له زړه څخه وتلې گرانې له ما سره يې دوکه وکړه !
گرانې ! ما سره دى ډيرې ژمني وکړي چې ستا هره خبره به منم خو زه چې څومره فکر کوم زما يوه خبره دى هم نه ده منلې په وار وار دى قول راکړ چې خير دى دا ځل مې اوبخښه بيا به داسې نه کوم خو ډېر وخت تېر شو ماسره دى په خپلې ژمني وفا ونه کړه ژوند کښې دا ډول خبري راځي خو ښه خبره دا ده چې انسان يو بل انسان جايزه غوښتنه ومني کومه ژمنه چې ورسره وکړى په هغه بايد عمل وکړى د منافق درى نښي دى چې يوه نښه يې په ژمني نه وفا ده هر کله چې يو انسان له بل انسان سره له وفا لاس واخلي نو له زړه څخه يې خامخا مينه وځي او ورسره يې کرکه پيدا کيږي نو ځکه ورته په گيله من خط کښې ليکې چې له زړه مې و وتلى مينه مې درسره کمه شوله خپل گرانښت دى له لاسه ورکړ اوس به په هغه سترگو درته نه گورم چې پخوا به مې درته کتل ماته دى په ژوند کښې خو ځله ماتي راکړه دوکه دى راسره وکړه په خپلو ژمنو دى راسره وفا ونه کړه او په پاى کښې دې زما زړه مات کړ پښتو کښې يو متل دى چې زړه گل دى چې واوړى بل دى پوهان وايې چې زړه د شيشي په څير دى که شيشه ماته شي او بيا يې جوړه کړى نو په مينځ کښې يې درز معلوميږي که زه مخامخ درته و وايم چې در څخه خفه نه يم خو زړه مې در څخه ډير زيات خفه دى نه پوهيږم چې څه پلمه ورته وکړم چې زړه ته راغلى مرغۍ والوته اوس به له تا سره هغه ډول مينه نه کوم چې پخوا مې درسره کوله يوه ټپه ده چې وايي :
نور به دې نوم په خوله وانه خلم
ماته دى ژوند کښې ياره سپک کتلى دينه
زما ستا درمينځ نه پخلا کيدونکى فاصلى رامينځ ته شوي نو د پخلا کيدو کوښښ ونه کړى زه درڅخه مرور شم .
خود به غورځيږي تيندکونه به خوري
د چاچې تا غوندى بې غوره يار وي
خواږه يې ټول په پردو خلاص کړل وايي
"اکرامي" ستا خو تل تراخه پکار وي