دا په نوي مخونوکې د خوږ ژبې شاعرې پروین پژواک د دري شعرونو پښتو ژباړه ده ، د پښتۍ طرحه او د شعرنو سره اړوند انځورونه یې د هېواد تکړه انځورګر هژبر شېنوارې کښلې دي د ډیزاین ا و کمپوز چارې یې پای ته رسیدلې دي او ډېر زر به د یوې ټولګې په بڼه خپره شي . د خپریدو سره سم یې تاسو کولای شئ دلته انلاین هم ولولۍ درنو لېکوالو مصطفې سالک ، عبدالهادي هادي ، عصمت قانع او هژبر شېنوارې پرې لېکنې کړې دي . دم ګړۍ یې درته د نمونې په توګه سرپاڼې وړاندې کوم . نور له چاپه وروسته .
په مینه
اجمل اند
سېند په پرخه کې
د پروين پژواک د څو شعرونو ژباړه
اجمل اند
بسم الله الرحمن الرحيم
ددې ټولګې په اړه :
د ټولګې نوم : سيند په پرخه کې
شاعــــــــــــــــــــره : پروين پژواک
ژباړن : اجمل اند
د چاپ کال : ١٣۸۶ ، وږی
د چاپ شمېر : ١٠٠٠ ټوکه
کمپوزر : احمد ضمير علمدوست او اند
چاپ چارې : دانش خپرندويه ټولنه
خپروندوى : افغان فرهنګي يون
د خپرونو ګڼه : ۲
دپښتۍ د طرحې په ګډون ددې ټولګې ټولې انځورېزې طرحې هژبر شېنواري کښلي دي
دا ژباړه :
خپلو خوږو کليوالو يارانو، ډاکټر بشير احمد پرهر، ګلاب او خا ن ولي کامران ته ډا لۍ کوم چې له ماسره به يې د (مياغونډۍ) پر سر د (کوکنارګل) هر رنګين او ستړى مازيګر د حمزه بابا په غزو نو نما نځه.
ا ند
د پروين پژواک څو شعرونه
داجمل اند په لاس ځينې شعري ژباړې راسره دي، شعرونه د محترمې پروين پژواک له هغه کتابه غوره شوي دي چې (( دريا در شبنم )) نومېږي. دهر چا يې خوښه! زما پر اند، د نړۍ په ادب کې دغه شاعره له هغو وتليو ښځينه ليکوالو څخه ده چې ښايي شمېره يې د ((پروين)) د غنچې په کچه وي، زه دغه خبره کوم او په سړه سينه يې کوم، په داسې حال کې چې د ډېرو سترو ښځو شعرونه مې د فکر پر مدارونو کې ګرځي راګرځي.
کله کله ښځينه شاعرانو ستره شاعري کړې ده، که له يوه ځانګړي لېد لوري نه دغه هنر ته وګورو ويلى شو چې د هر ډګر اتلان ( سړي) يې هم شاته پرايښي دي، دغه برلاسي يو لامل لري او هغه د ښځينه ذات بې توله عاطفه او روښانه رواني انځورونه دي، چې شعر ته يو ځانګړى رنګ او خوند بښي، سړى بيا د دغو رواني انځورونو په پرتله د عيني طبيعت اجزاء د تخيل په تار ځغلولى شي.
ښځې د يوې مور په توګه له ازله يو زوروره عاطفه راوړې او ډېره ژر د شاعرانه کيفيت تر اغېز لاندې راځي. دغه مهال له شعور سره د انسان تړاو کمزورى شي، او دلاشعور افاقي جلوې د شهکارې شاعرۍ بنسټ ګرځي.
دغه تلپاتې اغېز دهرې شاعرې د تخليقي تجربو مل دى که د بيليتس، فروغ فرخزاد، پروين شاکر او پروين پژواک د شعرونو فضا، کيفيت او جذبات په غور سره وګورو، ټولې د عاطفې او رواني انځورونو په زور ميدان ګټي.
راځئ چې د لاشعور او کلتور په تناسب څو خبرې وکړو او دا هغه ځاى دى چې زه د پروين پژواک نوم د پورتني لړ نه بېلول غواړم.
په شعر کې رواني کيفيت دې ته لاره هواروي، چې د شاعر جذبه او تجربه له لوستونکي سره ګډه شي، خو پوښتنه داده چې د دغو جذبو او تجربو اظهار څنګه په کار دى؟
دې پوښتنې ته له بېلا بېلو لېدلورو يو نه جلا جلا ځوابونه ورکړ کېداى شي! خو زه وايم چې د ريښتونې تمدنې ټولنې غوښتنه څه ده؟ ايا شاعرانو ته په کار ده چې يوه فطري جذبه په خپل حالت بيان کړي او که نه کلتوري تراش يې ضروري دى؟ زه پوهېږم، چې زما خبره به مخالفين پيدا کړي خو بيا هم دويم حالت غوره بولم، خو د لاشعور د زور مخې ته د خپلو کلتوري ارزښتونو بندونه خورا ډېر ځواک او سپېڅلى رياضت غواړي. د پروين لوړتيا ته رسېدل تش په توره نه کېږي.
اسماني مذهبونه ، د اخلا قو ډېر پوهان او فيلسوفان وايي، چې د ژونديو موجوداتو او په ځانګړې توګه د حيواناتو تر منځ ځيني ګډ صفات موجود دي، دلته بايد يوه بله پوښتنه رامنځته کړو او هغه دا چې د يو ځناور او يوه انسان د يوې جذبې او غرېزې د اشباع تر منځ څه توپير دى؟ که په ژور نظر وګورو لوى توپير دادى، چې انسان د عقل کلتور يا مذهب له مخې غرېزې او جذبې تراشي او همدغه پر جذباتو حکومت دى چې انسان له نورو حيواناتو نه غوره ګرځوي.
د پروين پژواک هم خپل جذبات د غلامانو په څېر ګرځولي دي . داسې غلامان چې د افغاني کلتور حلقه يې د غوږونو پسول دي، نو ځکه يې د خپل هېواد او خپل کلتور د بخت رڼا بولم.
ښاغلي اند ددغې شاعرې ښايسته ډېر شعرونه راژباړلي دي، ښه يې کړي دي، ډېرې ګټې لري، پروين پژواک که ښځينه لاشعور د افغان کلتور په هنداره کې څرګند کړ، هېوادوال يې هم بې مينې نه دي، زړونه يې غواړي، چې دغه تلپاتې شاعري تر هر ځايه ورسوي چې ځای يې دي . خو بنده تر وسه پړ دى، له دري نه پښتو ژباړه يوه ځانګړې ګټه هم لري،دا چاره په افغانستان کې د دري او پښتو ژبو د شاعرانو او ليکوالانو ترمنځ ګډې کلتوري اړيکې لا پسې کلکولاى شي . بله خبره چې زه يې کول غواړم هغه د ژباړې د ارزښت يوه عامه ګټه ده. انسانانو له ځانونو سره ګډ طبيعت راوړى دى. که کلتور سيمه او وخت هر څومره دوى يو له بله بېل کړي بيا به هم د ګډو بنسټيزو صفاتو خاوندان وي. له دې کبله هنري ذوقونه يو له بله ځواک اخلي.
داچې د پښتو ژبې ډېر زلمي شاعران يوازې په خپله ژبه کې د ذوقي ښکلا احساس کوي، نو ځکه دغه راز ژباړو ته ډېره اړتيا لېدل کېږي.
خو ددلته يوه بله خبره هم شته ژباړه يو راز قرباني هم ده کوم اديبان، چې د ژباړې وس لري ښايي وانګيري چې دومره ستونزې ګالم او يو کتاب ژباړم ولې په دغومره وخت کې خپل يو اثر ونه ليکم، نو په داسې حالت کې، چې څوک خپل اثر نه بلکې د بل اثر ليکي خامخايي کار د ستاينې وړ دى.
اوس به په ځانګړې توګه دهمدې ژباړې په اړه وغږېږو: ژباړونکي هڅه کړي ده، چې شعر پرته له کومه ځانګړي تصرفه کټ مټ راوژباړي، د
کيفيت د پيداکولو لپاره يې خپل خيالونه ورسره نه دي تړلي، دا کار ډېر ستونزمن دى خو، چې په برياليتوب سره وشي، د ژباړې غوره بڼه يې بللى شو او زما پر اند ښاغلى اند په دې چاره کې بريالى دى.
اصلي شعرونه سپين دي او ژباړه يې د پښتو د ازاد شعر په بڼه ده، چې ځانګړى وزن لري او ښايي دغه قيد په ځينو ځايونو کې د ژباړې او اصل ترمنځ لږ ډېر توپير رامنځ ته کړى وي.
په پاى کې بايد ووايم، چې دغه ژباړه په برياليتوب سره شوې ده، هيله ده لوستونکي به ترينه پوره خوند واخلي.
په مينه او درنښت
مصطفى سالک
پېښور
٢٠٠٢/٥/٨
د پروين پژواک د شعرونو دا ژباړه...
ژباړه په ټوليز ډول ستونزمن کار دى، او بيا د ادبي اثارو او په هغو کې هم د شعر ژباړه خو زړه چاودون غواړي، او اند انډيوال مې ښايي پر خپلو مټو او تنکۍ ځوانۍ په پراخې حوصلې غره او ډاډمن وي، چې دې ستونزمن کار ته يې مټې رانغښتې دي. او زه خوشاله په دې يم، چې تر ډېره په خپلې دې هڅې کې بريالى هم ښکاري.
د دري ژبې د لوى اروا شاعرې پروين پژواک دا شعري طرحې چې ښاغلي اند ژباړلي د دوه زرم کال په نيمايي کې خپرې شوې دي او ډېر لوستونکو او د هېواد د ننه او بهر فرهنګي کړيو يې تود هر کلى کړى دى، پروين زموږ د هېواد په کچه يوازينۍ شاعره ده، چې د شعرونو د لومړنۍ ټولګې له خپراوي وروسته يې په ډېر لږ وخت کې د لوستونکو او خپلو نمانځونکو دومره بهير ورمات کړى دى ، چې ځينو ان لکه د ښاغلي نثار، اند او ما په شان له هماغه پيله پښتو ته ددغو ښکلو شعري طرحو د را اړولو لپاره مټې راونغښتې وې، ما يې څه کم څلوېښت طرحې پښتو ته راوژباړلې، چې د فردا په پروسږونو ګڼو کې يې څو خپرې شوې هم دي او له ښه مرغه ځنې هماغه شعرونه، چې ما ژباړلي وو اند هم ژباړلي دي خو په بېل رنګ او بېل خوند کې ، په هر صورت دا ټول اعزاز د پروين دى، چې زه يې د مبارکۍ حقداره بولم.د پروين د شعرونو تر ټولو جوته او غوره ځانګړنه داده، چې د کلمې په واقعي مانا ښځينه شعرونه دي، او د ښځې ټول عواطف ، احساسات او غوښتنې په کې ځان ښکاروي.
ما ته اند ددې شعري طرحو دري اصل او دا ژباړې دواړه راکړې او غوښتنه يې رانه وکړه، چې هم يې وګوره او هم يو څه پرې وليکه. ما هم همداسې وکړل، سره له دې، چې ددې شعرونو يا طرحو دري اصل مې څو ځله پخوا هم لوستى و ، يو ځل مې بيا ولوست او بيا مې د هر شعر ژباړه ورسره وکتله . رښتيا خبره داده چې اند ډېره خواري کړې او مايې چې ژباړې ولوستلې نو هماغومره خوند مې ورنه واخيسته لکه له اصل نه مې چې اخيستى و. اند ټکي په ټکي ژباړه کړې او هڅه يې کړې چې هر ټکي ته د هغه دقيقه ژباړه او يا لږ تر لږه ورنژدې او معادل تورى پيدا کړي، د لفظونو په انتخاب کې يې ښه زيار ايستلى او داسې يې نه دي کړي، چې له پخو خښتو سره خټې ولګوي بلکې له الفاظو سره يې داسې خواري کړې لکه يو معمار، چې د مرمرو توږل شوي او صيقل شوي کاڼي سره ږدي.
د پروين دغه شعري طرحې، چې ده ژباړلي دي د سپين شعر په قالب کې ويل شوي دي او وزن نه لري چې که دهر شعر لوستونکي هماغه اهنګ ته پام ونه کړي نو له بې وزنۍ سره به مخ شي او په ګرانه به خوند ترې واخلي، خو د اند ژباړې وزن لري، معنا دا چې په شعر ژباړل شوي دي او دا کار په رښتيا ډېر زيار غواړي سره له دې، چې يو نيم ځل به دده ژباړې هم د بې وزنۍ يا بد وزنۍ ښکار شوي وي مګر زياتره څه چې په سلو کې نه نوي يې بريالۍ او خوندورې دي.
يو بل څه، چې په دې ژباړو کې زما پام ورواوښت هغه دادي کله کله اند ددې لپاره، چې ژباړې ښکلا وساتي د امانت پر اصل د نر غوندې سترګې پټې کړي دي او په يو څو شعرونو کې داسې ښکاري چې لږونې او زياتونې شوې وي او له دې چې ورتېر شو د ځينو شعرونو سرليکونه : بېهوده، په ساده ګۍ، بحري درسينه په سمندر، دردوسوى دنيا، دوه خواووې، بهت په وېريدلي ، شال رهګذر په شال، لج په جرائت، رستاخيز په باران او ځينې نور په نورو بدل شوي دي . دا کار به ښايي ګران اند ددې لپاره کړى وي چې ځينې ياد شوي سرليکونه ښکلي نه ژباړل کېږي خو په هر دليل چې وي دا کار ستونزه پيدا کوي، اول خو دا چې هر چا ددې شعرونو يا شعري طرحو اصل لوستى وي نو ښايي د هماغه عنوان په ژباړې پسې وګرځي، چې ده لوستى و او خوښ شوى يې و، نو هغه به د نوي عنوان لاندې خپل شعر څنګه پيدا کړي؟ او دويم دا چې پروين خپله خوښ کړي دي، نو که موږ يې وربدلوو دا به داسې وي لکه د بل چا زلمي زوى ته چې موږ دخپلې خوښې نوم ور اخلو په هر صورت ما دا خبرې ددې لپاره ونه کړې، چې د اند د ژباړو پر ښکلا به شکي يم ، نه هېڅکله داسې نه ده، د اجمل اند، چې څومره وس رسېدلى دى هغومره يې په دې ژباړو کې خولې تويې کړې دي.
ان دا چې زه په زغرده ويلى شم، چې دده ځينې ژباړې په نره له خپل اصل سره سيالي هم کولاى شي لکه د الوت تر سر ليک لاندې دا شعر:
خپلو خوبونو کې مې والوزمه
زړه مې لړزېږي نا باوره شمه ځان ته ګورم
لکه د سيند پر سر الوت دمرغۍ
ايا بندۍ مرغۍ هم
لکه زما په څېر خوبونه ويني!؟
له دې ټولو خبرو سره سره دا د اند لوى برياليتوب دى چې زه د لوستونکي په توګه ددې ژباړو د لوستلو پر وخت د ښکلا هماغو جزيرو ته ورسيدم او د کيفيت په هماغو چينو کې ولمبيدم کومو ته، چې ددې ژباړو د اصل د لوستلو پر وخت رسېدلى وم. په زړه کې مې اند ته دعاګانې وکړې اود خوشالۍ احساس راباندې غلبه وکړه خو سمدستي دا اندېښنه زړه ته راولوېده، چې اند خو خپله شاعر دى او خپله دنياګۍ يې دومره ښکلې ده، چې ماغوندې ډېر زړه ستړي په کې دمه کېداى شي. نو هسې نه چې دا ضمني کارونه يې له کاره وباسي، ځکه چې زموږ خو اند په کار دى، شاعر اند.
په مينه او عاجزۍ
عبدالهادي هادي
د اپريل لسمه ٢٠٠٢
پېښور
يادونه : لا ندې لېکنه پر (دريا در شبنم) چې په دې ټولګې کې ېوازې څو شعرونه ورڅخه ژباړل شوي چاپ شوي وه.
ددې ټولګې په اړه ........
(( زه د هغه قوم يم چې له شعره سا اخلي ، پر شعر خپل وېښتان ږمنځوي او شعر اغوندي . زموږ ترمنځ د ټو لو هغو ماشوما نو په شيدو کې چې تازه دې نړۍ ته پل ږدي د شعر تومنه شامله وي . زما د وطن ټو ل ځوانان خپل لومړنی عاشقانه ليک په شعر ليکي ..... او زما په هېواد کې ټو ل مړي په هغو قبرونو کې ويده دي چې پر شناختو يې د شعر دوه بيتونه کښل شوي وي .....))
له ډېرو پخوا زمانو راهیسې له هغې اوشعرونو سره یې ، د روح او فکر له عظمت سره یې مینه لرم . هغه له هغو نادرو سندرمارو څخه شمیرم چې څه لیکي د زړه له تل ایمان او بشپړ باورپرې لري . ښايي همدا لامل به وي چې لېکنې يې زړونو ته لاره کوي ، او هېڅکله هغه او نړۍ یې درته بېګانه نه ښکاري . هر کله چې د هغې لومړني شعرونه لولم په خپل سره د زمان وړې ستنې په شا څرخي . او هغه وخت چې اوس لرې پاتې دی خو تر ټولو خوږې شېبې وې رایادوي . راځئ يوه شېبه يې په یاد راولو ، هغه مهال د پسرلي سره یو ځای د نوروز په لومړنیو ورځو کې د ژوند سهار انګیز ، زیري بښونکی او تازه فصل و . دلومړي ځل لپاره د مینې ګل ورو ورو زموږ په زوړونو کې غوړېده او هر ګل موږ ته نوی بوی درلود . د بندو بنجرو له شا به هغه د غلا کاته را په زړه کړو چې زړونه به ورسره په ډېره بې صبرۍ سره درزېدل او ددې درزا په هر غږ به یې شېبې شمېرلې ... هغه پاڼې چې عاشقانه به لاس په لاس کېدلې او د خاطرو په ټولګې به بدلېدلې . هره پاڼه به يې په ښکلېو طرحو لکه ډېوې ګل او پتنګ ، ټپي زړه ، کرښو او داسې رنګونو چې د احساس څرګندويي به یې کوله ښکلې شوې وه .
ددې ټولګې شعرونه او انځوریزې طرحې هم همداسې رنګ لري .
د شعرونو په انتخاب کې موخه د شاعرې د خلاقیت د بیلابیلو دورو د غوره اثارو انتخاب نه و، بلکې ددې ټولګې شعرونه د شاعرې د تنکۍ ځوانۍ اثار او لومړنۍ تجربې دي چې د شپیتمو او اویایمو کلونو تر منځ لېکل شوې ، او دادي په امانت دارۍ راټول شوي دي. ددې د لنډکیو شعرونو هر ځل لوستنې ما ته د خپل تنکي زلمیتوب خوږې شېبې را ستنې کړي دي او د څو شېبو لپاره یې را څخه د ننۍ ورځې غمونه هېر کړي دي .
که چېرې ددې ټولګې لوست وکړی شي چې که د ېوې لنډې شېبې لپاره هم وي ،په هغو کې چې زموږ په عمر دي ، نیمه ځوانان دي، په هغو کې چې ځواني يې د جګړي شیطان ولجه کړې ده ، همدارنګه په هغو کې چې زموږ د هغو شپو ورځو له احساساتو نا خبره څه دننه په هېواد او څه د هېواد څخه بهر دي او د ژوند په ښه پړاو کې دی ، ورته احساس رامنځ ته کړي موږ خپلې موخې ته رسیدلي یوو .
ددې شعرونو فني او تخنیکي کره کتنه او څېړنه هغوی ته پرېږدم چې په دې برخه کې د نظر څښتنان دي . پرېږده چې له کومې کړکۍ څخه د شاعرې نړۍ ته ګوري!؟
دستې به ګریبان بهار آوزید
یا بر صدف ګردن یار آویزید
آنجا که به عشق و عاشقي جایی نیست
سردار قبیله رابه دار آویزید .
(امیر صبوري )
هژبر شینواری
همیلتون کاناډا۲۰۰۰
ګرانو لوستونکيو!
د پروين پژواک دا شعرونه مې نېږدې شپږ کاله دمخه هغه وخت ژباړلي وو چې په پېښور کې اوسيدم . هغه وخت قدرمن عوض حصارنايي چې د بي بي سي په تعليمي خپرونوکې مې همکار و د خوږ ژبې شاعرې پروين پژواک( دريا در شبنم ) شعري ټولګه راکړه او ما هم چې ولوسته نو خداى شته چې ډېر اغېز يې راباندې وکړ.
څو شعرونه مې ترې وژباړل، کله مې چې خپل يو مشر شاعر ملګري ته ولوستل نو د هغه خوښ شول، هغه دا ټولګه لوستې وه او له مينه والو نه يې و، هغه وهڅولم چې نور شعرونه يې هم وژباړم او ما هم ځينې نور وژباړل، چې په پاى کې ترې دا ټولګه جوړه شوه.
درانه استاد بريالي باجوړي راته وويل چې بايد د چا ديو اثر د ژباړې د مخه يې د شاعر يا لېکوال اجازه تر لاسه شي .
خو دا وخت نو داسې وو چې ژباړل شوې ټولګه نوره چاپ ته چمتو وه .
له نيکه مرغه په هماغو ورځو کې پروين پژواک له خپلې کورنۍ سره له کاناډا پېښور ته راغلې وه او يوه ورځ چې دوی د بي بي سي دفتر ته راغلې وو د ځينو دوستانو په مرسته مې ددې ژباړې نه خبره او داسې په نه زړه اجازه ترې ترلاسه کړی شوه.
خو زه له هغې وروسته کابل ته راغلم او زما له ځينو نور کتابونو سره يو ځای ددې ژباړې د چاپ کار هم نيمکله پاتې شو. تېر کال په کابل کې وم او خپل ځينې کتابونه مې چاپ ته تيارول چې ديادښتونو په منځ کې دا ژباړه هم په مخه راغله غوښتل مې چاپ ته یې وسپارم .
درانه هژبر شېنواري راته ددې شعرونو له اصل سره خپرې شوې انځوریزي طرحې هم راوستلې او د پښتۍ لپاره يې هم ورته طرحه وکښله .خو په دې منځ کې زما کډه بيا په سر شوه او د چیک جمهوریت ته راغلم چې یو وار بيا يې د چاپ کار وځنډېده . او اوس له نېکه مرغه چاپ ته چمتو ده .
زه نه پوهېږم چې زه به د درنې پروين پژواک د سپېڅلو احساساتو په ژباړه کې( له دري نه پښتو ته ) څومره بريالى يم، خو خپله ټوله خواري مې پرې کړې ده، پوهېږم چې له نيمګړتياو به خالي نه وي خو که چېرې کمزورې وي هيله ده چې لوستونکي يې زما د ژباړې کمزوري وبولي نه د پروين د شعرونو.
په ژباړه کې مې تر ډېره حده د پروين د شعر د خيال او فکر امانتدارۍ ته پام ساتلى دى خو د وزن او اهنګ په پام کې نېولو سره مې يو نيم ځاى ځينې کلمات ور زيات کړي او يا هم کم کړي . داسې چې د شعر په منځپانګه اغېز ونه کړي، همدارنګه يو نيم ځاى چې د سرليکونو ژباړه په پښتو خوندوره نه راتله نو دشعر د منځپانګې نه مې د هغې لپاره يو بل سرليک غوره کړى دى هيله ده چې درانه لوستونکي به مې ډېر نه ګرموي.
ما که څه هم د ( دريا در شبنم ) نه د ژباړې پر مهال هغه شعرونه انتخاب کړي، چې د څرنګوالي له مخې مې خوښ شوي دي، خو بايد ووايم چې په دې ټولګه کې تر دې ژباړل شويو شعرونو سربېره ځينې شعرونه داسې هم شته چې ښايي د څرنګوالي له مخې به له دې څو چنده ښه او ښکلي وو خو زه افسوس کوم، چې مايې په پښتو د ژباړلو وس ونه موند.
زه خپلې خبرې ډېرې نه اوږ دوم، په پاى کې له خپلو درنو فرهنګي ملګرو نورالحبيب نثار، مصطفى سالک ،عبدالهادي هادي او هژبر شېنواري څخه ډېره مننه کوم او کور ودانى ورته وايم چې په ژباړه او ددې ټولګې په ترتیب کې يې هېڅ ډول مرسته را څخه ونه سپموله.
په ډېره مينه
اجمل اند
پراګ،د چيک جمهوریت
۲۰۰۷/اګست/۲۶
د ژباړل شویو شعرونو څو بېلګې
انځور
ګوره چوکاټ شو له انځوره خالي
دوى به ګومان کوي
چې
مړ شو تصوير
خو ستا تصوير زما په روح
زما په زړه پاتې دى .
دا خو خالي چوکاټ و
چې:
ستا له انځور پرته يې ساه وخته .
هر کلى
په هره هغه شپه چې
سبا يې ستا د ديدن ورځ وي ګرانه!
ښه بې اختياره ژاړم .
اخر د هر پسرلي
له رسېدو د مخه
بايد باران و اوري .
پرون سراب و
نن ترخه تنده ده .
اوس د سبا په هيله
ښايي په هغې کې
چينه ومومم
سيند
د باران غږ ته
د شپې غوږ ، غوږ يمه
د شپې له ځانه سره فکر کوم
دغو زرګونو او وړو څاڅکو ته
چې ځينې سيند جوړېږي .
زه ټوله شپه د باران هيله کوم
زه ټوله شپه
په خوب
کې
سيند
ګورمه....