نوې شـــــــــــــــعرونه
کلیزه-
نن مې د خپلې تنهایۍ دیرش کلني لمانځمه پوره دیرش کاله وشوهچې زه د خدای په دغه لوی اسمان کې یو ستوری هم نه لرم .پوره دیرش کاله وشوهچې د لمر سترګه مې لېدلې نه ده او له مودو راهېسې د تورې شپې سره په غبرګ غږ کې سندرې وایم .نن دیرش ډېوې پکار ديچې پرې دلمر د سترګې یاد ولمانځمورپسې ډېر خپه یم که چېرې تاته لمر په مخه درغیزما سلام پرې وايه او ورته ووايه چې
هغه ورځ-
لږه تم شه! ښايي هغه ورځ به راشي زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي هېڅ بدرنګه به په ښارکې پاتې نه وي او مجنون به موده پس له صحرا راشي هغه ورځ چې د خوماردور به تېرويملنګان به ځای ځاي ناست وي بنګ به ډېر ويسیندبه ستایوې خوږې خندا په څېر ويهلکان به له ربابه راچاپېر وي داسې ورځ چې اندېښنه به لېونتوب ويد هر لفظ مانابه بشپړ مئینتوب وي تر سبا به کنډول
ېوې ونې ته !
یوې پخوانۍ ونې ته له کلیو لرې له ښارنو لرې له اوبو لرې له سېندونه لرېزه یوه وچه ، رژېدلې ونه د ژوند له ټولو ارمانونو لرې کلونه وشوه چې یو ځای اوسېږوزه ، شپه د دښتې یو څو وږي لېوانکله نا کله مو پوښتنه کوې د غرب له لوري نه رالوتی توپان زه یو وچه او ېوازې ونه اوس مې وس تش په اسویلو رسېږيخو دا منې چې د نسب لړۍ مې !ان د ب
غزل
سېمه د غره غېږ د بېرو څنګ راکهما ته د چېنې په شانې رنګ راکه څو شېبې مې عقل امانت پر تاپېره څو شېبې خو راته بنګ راکه دا دی واړه ښار مې پر اوږو راوړ واخله !او بدل کې یې لونګ راکه دوی ته د جمال ستوري راښکته که ماته یو جلال له غره نه دنګ راکه زه له پردو شپو نه وېرېدلی یم لاس لکه د پیر لکه ملنګ راکه دا د څراغوکېسې دې ټولې کهماته مې خپل بېل او خپل کولنګ راکه ۲۰۰۷- ۱۰- ۲۳ پراګ
راشه کنه !
راشه کنه ، بيا ېوازې شوی يم انده ! لکه ستا ېوازې شوی يم بنګ لري کنه ، خمار اخيستی يمډکه پياله را ، ېوازې شوی يم شته دلته بلا خلک بلا کېسېزه په کې ولا، ېوازې شوی يم نشته هېڅ د غرونو سړی نه شته دیډېر يمه تنها ، ېوازې شوی يم خدايه ! شړک باران دې دېخوا راولهګل يم د بيديا ېوازې شوي يم پلونه د مجنون هم خاورو لاندې کړلبس لکه صحرا ېوازې شوی يم مخکې به مې هسې ويل ېوازې يم اوس خو په رېښتيا ېوازې شوي يم