بې له تا
مرګ بې له تا نه وېروونکى نه دى .
ژوند دى
چې تل مې بې له تا وېروي .
پانګه
ځان له بې وزلو شمېرې
خو ولې تاسره
دا مينه زما؟
ولې دا زړه زما
چې واک کې دې دى
تا ته ارزښت
نه لري !؟
خزانه
د زړه صدف مې چاته نه راسپړم
په کې په څېر د ملغلرې يې ته
وېرېږم څوک دې رانه ونه لوټي .
هيله
يم لېونى، لېونى
له ژونده تا غواړمه
لکه کوچنى ماشوم چې
له موره لمر وغواړي .