هاغه ده ، لمبه د سره ګلاب خواته روانه ده
شېخه! بیا دې هېله د ثواب خواته روانه ده

دا کوچۍ موده وشوه په دې دښته کې تږې ده .
دا کوچۍ په هر ګام د سراب خواته روانه ده

اوس مو له څپو نه د کرم تمه پرې شوې ده
اوس خو مو بېړۍ د لوی ګرداب خواته روانه ده

دنګو ودانیو سکون ټول له خلکو ولوټه
ټوله زمانه د اضطراب خواته روانه ده

غرونه به سپېره ، چینې به وچې ، سیند به کاڼي وي
دا نړۍ د داسې انقلاب خوا ته روانه ده

دلته زندګي د ژمي یخ کنګل وهلې ده
دلته زندګي د یو عذاب خواته روانه ده

بیا ورکه د اند د لیونو سندرو پاڼو کې
اوښکه یې له سترګو د کتاب خواته روانه ده

۳جون ۲۰۰۸- پراګ