لومړی دوی راغلل یهودانو پسې
خوما نارې نه کړلې.
ځکه چې زه خو نو یهود نه ومه
بیا نو دوی راغلل کمونیستو پسې
خو بیا هم چوپ پاتې شوم ،
ځکه چې زه کمونیست هم نه ومه
بل ځلې راغلل سوداګرو پسې
بیا مې هم هېڅ ونه ویل
ځکه زما په سوداګرو څه و؟
خو اخر راغلل دوی زما په لټه
دغه مهال نو هېڅوک نه و پاتې
چې له خولې اف وباسي
ددې شعر د شاعر په اړه :
مارټین نېملر ، د ۱۸۹۲ کال د جنورۍ په میاشت کې د یو جرمني افسر په کور کې وزېږيد ، اتلس کلن و چې دې هم د جرمني په سمندري ځواکونو کې افسر شو، د دویمي نړېوالې جګړې پر مهال يي په سمندري ځواکونو کې تر لوړو پوځي څوکیو کار وکړ ، او په سر کې د هېټلر له نېږدې پلویانو څخه وو. د هغو په امر يي په ځینو خونړیو او مهمو پوځي عملیاتو کې د یو فعال قومندان په توګه برخه لرله .
خو په ۱۹۳۳ کې يي د هېټلر د پالیسو مخالفت پیل کړ . او دا مخالفت ددې لامل شو چې زندان ته واستول شي .
په ۱۹۳۷ کې بندي شو، څه وخت وروسته د سیاسي بندیانو لپاره نازی کمپونو ته واستول شو او هلته تر هغې و چې په پاي کې متحدین جرمني ته ننوتل او ګڼ شمیر سیاسي بندیان يي خوشې کړل .
مارټین له دې وروسته هم د سولې او ټولنیزو چارو یو ستر فعال پاتې شو . نوموړې په ۱۹۸۴ کال کې د دوه نوي کلونو په عمر ومړ ، نوموړې د خپل( لومړې دوی راغلل....) شعر له کبله هم خورا مشهور دی . دا شعر دنازیانو د واکمنۍ پر مهال د جرمنیانو په چوپ پاتې کېدو لېکل شوی دی . له جرمني ژبې څخه دا شعر د نړۍ په ګڼو ژبو د کلماتو او د شعر د بندونو په توپیر ژباړل شوی ، او د جګړې ضد ډلو او کړیو کې خورا شهرت لري . د سولې د نړېوالې ورځ په درشل کې يي دلته يي تاسو ته له انګلیسي ژبې ، پښتو ته ژباړه وړاندې کوم .