داسې وخت به راشي ، چې زه بيا هاغه دهقان شمه
بيا چې پړی واخلمه، او غــــره ته ور روان شمه
بيا چې د جومات ملا ، زيارت ملنګ ياران کړمه
بېرته چې سپڅلې د رڼو اوبو په شان شمه
بيا چې شړک باران وي موږ په غره کې لاره ورکه کړو
ته چې دعاګانې کړې او زه اذان ، اذان شمه
بيا چې مازيګر کې د رود شور ته ټپې ووايم
ټول چې مې سندره کړي ټول رومان ، رومان شمه
بيا چې شپه د باغ د ونو منځ نه سپوږمۍ وګورم
بېرته چې شاعر شمه ، بيا به غزلخوان شمه
2006-04-11 10:01:18 م کابل