دا ښار هاغه غرونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د بنګو کروندې


د ا ونې ، دا رودونه ، دا کوچی  له ډېره وخته
يو ځای اوسي دا غر او دا سړی له ډېره وخته

داسيند چې شپه او ورځ په دې لار غلی غلی درومي
ورک کړی يې دې کاڼو کې يو شی له ډېر وخته

له مرګ وروسته يې دا وګړي پوه  په کرامت شول
دې ښار کې اوسېده يو ليونی له ډېره وخته

باران نه و، د بنګو کروندې سږکالې وسوې
بې خونده دی زموږ مازيګری له ډېره وخته

دا اند  چې ددې  ښار هر نزاکت سره بدبين دی
بېل  شوی و  له غره سره يوځی له ډېره وخته

٢٠٠٥     نومبر ١٢ کابل

 

 

پـــېښور

لايې زور چلېږي ، لايې په سر ښکر دي
دلته اوس هم ځيني خلک زورور دي

له پړانګانو او زمريانو سره پالي
دا دغرونو ښکلي څومره زړور دي

د زړګي صنم خانه په پيرې ساتم
دښار خلک د بتانو سوداګر دي

دې نړۍ کې زه له هېچا خپه نه يم
خو شته خلک چې له مانه مرور دي

نازولې ! دا خيالونه دې نور واخله
شوه کلونه چې مې مېشت په تصور دي

(( وخت به لګي )) چې به رنګ د کابل اخلم
ډېر خويونه مې اوس هم د پېښور دي .

٢٠٠٥ نومبر ٢٥ کابل

 

دا ښار ،  هاغه غرونه

 

نه چرچڼې نه يې شور نه توتکۍ شته
نه ماښام ، نه چينارونه  ، نه مرغۍ شته

 په دې ښار  کې که هرڅومره  جينکۍ شته
نه يې غاړه کې مرۍ او نه اوږۍ شته


دې کوڅو کې مازيګر څومره خومار وي ؟
نه زيارت شته، نه چيلم او نه دوهۍ شته

تورو غرونو! نو سلام به مې څوک دروړي ؟
دې اسمان کې خو نه ستوري نه سپوږمۍ شته

څراغونه ددې ښار څومره پردي دي ؟ 
دلته چېرې ها د تېلو ډېوه ګۍ شته

ښکلي شته دی خو غرور سترګو کې نه شته
نه وربل ،  نه لوپټې  او نه پګړۍ  شته

راغه شته دی ،غر هم شته،  خو هاسي نه دي
نه کېږدۍ شته ،نه کوچۍ او نه شپېلۍ شته
خو:

خو نه وير شته دی،  نه ډزې ، نه سلګۍ شته
نه جګړې نه د خالي توپو نلۍ شته

د بودا په شانې نه دي نړيدلې
د پېړيو دنګې دنګې ودانۍ شته

نه د چا په تندي ټپ ،نه څوک نيم ځانه
نه ټوپکې په اوږو نه ګردنۍ شته

دلته هر سړی پر خپله لاره درومي
نه څپېړه ، نه لرګى ، نه هتګړۍ شته


نه کمزوری ، نه زورواکی معلومېږي
نه مورچل ،  نه تيرکشونه پر بلۍ شته


وايي دلته هم لښکر راغلی،  تللی
خوښارونه دي ودان، په کې مړۍ شته


٢٠٠٥-جنوري -١٥
پراګ،چيک جمهوريت

 


پاچاته !
 


خدای خبر چې زه به څومره ګناګار يم
جوړې کړي مې بلا تورې او زغرې
زه د دې ښار يو سپين ږيری اوستاکار يم
ما لېدلي دلته توک په توک لښکرې.

 

دا مــــــــاڼۍ کله ودانه کله ورانه
ما لېدلي پاچاهان تللي راغلي
کله نورو دروازې ورماتې کړي
کله خپلو په کې خپل خلک وژلي.

نو پاچا ! هسې خبر رانه اوږدېږي
اوس دې تاته په سل وارې مبارک وي
د پرتم توغ دې تر ډېره رپاند اوسه
او خمان دې له ياقوتو درته ډک وي.


دلته ډېرې واکمنۍ دي ما لېدلي
چې شاهان يې له تختونو پرځېدلي
ما لېدلي ورونو ورونه ړانده کړي
او تاجونه له سرونـــــــو غورځېدلي.


زما ياد دي ولسونه  پارېدلي
قيامونه ، پاڅونونه ښورېدلي
دربارونه په سرو وينو کې لړلي
ښايستونه له ښارونو نه لوټلي.

دا ولس  څه عجيبه شانې ولس دی
په چا جوړې دي ګنبدې منارونه
ها چې خپله يې له تخته غورځولي
په ډېوو باندې يې لمانځي زيارتونه.


ځينې ځينې يې په زړونو واکمني کړي
دي  کلونه له مرګ وروسته هم ښاغلي
خو د ځينو يې بيا شناختې نړولي
او هډونه له قبرونو نه ايستلي


نو پاچا پام دې د خدای وي- پام دې اوسه
” دلته دم او قدم دواړه په حساب دي“
دلته خلک په جلا ژبه پوهېږي
چې يې هغه ژبه زده وي نو کامياب دي.


پاچا لږ که دې تندي ته لاس ورجګ کړې
هلته ډېر خلک په غرونو کې اوسېږي
د دې ړنګ ښار له ګردونو نه وراخوا
په چينو او چينارونو کې  اوسيږي.


لا په خونو  کې د تېلو ډېوې سوځي
او د خټو په کورونو کې اوسېږي
په لاسو کې يې ټوپک ، خولو کې ټپې وي
جنګيالي دي خو په مينه هم پوهېږي.

شور يې نشته اوس يې وچ دي  مست رودونه؛
نه يې پاتې  دي چينې- نه چينارونه
د وطن  مرغان  يې نورو خلکو وړي
رېبل شوي  يې د غرونو ګڼ ځنګلونه.


دا وګړي ډېر سپېڅلي ساده ګان دي
په يوه موسکا د ګل غوندې غوړېږي
خو د جنګ ډګر کې هم بيا شنه زمريان دي
په وړو وړو خبرو راپارېږي.


که خبر شول چې په ښار کې رسوايي ده؛
بې لښکرو د پرديو واکمني ده
بس په هر څه کې له هر څه ازادي ده
د ايمان، پت او عزت سوداګري ده.

که خبر شول ژڼي هسکه غاړه نه وړي
که خبر شول چې يې ښار بيا پردی شوی
که خبر شول نه شملې نه لوپټې شته
نو  به وايي چې پاچا لېونی شوی.


بيا به ګورې نغارې  به را ډنګېږي
بيا به ګورې ولسونه به خوځېږي
تندرونه به په شنه اسمان غورځېږي
بيا به ګورې له قبرونو به لټېږي.


ګيليټي به له تېرانو نه راوځي
بيا به ګورې چې ښارونه به ورانېږي
بس يو موج به د نفرت او د غصې وي
بيا به ګورې ښايستونه به لو ټېږي.


واه ! پاچا ستا خو پر ټنډه خولې راغلې
پاچايي په ډېرو لويو زړونو کېږي
”چې فکرونه له سرونو نه   واړه شي“
نو تاجونه له سرونو نه غورځېږي.

٢٠٠٥-ډيسمبر – ١٢ کابل

 

باران

يورومان ،  رومان ، ارمان درســـــــره راغی
پسرلی پرلار  روان  درســــــــــــــــــــــره  راغی

موږ بې هسکه وو، پر سر مو ستوري نه وو
سپوږمۍ راغلې ،  کهکشان درسره راغی


بس مننه د وروستي سپرلي بــــــــــــــــــارانه !
څوک د غـــــــــره د رود په شان درسره راغی

ته چې تللې نو د مني وچـــــــــــــــــــــکالي  وه
ته چې راغلې نو بـــــــــــــــــــاران درسره راغی

ما نه هــــــــــــېرې لنډۍ ټولې را په زړه شوې
چې غزل غزل جانان درســــــــــــــــــــــــره راغی

١٣٨٤/٢/٥ کابل


 
چېلم

زه او رود به د غره غاړه کې روان وو
يو وخت دواړه د يوې طبعې ياران وو

رود، چينه ، چينار، غونډۍ هو اوس لويان دي
زه چې ووړ وم  نو پنځه واړه کمکيان وو

ددې ښار سپين مخي خلک په زړه تور وو
موږ سپين زړي وو د سپين غره هلکان وو

منځګړيو ويل لمر به يې هم ويشئ
خو موږ بس په ټوټه مځکه باندې وران وو

يو شېبه کې به مو يو بل په ژړا کړل
ماشومان وو ، لېونيان وو ، خو ياران وو

موږ خو نه ويل چې ټول ښار دې پردی شي
موږ خو بس د څو خبرو پلويان  وو

خو ماښام کې به په يو چيلم راټول وو
اند، ملا،  ملنګ که څومره سره وران وو


٢٠٠٥-مارچ _١٢


زما کلی

زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وې
زما اواز د کلي ټولو جينکو پېژانده
زه چې په کلي کې وم رود مې د سندرو يار و
مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو پېژانده


زه چې په کلي کې وم ښه ډېره شوخي مې زده وه
مازېګری به مې د باغ ونو کې پاس تېراوه
چې پسرلی به شو او ونو به غوټۍ وکړلې
منې چې څانګو مې پر سر د ګلو لاس تېراوه؟


زه چې په کلي کې وم ډېرې ژبې زده وې راته
د چينو ژبه ، د نښترو ، د  څېړيو  ژبه
مابه له رود سره په غبرګ غږ کې سندرې ويلې
ماته وه ياده د بلبلو ،  توتکيو ژبه


زه چې په کلي کې وم ژمي کې حجره ګرمه وه
د منګي ټنګ ته به نو زه هم د سيتار ژڼی وم
او که خبره به د څڼو غورځولو راغله
نو په اتڼ کې هم په ډېرو کې د کار ژڼی وم


زه چې په کلي کې وم مست غوندې بنډار مې درلود
د شنه چېلم په کټ کټا به مې خومار ماتاوه
چېنې ته څېرمه د شنو بنګو د ځنګله له منځه
په يه قربان! به مې د نجونو سم کتار ماتاوه

زه چې په کلي کې وم اوړی به غرمه مهالې
د چينار سېوري ته رڼو شګو کې خوب وړی وم
که به د مور خوږو نارو را پاڅولی نه وی
زه به د قاف غرو ته خوبو د زلميتوب وړی وم


عجيبه وخت و په دې ډېرو کېسو نه پوهېدم
زه چې په کلي کې وم ژوند لکه چينه ښکلی و
د پسرلي مازيګري کې کوکنار ګل د کلي
بس لکه سم د ښاپېريو زمانه  ښکلی و

خو دريغه دا چې کلي اور واخيست له تندې وسو
نه يې چينه او نه يې رود نه جينکۍ پاتې  شوې
او د بنډار ياران هم يو يو تر دکن واوښتل
نه يې اتڼ نه يې چيلم نه يې پګړۍ پاتې شوې

                                                ٢٦-١-٢٠٠٣ کابل

 


سراب


له يو سپين مړوند لوېدلی خرابات يم
نن سبا د شنو بنګړيو غوندې مات يم

دا وجود مې لکه دښته د ( بکوا )  ده
کله ټول سراب سراب کله برسات يم

يو دې مينې يم له نورو جلا کړی
کنه جز د خدای ددې ستر کاينا ت يم

ميخانه او جومات دواړو کې بلد يم
زه هم شرنګ  يم د پيالو هم مناجات يم

ددې ښار خلک ټول خپل غمونه ژاړي
زه چې نورو سره ژاړم نو ترې زيات يم

له ماضي سره يو ورک لوري ته درومم
اند – له تانه يو هېر شوی ملاقات يم


٢٠٠٣  -جون -١٣ کابل

 

 

غـــــــچ


چې يې څپه لکه پامير دنګه وي
زړه مې يو داسې سمندر ته سپارم

زه به له کوم زورور غچ اخلمه
بس ټول تر ټولو زورور ته سپارم

د يار د قبر په ډېوو وېرېږم
چې هر ماښام يې منجور ته سپارم

په هېرولو خو مې نه هېرېږې
تا مې همداسې تصور ته سپارم

د خوګياڼيو يو ياغي مازيګر
د بنګو جام کې پېښور ته سپارم


٢٠٠٣- جنوري  ،    پېښور

 

 


غاټول

موږ که د جنګ تابيا کوله که مو سوله کړله
موږ به سلا په کې د ټول کلي راټوله کړله

کلي کې ډېر څه له سندرو او اتڼ پيليده
موږ به غزا هم راشروع د ډم له ډوله کړله

دې کې به هم نور د ذرې ذرې حساب ته کېنو
ېوازې مينه وه چې مونږه به بې توله کړله

د خدای ددې ستر کاينات په خبر هله پو شوم
جانانه ما چې ژبه ياده  له غاټوله کړله

له هغه وخته  مازيګر کې مزه پاتې نه ده
اند چې توبه زياتي د بنګو له کنډوله کړله


٢٠٠٥-٩-٦  کابل

 

 

 


ها دود وهلې کوټه

 

هاغه زړه،
             ها  درې کونجه ،
                                                     ها دود وهلې کوټه
د کابلي هوټل اخر چت کې مښلې کوټه
هاغه کوټه چې ورځ به هم په کې د شپې غوندې وه
هغه کوټه  ولا د بېلې  جزيرې غوندې وه

يو خوا يې لويه المارۍ له کتابونو ډکه
بل خوا يې زوړ مېز اومښلې  چوکۍ
د مېز په سر به د يو چا  راکړی ګل ايښی و
ورسره خوا کې وې پرتې
                                          څو د شعرونو ټولګې
او د( پښتو لنډۍ )  کتاب يې په بغل ايښی و
د قبلي لورې ته ديوال باندې يې
چارقل ځوړند و چې کوم ښه کس په لرګي کښلی و
خو په دې بل ديوال يې
د چا يو ښکلی انځور
چې مې په ويښه او په خوب کې ليده

منځ کې پرته ها نارنجي غالۍ يې
 را ته اوس هم ياده ده
چې د اوښتو چايو
او غورځېدلو هندواڼو رټو کې
د غالۍ خپل رنګ  چندان نه  برېښېده
کوټه تياره  وه خو چې شمع به دې روڼه کړله
نو په دېوال به د يو چا ځوړند انځور برېښېده

څو زاړه لوښي څو خيرنې پيالې
 د ګيس ډبې سره يو کونج کې پرتې
بل خوا له ډېرو سوزيدلو شمعو
را بهېدلو ځوښو
د مېز له سره وه تر غولي پورې لاره کړې
لکه د ژمي د زړوبي کنګل
د شمعې څنګ ته د دېوال له پاسه
لکه زما د کوټې درې کونجه يو توره ټاپه

٭٭٭

دادى کلونه وشوه
چې اوس له هغې په ښه کور کې اوسم
دلته اوس هر څه منظم پراته دي
په کې تنها هم نه يم.

خو چی يوازې شمه
هغه زړه ها درې کونجه او دود وهلې کوته
د کابلي هوټل اخر چت کې مښلې کوته
راته بلا ياده شي
هغه کوټه چې ورځ به هم په کې دشپې غوندې وه
هغه کوټه ولا د بېلې  جزېرې غوندې وه
هغې کوټې  ما سره هره شپه
                                         لمن لمن
                                                            کېسې کولې

                                     
                                                                                                    ٢٠٠٤-جولای -١٢ کابل

 


 

 

 

سرګړی


څومره ستړې ستړې لارې   ولا! ستړی يم جانانه
نه دژوند په مانا پوه  شوم او نه مړی يم جانــــــــانه

چې يې ما غزل غزل ځواني    څپو ته نذرانه  کړه
اوس د رود هماغو مستو اوبو وړی يم  جانــــــانه

له سپين غره راوړي هر څه مې د ښار کوڅو کې ورک کړل
بس يو تشه سا اوباسم  نور نيمګړی يم جانانه

خدازده ولې تري تم شول د چيلم ملنګ ياران مې
د زيارت بنډار کې پاتې يو زه غړى   يم  جانانه

دې غرمه  غرمه حالاتو مې د زړه زور را نه واخيست
اند په نه څه لمبه کېږم  وچ سر ګړی  يم  جـــــــانانه 


                                                             ٢٠٠٤دمی ٣٠  وزير اکبرخان مينه، کابل