د sapand sapand لخوا خپرې شوې لیکنې
ستړى ژوند
د ستړي ژوند کيسه به چا ته وکړمڅوک په د
له زړه څخه وتلې گرانې له ما سره يې دوکه وکړه !
له زړه څخه وتلې گرانې له ما سره يې دوکه وکړه ! گرانې ! ما سره دى ډيرې ژمني وک
زه له تاو تريخوالى توبه اوباسم
ګرانه زړه ته راتيره ! ډېر وخت مې له تاسره تاوتريخوالى وساته ، تل به مې خپله خبره پرتا منله که زړه به دې نه و نو هم به دې زما د خوښى لپاره هغه خبره منله او کله
ما ستا په مقابل کښې ستره ماتي وخوړه
ګرانه ! زه اوس په بشپړ ډول دې حقيقت ته ورسيدم چې ما ستا په مقابل کښې ستره ماتې وخوړه تاسې راته لاس يو کړ او زه مو له غره لاندې راگوزار کړم خو خير دا بيا هم د ژ
ګران وطن
دا مو د خاپوړو کلی کور دیدا مو د نیکو د تورې زور دیورک به شي غلیم چې مخ یې توردیسر به ترې قربان کړم د بدن سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سره لوړ چې په هوا کې یې بازان ګرځيهلته په ځنګلو کې یې زمریان ګرځيجوړ په سردرو کې یې توتیان ګرځيمست یې بلبلان د باغ او بڼ سرهمینه موږ لروله خپل وطن سره دا وطن خوشحال غوندې بچیان لريدلته کې نازو انا لمسیان لريلوی احمد شاه ستر نوم په جهان لريساتو به يې شاړې له چمن سرهمینه موږ لرو له خپل وطن
پېچلي سياسي حالات او سياسي شعور
سياست څه شى دى ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې يواځې دومره ويل پکار دي ، چې سياست يوه سپېڅلې دنده ده ، سيمه ييز سياست وال د خپل هېواد او خپلې سيمې د سوکالۍ او د هغوى په حقوقو جګړې کوي، شپه او رځ په دې کوښښ کې وي ، چې څنګه خپل هېواد ولس او خلکو ته سوکالي او آرامي راوړم ، رښتينى سياست وال خپله خوښي او د زړه آرامي د خپلو خلکو په آرامۍ او سوکالۍ کې ويني او د همدې موخې لپاره ډېرې مبارزې آن ، چې د خپل سر او مال نه هم پرې تېرېږي . خو دا حقيقت هم څرګندولو و
غزل(بېکسيار)
نه ورځم په مخ د لېونتوب کيسه اوږده دهژوند يو هسې خوب دى او د خوب کيسه اوږده ده پيڅکه د څادر خيشته تمام عمر مې يادهتالندې، باران، اوښکې څڅوب کيسه اوږده ده غچ مې له غليم څخه د ژوند د نن سندرهعشق کې مې د ماتې او د سوب کيسه اوږده ده يار ته يادوم هسې چې زړه باندې يې ويشتىوخت لنډ دى د زخم د پړسوب کيسه اوږده ده نور مې پوښته مه اشنا چې شپه راڅخه لاړهنن درته د کوټې کړم د ژوب کيسه اوږده ده درېغه بېکسياره! بس چې وږيو ته ډوډۍ خونـوره د خــوا
حضرت عيسى(ع)(د کاڼي کرښِې)
٠ دونيا پرستان هغو ته پاتې کېږي، چې هرڅومره د سيند اوبه څښي هماغومره تږى کېږي.٠ د بدن چراغ سترگې دي که چېرې ستا سترگې ښې وي، نو ټول بدن به دې روښانه وي او که چېرې خرابې وي، نو ټول بدن به دې خراب وي.٠ زه له مړو نه د ژوندي کولو عاجز نه يم، خو د احمق له سمونې عاجز يم.٠ مومن وايي کم او کوي زيات او منافق کوي کم او وايي زيات.٠ ډېر مبارک هغه خلک دي چې د الله(ج) خبرې اوري او عمل پرې کوي.٠ د څښتن(ج) له رحمته دومره مه ناهيلى کېږه چې هر وخت ژاړې.٠
چرگ او باز(جهاني)
يوه ملك كي هستوګن چېرته لوى خان وخان لا څه چي په تربرونو كي سلطان وپه سلګونو يې جوړ كړي وه باغونهبهېدل يې په شنو مځكو كي سيندونهډېر شوقي و د ښكارونو د بازانوپه بازانو كي پاچا و د سيالانوډلي ډلي يې درلودې د مرغانود كوترو د سيسيو د چرګانويوه ورځ د چرګ او باز سره جرګه سوهد جرګې خبر كرار كرار ترخه سوهكلنګي چرګ ته باز وويل مغرورهكبرجنه بې وفا يې لكه تورهله سهاره تر ماښامه په نس موړ يېپر بامونو باندي ګرځې په زړه سوړ يېكرۍ ورځ درته رسېږي نعمتونه
غزل(الهام)
ځار دې شم تصويره، مين شوى يم زه هم په چا پيره، مين شوى يم ستا په پېغلتوب کې مينه نشته دى زه په سپينه ږيره ، مين شوى يم نور به زه (ګردان) د تورو سترګو کړم ځغله ( صرف ميره ) مين شوى يم اوسه پورې اوښکې بې تاثيره وې چرته يې تاثيره ؟ ، مين شوى يم وخت به د مرګي وي خو لږ وار وکړه اوس ، اوس اى تقديره ، مين شوى يم پرې مې ږده چې سر په داو کې کېږدمه او کنه ! زنځيره ، مين شوى يم کابل شا شهيد : ٢٠٠٧- ٨
زه له خپل ټينگار څخه تير شوم، تا ته تسليم شوم
گرانه زړه ته راتېره !
بندي(لنډه کېسه)
د کلاشينکوف له خولې له څو پرلپسې ډزو وروسته خړ لوگى پورته شو او زرين د نور کله په څېر په ځمکه کېښوده او پر وېشتلي سړي يې خاورې وراړول پيل کړل. زرين ته د مړو خښول هر وخت همدومره اسانه وو او يوازې به يې خاورې پرې وراړولې، هغه هم دومره چې له ځمکې سره به برابرې شوې.په مړي د تيږو کېښودل زرين هسې وخت ضايع کول گڼل؛ نو ځکه خو به يې چې د کلاشينکوف له خولې پرلپسې څو ډزې ووتې، نو بيا يې دېته نه کتل چې مړ شو که لا شټېږي، بس بېلچې ته به يې لاس کړ او خاورې به يې پرې ورواړولې.نن چې کله له مرکز
زيارت ته سفر(لنډه کېسه)
ماشوم هانس، د پخلنځي پر مېز حيران ولاړ و. د كور نوكره "انا" يې د پتلون په ګنډلو بوخته وه. پلار وپوښتل:"كار دې نه دى تمام شوى. چې قهوه وڅښو؟".انا وويل:" كه هغه بد چلند دې نه و كړى، اوس به له وخته كار تمام و".بيا يې كوټبندونه په لاس ټينګ كړل. ته وا غوښتل يې په دې ډول له هغوى څخه غچ واخلي.هانس له مېز څخه لاندې خېز وواهه، تل يې هيله لرله، چې د چا له مرستې پرته، خپل بوټونه په پښو كړي.نوي، هوسا- ژړرنګه او سلايي لرونكي بوټونه يې لرل، چې د ګرځېدو په وخت كې به يې د جير- جير منظم ا
حضرت عمر(رض)وينا(د کاڼي کرښې)
٠ زر زر بې ځايه مه قهرېږه او چاته بده خبره مه کوه، چې بده وانه ورې او خوږ وخت دې تريخ نه شي.٠ په نړۍ کې يووالى تر ټولو ځواکمن شى دى.٠ ځواکمن خاين او کمزورى دينداره دواړه د حکومت لپاره زيان رسوونکي دي.٠ لږ مال او ډېر عيال تر ټولو لوى مصيبت دى.٠ د الله(ج) په نېز تر ټولو غوره خوراک هغه دى چې ټول يې يوځاى وخوري.٠ ياد ساتئ الله(ج) يو قوم ته هم برى نه ورکوي، چې ترڅو نيتونه سم نه وي.٠ د غوسې په وخت کې پرېکړه مه کوئ بلکې پرېکړه وځنډوئ.
اتڼ(اجمل اند)
رود چې د سپين غره په ګريوانه کې اتڼ واچوهزرکو له مستۍ په تور راغه کې اتڼ واچوه سوز و د شپيلۍ څه د ښکاري د ټوپک غږ نه ووشپون و چې هو سيو ورته غره کې اتڼ واچوه ښکلي رانه وژني موږ يوازې ورته وير کووخود مو قاتلانو دکور وره کې اتڼ واچوه زه به ورته مستې غرنۍ ټپې شروع کړمهبيا که تنکو ژڼو په واده کې اتڼ واچوه توره کور کې وه خو کباړيانو را نه يوړلهغلو راته دننه په کاله کې اتڼ واچوه تږی شوم خومارشوم ګرانې څه شوي مازيګر شولوستا رندو يادونو
گوره چې خفه مې نه کړى گرانه او زړه ته راتيره !
تا له ماسره ډيري ژمنې کړي چې زه به يې په خپل وخت پړاو پر پړاو عملي کوم ، ستا په اړه ما ډير ارمانونه په زړه کې نيولې تر دې دمه يو څه ارمانونه مې پوره شوي هم دې او يو څه لا پاتي دي په دې نيمگړې نړۍ کې د هيچا ارمانونه نه دي پوره شوي خامخا يو څه ارمانونه يې پاتي شي او نيمگړو ارمانونو ته ژړا کوي .
د رسول الله(ص)ويناوې
٠ څوک چې د خپل دين لپاره مړ شو شهيد دى.٠ بې له شکه په ځينو اشعارو کې د پوهې خبرې وي.٠ د شرابي لمونځ تر څلوېښتو ورځو پورې نه قبلېږي، که په څلوېښتو ورځو کې مړ شو کافر دى.٠ ټول يو ځاى کينئ او خوراک وکړئ، جدايي مه خوروئ په ټولي سره په خوراک کې برکت وي.٠ کوم شى چې ستا خوښ نه وي، نو مسلمان ورور ته يې هم مه خوښوه.٠ د دوه وروڼو تر منځ سوله کول له لمانځه، روژې او خيرات(صدقه) نه لويه نيکي ده.٠ تر ټولو زياته کينه د هغه سړي په زړه کې وي چې زي
د خيرخوا تازه غزل
بې محبته زوروره غزل چرته وي؟خالي د عشق له تصوره غزل چرته وي؟ ملګري هاغه تغزل رانه پنجاب كې غواړيخو تانه لرې پېښوره غزل چرته وي؟ د وصل وخت کې چې د يار د ښکلا حد معلوم کړيهغه ټپه، هغه سندره غزل چرته وي؟ له كلي ووتې ښار مېشتې شولې ګرانې اوس به ا ستا وړه وړه خبره غزل چرته وي؟ خيرخوا د ستا په شان سطحي شعرونه ډېر لرو موږچې يې سکالو نه وي ژوره غزل چرته وي؟
ما ياران هېر کړي نه دي(عامر)
دا منم چې د حالا تو په منګولو کې راګېر يمدا منم چې په قطار د لېونيانو کې زه شمېر يمخبر نه يم په ارزښت کې نيم سېرى يم او که سېر يمقرباني که مينه غواړي دادى سر نه مې زه تېر يم د ژوندون په امتحان کې ما ياران هېر کړي نه ديد سکروټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي ما د دوو سترګو لپاره بلا سترګې کړلې هېرېپه دا ووړ ګنا خو ګورې ديدنۍ شوې په ما تېرېچې پرانيستې غېږه راشي ها ياران وينمه چېرېانسانان را ځيني تښتي يم حيران ددوى له وېرې دستم په دې مي
غزل(الهام)
خولې نه مې نامه داشنالاړله شپه شوه ميلمنه اورڼا لاړله زړه ته مې دښکلي دوصال هيله راغلله په منډه اوبيالاړله بارشوه په اوښانودرقيب کډه کلي نه مولويه بلالاړله مخامخ راتله چې زه يې وليدم لاړه خوښي بېرته په شالاړله چيغو خبرنه کړه خبرهله شول اوښکه چې له سترګوزما لاړله څوکلونه دلته وه راغلې وه مانه چې يې زړه کړلوغلالاړله پوه شولې الهامه چې خبرڅه وه راغله په خنداپه ژړالاړله