
اوس نو یم تللی ، اوس نو پردی يم
اوس یو تیر شوی، مازيګری يم
مخکې روان يم ، خو شا ته ګورم
دا چا کوڅه ده ؟ چې ټکنی يم
خولې ، خولې يم، پنډ مې په شا دی
په ښار کې ورک يم، د غره سړی يم
لرې روان يم ، ورېځو کې ورک شوم
د غره له کلي ، پورته لوګی یم
هر رنګ بايللي ، راته مانا ده
اوس هم خزان يم ، هم پسرلی يم
پردی ماښام دی ، پردی کوڅي دي
ته لاروی يي، زه لاروی يم
دا چې نه غر شته ،نه د بنګ بوټي
اوس هم تکړه يم ، چې لا ژوندی يم
خلک ښه وايي، اند لېونی دی
زه هم پوهېږم ، چې لېونی یم
دسیپټیمبر۲۴مه ۲۰۰۸پراګ
25.09.2008
- cheena
هر ورځ چې زه سهار له کوره و ځمد کابل کوڅې وي دوړې او ګردونه په هر ګام کې حادثې راپورته کېږي واړه ښار وي خبرونه ، خبرونه
حیران پاتې سړکونه او واټونه په هر ګام د دنګو غاړو تیندکونه ماڼیجن ، غمجن ، غمجن یې سهارونهستړي ، ستړي او بې خونده ماښامونه
لمر لوټلې وي له ټول ښاره رنګونهبېلې لارې ، بېل فکرونه ، بېل سرونه له پېکیو نه لویدلې سره ګلونه تار په تار پراته کوڅو کې وربلونه
هر ورځ&...
28.09.2008
- cheena
مازیګر کې نو اوس هغسې خوند نه شته رود ېوازې له غره راشي او اند نه شته
څه ټپونه يي په زړه دننه پټ دي خو داغونه يي سینه کې څرګند نه شته
اوس پر کاڼو د خوبونو عادت شوی اوس يي هسې تر سرلاندې مړوند نه...