اوس چې د غره اوچینې خیال نه راځی
اوس د خوږو غزلو تال نه راځي
اوس له خپل ځانه دومره لرې تللی
چې ما ته هم زما احوال نه راځي
ددې ښار هر واټ په ثواب کې رنګ شو
اوس د هېچا په خوله وبال نه راځي
د وزیر جبر يې تر حد واوښته
په دې پاچا ولې زوال نه راځي
مجنونه! شګو کې یې مه لېکه نوم
چا ویل چې دلته به شمال نه راځي
اجمله! څنګه یې ؟چې مخ شي وايي
اخوا تر دې ورته بل سوال نه راځي
۲۰۰۷اکتوبر۱۶
پراګ
02.01.2007
- cheena
ليکوال : ګی دي موپاسان دا مهال هغه د بي وسۍ او ذلت ژوند تېراوه ، خو يو مهال يې ښې ورځې هم لېدلې وې . پنځلس کلن به و چې د وارويل په يوه غرنۍ لاره کې يې موټر دواړه پښې ورماتې کړې او له هغه مهاله تر اوسه د خپلو دوو لګړو په زور څکېده او په لارو کوڅو او کروندو که د خيرات په ټولولو پسې ګرځېده ، د خپل ځان د څکولو لپاره يې په خپلو اوږو ډېر زور راوړ ، د هغه سره داسې برېښيده لکه د دوو غرونو ترمنځ چې ايسار شوی وي ....
02.01.2007
- cheena
دوه همزولي ياران شاعران
دوه يې همزولي شعري جونګونه
دواړه همزولي، دواړه ياران ، دواړه ژورنالستان ، دواړه ليکوالان او دواړه شاعران دي .دواړه په قد برابر او دواړه په شونډو کې تل مسکا او خندالري . دواړه له دنګو او هسکو غرونو راښکته شوي او دواړه په ښارونو کې ميشت شوي دي . ددواړو په منځ کې يو توپير شته چې يو دهيواد د ژمي په پايتخت کې او بل د اوړي په پايتخت کې اوسي . دواړو په ښ...