هېندارې او چېنې زما درېمه شعري ټولګه ده . په دې ټولګه کې راټول شوې شعرونه مې د ۱۹۹۸ او۲۰۰۱عیسوي کلونو تر منځ په پېښور کې لېکلي دي . دا ټولګه وړم کال ما د خپل ګران ورور اسد دانش په مرسته او ډاډ په زر ټوکو کې چاپ او خپره کړه . ډېر زر به یې د هغو دوستانو لپاره دلته په لېکه کړم چې په چاپي بڼه ورته دا ټولګه نه ده رسیدلې او غواړي ویې لولې .
18.12.2007
- cheena
دا په نوي مخونوکې د خوږ ژبې شاعرې پروین پژواک د دري شعرونو پښتو ژباړه ده ، د پښتۍ طرحه او د شعرنو سره اړوند انځورونه یې د هېواد تکړه انځورګر هژبر شېنوارې کښلې دي د ډیزاین ا و کمپوز چارې یې پای ته رسیدلې دي او ډېر زر به د یوې ټولګې په بڼه خپره شي . د خپریدو سره سم یې تاسو کولای شئ دلته انلاین هم ولولۍ درنو لېکوالو مصطفې سالک ، عبدالهادي هادي ، عصمت قانع او هژبر شېنوارې پرې لېکنې کړې دي . دم ګړۍ یې درته د نمونې په توګه سرپاڼې وړاندې کوم ....
16.11.2007
- cheena
څپو کې انځورونه ، دا زما د شعرونو دویمه ټولګه ده چې په ۲۰۰۰ میلادي کې په پېښور کې چاپ او خپره شوه ، د چاپ چارې یې دانش خپرندویه ټولنې ترسره کړي . څو کاله وروسته د دویم ځل لپاره بیا چاپ شوه . زه پرې کار کوم چې په نېږدې راتلونکې کې دلته په لېکه کړم او دوستان یې ولوستلی شي .په مینه اند...