عکاس
یودنګ عکاس
چې اوږدې څڼې
یې پر غاړه پرتې
او پرې یې مازې ټینګه کړې
 د شپو خولۍ ده.
یوه اونۍ  وشوه
دې ښار کې
 تصویرونه  ګوري .
یوه اونۍ وشوه
ددې ښار
 په لرغونو ودانیو ګرځي .
 
هغه د  ښکلو
 انځورونو مئین ،
ها د ښایسته
 او د نازکو شېبو،
د تصویرونو ميئن  ،
ددې لرغونې ودانۍ نه اخوا
خپله  کمره ،
په دریو پښو،
په زوایه ایښې ده .
غواړي تاریخ
 او ټول رنګونه
په انځور کې بند کړي .
هغه، د ښار د دنګو دنګو

ودانیو تږی .
 هاپه دې ښار کې د غروب 
 درنګنیو تږی .
نن خورا زیات ستړی دی. 

نن له غرمې راهېسې
په دغه ښار کې
د ورستي تصویر په تمه ولاړ .
وروستي تصویر
او هغه هم  د لمر لویدو پر مهال 
د ښار تر ټولو
 د لوړ څلي تصویر .

♥♥♥♥♥

اخوا له کار ځینې
  یو ستړې شاعر
هاغه د خیال پر وزرو
 ښاپیرو وړی شاعر
هغه شاعر چې زړه یې 
سم لکه ماښام
تنګ دی .
هغه شاعر چې
 د یو وران څلي
په شان ړنګ دی .
په لار روان
غره ته د خپل یوه تاز نظم 
په پای کې دی .
لمر په لویدو باندې دی .
شاعر ددې ښار
 له واټونو ستړی ،
دلته له ټولو څراغونو ستړی ،
له دنګو دنګو ودانیو
نه یې بد راغلی .
د ښارله  څلو، له کوڅو
 ا و له برجونو ستړی ،

غواړي چې خیال یې
دې ښار له ودانیو څخه،
 بهر ولاړ شي،
یوه غره  ته یې  سلا م یوسي .
غواړي د غره
 او د شینکي اسمان
 د ستور انځور،
د ښار  په ټولو ودانیو
باندې ولګوي .
لمرپه  لویدو باندې دی
شاعر ،
 د خپل یوه تازه نظم
په پایه کې دی .
د دنګو دنګو ودانیو ترمنځ ،
په بېړه ، بېړه روان ،
له ځان سره ،
دخپل تازه نظم
بندونه وايي :
(( غره ، سلام !
غره ! موده وشوه
چې نه دې وینم .
له سینده هم
راته څوک نه شته
چې احوال راوړي
......))
لمر په لویدوباندې  دی
شاعر له ځانه سره
دخپل تازه نظم
بندونه وايي :
خو یو ناڅاپه  یې
اوږه د یوه بل چا
 په څنګل لګېږي
لمر همدا اوس
د غره تر شا پنا شو.
یو دنګ عکاس 
لمر پریوتو کې،
 خپل ،تصویر خطاکړ
له غوسې شین اوښتی

بلخوا :
له یو شاعره  ځېنې  ،
غره ته لېکلی
وروستی نظم هېر دی .


۲۰۰۸د جنوري ۲۲
پراګ