ليکوال : ګی دي موپاسان
دا مهال هغه د بي وسۍ او ذلت ژوند تېراوه ، خو يو مهال يې ښې ورځې هم لېدلې وې . پنځلس کلن به و چې د وارويل په يوه غرنۍ لاره کې يې موټر دواړه پښې ورماتې کړې او له هغه مهاله تر اوسه د خپلو دوو لګړو په زور څکېده او په لارو کوڅو او کروندو که د خيرات په ټولولو پسې ګرځېده ، د خپل ځان د څکولو لپاره يې په خپلو اوږو ډېر زور راوړ ، د هغه سره داسې برېښيده لکه د دوو غرونو ترمنځ چې ايسار شوی وي .
هغه يو بې موره پلاره هلک وو ، دسيمې پادرې هغه د ميندو اوپلرونو د يوې مذهبي غونډې په ماښام په يوه ناولتيا کې غورځيدلی موندلی و او له ځانه سره يې په دې نيت بېولی و چې ښايي هغه د چا کوم ناجايزه اولاد وي ، پادرې د هغه پر سر سپڅلې اوبه وشيندلې وې اد دا يې يو عيسوي منلی و، هغه په خيرات خوړلو او ټولولو رالوی شو ، نه خو ورته چا ليک لوست وښوده او نه بل کوم کار ، ځکه چې هغه ګوډ وو ، له هغه نه يو کوڅه ډب سوالګری جوړ شو له دې پرته له هغه نه بل څه جوړيدلای نه شول ، هو هغه دومره خامخا زده کړل چې خيرات غوښتلو لپاره لاس په څه ډول وغزول شي .
يو مهال ورته بيرونس ډي اوري اجازه ورکړه چې دده د چرګانو د فارم د انګړ په يو کونج کې ويدېدلی شي ، چېرې چې د بوسو او وچو وښو فرش غوړېدلی و دا ځای له دې امله چې بيرونس د استوګنې ځاې ته نېږدې و نو د سختې اړتيا په وخت کې هغه له پخلنځي نه د مڼې د يوګيلاس شرابو او د نيمې تکړې ډوډۍ په ترلاسه کولو برلاسی کېده . نيک زړی بيرونس به کله ناکله په خپله کړکی کی درېده او دده خوا ته به يې څو سکې هم ورتوغولې......... خو اوس د نيک زړې بيرونس له مړينې راهيسې هم ډېره موده تېره شوې وه .
د کليو خلکو کې چيرې يو نيم ده ته خيرات ورکاوه ، هغوی ټولو دی پېژانده د تېرو چلويښتو کلونو راهيسې هغه د خپلو لکړو په زور تر هرې دروازې څکېدلای و او په هغه دروازه يې خيرات غوښتی و ، هغه نور له خپل پردي او شل وجود نه کرکه لرله خو کله يې هم دا اراده نه لرله چې دا سيمه دې پرېږدې او بل چېرې دې ولاړ شي ، هغه په دې ټوله نړی کې ددې سيمې نه پرته بله کومه سيمه ګرد سره نه پېژنده او په دې سيمه کې يې خپل ټول ژوند تېر کړی و ، هغه په همدې محدودې او وړې دنيا کې خيرټولاوه او دا چې دا نړۍ پرېږدي او بلې لويې نړی ته ولاړ شي دې ته کله هم نه و چمتو .
هغه ته خو دا هم نه مالومه چې دده د سترګو دليد په پای کې چې کومه ونه ښکاري د هغې شاته يوه پراخه نړی پرته ده او نه يې کله دا ډول يوه پوښتنه له خپل ځان نه کړې وه ، دی چې به کله هم ددې کليوالي سيمې کروندګرو په دې کوڅو او کروندو کې په څکيدا ليده نو ورته به يې ويل:
__ ته همدلته ته څکېږي را څکېږي نورو کليو ته ولې نه ځې ؟
خو د به هيڅ ځواب نه ورکاوه ، له يو پردي او نامالومه شي نه يې وېره لرله ددې پوښتنې په اوريدو به ورو ورو وخوځېده ، هغه نويو څېرو نويو سپکاويو او بيګانه خلکو ته د شک په سترګه کتل او د پوليسو له هغوسرتېرو يې وېره لرله چې پر سړک ښکته پورته ګرځېدل ، هغه يو بدمرغه ګوډ وو او دا وېره يې فطري وه ، هغه به چې کله هم د پوليسو کوم سرتېری ولېده نو ځان به يې په جړونو او د ماتو ګوډو په ډېريو کې پټاوه او تراوسه له کوم سرتېرې سره نه و مخ شوی .
کله چې به يې په لمر کې پړکېدونکی د پوليسو يونيفورم له ورايه ولېده نو د سر په خوځولو به يې داسې څاره لکه يو ځناور چې ښکاري څاري ، سمدلاسه به يې خپلې لکړې يوې خوا ته کړي او لکه د چينجي په شان به يې پر مځکې ځان و مښلوه ، چې څومره به يې وس رسېده نو په مځکه به يې د ځان سرېښولو هڅه کوله هغه به د ځمکې په سينه کې پنا لټوله ، تراوسه پورې هغه له پوليسو سره نه و مخ شوی خو دپوليسو وېره يې په وينه کې ګډه وه چې د خپلو هغو مور پلار نه ورته په ميراث پاتې کوم چې يې کله هم نه و لېدلي .
د هغه هېڅ کور کورګۍ نه و مالوم او د سر پټولو لپاره يې کوم چت هم نه درلوده او نه يې کوم پټنځای مالوم و ، د ګرمۍ په موسم کې به هغه د کورونو د دروازو مخې ته بهر وېديده ، خو په يخنۍ کې يې له ډېرې ځېرکتيا نه کار اخيسته په زړو انګړونو او غوجلو کې به يې د ځان لپاره ځای پيدا کاوه او مخکې تر هغې چې څوک يې ومومي هغه به دا ځای پرېښوده ، د هغو ټولو کونجونو، تاريکيو او سوړو نه خبر و چې د څارويو په يو فارم کې وي ، په يو ډول نه يو ډول به يې ځان په دې سوړو کې ور ننويسته خپلې لګړې به يې يوې خواته پرېښودې او دخپلو مټو په زور به يې ځان په دې سوړو کې ور دننه کړ او که د خوړو زېرمه به ورسره وه نو تر درې څلور ورځو به په هماغه ځای کې ننوتی او پټ و.
هغه د د پرانيستو سيمو د يو ځناور په شان عمر تېراوه ، د انسانانو په منځ کې اوسېده خو چا هم ورسره اشنايي پيدا نه کړه ، د هغه لپاره د چا په زړه کې هم مېنه نه وه ، د کروندګرو په زړونو کې د هغه لپاره د بي پروايی د يوې لغتې او د سپکاوي له احساس نه پرته نور هيڅ هم نه و کروندګرو دد نوم ( ساعتګۍ ) ايښی و ځکه دد وجود د هغه د دوو لکړو په منځ کې لکه د ساعت د ثانيه ګر چورليده ،
له څو ورځو راهيسې هغه هيڅ نه و خوړلي دد ه لپاره د ټولو د صبر او زغم پياله ډکه شوې وه ، ښځو به چې کله ولېدل نو په داليزونو کې به ودرېدې او نارې به يې کړې :
__ له دې ځايه لرې ولاړ شه ! لنډغره، کوڅه ډبه ! اوس بيا ولې راغلی يی تراوسه خو يوازې درې ورځې وتلې دي چې د ډوډۍ يو ټوته مې درکړې وه .
هغه به بيا د خپلو لکړو په کړپا کې بلې دروازې ته ودرېده خو هلته به هم له ورته چلن سره مخ شو .
ښځې به په خپلو دروازو کې ولاړې وې او له يو بل سره به يې خبرې اترې کولې نو ويل به يې :
__ دا ګوره ! موږ به دا وحشي لنډغر ته ټول کال پالو
خوددې سپکاوي بد چلن او بي عزتۍ سره سره دې وحشي لنډغر ته هره وخت د ډوډۍ اړتيا پېښېده
د ډوډۍ د يوې وچې ټوټې او يوې سپکې سکې په ترلاسه کولو کې هغه په دې کلي کې پاتې راغلی و نور نو له سستۍ ناچاره شوی او عصاب يې له کاره لويدلې و .
اوس د هغه ټولې هېلې په دريم کلي تورنيليز پورې تړلې وې خو هلته د رسيدو لپاره يې بايد خپل ځان پنځه ميله څکولۍ وای او لاره هم غرنۍ وه
له بله پلوه هغه ته خپل ځان نور داسې سست او ستړی احساسوه چې يو ګز هم نه شو تللی خو څه يې کړي وی جيب او ګېډه دواړه يې تش و نو له همدې امله يې بايد ځان په څښيدو څښيدو تر يو ځايه رسولی وی .
د ديسمبر يخه هوا په کروندو کې ښکته پورته چلېده او د ونو لغړو ښاخونو سره د لګېدو له امله يې شپېلي وهل ، په ويرونکي اسمان تورې وريځې لکه د ليونيو په څېر يو بل ته ورغاړي وتلې ، ګوډ سوالګري ورو ورو په ماشېني ډول يو پر بل پسې خپلې لکړې لګولې او پورته کولي خپل ټول تن يې له درده ټوک ټوک و ، کله ناکله به دې يولختې په غاړه د دمې لپاره ودرېده ، لوږې يې په ذهن ويرونکي پنجې ورښخې کړي وي ، دده وږيو مغزو يوازې په يو شي فکر کاوه ... خواړه ... ډوډۍ.... خو په دې نه پوهېده چې د خپل روح او تن دا غوښتنه په څه ډول پوره کړي ؟
پوره دری ساعته يې دا زورونکی واټن وواهه چې اخر ورته د کلي ونې ښکاره شوې ، کله چې يې په کلي نطر ولګېده نو په ده کې نوي توان او ځواک راپېدا شو او چې د کلي لومړی کروندګر په مخه ورغی نو د ورته د سوال لپاره لاس ور اوږد کړ
__ ښه نو ته بيا راغلي ، کوڅه ډب بدمعاشه ولي زه تا نه پېژنم؟ ولې ستا نه به موږ کله هم نه خلاصېږو
هغه ولاړ او هرې دروازې ته ودريده خو له کنځلو او سپکاوي پرته نور هيڅ هم په لاس ورنغله .
په ټول کلي وګرځېده خو دد د دومره خواری سره سره يې هم څه ترلاسه نه کړای شول ، نهيلی شو او څېرمه کروندو خواته روان شو په کروندو کې چيکړې وې او دی هم دومره ستړی شوی وو چې نور ورته له مځکې نه د خپلو لکړو پورته کول هم ستونزمن وو ، دلته هم دهقانانو له ده سره هماسې چلن وکړ دا ورځ يو له يخو ، منحوسو او بدمرغو ورځو نه وه . کله چې زړونه ساړ ه شي مزاج ګډوډېږي او بيا لاس هم چاته د خوراک يا پيسو ورکولو لپاره نه غزېږي .
هغه چې کله په ټولو کورونو او کروندو باندې له ګرځيدو نه ستړي شو نو د شيکي په نوم د يو دهقان کروندې چې تر څنګ يې يو لختۍ بهېده ور وګرځېده ، هلته کيناست او خپلې لکړې يې يو ې خواته کېښودې ، چوپ چاپ وو لوږې نور بې حاله کړی و ، خو هغه دومره اوښيار نه و چې د خپل درد او غم په لاملونو په پوره توګه وپوهېږي .
هغه ديو ناملوم اميد په هېله ناست و چې کيدای شي د يوچانه يوچا په زړه کې دد لپاره رحم پېدا شي او دته د خوړلو لپاره يو څه ورکړي ، د ډيسمبر په يخه هوا کې هغه په کرونده کې ناست او په تمه وو چې که له اسمانه نه دد لپاره د خوړلو څه راښکته شي او يا د کوم انسان لاس ور اوږد شي ،
څو تور چرګان اخوا ديخوا په کرونده کې ګرځيدل او په ځمکه کې يې ټونګې وهلې چې د خوړلو څه و مومي کوم يو چينجۍ چې به په مښوکه ورغۍ نو سر به يې ورسره پورته کړ او خپلې خيټې ته به يې ښکته کړ او له هغې وروسته به يې بيا د دانو لټون شروع کړ .
ګوډ سوالګري په حيرانتيا ورته کتل ، ناڅاپه يې د ذهن پر ځای خيټه کې يو خيال راپيدا شو ، هغه دا چې که له دی چرګانو نه يو په اور ونېول شي او پوخ شي نو ډېر ښه خواړه ترې ترلاسه کېدای شي ، هغه ته دا مهال ددې احساس نه و چې دی د غلا دجرم مرتکب کېږي ، دده شاوخوا واړه کاڼي او ټوتي پرتې وې له هغې نه يې يو کاڼی راپورته کړ او ځان ته څېرمه يو چرګ يې په نښه کړ او په يو ګوزار يې چرګ له پښو وغورځاوه ، چرګ و پړپېده او د ته لنډ پرېوت له دې سره نورو چرګانو شور ماشور جوړ کړ او اخوا دېخوا وتښتېدل. هغه خپلې لکړې راپورته کړي او د خپل ښکار په لورې وروڅکېده .
تور چرګ چې له مښوکې يې څو څاکې وينې بهېدلې وه پر مځګه خور ور پروت و لايې چرګ ته کتل چې چا يې په شا داسې يو ګوزار وکړ چې لکړې ترې يوې خوا ته پريوتې او خپله لس ګامه وړاندې پرېوت . شيکي دهقان خپل لستوڼي رابډوهل او په لاسونو او کاڼو يې يې پر ګوډ سوالګري راباندې کړل او بي کسه د هغه په وړاندې په ځمکه اخوا ديخوا و غورځېده د شيکي سره په کار بوخت بل د هقان هم راغۍ او د شيکي په شان يې په دې سوالګري ګوډ راباندې کړل ، کله چې يې دوی په وهلو وهلو ستړي شول نو پورته يې کړ او په يوه کوډله کې يې ايسار کړ او خپله د پوليسو په راغوښتلو پسې ولاړ.
هغه اوس ټوټه ټوټه و او له تنه يې وينې روانې وې لوږې يې هم په دردونو اوزور کې زياتوالی کاوه هغه په غولي لويدلی و ماښام راغی ، بيا شپه راغله ، سهار شو خو د ته د خوړلو څه نه وو پيدا شوي ماسپښين نږدې و چې پوليس راورسېدل هغوی ډېره په پام د کوډلې ور پرانيسته فکر يې کاوه چې سوالګری به د نېولو پر مهال د ځان د ژغورلو يا تښتېدلو هڅه وکړي ځکه چې دهقان شيکي پوليس ته شکايت کړی و چې سوالګري پر د هم د بريد هڅه کړې ده او په ډېره ستونزه ترې د ځان په ژغورلو بريالۍ شوی دی .
يو سرتېري په لوړ غږ وويل:
_ پورته شه!
خو هغه خوځېدلی نه شو ، د خپلو لکړو په زور يې د پورته کېدلو ډېره هڅه وکړه خو په کې پاتې راغی ، پوليسو دده زور او کمزوري يو بهانه وګڼله او لکړي يې ورته ولو کې ورکړې او په زور يې پورته کړ ،
وېرې يې زړه ترې په موټې کې نېولی و، هماغې ويرې چې کله به يې هم په خړه دريشۍ کې څوک سرتېری ولېده نو ده به احساسوله داسې وېره لکه يو موږک يې چې د پيشو په ليدلو احساسوي ، په يو ډول نه يو ډول يې خپل ځان سم نيغ ودراوه ، کنه ټول وجود يې له وېرې او لوږې نه لړزېده .
___روان شه !!
سرتېري ورته امر وکړ او هغه هم روان شو ، دهقان ورته د رخصتېدو پر مهال کتل ، په ورونو کې ولاړو ښځو هم ددې خواته کتل او په خپلو کې يې ورو ورو خبرې کولې سړيو په ده پورې ريشخند واهه خو په پای کې هغه د هغو له سپکاوي مسخرو او ريشخند نه ډکو ژبو نه نجات وموند ځکه پوليسو دې ددې کلي له بريدونو واړوه ،
د دوو سرتېرو د څارنې لاندې هغه مخکې روان و اوس يې له مايوسۍ نه ځواکمنتيا موندلې وه تر ماښامه د خپلو لکړو په مټ کړپېده هغه ته اوس ددی احساس هم نه کيده چې له ده سره څه کيږي ؟ او دومر وېريدلی و چې هيڅ خبر يې په فکر کې نه راتله .
خلک چې په لارې له ده سره مخ کيدل نو دهقانانو به يو بل ته ويل :
__ پوهېږي دا څوک دی ؟ کوم غل يا .............
ماښام و چې يو لوی کلي ته ورسېدل ، هغه سېمه چې د مخه تر دې ورته دی کله نه و راغلی ، هغه ته په بشپړه توګه دا نه وه مالومه چې هغه دلته ولې راغلي يا راوستل شوی دی ، د تېرو دوو ورځو ناببره پېښو بېګانه څېرواو کورونو هغه بېخې وېرولی و .
هغه له خپلې ژبې ان يو کلمه هم ونه ويستله ، خو له هغه سره د ويلو لپاره څه نه هم وو ځکه چې په ذهن کې يې هيڅ خبره نه راتله هسې هم هغه له تېرو څو کلونو راهيسې له چا سره هيڅ ډول خبره نه وه کړي ، او داسې يې احساسوله چې ژبې يې د خبرو کولو توان له لاسه ورکړي ، بل يې دا مهال چورتونه او خيالونه دومره ګونګ، پېچلي او جنجالي و چې د لفظونو په جامه نه شوه وړاندې کېدای .
دی د دې سيمې په زندان کې بندي کړای شو ، د پوليسو هم دې ته پام نه شو چې ده ته به د خوړو اړتيا وي او تر بلې ورځې پورې يې په دې يوې تنګې کوټې کې يوازې پرېښود .
بله ورځ چې هغه پوليس دې کوټې ته د پوښتنو کرويږنو په موخه ورغی او ور يې ور بېرته کړ نو نو ګوډ سوالګر مړ په فرش غوړېدلی و ، د يو بوږ نونکي څېز په شان !