داښار هغه غرونه

 

 

 

  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دا ښار ، هاغه غرونه


 

 

 

د شعرونو څلورمه  ټولګه


اجمل اند

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

ډالۍ :


 خپل پلرني کلي ( کوزبيار ) ته چې د رود شرنګ يې سندرې او د مازيګر رنګ يې مينه راښوولې ده .

 

 


ددې ټولګې په اړه :

د ټولګې نوم  :   دا ښار-هاغه غرونه
شاعــــــــــــــــــــر:   اجمل اند
د چاپ کال       :    ١٣۸۵ل ل ، سلواغه
د چاپ شمېر   :   ١٠٠٠ ټوکه
کمپوزر    :       بريالى وياړ  
چاپ چارې     :        وياړ

 
  

 

 

 درنو لوستونکيو !

که څه هم په دې ورستيو کې مې په دې باور پوخ شوی چې  د يوکتاب په سر کې راغلي اوږدې او لنډې سرېزې ، په دېرو حجرو کې  له سندرو د مخه د سازيانو هغه ډنګ ډونګ ته ورته دي چې  اوږدي شېبې خلک په تمه کي ساتي او دوی په بې مانا توګه خپلې د ساز وسيلې ګډوډې ډنګوي . ښايي دوی به دا کار په خپل منځ کې د هم غږۍ او سور د پېداکولو په موخه کوي  خو د نندارچيانو زړونه ورسره خولې ته راځي .
خو زه يو وار بيا دا تېروتنه تکراروم او ددې  ټولګې د شعرونو په اړه څوټکي ليکم :
وروسته له هغې چې د پېښور نه کابل ته راغلی يم نو په تېرو درېنيمو کلونو کې  رانه لورى داسې ورک و، چې نه مې ځان ته پام و او نه شاعرۍ ته ، په دې ورستيو کې مې،  چې په  کابل کې د افغان ادبي بهير غونډو ته تګ راتګ پيل کړ نو يو وار بيا يې د خپلو زړو او نويو ماتو ګوډو شعرونو راټولولو ته وهڅولم . چې له دې امله ددې ټولګې په ليکلو کې ځان په کابل کې  د افغان ادبي  بهير د غونډو پوروړی بولم .
تر دې د مخه يوه  بله ټولګه چې نېږدې څلور کاله د مخه يې  د چاپ ځينې چارې هم پر مخ تللي  وې راسره همداسې نا چاپه پرته ده ، ما غوښتل دا شعرونه هم له هغې سره يو ځای کړم ، خو دا چې د چاپ چارې يې راباندې له سره نه شي نو و مې پتيله چې جلا يې چاپ کړم .  په  دې ټولګه  کې مې څو سرليکه هغه شعرونه هم ځای کړي چې له  پخوانيو هغو نه پاتې وو . په دې هېله  يم چې خدای وکړي شعرونه به يې لږ تر لږه ددې پاڼو د تورولو ارزښت ولري
دا چې دا ټولګه مو په لاس کې اخيستي مخکې له مخکې مو مننه کوم .  کور مو ودان.

په مېنه او درناوي
اجمل اند
١٣٨۵  مرغومي ١ – کابل  مکروريان