سېمه  د غره غېږ د بېرو څنګ راکه
ما ته د چېنې په شانې رنګ راکه

څو شېبې مې عقل امانت پر تا
پېره څو شېبې خو راته بنګ راکه

دا دی واړه ښار مې پر اوږو راوړ
واخله !او بدل کې یې لونګ راکه

دوی ته د جمال ستوري راښکته که
ماته یو جلال له غره نه دنګ راکه
زه له پردو شپو نه وېرېدلی یم
لاس لکه د پیر لکه ملنګ راکه

دا د څراغوکېسې دې ټولې که
ماته مې خپل بېل او خپل کولنګ راکه


۲۰۰۷- ۱۰- ۲۳ پراګ