مازیګر کې نو اوس هغسې خوند نه شته
رود ېوازې له غره راشي او اند نه شته

څه ټپونه يي په زړه دننه پټ دي
خو داغونه يي سینه کې څرګند نه شته

اوس پر کاڼو د خوبونو عادت شوی
اوس يي هسې تر سرلاندې مړوند نه شته

په دې غره کې څومره ښکلي زړونه مات دي
خو له چا سره  چاره د پیوند نه شته

دشپې دا ښار دومره ډوبه سا راکاږي
ته به وايي هر څه مړه دي  او ژوند نه شته

که ايوب غوندې څو ک وی نو ما به ویلي
په میوند کې هېڅ اړتیا د اوربند نه شته

۲۰۰۸سيپټیمبر ۱۲ پراګ