دا ښار ،هاغه غرونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له غرونو پورې

 

څومره دې ژر له خپل خاطره وويست
د غرونو غرونو چينارونو کلی
د سپينو لېچو او منګيو وطن
د تورو تورو وربلونو کلی


اوس خو به وايي چې  نو هاغه کلی
د لمبو کلی دی د مينې نه دی
خو ګوره دا دې له خاطر مه باسه
ادم لا اوس هم بې شيرينې نه دی


ای داسې مه وايه چې واړه مړه دي
اوس په کې هم يو څو خواران اوسېږي
له يو پتري چيلم چاپېره تاو وي
 يو څو چرسيان څو ملنګان اوسېږي


سپين غر لا ها غسې په واورو پټ دی
که په سينه يو څو داغونه لري
لمن يې ډکه ده له سپينو کاڼو
لکه هېندارې تصويرونه لري


د کلي رود هم لا له  غره نه راځي
مستې سندرې د څېړيو راوړي
سړی په غېږ کې شنو درو ته بيايي
خوږې وږمې د جنغوزيو راوړي

د چا راتلو ته لويې لارې څاري
زموږ د کلي سترګورې نجونې
اوس هم په سترګو کې لمبې ګرځوي
هغه بې باکې زړورې نجونې


ډېرې تنکۍ څانګې په غېږ کې راوړي
کونړی هاغسې له غرونو راځي
هر مازيګر پر سرکاڼو تېريږي
تر کابلي په چورلکونو راځي


لا مو ودونه بې اتڼه نه دي
لا ډلې شته د څڼورو ژڼو
اوس يې هم  نجونې له بامونو څاري
کږې غړۍ د شمله ورو ژڼو

دلته اوس هم سترګې په سترګو نښلي
لا خو ژوندۍ څو يارانې پاتې دي
چې مو وچېږي په ليمو کې  اوښکې
هغې ته ډېرې زمانې پاتې دي


لکه چې ورک په رڼاګانو کې شوې
زړې کېسې به دې په ياد نه راځي
تا د لويديځ ښکلا کې هر څه هېر کړل
اوس دې د خوږ زړګي  فرياد نه راځي


اې ! داسې  مه وايه چې واړه مړه دي
کلي کې اوس هم څو خواران اوسېږي
له يو پتري چيلم چاپېره ناست وي
شينکي زيارت کې ملنګان اوسېږي


ناځوانه !  دومره ژر يې مه هېروه
د غرونو غرونو چينارونو کلی
دسپينو لېچو او بنګړيو وطن
د تورو تورو وربلونو کلی

٢٠٠١  پېښور


نيمګړی

زما شاعر او کلېوال ملګري  بشير احمد پرهر ته د هغه د يو ليک ځواب


يو نهيلي او اضطراب دی ژوندون
کله ودان ، کله خراب  دی ژوندون
په خدای چې هېڅ يې په مانا پوه نه شوم
يو عجيبه غوندې کتاب دی ژوندون

د کوکنار ګل د مازيګر ملګريه !
زما د کلي او خبرې اشنا
يو شين سلام دې چا راو سپارلو
له ما نه  غرونه غرونه لرې اشنا


زه درته څه ووايم څنګه يمه ؟
که درته ووايم چې څه هم نه يم
لکه دا خلک چې کېسې يې کوي
باور دې وشه دومره ښه هم نه يم


چې مازيګر شي او له کاره راشم
نو پېښور د شنو کوترو ښار شي
لکه کابل چې يې په نس کې ځای وي
دبرنيو  مساپرو ښار شي

زه ددې ښار هر نزاکت پېژنم
پکې زما د ماشومتوب خاطرې
د مهاجرو هاغه زوړ ښوونځی
او د (( ورڅک ))  د ليونتوب خاطرې

مازيګری دلته هم کوډې کوي
له چا جهان ،  له چا ايمان هېروي
کله له ما هم  شي نظر کاواکه
کله له ما ځنې هم ځان هېروي


کله ناکله مې بيا ځان ته پام شي
باور دې وشه ځان نه وشرمېږم
د ژوند کړمې راته  مخکې راشي
په زړه کې پټ جانان نه وشرمېږم

کله نا کله ځم تر کلي پورې
خو هغه ګرمه هنګامه يې نه شته
نه کوکنار ګل شته او نه وږی غنم
(( ميا غونډۍ ))  شته دی خو مزه يې نه شته

پرهره ياره درته څه ووايم
ما خو ويل چې اضطراب دی ژوندون
کله ناکله د خوښيو کتاب
کله يو تريخ غوندې عذاب دی ژوندون


منم اوږی مې له درنو پنډونو
څه سپکې شوي اوس  ګېډي نه راوړم
له خپله کوره د ((  نوجو ))  تر پټو
ها ساړه شوي سبناري  نه راوړم

خو:

اوس هم يو دروند پيټی  د ژوند مې پر شا
منې پرهره چې ترې ستړی يمه؟!
مانه په ژوند کې واړه لارې ورکې
اوس هم هماغسې نيمګړی يمه

٢٠٠٢   ، پېښور
 

 

درناوی

 

په ترنم کـــــــې يې نور نه وايمه
زياتي دې نوم په احترام اخلمه
 هر واقعيت د زندګۍ مې منم
نور په  احتياط په لاره ګام اخلمه .

زړې سندرې مې له سره ليکم
ورځنې ټولې فلسفې وباسم
ېوازې غر،رود او چينه يې پرېږدم
ترې د ښارونو افسانې باسم .

لکه د باز خپلې وزرې څنډم
او د کمر په سر له خوب ويښېږم
د شپې د ستورو رياضت پرېږدمه
زياتي له دغه لېونتوب ويښېږم .

د سجدې ځای کې يې تندي ته ږدمه
ځمه له کلي څو ډبرې راوړم
چې کله کله مې پرې شپه روڼوم
يو څو خوږې خوږې سندرې راوړم .

چې ټولې تېرې خاطرې هېرې کا
 زړه مې د کلي په چينه کې مينځم
له پيرياني ملا څاښتونه اخلم
بيا يې د بنګو په پياله کې مينځم .

اوس مې د ښار ژبه زده کړې لږه
په خوله مرموزه شان موسکا پالمه
لکه سپين غر سپين زړی نه اوسېږم
زياتي په سترګو کې ريا پالمه  .

کور دې ودان د ژوند په چل دې پوه کړم
نور په احتياط په لاره ګام اخلمه
که څوک مې ښه راځي که بد مې راځي
په موسکه خوله به يې سلام اخلمه

 

٢٠٠٥-ډيسمبر-١٣  ، کابل

 لاره

زياتي  ستړی يم څه بله چاره ګورم
له دې ښار نه د وتلو لاره ګورم

دوی چيلم او مازيګر ته اوزګار نه دي
چېرې ځان  غوندې  يو بل بې کاره ګورم

چې يو رود وي ، يو څو ونې او بل زه يم
د غره غاړه کې يو داسې ګاره ګورم

لږ وار وکړه که بنګ بوټي راپاخه شي
يو څو ورځې ورته نور خوماره ګورم

 زه چې تاته مخامخ شمه ځان وينم
زه دې ټنډه کې رڼه هېنداره ګورم

ښه پوهېږم تقدس مې رانه اخلي
نو تر څو به ورته داسې ياره ګورم

ددې خاورې په سپيڅلې نوم مې وژنې
دا چې لاره په ځير ځير تر داره ګورم

وزير اکبرخان مينه، کابل 

 

انځور

 

کلونه وړاندې چې له کلي راغلم
نو ددې ښار په کېسو نه پوهېدم
ما ستا لپاره
              د ښار ژبه زده کړه
ما ددې ښار پر سړکونو باندې
د دنګو دنګو  ودانيو منځ کې


اوتر  روښانه څراغونو لاندې
له لېونيانو ملنګانو سره وپېژندل
خوته ، ترې چېرې ولاړې
دغومره لرې  چې هيڅ غږ نه اورې
دهغه خپل ښار ژبه هم نه درځي
خو زه دې دې کوڅو کې  داسې رنګ کړم
چې په لېمو کې مې د سپين غر انځور پاتې نه شو

 

 يـــــاد

واه ! هېروم خو دې نه تل به دې په ياد ساتمه
د زړه وطن به مې دا ستا په نوم اباد ساتمه

ته مې د ژوند د څورنګينو انځورونو ټولګه
ته مې د کلي د ښايسته وو ماښامونو ټولګه
ته مې د ستړي ژوند د څو خوږو دردونو ټولګه
ته د ښکلا د مازيګر ،  د ګودرونوټولګه
ته په خومار او په سېتار کې د رازونو ټولګه
دا ستا په نوم دې وي زما د غزلونو ټولګه

څنګه دې هېره کړمه څنګه دې له ياد وباسم
جانانه څنګه دې د خوږ زړه له فرياد وباسم


ته مې د کلي د څو دنګو دنګو غرونو په شان
ته د چينو د شرنګېدلو اوازونو په شان
ته د کونړ د سيند ياغي ياغي موجونو په شان
ته د ګور ګورو او نښترو د رنګونو په شان
ټوله د سپين غر د رڼو رڼو رودونو په شان
کټ مټ زما د زړه د ټولو ارمانونو په شان

واه ! هېروم خو دې نه تل به دې په  ياد ساتمه
د زړه وطن به مې دا ستا په نوم اباد ساتمه


 
ټوټې

اوس هم د درد غوندې دي اوس   د بيابان غوندې دی
ګرانې  ژوند اوس هم د يو تږي  ريګستان غوندې دی

لا دې تر اوسه د زړګي په پرهرو کې ساتم
نوم دې اوس هم راته سپېڅلي  د ايمان غوندې دی

***

کلونه پس مې کليوال جانان په مخه راغی
ما مې له خپلې بې وسۍ نه ورته هېڅ ونه ويل

هغه ګومان کاوه چې ښار کې  پاچايي ده ژوندون
خو ما د ښار له  زندګۍ نه ورته هېڅ ونه ويل

***
بس خو نو هسې يوه  تشه يادونه کوو
کنه د هر يو ټپ مو هر چاته بښنه کوو

موږه سپين زړي يو په کاڼو که مو هم ولي خو
له داسې خلکو ځنې هم موږه مننه کوو .

***

چې مې ګورې دومره ډېر کلک زړی نه يم
زه هم کله کله ځانه سره ژاړم

خداې خبر چې به مو څه تړاو تر منځ وي
له  اسمان او له بارانه سره ژاړم .

***

 

خدايه ! دې کلي کې څه ټکه پرېوتې
په زيارت کې چې  چاپېرې  ډېوې مړې شوې

نه پوهېږمه چې چاته به په ياد وي ؟
په دې کلي کې خو ډېرې ډېوې مړې شوې .

***

د دوی په غرو ولاړ اسمان هم ستوري نه لري ډېر
ددغو خلکو په نصيب کې يې تياره ليکلې

د چا د پلو نښې مې ښکاري د سينې پر غولي
يوه ټپه مې چا د خوږ زړګي په وره ليکلې

ها ! چې په تلو کې راستنه شوې  او په غرېو دې وويل
هاغه خبره مې هماغسې پر زړه ليکلې


***

 

کله درد او کله لوږه ، کله تنده
زندګي هم د لښکر غمونو مور ده

پېښور هم د زردارو ښاريه ده
دلته هم ډوډۍ په منډه ده په زور ده

 


خاطرې

چا ويل چې ېوازې يم تنها يمه
ته مې چې خواخوږې يې پاچايمه

زړه مې د څو ستړو خاطرو ټولګه
کېنه راته  ، ټولې درته وايمه

دواړه اوس دمه په دمه لار وهو
ژوند ماته ، زه ژوند ته ور په شا يمه

ولې مې پر مځـــــــــکه وطن نه درلود
دا به په قيامت کې خدای ته وايمه

ورک ورک د سپين غر کمرې ګورمه
نن لکه روان رود وارخطا يمه

اوس يې هېروم خو مې هېرېږي نه
ماهسې ويل چې بې پروايمه

خدای مې له مرغيو هم نری کړ زړه

 ټوله اوښکه اوښکه يم ژړا يمه

روح مې له کېږديو سره وتاړه
سترګو کې رمې د اوښکو پيايمه

غاړه را،  د کلي مازيګره   بيا
ستړی يمه، اند يم ، بېنوا يمه


٢٠٠١-اګست -١٢ پېښور

 

هېنداره

اوس په اوبو کې څېره ګورم د تصوير قاتلان
ماسره کله په جېبونو کې هېنداره پرېږدي

دوی له تنکيو ستونو باسي لاهوتي سندرې
ستا ګناهنګار تارونه چېرې نو سېتاره پرېږدي

هغه لېمو کې د موسى  په څېر تا ثير ګرځوي
هغه ته سيند په منځ بېلېږي ورته لاره پرېږدي

وايي کوڅو ته دې زړو بګوو لاره کړې
دا اوازه  ده ، خلک ټول تا ړنګه ښاره پرېږدي

ورسره غاړه غړۍ ټوله شپه  ټپونه ژاړي
اند چې د خونې ډېوې بلې تر سهاره پرېږدي


٢٠٠٢- اګست – ٢٣ پېښور

 

بنجاري !
 

بنجاري  ای بنجاري !!
له کومې خوا راغلې چې داسې بې پروا روان يې ؟
خورجين په شا ډانګ دې پر ولې په خندا روان يې؟
لکه له هيڅ چې خبر نه يې بس سندرې وايي .
ځولۍ ځولۍ او کوږ و وږ پر کومه خوا روان يې ؟

بنجاري ! يه  بنجاري !
ستا لا اوس هم خورجين پر غاړه دی بنګړي خرڅوې
لا وربلونه لټوي لا سيخکي خرڅوې
ته لا اوس هم نارې وهې او ماشومان رابولې
ته لا تراوسه خپل جوړ کړي شپېلکې خرڅوې


بنجاري !يه  بنجاري !!
تا توپان ونه ليد ،  له نجونو يې خالونه يوړل
سيلۍ له دغه کلي تور تور وربلونه ېوړل
سيند د بنګړيو ډک څو سپين سپين مړوندونه يوړل
ږلۍ په وږو کې تنکي تنکي فصلونه يوړل


ونې چپه شوې،  څانګې ماتې شوې ، مرغۍ نه شته دی
ها بغدادۍ کوترې اوس نو پر بلۍ نه شته دی
چې ستا راوړي توکي واخلي جينکۍ نه شته دی
چم کې غنم نه شته ،  جوار نه شته ، ځولۍ نه شته دی
د ماشومانو لپې تشې دي ډوډۍ نه شته دی


بنجاري ! يه  بنجاري !!
ستا لا اوس هم  خورجين پر غاړه دی بنګړي خرڅوې
لا وربلونه لټوې لا سيخکي خرڅوې
ته لا اوس هم  نارې وهي او ماشومان رابولې
ته لا تراوسه دې کوڅو کې شپېلکي خرڅوې .