یوې پخوانۍ ونې ته


له کلیو لرې له ښارنو لرې
له اوبو لرې له سېندونه لرې
زه یوه وچه ، رژېدلې ونه
د ژوند له ټولو ارمانونو لرې

کلونه وشوه چې یو ځای اوسېږو
زه ، شپه د دښتې یو څو وږي لېوان
کله نا کله مو پوښتنه کوې
 د غرب له لوري نه رالوتی توپان

زه یو وچه او ېوازې ونه
اوس مې وس تش په اسویلو رسېږي
خو دا منې چې د نسب لړۍ مې !
ان د بابل تر چینارو رسېږي

کلونه وشول د باران په تمه
څادر د پاڼو مې خزان وړی دی
څانګې مې ماتې او بادونو رانه
د زندګۍ هر یو ارمان وړی دی

کلونه  وشوه چې ېوازې یمه
زیاتي مې نور د صبر جام ډک دی
نور مې دا شپه او لېوان بد راغلي
زړه مې د دښتې له ماښام ډک دی

غواړمه پل واخلمه روانه شمه
چېرې د سیند په پلو لوری وکړم
یا د کوم کلی د چېنې د پاسه
یاد کوم ښار پر زیارت سیوری وکړم

خو نه، زه هېچرې هم تللی نه شم
زه له خپل ځایه خوځېدلی نه شم
له تورې شپې نه بېلدلی نه شم
زه دا سپېره دښته پرېښولی نه شم

زما له دغې سپېرې دښتې سره
د ډېرو ستړو  زمانو تړون دی
زمااو ددې وچې بیدیا تر منځه
د ځنځیرو او زولنو تړون دی

دا د کلونو پخوانۍ کېسه ده
چې په دې دښتې کې یو لوی ښار و
د ښار په منځ کې د پاچا ماڼۍ  وه
اوپاچا هم لکه ظالم ښامار و

هغه دمینې او ښکلا دښمن  و
په دغه ښار کې د هرچا دښمن و
تش د ماڼۍ له  فانسونو پرته
په بل هر کور کې د رڼا دښمن  و

له ښار چاپېره راتاو شوی دېوال
د مستو ژڼو له سرو ډک و
او د پاچا د ماڼۍ څنګ ته حرم
د ښار له ښکلیو جېنکو ډک و

زه هم په هغه وخت کې داسې نه وم
هغه مهال زه د دربار ونه وم
او دپاچا د حرم سرای مخې ته
زه د یاغي ژڼو د دار ونه وم

له لمر ختو تر پرېوتو پورې به
زما منډانو کې ځوانۍ ورکېدې
ښه مې په یاد دې چې ماښام، ماښام به
وړې وړې ، سوې سلګۍ ورکېدې

چې د پاچا جبر تر حد واوښته
کلونه وروسته یو توپان راغی
هغه ماښام مې لا اوس هم په یاد دی
چې یو افت له پاس اسما ن راغی
 
نو د ظالم او د بې رحمه باچا
د کبر غرونه یې را ونړول
له ښار چاپېره له سرو جوړ شوي
ټول دېوالونه یې راونړول

ښار يې له څېرمې سره لټ په لټ که
دنګ دنګ برجونه یې را ونړول
او د ظالم پاچا د زور جوړ کړي
ټول محلونه یې را ونړول

چې توپان کیناست، نو مې ځان ته پام شو
ګورم چې زه یم یک تنها ولاړه
نه هغه ښار نه د پاچا ماڼۍ شته
زه په سپېره  وچه  بیدیا ولاړه

زه د ظالم پاچا د جبر نښه
د دښتې تورو تور شپو ته پاتې
دیو وحشت کېسه مې زړه کې پټه
له زمانو نه زمانو ته پاتې

نه -نه ،زه هېچرې هم تللی نه شم
له خپله ځایه خوځېدلی نه شم
زه له دې دښتې بېلېدلی نه شم
زه دا سپېره بیدیا پرېښولی نه شم

زما له دغې سپېرې دښتې سره
د ډېرو ستړو  زمانو تړون دی
زمااو ددې وچې بیدیا تر منځه
د ځنځیرو او زولنو تړون دی

زه د ظالم پاچا د جبر نښه
هغه مهال زه د دربار ونه وم
دیو هوس د حرم سرای مخې ته
زه د یاغي ژڼو د دار ونه وم .

۲۰۰۷ اکټوبر۱۸ ، پراګ