هاره سپین غمی دی
بېګا رود له غره راوړی  یو زلمی دی

چې بیاڅه  ټکه لوېدلي په تنګي ده؟
په کرکڼو کې نری ، نری  لوګی دی

یو قامت غشی خوړلی،  نړېدلی
یو پیکي کې مړاوی شوی کشمالی دی

دې سینه کې هم د مینې سمندر و
دې سینه کې هم وړوکی شان زړګی دی 

دې بې کسه غرو ته خپل ورپاتې نه شول
زه پردی یم، ته پردی يي، دا پردی دی

نورو بار د ګلابونو کور ته یووړ
موږ تړلی له ځوزانو نه وری دی

وخت راځي ، چې اور لړوني به ترې جوړ وي
که شلخی، که ملخی ، که ګیلیټی دی

بیا خرپا ده، د غرڅه غوږونه څک دي
یا ښکاري دی ، یا لېوه دی ،یا زمری  دی

بس همدغه  ستا جمال زما جلال دی
ستا پر سر چې سور سالو زما پټکی دی

دا ملنګ په درې شیانو باچايي کړي
یو چیلم دی ، بل سیتار دی ، بل منګی دی

دا په سپین اس باندې سپور زلمکی څوک دی؟
چې لمبو کې راروان دی او مسکی دی

وزیر لوټ کړه خزانه دا ورته ګوري
دا پاچا هم عجیبه شانې سړی دی

ددې ښار په څراغو کې تری تم شو
یو له تورو غرو راغلی ورک ژڼکی دی

موده وشوه دې سپېره دښته کې ګرځي
یو کوچی دی ، یو یې سیوری ، بل یې سپی دی

دا د غرو د خلکو زړونه دومره لوی دي
چې دا ښار ورته خورا ډېر وړکی دی
 
ها دشنو بنګو مئین شاعر دې یاد دی
چا ویل چې هاغه خوار اوس لېونی دی

یو وي دا د غره د ښکلو مئين  څوک دی ؟
بل وي دا زموږ د کلي اجملی دی

 
 
۴جون۲۰۰۸ پراګ