مبارکه روژه

 

د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت ، ټولو ته د زړه له تله مبارکي وایم . خدای (ج)  دې وکړي چې دا مبارکه میاشت به زموږ پر  ولس له خپلو ټولو رحمتونو او برکتونو سره رابره شي .  په دې هېله چې ددې مياشتې په اوږدو کې به  جګړو ته ټول تږي لوري لږ تر لږه ددې مياشتې په درناوي   له ماشو ګوتې پورته کړي ، او د ولس په دین مئین وګړي به پرېږدي چې د برکتونو په دې  مبارکه میاشت کې په سوله او کرارۍ کې د ستر څښتن (ج) طاعت او عبادت وکړي .

په درناوي
اجمل اند