هر ورځ چې زه سهار  له کوره و ځم
د کابل کوڅې وي دوړې او ګردونه
په هر ګام کې  حادثې راپورته کېږي
واړه  ښار وي   خبرونه ، خبرونه

حیران پاتې سړکونه او واټونه
په هر ګام د دنګو غاړو تیندکونه
ماڼیجن ، غمجن ، غمجن یې سهارونه
ستړي ، ستړي  او بې خونده ماښامونه

لمر لوټلې وي له ټول  ښاره رنګونه
بېلې لارې ، بېل فکرونه ، بېل سرونه
 له پېکیو  نه لویدلې  سره ګلونه
تار په تار پراته کوڅو کې وربلونه

هر ورځ  وي په دې  ښار کې باد رالوتی
هره ورځ  له دنګو نجونو لوپټې وړي
هر ورځ  ښار کې یو څو بدرنګه ګرځي
ځنځیرو کې قامتونه اوشملې وړي

هره ورځ په پورې غره کې جنګ روان وي
هر سهار په کې  پرېوزي قامتونه
هر  ماښام  کې تالا کېږي وربلونه
هر ورځ له غره نه نوې خبرو نه

هر ورځ چې د خپل کارځای ته رسېږم
د کار میز مې سر تر پایه خبرونه
تېلفون کې د وژنو پیغامونه
کمپویټر کې مې له ورایه خبرونه

هره پاڼه کې تازه ، تازه چاودنې
هره پاڼه کې اعدام سر غوڅونې
هره کرښه کې  وژنې تښتونې
هر یو توری زورونې ، لوټونې

هر ورځ چې زه سهار  له کوروځم
د کابل کوڅې وي دوړې او ګردونه
په هر ګام کې مې لوټېږي ښایستونه
واړه  ښار وي   خبرونه ، خبرونه

هر ساعت را رسېدلي خبرونه
هر ساعت همدا ترینګلي خبرونه
 هره ورځ همدا مښلي خبرونه
چې په اور وی سوزیدلي خبرونه

۲۰۰۷ د مارچ ۱۶ نېټه
کابل