ګرانه زړه ته راتيره !
ډېر وخت مې له تاسره تاوتريخوالى وساته ، تل به مې خپله خبره پرتا منله که زړه به دې نه و نو هم به دې زما د خوښى لپاره هغه خبره منله او کله چې به دې ونه منله په ذهن به مې سخت بوج و ، اوس زه دې حقيقت ته ورسيدم چې هر انسان خپلواک دى تاسره بايد په نه خبره او يا په کوچنۍ خبره تاوتريخوالى ونه ساتم که څه هم په څه خبره به مې په ذهن بوج راشي خو بايد زه هم د يو څه صبر څخه کار واخلم ځکه د زړه ساتنه پراخ زړه غواړى ، ډير صبر غواړى ، زغم غواړي او يوه ټپه ده چې وايې .
د يارانې کول اسان دي
عالمه گرانه ده د يار د زړه ساتنه
اوس چې د دوستۍ يو څه پړاو ترسره شو او يو بل پړاو ته ورننوته نو اړينه ده چې د تاوتريخوالى څخه سره تير شو او په نه خبره يو بل زړه خفه نه کړو مينه يوه ځانګړى جذبه لرى که دغه جذبه کمزورى شي نو خامخا شکونه او زړه بداوى رامينځته کيږي ، چې په دوه زړونو بده اغيزه کوي شک دې چې باور له مينځه وړي هر کله چې باور له مينځه لاړ نو شيطان بيا په دواړو زړونو کې کرکې ته لمن وهي او د يو بل قربانى په سيند لاهو کوي نو په پاى کې زه نور له تاسره تاوتريخوالى نه کوم